د بارکوال مياخېل لخوا خپرې شوې لیکنې
د رحمان بابا د شعر سبكي خصوصيات / اسدالله غضنفر- كابل
رحمان بابا چي خپل شعر يادوي معمولاً ستاينه يې کوي، خو چي ځان يادوي ځان غندي. دى د خپل خوى او عمل د ذکر په وخت Understatement ته تمايل لري، يعنې غواړي ځان کم وګڼي. دى فرمايي:
انديال - كوټه
يو څو شپې د مخه هغه وخت زه ډېر زيات حق حيران ودرېدم چي څه وخت ما د يوۀ شخصي ټلويژني چينل پر پرده باندې د عوامي نېشنل ګوند د مشر قدرمن اسفنديار ولي صاحب دا خبر ه واورېده چي د سوات او د مالاكنډ د سپېڅليو خلكو دا اوسنۍ بې عزتۍ، مرګ ژوبله او نور نه بيانېدونكي تكليفونه د پاكستان د پايښت (بقا) او ژغورلو لپاره دي، كه څه هم دا ډول ويناوې ما د عوامي نېشنل ګوند د ځينو نورو مشرانو لكه ميا افتخار او زاهدخان صاحب له خولې هم په څو واره اورېدلې وې خو ما څه خاص چورت نه پكې واهه ولې چي د عوامي
غزل / باركوال مياخېل
کرکه به مړه کړو او پر وبه کړو خيرات د مينېځئ چي په هر زړۀ کې ودان کړو يو جومات د مينېد دې بې دردې دونيا زړه راباندې مه سړوهښايستې ما غريب ته راکړه سږ ذکات د مينېخولۀ به يې ټول عمر خوږه وي هيڅ ترخه به نه شيچا چي په ژوند کې وي خوړلي خواږه شات د مينېچي ورورګلوي او سوله دواړه يې شعار وګرځيخداى دي را جوړ کړي داسې ښکلى يو ولات د مينېما د جنت ننداره وکړله په دغه دونياله ژونده يووړم بل جهان ته ملاقات د مينېلکه ماشوم تل به د
له بېلتونه تر روغتونه / باركوال مياخېل (لنډه كيسه)
د روغتون د عملياتو د څانګې مخې ته ګڼ شمېر خلک- ښځې او نارينه- را ټول شوي وو او د خپلو ناروغانو په تمه وو، چي د عملياتو په څانګه کې يې عمليات کېدل. د عملياتو څانګې ته دننه هر چاته د ورتګ اجازه نه وه، خو زۀ د ډاکټر اختر په شناخت دننه ورغلم، خپل کشر ورور مي د عملياتو لپاره ور وستى و، چي د څنګلي هډ يې له چا سره په جګړه کې مات کړى و. د روغتون کارکوونکيو چي ځانګړې سرې جامې يې اغوستې وې په پرله پسې توګه د عملياتو له څانګې عمليات شوي ناروغان را ايستل او د ناروغانو لپاره په ځانګړې هواره د او
ډار / باركوال مياخېل
ډار په هر زړه ننوتى ډار د تورې بلا غوندې خوشالي او هوس وړي ډار د ژوند له هره لوري کرار وړى دى په زوره تور مېږي د اندېښنو دي چي د هر سړي زړګى خوري هر سړى زموږ د کلي تل وهي دغه چ