د بارکوال مياخېل لخوا خپرې شوې لیکنې


د بلاګ په اړه

ګرانه وروره باركوال صاحب سلامونه ستا د دغه بلاګ څخه ډېر خوشاله شوم او هيله من يم چي ستاسو غوندې ملګري شاعران او اديبان چي د انټرنيټ نړۍ ته چمتو شوي دي ادب مينانو ته به ګټورې ليكنې په نظر  راشي. ستاسو سره زما ملاقات په پېښور ټلويژن كې په يوه مشاعره كې شوى و، چي سعيدګوهر، محمود اياز او د كوټې نور شاعران هم درسره (پښتو عالمي كانفرنس) ته راغلي وو.نور به بيا سره غږېږو. په لوى الله سپارلى فيروز اپريدى

11.07.2009 بارکوال مياخېل

مباركي !!!!

                                                                     مباركي  د پښتو ژبې ځوان شاعر او ليكوال حافظ رحمت نيازي  له كوټې پوهنتو

09.07.2009 بارکوال مياخېل

پوچ دليل، پوچه وراشه / كالم

ليكوال صاحب! پرون مي په يوه مجله كې ستاسې ليكنه تر سترګو شوه، په ډېرې لېوالتيا مي يې په لوستلو پيل وكړ، خو كه ريښتيا درته ووايم، په ډېرو توريو يې نه پوهېدم، چي ټوله جمله به مي دوه درې ځله ولوستله، بيا به پوه شوم، چي دا تورى څه مانا وركوي. تاسې ډېر پارسي او عربي توري كارولي وو، ولې مو په خپله ليكنه كې د "قديم" پر ځاى "لرغونى" نه و ليكلى؟ ولې مو د "همه جهت" پر ځاى "هراړخيز" تورى نه ليكه؟ ليكوال بې له دې چي د لوستونكي پوښتنو ته چورت ووهي، د هغه اندېښنه په پام كې ونيسي

07.07.2009 بارکوال مياخېل

د ژبې سوچوالى؛ اندېښنې او دسيسې / كالم

د تېرې اوونۍ په كالم كې مي چي د هغو ليكوالو په اړه ويلي و، چي وايي: "د پرديو ژبو د توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي"، ورسره سم په ناڅاپي توګه تېره اوونۍ ښاغلي عمرګل عسكر همدغه خبره په خپل كالم (وړانګې) كې بيا تكرار كړې وه چي: "د پرديو توريو په خپلولو سره ژبه پراخېږي". ښاغلى عسكر د دې خبرې د ثبوت لپاره (اردو) ژبه د مثال په توګه يادوي. دا خبره خو ټولو ته څرګنده ده چي (اردو) د لښكر مانا وركوي او خپله اردو ژبه ځان ته ځانګړي توري نه لري، ځكه چي دا ژبه په هند كې د څو قومونو د يو ځايي اوسېد

07.07.2009 بارکوال مياخېل

شعري اړتيا كه شعري سرزوري؟ / كالم

زه چي كله د شعر او ادب نړۍ ته راغلم، نو د يو- نيم شاعر په شعر كې به مي چي كومه ګرامري تېروتنه تر سترګو شوه، ترې وبه مي پوښتل: "دا ولې؟" هغه به ويل: "دا شعري اړتيا يا شعري ضرورت دى". كه "كابل" او "غل" قافيه سره وتړي، وايي دا شعري اړتيا ده، "تياره" او "شپه" قافيې هم د شعري اړتيا له مخې تړي او باك نه په كوي، مګر "خبرو، لښكرو، "حورو، كافورو" او نادِرو" څلور ډوله قافيې په يوه غزل كې څنګه تړل كېږي؟، "بڼو (بڼكو)، څڼو"، له "لوڼو، لستوڼو او وروڼو" قافيو سره تړلو ته هم شعري اړتيا ويل كېږي؟ آي

07.07.2009 بارکوال مياخېل

د كره كتنې معيار / باركوال مياخېل

په كوم كور كې چي يو مشر پر ماشومانو ږغ نه كوي او له بدو كارونو يې نه را ګرځوي، نو څرګنده ده چي هغه ماشومان به پر ناسمو او ناوړو لارو روږدي كېږي او ژوند به يې د بربادۍ كندې ته لوېږي، همدارنګه كه د ټولنې ځينې پوه او روڼ اندي كسان په ټولنه كې موجودو ناوړه كارونو ته ګوته ونه نيسي او د له منځه وړلو لپاره يې چورت ونه وهي، نو امكان نه لري چي هغه ټولنه دي د پرمختګ او د تمدن پر لور پړاوونه ووهي. د ژوند په هره برخه كې له خپل اصلي حالته چپ او ناسم كارونه غندل، ګوته ورته نيول

07.07.2009 بارکوال مياخېل

ګاونډيه اشنا!!!! / قاري هجران

ګاونډيه اشنا!!!   زما په کور کې چي دا اور بلېږي زه به تر کومه حوصله کومهاې پر ما ګرانه ګاونډيه اشنااجازه را يوه ګيله کومهIII زما پخې سړکې هم کچه شوېتا غرو سرو کې سړکونه جوړ کړلزما کورونه شول د خاورو ډېرېتا دېرش پوړيزه منزلونه جوړ کړلزما له کور نه هديرې جوړې شوېتا د خپل کور منځ کې باغونه جوړ کړلزما فرهنګ، کلتور، معارف ختم شوتا ښار په ښار

07.07.2009 بارکوال مياخېل

خبريال او راډيويي كارونه / نورمحمد كړاو - كابل

خبريال او راډيويي کارونه   راډيويي ژبه:  ژبه په هره برخه کې د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهيم وسيله ده، چې دوه يا څو کسان پرې يو- بل پوهوي او په نړۍ کې د پوهاوي- راپوهاوي غوره وسيله ګڼل کېږي، لکه څنګه چې په ليکنه کې د ژبې ارزښت لوړ او د پام وړ دی، همدغسې په راډيو کې هم ژبه يوه ستره او ارزښتمنه وسيله ده، چې دلته هم د پوهاوي- راپوهاوي مهمه دنده ترسره کوي. لکه څنګه چې په ليکوالۍ کې له قلم سره احتياط په کار د

06.07.2009 بارکوال مياخېل

د صلاحيتونو جنګ / انديال - كوټه

د صلاحيتونو جنګ   له دا تېرو څو كلونو راهيسې دښمن د پښتانه افغان وطن د خپلو سامراجي او استعماري مقصدونو (موخو) لپاره اورتون ګرځولى دى ـ كه څه هم د نړېوال سياست څپې د دې قام د ګټې په لوري روانې دي خو بيا هم دا ملت د سياسي ناتوانۍ او د دښمن د بې شرمۍ له امله يو ځل بيا له داسې حالت سره مخامخ دى له کوم سره چي دېرش كاله دمخه مخامخ وو. سوات- چي يو وخت د ختيځ سويټزرلېنډ ورته ويل كېدۀ او

06.07.2009 بارکوال مياخېل

عكس / ژباړن: محمود اياز

عكس دا د عربي ژبې د شپږو نومياليو شاعرانو د شعرونو د پښتو ژباړو ټولګه ده، چي د جولاى د مياشتې (۲۰۰۹) په همدې لومړيو شپو كې تازه له چاپه را وتلې ده. د عربي شعرونو كتاب- چي منظومه ژباړه يې د پښتو ژبې نوميالي شاعر محموداياز كړې ده- په كوټه كې د غزنوي خپرندويې ټولنې له خوا د يو زر (۱۰۰۰) ټوكو په شمېر په (۱۹۷) مخونو كې چاپ شوى او خپور شوى دى.   د (عكس) په نامه د عربي ژبې د شاعرانو پر دې منظومه پښتو ژباړه باندې خليل

04.07.2009 بارکوال مياخېل

غزل / حافظ رحمت نيازى - كوټه

چي په بل باندې ځان وخوري تر بل جار شي په سړيو كې هغه سړى د كار شي   موږ ليدلي دي يارانو ځينې خلك د خپل سر سلامتي غواړي او ګار شي   د ولس درد وي را غونډ مي وي په زړه كې چي تر خولې دباندې راشي نو اشعار شي   پروا نه لري كه كر د ګلو نه كړې"اغزي مه كره په پښو كې به دي خار شي"   ك

04.07.2009 بارکوال مياخېل

ژوندليك

- اصلي او کورنى نوم مي محمدکريم، ادبي نوم مي بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د حاجي عبدالوهاب مياخېل زوى يم، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زوکړى يم. - لومړنۍ او منځنۍ زدکړې مي د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى مي هم د ږوب

03.07.2009 بارکوال مياخېل

غزل / بهار ناصر - ږوب

ته خو د يوسف ښايست هم كم حسابوې تر ځاننور خلك به خداى خبر چي څرنګه ګڼې تر ځان ختمه شي وفا درپكښې مړ شي مركزي كردارته لكه ناول لوستونكي تږي تېروې تر ځان زه هغه سړي ته خلكو توره بلا كړى يمكوم سړى چي زه ګڼم خپل زړه ته را نيژدې تر ځان اې زړګيه! ځان به دي مرګي درڅخه وړى ويته چي خلك پېژنې او يا بيرته راځې تر ځان دلته روايات د سړي قد هم كت كولاى شيمه ن

03.07.2009 بارکوال مياخېل

څلوريځې / باركوال مياخېل

را ټول كه هر څو پر يوهْ ټغر شود توپان مخ ته په څېر د سپر شوخو چي په زړو كې مو مينه نه ويارزښت مو نه شته څه كه سرهْ زر شو مينه په ژوند كې يو داسې كار دىچي هم اسانه او هم دشوار دىپكې د هر چا زؤه ساتل كېږيهم ګل غونچه هم د ځوزو بار دى مړۀ كه مي خدايه! ستوري د بخت ديخلك نو ولې په زړګي سخت ديزما مزل كه ورسره نه شيقافلې وړاندې تللې د وخت دي

03.07.2009 بارکوال مياخېل

سوځېدلى وطن / نصيراحمد كاكړ - كوټه

يو خواته وطن مي د افغان اخيستى اور دىبل خواته مي زړه او هم مي ځان اخيستى اور دىسوات، بونير او دير مي سوځوي د جنګ په اور کېبنو، کوهاټ او وزيرستان اخيستى اور دىاوس خو مي مېلې او ښادۍ هم له ژړا ډکې سوېکور د پښتانه په هر زمان اخيستى اور دىنه مي جنازې، نه هديرې له بريده پاته ديهلته باجوړ، دلته بولان اخيستى اور دىلا خو د سپين سترګي غليم زړه راباندې سوړ نه دىلاندې که مي مځکې، پاس اسمان اخيستى اور دىپټ مي

03.07.2009 بارکوال مياخېل

مرګونې بلا / محمدقاسم ابدال - كوټه

ظريف اکا له کچلاغ بازاره لمرخاته لور ته د مغوټيانو په کلي کې اوسېدۀ. د سهار اذان کېدۀ چي د کور دروازه يې په زوره- زوره وټکېده، ظريف اکا چي په بستره کې پروت و، وښورېد او له ځانه سره يې وويل: فضل دا څوک دى چي په سپېدو دروازه ټکوي، چورت ور ولوېد، له ځانه سره ګډ و، خدايه خير لطيف زوى خو مي هم نن له سفره را روان دى ګومان کوم هغه به وي، دى لا په همدې چورت کې و، چي دروازه يو ځل بيا په زوره- زوره و ټکېده، ظريف اکا هم له بسترې چټک را ولاړ شو، خو په خونه کې دومره تياره وه چي د لاس ګوتې نه ښکا

02.07.2009 بارکوال مياخېل

د طاهر هوتک "د زړه درزا" / باركوال مياخېل

د ږوب سيمې اوسېدونکي ځوان شاعر محمدطاهر خوږمن هوتک خپلې شاعرۍ ته د زړه درزا ويلي او دې ته په پام سره يې د خپلې لومړۍ شعري ټولګې نوم هم (دا زما د زړه درزا ده) ايښى دى چي په تېر ٢٠٠٨م کال د ږوب د يوې فعالې ادبي ټولنې (خراسان ادبي کاروان) له خوا په ١٨٨ مخونو کې خپره شوې ده. د پښتني جغرافيې له مخې ږوب د سوهېلي پښتونخوا داسې يوه سيمه ده چي د تاريخ په اوږدو کې خپل ځانګړى ادبي، سياسي او کلتوري تاريخ لري. په تاريخي لحاظ ږوب د پښتنو يو مهم مرکز ګڼلاى شو او نن هم د دې سيمې پ

02.07.2009 بارکوال مياخېل

د کيسې موضوع څنګه پيدا کولاى شو؟ / اجمل پسرلى - چيک (پراګ)

کيسه هغه وخت خوندوره وي چي موضوع يې ښايسته وي او له تخنيکي اصولو سره سمه ليکل شوې وي. زموږ په و‌طن کې د وروستيو درې لسيزو تحولاتو د داستان لپاره دومره موضوعات پنځولي دي، چي کېدای شي په هره ګړۍ يې يوه کيسه ولرو. همدغه علت دی چي يو شمېر کره کتونکي په دې باور دي چي له لويو پېښو وروسته ستر هنر رامنځته کېدای شي. دغه حوادث خلک روايتوي خو هنري کيسې هغه وخت ترې جوړېدای شي چي له تخنيک سره سمې وليکل شي. يواځې له پېښو کيسې نه جوړېږي، هر انسان په خپله د کيسو دنياګۍ ده. نجيب محفوظ ليکي (( ک

02.07.2009 بارکوال مياخېل

پښتو ژبه او نړيوالتوب (ګلوبلايزېشن) / اميرمحمدښاد- ږوب

پښتو ژبه او نړيوالتوب (ګلوبلايزېشن)  نن سبا زه وينم چي د هر چا په خوله کې د نړيوال کلي يا ګلوبل ويلج يوه نعره ده او په دې نړيوال کلي کې هر چاته دا ويره څرګنده ده چي په دې نړيوال کلي کې به د هغه خپل نوم، پېژندنه، کلتور، ژبه، تاريخ، وسايل او خپل قومي وجود به څنګه ژوند

02.07.2009 بارکوال مياخېل

په ډېرې ايماندارۍ مي د نورو بېوزلي او محروميتونه احساس کړل / ژباړه: باركوال مياخېل

د اردو ژبې له نوميالي پښتون شاعر احمدفراز سره مرکه   احمدفراز چي اصل نوم يې سيداحمدشاه و، د ١٩٣١م کال د جنورۍ پر څورلسمه نېټه د پښتونخوا په نوښار سيمه کې د سيدمحمدشاه برق په کور کې زوکړى و، خو اصلي ټاټوبى يې د کوهاټ سيمه ده، د اردو ژبې نوميالي او د سترې پايې شاعر و. په خپل ژوند کې

02.07.2009 بارکوال مياخېل

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more