د بارکوال مياخېل لخوا خپرې شوې لیکنې
څلوريځې
درځئ چي مړ كړو اور له وطنهزياتي جوړ نه كړو ګور له وطنهنور را پرې نه ږدو پردي تورمخينور و نۀ باسو ورور له وطنه *** ځئ را ستانه كړو وروڼه له جنګهچي خپله خونه بيا نه كړي ړنګهچيغه به وكړو او په اشر بهجوړه كړو مېنه، له مينې دنګه *** راسره دوى كه تل دوښمني كړيراسره وروڼه خپت(۱) په بدي كړيموږ به تېره كړو د مينې تورهچي د دوى كركه و
زه او ته / رحمت زلمى مندوخېل- حيدر اباد (سيند)
ګلې ته يواځې نه يې ډېرې پېغلې وې زړې شوې ورته خپل كور قتلګاه شو تاندې هيلې يې كي مړې شوې ګرانه! ته هم تنها نه يې ستا په رنګه ډېر ځوانان دي چي پياده او بې ملګرې د ژوندون پر لار روان دي زمااو ستا لاس يې تړلي د رواج په زنځيرونو ما او تا دواړه محروم يو د خواږۀ عشق له جامونو ما او تا به كوو دواړه بغاوت په ضد د خپلو ما او تا به كوو هڅه د رواج د ماتولو ځكه دا هغه رواج
غزل / محمدنعيم ازاد - پښين
د هجر شپه چي تر سهاره پورې رسي خدايه! ته مي په سترګو كې ژوندي و لرې كسي خدايه! هغه پښتون د زړۀ په غوښو پښتونواله پالي د چا چي يار و غربت دواړه مېلمانه سي خدايه! تل چي پرې سوي ګلان و وينم د چا په لاس كې ډ
ړنده مينه / لنډه كيسه / باركوال مياخېل
ړنده مينه خبريال له ټاکلي وخت سره سم څو سپينې پاڼې له ځانه سره واخيستې او د غونډې ځاى ته ور روان شو. داسې په مړو- مړو ګامونو روان و، لکه بندي- چي په بند محکوم شوى وي او د زندان خواته روان وي. غونډه د دۀ د ورځپاڼې له دفتره د نيم ساعت په فاصله د ښار په لوى سرينا هوټل کې وه. هوټل ته په رسېدو سره په بيړه د هوټل په ورۀ ور ننووت، د هوټل يوۀ ساتونکي ږغ پر وکړ: - چېرې روان يې تالاشي راکه! دۀ په داسې حال کې چي دواړه لاسونه
كابل بيا وغوړېد / پايندخان خروټى - كوټه
كابل بيا وغوړېد زه نن د يوۀ پښتون شاعر د زړه ږغ د خپلو لوستونكيو پر شونډو باندې زمزمه كول غواړم، هغه وايي: دا زموږ نصيب دى چې په وينو كې مزل كوو يو دښمـن چې ووهــو بيا بل وهـو بيـا بل وهو د افغانانو خاوره له امو دريابه نيولې تر اباسينه پورې د تاريخ په اوږدو كې وخت پر وخت د يونان سكندراعظم، ايران، عرب، چنګېز، مغول، بريتانوي استعمار او داسې نورو
غزل / شهيم كاكړ - ږوب
پكې قيمت د اوښكو هار نه لري پرېږده مانا د ژوند بازار نه لري خپل ټول ناهيلي ارمانونه وژنم چا راته وويل ازار نه لري د يار په زړۀ كې چي ټوكېږي يار ته داسې ګلونه هيڅ بهار نه لري
هايكوګانې / شهيم كاكړ - ږوب
له امريكې د خلكو دومره بد سول چي دوه غوايه يو بل په سر وهي هم دوى وايي دا د امريكې سازش دى :::: وايي چي خر هم په دولت خرخان شي نو بيا كم اصل بې هنر زردار ته هم صاحب نه، بايد خرخان ووايو :::: ياره قسم په خداى باور پرې وكه ستا نوراني مخ ته چي ګورمه زه لكه چي وايم د نېكيو كتاب :::: چي تكبر له جهالته كېږي نو بيا خو ډېر دغه مغرور عالمان
غزلې / بازخان الميار - ږوب (قمردين كارېز)
نه برى مومو او نه جنګ ختمېږيكله به دا د تورې شرنګ ختمېږي؟ واخلئ قلم پښتنو هر څه پرېږدئ!!تر څو چي وينه ځي فرهنګ ختمېږي چي خپله خاوره خپل اختيار وګټوبيا به په خاوره كې ملنګ ختمېږي تورمخې دا دي څنګه جنګ راوړىنه زما خوشال، نه ستا اورنګ ختمېږي
غزل / محمود اياز - كوټه
له اوبو كور جوړوم، پاس يې په هوا باندې ږدمكومه نامه به بيا په دې نوې دونيا باندې ږدم په كار ده منډه د دې كلي له خيرنو كوڅونوى بنياد بيرته له سره په ښكلا باندې ږدم ده نيمه شپه، راته شپېلۍ وهي يو څوك د وصالخداى لټومه او ګامونه هم په غلا باندې ږدم ګنډم به څو د ژوندانۀ وجود، په مينه مينهمرهم به څو په وينې- وينې كربلا باندې ږدم
غوسه، زيانونه، پايلې او درملنه يې
ډېر ژر په غوسه كې راتلل يوه داسې زيانمنه ناروغي ده، چي په هغه كې انسان پر خپل نفس ګرفت نه شي تر لاسه كولاى، بلكې زيات وخت د غوسې په حال كې لـه خپلې ژبې يا خپل لاس څخه چاته زيان ورسوي، بيا د غوسې تر سړېدو وروسته هغه لـه پښېمانۍ او شرمندګۍ سره مخامخېږي او لـه نورو هغه كسانو څخه چي دى ورته په غوسه شوى وي، بخښنې غوښتو ته اړ كېږي، خو پر غوسه باندې په ګرفت موندلو سره انسان لـه دغو ټولو مصيبتونو او پرېشانيو څخه ژغورل كېداى شي، همدغه غوسه په اصل كې د ټولنې د بنسټونو په زيانمنولو او په هغه ك
غزل / داوود بخت مندوخېل - ږوب
يار مي په محفل كې چي ږغېږي نهدا خوى دى په ګل كې چي ږغېږي نه داسې نه چي ږغ له كبره نه كويسوچ يې وي په بل كې چي ږغېږي نه دا زما زخمي زړګى د ګل پر ځاىكښېږده په وربل كې چي ږغېږي نه خال په تورو زلفو سو وډر او كه؟
غزل / ځيركيار شېرانى - ږوب
لكه پتنګ داسې سوځېږمه په اور د مينېسپينه لمبه شمه ځلېږمه په زور د مينې كله نشه- نشه ويده شمه د مينې غېږ كېكله بوږنېږم روانېږمه پر لور د مينې دا چي څپې- څپې وشمې(1) سيلۍ مي وښورويپاڅم ترهېږمه بوږنېږمه په شور د مينې په مينه سوى، يم د مينې اور وږمينه وږمځكه هر چاته وركومه زه ټكور د مينې
په ازادۍ راډيو كې د كار موقع
ازادي راډیو یا دازادې اروپا راډیود نړۍ په نژدې دېرشو ژبوخپرونې کوي .ازادي راډیو/دازادې اروپا راډیو یوه غیرانتفاعي موسسه ده چې د امریکا د متحدو ایالتونود ولس د استازو یعنې کانګریس له لوري یې مالي ملاتړ کېږي . د دې راډیو اصلي مرکز په واشنګټن کې دی خو خپرونې یې د چک جمهوریت په مرکز پراګ کې تنظیمېږي .دا راډیو د کابل په شمول د نړۍ په بېلابېلو هیوادونو کې نولس لوی دفترونه لري .
د سولې كور
بابا تا خو د ډيلي پر تخت ور نه کړه، هغه لويه پښتونخوا د ننګ ټاټوبى، هغه ستا د نازوليو بچو مېنه، چي يې تاته درتۀ ياد په هندوستان کې، تا ويل په مينه مينه پښتنو ته، "د ډيلي تخت هېرومه چي را ياد کړم زما د ښکلې پښتونخ
غزل
(د ارواښاد عبدالله خيال د شعر پر مځكه) پښتون وطن يمه نړېږم بيا ارمان ونه کړېراشه په سرۀ اور کې سوځېږم بيا ارمان ونه کړېزه د ميرويس د سر شمله يم، د ابدال توره يمپه پردي ښار کې ليلامېږم بيا ارمان ونه کړېته مي ظاهر وينې سمسور چي د پسرلي غوندې يمدننه وار په وار ورانېږم بيا ارمان ونه کړېنن لا ژوندى يم راشه زړۀ مي دى په مينه ودانسبا له دې ځايه ستنېږم بيا ارمان ونه کړېراشه سپ
غزل
چي پر آس د کرکې سپور وي هغه تل پرځي لټېږيکوم سړى چي په زړۀ تور وي هغه تل پرځي لټېږيچي بېغمه له هر څۀ وي د هغو لار وي هوارهچي د چا په سر کې شور وي هغه تل پرځي لټېږيژوند يې ټول تيارۀ- تيارۀ وي، نوک وهي پر هره لارهچي سېځلى يې خپل کور وي هغه تل پرځي لټېږيچي زردار وي دلته هغه زړور وي سترګور ويچي نه زر او نه يې زور وي هغه تل پرځي لټېږيور پر سر د وياړ پټکى کړي دوښمن ورکړي خواږه زهرچي وژلى يې خپل ورور وي هغه تل پرځي لټېږيد
غزل
مينه ښکاره شي که هر څو يې څوک له چا پټويد لوېديځ غر و ګورئ لمر د ځان تر شا پټويدلته وګړي اوس پر هر چا وېشي غم او ژړادلته اوس خلک له ژوندون څخه خندا پټويد تندي خال يې چي پر ما د مينې وارى وکړساده کوچۍ راڅخه اوس هغه بلا پټويزاهد ښکاره سپينې جامې واغوندي پاک ښکاره شيد باطن خيري په توبو او په دوعا پټويزه يې د هيلو هر انځور د مخ پر پاڼه وينمجانان به څه له ما د خپل زړګي دونيا پټويلکه مرغۀ د ونې غوندې مي په غېږ کې پټ کړه
((د شپېتو بړېڅو ورځ په ورځ كمى دى)) / نذيراحمد نذير - هالينډ
په وطن تپه تياره د نور كمى دىپه خطر كې د پښتون د ژوند غمى دىڅه وحشي جګړې ته وتى هر زلمى دىد جګړې ډګر په مړيو ډك، نيمى دى(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى)) پښتانه اوس ظالمان پر خپل وجود ديپښتانه اوس نه د ګټې نه د سود ديپښتانه اوس د نفرت دي، نه د درود ديپښتانه اوس تور ديګي وهلي دود ديپښتنو كې خو اوس ورك د سر سړى دى(( د شپېتو بړيڅو ورځ په ورځ كمى دى))
ازاد نومښود/ سعادت ملوك ازاد
ازاد نومښود دا د سعادت ملوك ازاد تازه چاپ شوى كتاب دى، چي پكې يې سوچه پښتو نومونه را ټول كړي دي. ما ښاغلي ملوك ازاد ته د كتاب په اړه د مباركۍ برېښناليك ور لېږلى وو، د هغه ځواب هم لاندې لوستلاى شئ. .............................. سعادت ملوك ازاد صاحب سلامونه او لورېينې روغتيا او خوشالي مو غواړم. په لراوبر كې مي ستاسې د نوي كتاب د چاپېدو خبر ولوست، ډېر خوشاله سوم چي شكر په پښتنو كې دومره خلك شته چي پښتو پر ګرانه ده
(لمر ته مباركي) / حنيف حيران
مياخېله وروره سلامونهخوښ يم چې د انټرنيټ پر پاڼو ستاسې د (لمر) پاڼه هم ور زياته شوله، خو ګوره ياره داسې نه وي، چې د لمر تېزې وړانګې مو د پېښور او پنجاب د ګرمي د پلوشو په جامو کې درنه خراب نه کړي يا مو هغه د چا خبره جل ونه وهي. خير په هر صورت دخوښۍ ځای دی ؛ خو ګوره ياره زه خو وايم چې ته يو ډېر فعال خبريال يې او نيټ ته هم لاسرسی لرې، زما خو که منې بلوګ ته دې داسې پاليسي غوره کړه، چې يو څه د نورو بلوګونو په نسبت نوښت ولري، ځينې داسې موضوع ګانې پکې ځای کړه، چې موږ او تاسې يې ډېر کمی