د اريوب اريوب لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل : انديښمن ځاځى
غزل چې مستو مستو بهارونو غيږې خلاصې کړلې وږمې خورې شوې سرو ګلونو غيږې خلاصې کړلې بلبل د سوز او د ګداز په چيغو بيا راغلى وايي سره ګل د ديدنونو غيږې خلاصې کړلې فرياد، فرياد هره نغمه هره سندره شوه زما چې مې په خوږ زړه کې دردر
بسم الله وايه :سيد جيلاني جلان
بسم الله وايه په خوله ټپه او مهين لاس چې په چمبه لګوېدا خو ګلاب زما د ژوند په ګريوانه لګوېپى مخي مخ كې د غصې كرښې ساده جانانه!څه تور خاپونه دجنت په ديواله لګوېمنم چې ما به د جانان په نامه نه بولې ته بيا د نظر منګولې ولې مې په زړه لګوې ؟د ترنم دا ژوبله ژبه مې راوړې ځكهوايي چې ته پرې د موسكا خواږه ډېر ښه لګوېته كه هر څومره جامې واغوندې د وركو شيبولكه هنر مې داحساس په شونډو خ
غلا : انديښمن ځاځى
غلا ملګرو دا يوه پوښتنه کوم زمونږ په ښار کې د جزاء قانون کې د غله سزا څه شى ده؟ ځکه چې زه په چا دعوه لرمه چې په غلچکو سترګو يې له ما نه زړه غلا کړى يادګيرنه نوموړى آزاد شعر د ( لا خو له خپل ځان نه پردى يمه زه ) شعري ټولګې نه اخيستل شوى دى
شومې شپې : سيد جيلاني جلان
شومې شپې مونږه تړي كړۍ كړۍ دي لومې لومې شپې ديد درد لمبې زېږوي ښې را ته مالومې شپې ديكه تورې تورې پښې يې هر څومره په شونډو ښكل كړورنګ د جانان د څڼو نه راوړي څه شومې شپې ديوايي دوه ستوري سره غېږ په غېږ شي سوال قبلېږياى تور پړونې بوډۍ! وايه هغه كومې شپې دي؟هغوى خو تل زمونږه قتل ته لمنه وهيهغوى چې تاسو ته پر پښو رغړي مظلومې شپې ديزمانو ډيرې د رڼا پيڅې په خولو كې وركړېخو
د اريوب په شپږمه ګڼه کې د دانشمل ، رفيق ريحان او انور تبسم خپاره شوي شعرونه
اسلم بيګ دانشمل، آريوب ګل غونډۍد ګډکړ پر شونډو څاڅکي دا چې صنم ته زړه کې ځاي ورکومنو خود به غم ته زړه کې ځای ورکومستا سپېنې اوښکې شمارم داسې اشناکله زم زم ته زړه کې ځای ورکومزما د زړه په لارو ګرځه یارهستا هر قدم ته زړه کې ځای ورکومکله مې وژني کله ژوند راکويدرد او ملهم ته زړه کې ځای ورکومدانشمل يار له نعمو کم نه ګڼمخوږ ترانم ته زړه کې ځای و
د غره سړى: انديښمن ځاځى
غزل زه چې ستا نه شومه د چا شومه د ځان هم نه يم بدنامه شوم خو د سيال نه شوم په چا ګران هم نه يم ځواني مې داسې هم د چا غمونو لولپه کړه چې زوړ به نه يم خو هغه پخوانى ځوان هم نه يم سر مه څنډه د زنې خال دې ښکلومه ګله د زنې سر دې نه چيچمه دومره وران هم نه يم
څوک دى ؟ : سيدجيلاني جلان
څوك دى؟ د ګل مخ باندې اوده ښكلوكې څوك دى؟د ښايست په لباس پټ پستوكى څوك دى؟شغلې هم په سپينو شونډو ترينه مۍ څښيدا د مستو ميو مست ډنډوكى څوك دى؟دا د غوڅ زړګي پرهار باندې چې پښې ږديد غرور په لار روان مستو كى څوك دى؟روح مې پروت د عزرائيل جانان په دركېخلك وايي دا ماشوم وړوكى څوك دى؟د مخ پړك يې د نښترو څڼې ښكل كړېد كنډو پر سر ولاړ سپينوكې څوك دى؟واه نظر له مې خورا شير
د زرکې غزل
غزل دی پکتيا دغرو بلبله وم اوس نه يم دی اشنا د خولې بدله وم اوس نه يم دی جانان سره جوړه سنګرته تلمه زه په زړه ډېره شډله وم اوس نه يم ماتوه مې په تيره تبرګي باندې زه پخوا خوږه سنځله وم
پښتون : انديښمن ځاځى
غزل چې وي پښتون او په خپل ننګ توره اوچته نه کړي يا د ظالم سره په جنګ توره اوچته نه کړي يا د خپل قوم د آزادۍ د سر لوړۍ له پاره په سپين ډګر او په غورځنګ توره اوچته نه کړي بياخو پښتون نه دى پښتون ورته ويلاى نه شي چې د غليم مخ کې په
غمازګره سوله : سيدجيلانې جلان
غمازګره سوله غواړم تخيل ته مې دشوخو نازو رنګ راوړم اور شه چې غزل ته مې نوښت راوړم اهنگ راوړمڅه ساده انسان يم كشماليو پسې لاړ شمهپوه نه شم چې بيرته راځم غيږې غيږې بنګ راوړم بيا يوې تور پړوني نغمه ګرچم را خاموش كړلوځم د لمر مطرب نه د جلوو د رباب ترنګ راوړم ستا دهنرمند نظر وړوكى شان شاګرد خويم ځكه دمين احساس ورغوي باندې چنګ راوړم اى! وچې موسكا كې مې د وير لكيرې ولولهاوس هم ان
انعام : انديښمن ځاځى
غزل نن چې مې غړپ د ستا د سرو شونډو له جام اخيستى د خپل ژوندون د ښکلا لور ته مې يو ګام اخيستى د خپل زړګې په ديواله به يې زوړند ساتمه د اور له غيږ نه مې تصوير د ګل اندام اخيستى اف چې دا ستا غرورو مې څنکه غرور مات کړو راته ستا په خ
د پير محمد کاروان په زړه پورې غزل
غزل وګوره اوښبه راوړى بار د ګلابونو دى خوب وينم بلبله وايي وار د ګلابونو دى غرونو ته سوما ختلي کلي ته نرکس روان بس باچا ګلاب دى او ټول ښار د ګلابونو دى تللى هغه وخت چې تار د ديم يې وو د تر څانګو تاو وايي د ژوندون سره اوس تار د ګلابونو دى راغ
خنډ او ځنډ : اداره
دسپيڅلي څښتن په پاک نوم خنډ او ځنډسرليکنه د ژوند په چاره کې چې خنډ رامنځ ته شي. نو له ځنډ سره مخ شي. کله چې کوم توليدات د خرڅلاو لپاره بازار و نه لري. نو له زياتو ستونزو سره به مخ کېږي. کله د نړۍ پر مخ تللي هېوادونه چې په دې هڅو کې دي چې د خپلو توليداتو لپاره د خرڅلاو بازار پيدا کړي که کوم هېواد د بازار په موندنه کې پاتې راشي په دننه کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان کېږي. توليدات يې کمېږي او ورو ورو له منځه ځ
د عشق ځلور لارې : انديښمن ځاځى
د عشق ځلور لارې خمار ومه خمار وم تر خماره خمار لاړم نګاره ستا له څنګه ان تر داره خمار لاړم د عشق له څلور لارې مې کړه داسې لاره غوره چې ټوله په چړو وه خو تر ياره خمار لاړم د زلفو په ځنګل ګديدل دومره اسان نه وو هر تار خمار خمار وو تر هر تاره خمار لاړم
دوې همزولې پيغلې : سيد جيلاني جلان
دوې همزولې پيغلې واه واه د خندا په توره وار كوي زړه ورېبيدا خو عجيبه د هنر كار كوي زړه ورېبييا د اداګانو جادو ګرې جامې واغونديبيا خو خامخا سينې ته لار كوي زړه ورېبيګرانه ستا اوبلن نظر چې ستا پر اننګو ساز شيلكه تود ګبين له خوږو تار كوي زړه ورېبيدوې همزولې پيغلې په يوه رنګ د يوې كوڅېبس د شيبو سيوري ته سينګار كوي زړه ورېبيستا ساده جانان ساده اجل جلانه پام دې ويكله كله ي
ښځه اوس هم مظلوه ده : آريانا حق پال
آريانا حق پال ښځه اوس هم مظلوه ده څرګنده ده چې د جهالت په دوره کې ښځه د الله تعالی مظلومه بنده وه، په ټولنې کې به يې ورته په ډېر سپک نظر کتل، په کورونو کې به له بنديانو نه هم ورسره بده رويه او چار چلند کېده، د رايې مشورې، تنقيد او احتساب حق يې نه درلود، د ژوندانه په يوې برخې کې به هم د هغې شهادت نه منل کېده ان تر دې چې ښځه به يې له پيدايښت سره سم ژوندۍ په قبر کې ښخوله.دغه ننۍ دوره جهالت دوره نه بلکې د تهذيب او پرمختګ دوره بلل کېږ
د مست جنون يادګار : انديښمن ځاځى
غزل درځو د منصوي مينې سينګار تاوه کوو بيا ډيره موده پس رواج د دار تازه کوو اشنا خير که کوڅه کې دې د کاڼو باران اوري په خپلو وينو ستا د کلي لار تازه کوو بهيږي دې په خپلو خولو وينو باندې نه يو په دې چې ددې وران کلي چنار تازه کوو
د روح كنډول : سيد جيلاني جلان
د روح كنډول په تورو څڼو مست سپرلى څومره عجب غږېږيلكه د مينې پر كېسه د شاعر لب غږېږيخود به له چين نه ښاپېرۍ را لېږي ګل د خنداد سندريز تار په زړه وړونكي تر نګ مطلب غږېږيد مازديګر په زېړ جبين به ګل، ګل وكرل شيدا ځوان ګودر به اوس د نجونو په مذهب غږېږيراځئ په مينه، مينه واورو نوراني خبرېزما د جانان په طلايي تندي كې رب غږېږيخدايه! سرۀ ژبه د لمبو يې پرې كوه په توره زمونږ فر
د سميرا کوچۍ نوى په زړه پورې غزل
غزل چې نه په ورځ را سره مل وي نه په شپه پاتې وي دا ډېر غمونه دي اور واخلي چې اېره پاتې وي وحشي بادونه به يې تا غوندې په بله يوسي را سره څو به خواري نښې ستا د پله پاتې وي يو په غزل بل مې په اوښکو زړګى سپک غوندې شي
يوه هيله او مننه/ آمير غازي
سلام او ډیر درناوی !دځاځی بابا دټولنې ټولو عزتمنو عزیزانو ته چې الحمدالله ښه ټکی ته چې خپل هیر ستوری را ژوندی او را پیژنی یې پام شوی دخیر او برکت ددعالاس پورته کوم ، او په دی نیک ګام کی یې بری غواړم ،او هم پدی اوچت ګام کې تر خپله وسه ځان هم ګام بولم ، او داریوب دسیمې ګلالو ژڼکیوته په دی دروند دود دستورکې دبری غوښتنه کوم .زما هیله داده چې که چیری غواړی چی دخپل هیواد په کچه خپل نومیالی په تاریخی بڼه ،نه یوازی هیوادوالو بلکه نړیوالو ته وروپیژنی ، ښه ب