ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


څېړونکي: طالبان به هغه وخت د دنيا او منطقې غوښتنې ومني چې دنيا د دوی غوښتنې ومني

د ازبکستان سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې غونډې پرمهال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو خوندي کولو او مېرمنو ته د کار او تعليم حق ورکولو په اړه د نړيوالې ټولنې په غوښتنو زور اچول شوی دی.

14.04.2023 ډیوه

د اوکراین د دفاع او خارجه وزیرانو په ټینګار ویلي د روس له یرغله خلاسون د نېټو غړیتوب دی

واشنګټن ــــ د اوکراین د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په خپل هېواد او د تور سمندر په ټوله سیمه کې د امنیت د خوندیتوب لپاره له نېټو سره د اړیکو او د کیف د غړیتوب پر اړتیا ټینګار کړی دی. د اپرېل پر 13مه د رومانیا په پایتخت بخاریسټ کې د اوکراین د دفاع مشر اولیکسي رزنیکوف د امنیت په اړه یو کانفرنس ته وویل: "موږ د ضمانتونو یو داسې نظام ته اړتیا لرو چې د روس د یرغل امکان ختم کړي، د دې لپاره اوکراین په نېټو کې له شاملېدو پرته بل متبادل نه لري". د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا هم دې کانفرنس ته د ویډیو لینک له لارې خبرې کړې دي او پر غربي اتحاد یې ټینګار کړی دی چې په سیمه کې نور هم فعال شي. کولیبا ویلي همدا وخت دی چې له تور سمندره تر دې وروسته "د نېټو سمندر" جوړ شي. کولیبا له نېټو په ټینګار وغوښتل چې اوکراین او د تور سمندر پر غاړه پروت هیواد جورجیا هم د غړو په توګه ومني. د اوکراین خارجه وزیر وویل، په جولای میاشت کې چې د لیتوانیا په مرکزي ښار ویلنیوس کې د نېټو مشرانو غونډه کېږي باید "یو څرګند پلان وړاندې کړي چې کله او څنګه اوکراین ته داخلیږي." د اوکراین دغو وزیرانو دا خبرې په داسې وخت کړې دي چې روسي ځواکونو د روس په بخموت او نورو ختیځو سیمو کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی. دیمیترو کولیبا د خپل هېواد دا خبره بیا تکرار کړه چې وایي په اوکراین کې امن یواځې هغه وخت راتلای شي چې روس د کریمیا د تور سمندر د ټاپو په ګډون د اوکراین له ټولې خاورې خپل پوځ وباسي. د کریملین ویاند دیمیتري پېسکوف د اپرېل پر 13مه په یوه لنډه وینا کې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر دیمیترو کولیبا دا خبرې رد کړې دي چې وایي له تور سمندره دې "د نېټو سمندر" جوړ شي: "دا یو ګډ سمندر دی، دا باید د ټولو ساحلي هیوادونو لپاره د همکارۍ، اړیکو او امنیت بحر وي." روس په 2014م کې کریمیا ټاپو له اوکراین څخه ونیو او تر اوسه یې پخپله ولکه کې ساتلی دی او د 2022م کال د فرورۍ له 24مې یې بیا په اوکراین باندې یرغل پیل کړی دی او غواړي د دې هېواد نورې سیمې هم ونیسي خو اوکرایني ځواکونه تر اوسه د خپلې خاورې دفاع کوي.

14.04.2023 ډیوه

اسحاق ډار: عرب اماراتو پاکستان ته د پېسو ورکولو په اړوند ايي اېم اېف خبر کړی دی

په اقتصادي مشکلاتو کې د ښکېل پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي، متحده عرب اماراتو، نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ته تاييد کړې چې پاکستان ته به يو ارب ډالره د دوه اړخیزه مرستو په لړ کې ورکوي.

14.04.2023 ډیوه

د مشال خان شپږم تلین: د بشري حقونو فعالین وايي‌ پاکستان کې توندروه فکر نور زیات شوی

واشنګټن ــــ په پاکستان کې د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالینو د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت د څانګې وژل شوي طالب علم مشال خان د شپږم تلین لمانځلو په وخت ویلي د نوموړي د وژنې لپاره ذمه وار توندروه فکر کې نور زیاتوالی راغلی او په ملک کې اوس هم ګڼ شمېر خلک  د مذهب سپکاوي د تورونو سره مخ کیږي. مشال خان د مردان عبدالولي خان یونیورسټۍ د صحافت د څانګې طالب علم وو او د کال ۲۰۱۷م د اپرېل میاشتې په ۱۳مه نېټه قهرجنو خلکو، چې زیاتره د یونیورسټۍ طالبعلمان وو،‌ په یونیورسټۍ کې دننه د مذهب د سپکاوي په تور وژلی وو.‌ په ټولنیزه مېډیا ټویټر باندې د مشال خان په نوم جوړ شوي ټرېنډ (رجحان) کې د بشري حقونو فعالانو ویلي مذهبي توندروه خلک اوس هم د د دروغو دعوو په ځواب کې د مذهب د سپکاوي قانون د آلې په توګه پکاروي او مخالف نظریه لرونکي خلک ددغه قانون د غلط استعمال ښکار کیږي.   د بشري حقونو فعالې او خبریالې زهرا یوسف ویلي د یو قام په حېث په دوي باندې ګڼ شمېر تور داغونه دي چې کله به هم و نه وینځل شي. په ټوېټر باندې یو شمېر کسانو د مشال خان د مور هغه خبره یاده کړې چې ویلي یې وو د خپل زوی په مرګ یې چې کله د مشال د لاس ګوتې ښکل کړې نو هغه ټولې ماتې شوې وې. یو بل تن په ټویټر لیکلي د مشال خان مخالفینو د نوموړي د ریښتینې نظریې او انقلابي عزم مقابله و نه کړی شوه.‌ په ۲۰۱۷ کال کې په ۱۳جون د مشال خان د وژنې کتنه کوونکي ۱۳-کسیزه تحقیقاتي ډلې په خپل رپورټ‌ کې ویلي وو، د مشال خان په ضد تورونه بې بنیاده وو او د مذهب د سپکاوي تورونه د هغه خلاف د خلکو د راپارولو لپاره استعمال کړی شوي وو. د مشال خان د وژنې په مقدمه کې نیول شوي ۵۷ کسان زیاتره هم د عبدالولي خان یونیورسټۍ طالب علمان وو.‌ د ۲۰۱۸م کال د فرورۍ په ۷مه نېټه د ترهګرۍ ضد عدالت په ۵۷ تورنو کسانو کې ۳۱ د مشال خان په وژنه کې ککړ ګرځولي وو چې پکې په مشال خان ډزې کوونکي تن عمران علي ته د مرګ او پینځو نورو ته د عمر قېد سزاګانې اورول شوې وې او ۲۵ نورو کسانو ته د درې درې کلونو د قېد سزاګانې اورول شوې وې.‌ د بشري حقونو ډلې وايي‌ پاکستان کې د مذهب د سپکاوي قانون په غلطه طریقه استعمالیږي او په دغه قانون کې د بدلون لپاره غږ پورته کوونکي هم د ژوند د خطرې سره مخ کیږي.‌ په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان تر ټولو لویې صوبې پنجاب ګورنر سلمان تاثیر خپل محافظ په ډزو وژلی وو.‌ سلمان تاثیر د مذهب سپکاوي قانون د غلط استعمال مخالفت کوو او د اسلام سپکاوي کولو په تور سزا شوې یو عیسايي میرمن آسیه بي بي‌ د خوشي کولو لپاره یې کمپاېن چلولو. هم په دغه کال د اقلیتي عیسايي ډلې سره تلعق لرونکی وفاقي وزیر شهزاد بهټي هم وژل شوی وو څوک چې آسیه بي بي ته د اورول شوې د پهانسۍ د سزا مخالف وو. د پاکستان د څېړنې او امنیتي علومو د څېړنې مرکز تېر کال په خپل رپورټ‌ کې ویلي د پاکستان د خپلواکۍ راهیسې د ۲۰۲۱ پورې د مذهب د سپکاوي په ۱۴۱۵ پېښو کې د ۱۸ ښځو په شمول ۸۹ کسان د عدالت ماورا وژلی شوي دي.

14.04.2023 ډیوه

شمالي کوریا وایي یو بل د اوږده واټن ویشتونکی زورور میزایل یې تجربه کړی، امریکا یې غندنه کړې ده

واشنګټن ـــــ شمالي کوریا د جمعې په ورځ وویل د داسې نوي بین البراعظمي میزایل تجربه یې کړې ده چې د تېلو پر ځای په جامد یا وچو موادو چلېږي، دا یوه داسې دعوه ده چې که ریښتیا ثابته شي پیانګیانګ به دا توان ولري چې په تېزۍ او بې له پېشبینۍ داسې میزایل خوشی کړي چې امریکا په نخښه کړي. د شمالي کوریا رسمي خبري ایجنسۍ وایي د دې هیواد مشر کیم جانګ اون له خپلې مېرمنې، لور او خور سره په ګډه د پنجشنبې- زیارت په ورځ د هواسونګ - 18 په نوم د دې میزایل تجربه ولیده. خبري ایجنسۍ وایي کیم جانګ اون پر دې ازموینه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر ټولو د زورور میزایل دا تجربه د شمالي کوریا لپاره "له معجزې ډکه کامیابي" ده. رپوټونه وایي دا میزایل د ایټمي برید د جواب ویلو او د بریدونو د مخنیوي لپاره د شمالي کوریا سټرېټیجک چمتووالی په ډرامایي توګه لا پیاوړی کړي. د کوریا مرکزي  خبري ایجنسۍ وایي کیم جانګ اون د دې میزایل پر ازموینه زیات ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې له دې وروسته به یې د هېواد دښمنان له ډېرې وارخطایۍ او ډار سره مخ شي او هغوی به پر خپل غلط انتخاب پښېمانه شي. د شمالي کوریا مشر د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی خو پیانګیانګ تل د جنوبي کوریا، امریکې او جاپان پر ملګرتیا نیوکې کوي او د دغو هیوادونو د ګډو پوځي مشقونو په غبرګون کې پرله پسې د نویو میزایلو تجربې کوي. شمالي کوریا له پخوا راهیسې غوښتل داسې بین البراعظمي میزایل جوړ کړي چې په جامد موادو چلېږي ځکه چې د امریکې غوندې د شمالي کوریا د مخالفو هیوادونو لپاره د دا ډول توغنديو موندل او شنډول ګران کار ګڼل کېږي. شمالي کوریا تر دې وړاندې درې نور داسې میزایل تجربه کړي دي چې د براعظمونو تر منځ وار کوي خو په هغو ټولو کې تېل کارول کېږي او په میزایل کې په داسې طریقه باید واچول شي چې په ګنټو وخت واخلي او له داسې پرمختللو وسایلو پکې کار واخیستل شي‌ چې له فضا څخه په اسانۍ لیدل کېږي. خو دغه نوی میزایل چې په جامد یا وچو موادو چلېږي مخکې له مخکې له موادو ډک شوي وي او د جامد تېلو مواد ډېر مستحکم وي او د جګړې پر وخت له یو ځایه بل ځای ته د دغو میزایلو وړل اسان وي. د شمالي کوریا مطبوعاتو د دې توغندي په هکله ډېر لږ تکنیکي معلومات ورکړي دي او دا نه ده معلومه چې څومره واټن وهلی شي. د جنوبي کوریا پوځي چارواکو هم پرون ویلي چې د شمالي کوریا د نوي میزایل تجربه په لومړي پړاو کې ده او وایي په داسې میزایل سیسټم کې مهارت تر لاسه کول "نور وخت او هڅو" ته اړتیا لري چې تر اوږده واټن پورې وار کوي او په جامد موادو چلېږي. امریکې د شمالي کوریا د توغندي دا ازموینه په سختو ټکو غندلې ده. د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې دا تجربه "بې ځایه جنجالونه پیدا کوي او په سیمه کې امنیتي حالات نور ګډوډوي". په بیان کې ویل شوي: "د سفارتکارۍ لپاره دروازه بنده نه ده خو پیانګیانګ باید سمدستي خپل بې ثباته کوونکي کارونه پریږدي او سفارتي خبرې اترې دې انتخاب کړي". شمالي کوریا په 2022م کال کې شاوخوا 90 میزایل تجربه کړل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډېر توغندي نه وو ازمایلي. د تېر کال د نومبر میاشتې په پیل کې یې په یوه ورځ 23 تجربې کړې وې.

14.04.2023 ډیوه

وزیرستان کې عملیات، شهباز شريف ويلي د قامي اسمبلۍ د غړو اندېښنې به لرې کوي

د خېبرپښتونخوا د قبایلي ضلعو شمالي او جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړو ويلي په وزيرستان کې به د پوځي عملياتو اجازه ور نه کړي په وړاندې به یې مزاحمت کوي. خو وزیراعظم شهباز شریف ویلي په دغه اړوند به د وزیرستان د غړو اندېښنې لرې کولی شي.

14.04.2023 ډیوه

سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو ملکونو او روس د مشترکه کنفرانس نتیجې څه وې؟

وي او اې - ازبکستان د زیارت/پنجشنبې په ورځ د د چین او روس په شمول د سیمې د خارجه وزیرانو د کنفرانس کوربه و چې د ناستې ګډونوال د طالبانو تر واک اختیار لاندې افغانستان سره د همکاریو او هغه هېواد کې د روانو حالاتو په باب خبرې وکړي. دا کنفرانس د ازبکستان په سمرقند ښار کې په داسې حال کې جوړه شوه چې ملګري ملتونه په جنګ ځپلي افغانستان کې د خپل ماموریت د دوام په اړه غور کوي، ځکه طالبانو د ملګرو ملتونو ښځينه کارکوونکې د کار نه منعه کړي دي. د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي هم سمرقند ته تللی و او هلته یې د روس او د افغانستان د شپږو ګاونډیو ملکونو – چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان – د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وکتل. د دې اجلاس نه پس یو مشترکه بیان جاري کړی شو او هغه کې ویل شوي چې د غوندې ګډون والو "د افغانستان د اوسنیو چارواکو په ذریعه د نړېوالۍ ورورولۍ د اصلي مطالبو پر عملي کېدو، لکه د یو ټولشموله حکومت جوړېدل، افغان ښځو ته د کار او تعلیم فرصت برابرول، او د لږکیو د حقونو یقیني کول" بحث کړی دی. د ازبکستان د خارجه وزارت په وېب سایټ باندې خپور شوي بیان کې دا هم ویل شوي چې د برخه اخېستونکو ملکونو استازو په دې ضرورت ټینګار وکړ چې افغانانو ته د بشري امداد د مهیا کولو او د افغانستان د اقتصاد بحاله کولو دپاره دې یو "د عمل مشترک میکانزم" جوړ کړی شي. د چین خارجه وزیر، چن ګانګ او د هغه روس هم منصب، سرګي لاوروف په کنفرانس کې د خپلو اړوندو پلاوو مشري په غاړه درلوده. د طالبانو خارجه وزیر امیرخان متقي کنفرانس ته په وینا کې، د هغو محدودیتونو هېڅ یادونه ونه کړه کوم چې د طالبانو حکومت د ښځو په کار او تعلیم باندې لګولي دي، مګر ویې ویل چې طالبان "د یو ذمه وار حکومت په حیث" آماده دي چې خپلې فریضې پر ځای کړي. هغه ډېر تفصیل ورنکړ، خو بیا یې ټینګار وکړ چې طالبان ژمن دي چې هېڅ ډلې او یا شخص ته اجازت ورنکړي چې د افغانستان خاوره د سیمې او یا نړۍ کوم بل ریاست په خلاف استعماله کړي. متقي دا ټینګار هم وکړ چې طالبان په تېرو شلو میاشتو کې چې واک اختیار ترلاسه کړی، ګني افغانستان کې یې امن او یو "قوي مرکزي حکومت" پرځای کړی، د مخدره موادو کاشت او تجارت یې بند کړي، او د سیمې سره یې د "ګټورې او دوه اړخیزې" همکارۍ دپاره زمینه برابره کړې ده. بل طرف ته د چین، روس، پاکستان او ایران خارجه وزیرانو ځان ته یوه جدا ناسته هم جوړه کړه. دغه ناسته، د افغانستان په باب د څلوراړخیزې ډلې په نوم یادیږي. د روس خارجه وزارت ویلي چې په دې څلور اړخیزه ناسته کې د طالب چارواکو سره د همکاریو په ضرورت خبرې وشوې چې سیاسي ثبات وساتلی شي او د یو بشري بحران مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده د هغه وخت راهېسي چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشت کې افغانستان قبضه کړ او د امریکا په مشرۍ مغربي قواوې له افغانستانه ووتلې، بجېنګ او ماسکو د طالبانو سره خپل تعامل زیاد کړی دی. د چین دریځ: د چهارشنبې په ورځ، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو او په سیاسي چارو کې دهغوي دنشتوالي په اړه د نیوکې په ځواب کې خبریالانو ته ویلي، چې بیجینګ د افغان حکومت "د اعتدال، هوښیارۍ او ټول شموله تګلارو په خپلولو کې ملاتړ کوي" دچین ویاند وویل چې د هغوي حکومت د طالبانو د حکومت سره تماسونه ساتلي ترڅو د افغانستان خلکو سره د بیارغونې، اقتصادي پراختیا اؤ دامنیت په ستونزو قابو موندلو کې بریالي شي هغه وويل، "چين چمتو دی چې د افغانستان له ګاونډيانو او نورې نړۍ سره همغږي او همکاري پياوړې کړي، ترڅو افغانستان د ثبات او پرمختګ په لور روان شي." داګست کال2021 نه چې طالبانو افغانستان کې په اقتدار قبضه کړې ده چین د خپل مغربي ګاونډي افغانستان سره پرله پسې د اقتصاي مرستو ژمنې کړې دي او د طالبان نه یې غوښتي چې هغوي باید د ویغور وسله والو خلاف ګامونه واخلي ترڅو نړیوال یې په رسمیت ومني. تېرکال د اکټوبر په میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې چین یو اهم کردار لوبولی شي. چین او روسیه د هغو څو سیمه ییزو او ګاونډیو هېوادونو په ډله کې دي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې په کابل کې خپل سفارتونه ساتلي دي. خو هیڅ بهرني حکومت د افغان ښځو پر وړاندې د محدودیتونو او د بشري حقونو د نورو سرغړونو د اندیښنو له امله د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.   ( د وي او ای انګلش په مننه)

14.04.2023 ډیوه

د پاکستان لخوا د انګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو منظوري ورکړل شوه

د پاکستان د مرکزی کابینې د اقتصادي رابطې د کمیټې په غونډه کې افغانستان او د منځنۍ ایشیا هیوادونو ته برامداتو لپاره د جنوبي وزیرستان د انګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو منظوري ورکړل شوې ده. د پاکستان د خزانې د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ تېره ورځ (زیارت/پنجشنبې) د اقتصادي رابطه کمیټې غونډه شوې چې د پاکستان د دولتي ریډیو د رپورټ له مخې په دې غونډه کې دانګو اډې د ګمرک دمرکز (کسټمز اسټیشن) د ډيکلیریشن منظوري هم ورکړل شوې ده. انګور اډه د جنوبي وزیرستان د سرښار واڼه نه په 35کلومیټره فاصله پرته سرحدي سیمه ده چې دواړو غاړو ته یې دبرمل په سیمه کې احمدزي وزیر اباد دي. د پاکستان لخوا دا مهال د افغانستان سره دتګ راتګ اؤ تجارت لپاره د چمن، غلام خان، خرلاچۍ، انګور اډې او تورخم لارې پرانستې دي خو د تېرې اوږدې مودې راهسې د مومندو ګورسل او د باجوړ نواپاس لاري تړلې پرتي دي، د پاکستان په تېر حکومت کې هم دانګور اډې په لاره افغانستان او مرکزي ایشیا ته پاکستان نه د صادراتو لپاره ګڼ شمیر غونډې شوې وې او اړونده محکمو ته په انګور اډه کې د ټولو تجارتي اسانیو ورکولو امر شوی ؤ خو سرچینې وایي چې په دغو احکاماتو بیا وروسته عمل درامد ونه شو. د جنوبي وزیرستان مرکزي ښار واڼه د اعظم ورسک تاجر سردار علي په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ انګور اډې ته پوخ سړک او لار نشته او باید چې حکومت دغلته د سړک سره سره د نادرا او بېنکونو دفترې جوړې کړي او د تاجرانو د اسانۍ لپاره دې ورته د ټېلفون سهولت هم برابر کړي. دانګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو دامنظوري په داسې حال کې ورکړل شوې ده چې د پاکستان مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال [2022، 23] په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د (جولايۍ نه تر فرورۍ) د پاکستان نه افغانستان ته صادرات یا برآمدات 17.02 فيصده سېوا شوي دي، خو په ياده موده کې د افغانستان نه پاکستان ته واردات [درامدات] 88.65 فيصده کم شوي دي. روانه میاشت داسټیټ بینک لخوا دخپور کړل شوي رپورټ له مخې د پاکستان نه افغانستان سره مجموعي تجارت او صادراتو کې 88.65 فيصده اضافه شوې ده او تېر کال د افغانستان سره مجموعي تجارت 176.871 ملينه ډالره خو روان کال دا 332.982ملينه ډالرو ته رسېدلی دی. د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کوونکي سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت نور هم سېوا کېدی او د دواړه هېوادونو او په ځانګړي ډول په پوله دواړو غاړو ته پرتو خلکو په ډېره ګټه تماميږي خو که د تجارت په برخه کې او په لاره کې جوړ خنډان یې لرې کړی شي. د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر مشر زبېر موتي والا د وي او ای ډيوه خبریال فضل عزیز ته ویلي ،د حکومتونو په کچه د تجارت په وړاندې مشکلات هوارول پکار دي. د هغه به وینا ،په ځانګړي ډول د کراچۍ په بندر چې کوم مشکلات دي يا د افغانستان د لوري چې کوم مشکلات دي بايد چې دا ختم کړی شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت به ورسره سېوا شي.

14.04.2023 ډیوه

نړېوال بانک وایي، د سریلنکا نه وروسته پاکستان کې د خوراکي توکو بیعې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

نړېوال بینک وایي پاکستان کې پرله پسې د 11 میاشتو نه د خوراکي توکو نرخونه په بره روان دي او د زیاتې ګرانۍ له امله د پاکستاني ولس د خریدارۍ قوت کې 38 فیصدي کمی ریکارډ کړل شوی دی. نړیوال بینک د خوراک د تحفظ په اړه خپل کلني رپورټ کې ویلي چې پاکستان کې د خوراکي توکو د بیعو د لوړوالي کچه مارچ 2023م کې 47.2 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده چې دا په جنوبي ایشیا کې د سریلنکا نه وروسته د ګرانۍ تر ټولو ستره کچه ده. پاکستان دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام د بحالۍ په چارو بوخت دی. د هېواد د زر مبادلې ذخيره څلور اربه ډالره پاتې شوې ده او پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې توګه د ډالر په مقابله کې خپل قدر بايلي چې د څيړونکو په وېنا د ګرانۍ سبب ګرځي. د نړیوال بینک شمیرې په ډاګه کوي چې سریلنکا کې د خوراکي توکو د ګرانېدو کچه د تېرو څو میاشتو راپدیخوا راټیټه شوې خو برعکس په پاکستان کې دا کچه په بره تللې ده. رپورټ ښایي چې پاکستان کې سږکال د فرورۍ د میاشتې په پرتله مارچ کې دخوراکي توکو بیعو کې 2.1فیصدي اضافه شوې ده. د نړیوال بینک تر دې رپورټ خپریدو وړاندې روانه اوونۍ نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې 0.5 فيصده ته د ټيټېدو او ورسره د دوو کلونو لپاره د ګرانۍ د کچې 20 فيصده ته د لوړېدو اټکل کړی ؤ. نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف ويلي چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي. آی اېم اېف د سږني کال لپاره د پاکستان د ټيټې اقتصادي ودې او ګرانۍ د سېوا کېدو دا اټکلونو په داسې حال کې کړي چې د هېواد اقتصاد د وړاندې څخه په خراب حالت کې دی او سياسي اړې ګړې هم زيات شوی دی. د اقتصادي چارو کارپوهان وايي دا مهال د پاکستان سره په اقتصادي برخه کې د اسانۍ لارې نشته. اقتصاد پوهه ډاکټر غلام صمد خان د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسین سره په خبرو کې د ايي اېم اېف د رپورټ په اړوند ویلي پاکستان ته به هڅه کول وي چې لوی صنعتونه بند نه شي. او دا ځکه چې د روزګار تر ټولو لويه ذريعه غټ صنعتونه دي. نوموړي ویلي بله لويه ذريعه چې په پاکستان کې د ملازمتونو ورکولو ده واړه صنعتونه دي او هغه وایي دې دواړو ته به ترجيح ورکول وي. د غلام صمد خان په خبره ،که دا صنعتونه بند شول نو د اقتصادي ودې او د روزګار په اړه به د ايي اېم اېف او نړیوال بنک تخمينې هم ترلاسه نه شي. اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې نړیوالې مالياتي ادارې د پاکستان د پور پروګرام نه وي بحال کړی او دوست هېوادونو ورته پېسې نه وي ورکړي اقتصادي مشکلات به یې سېوا کيږي.

14.04.2023 ډیوه

د پاکستان او نیو زیلېنډ ترمنځ د ټي20 کرکټ د سیالیو لړۍ نن پیل کیږي

د پاکستان او نیو زیلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټي20 سیالیو لړۍ نن د جمعې په ورځ د لاهور په قذافي اسټيډیم کې پیل کیږي او د پاکستان کپتان بابراعظم وایي چې د لوبو ګټلو لپاره یې لوبډلې غوره تیاري کړې ده. دخالي په ورځ په قذافي اسيټډیم کې دټي20 دسیالیو دجام یا ټرافۍ مخکتنه شوې چې په دغه دستوره کې د نیو زيلېنډ کپتان ټام لیتهم او د پاکستان کپتان بابر اعظم برخه اخستې وه. په دغه مهال پریس کانفرنس ته خپله وینا کې پاکستاني کپتان ښاغلي بابر اعظم ویلي د دوي د لوبډلې لوبغاړو د لوبو دلړۍ ګټلو لپاره زیاته خواري کړې ده او هڅه به وکړي چې دا لړۍ وګټي. تر دې وړاندې د نیو زيلینډ لوبډله کې شامل تکړه لوبغاړي ډيرل مچل هم رسنیو ته ویلي وؤ چې د دوي لوبغاړي د بشپړې تیارۍ سره پاکستان ته راغلي او د پاکستان لوبډلې سره به د دوی په خاوره د یو سخت سیال په توګه مخ شي خو هغه ویلي بیا به هم خلکو ته دیوې ښې مقابلې کتلو فهرست په لاس ورشي. د نیو زيلینډ او پاکستان ترمنځ به د ټي 20 دویمه سیالي په 15 او دریمه به په 17م اپریل وي، د دې ترڅنګ به دوه ټي20 سیالۍ په20م او 24م اپریل د پېنډۍ په سټیدیم کې کیږي. د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوه سیالۍ په 27 او 29م اپریل د پېنډۍ اسټیدیم کې اېښودل شوې دي چې له هغې وروسته به دواړه لوبډلې نورې پاتې درې لوبې د کراچۍ په ملي اسټيډیم کې کوي. د کراچۍ دسیالیو لپاره د مئ دمیاشتې دویمه،دریمه اؤ اوومه نېټه ټاکل شوې ده. تر دې وړاندې پروسږکال د نومبر په میاشت کې دټي20 کرکټ دنړیوال کپ دسیالیو په وړومبي سیمي فاینل کې پاکستان نیو زيلېنډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته رسیدلی ؤ خو په فاینل کې بیا انګلینډ پاکستان ته ماتې ورکړې وه اؤ په دویم ځل یې دغه نړیوال کپ ګټلی ؤ. نیو زيلېنډ ته پاکستان د 1992 ورلډ کپ د سیالیو په سیمي فاینل کې هم ماتې ورکړې وه ،پاکستان هغه وخت هم ډېر په ګرانه سیمي فاینل ته وتلی و او بیا یې ورلډ کپ هم ګټلی ؤ. په 1999 کې هم پاکستان په ورلډ کپ سیمي فاینل لوبه کې نیو زيلینډ ته ماتې ورکړې وه. پاکستان د 1986 کپ سیمي فاینل کې د نیو زيلېنډ لوبډله په 46 رنزونو سوزولې وه او دغه هدف یې بې د کوم لوبغاړي سوزیدلو پوره کړی ؤ.

14.04.2023 ډیوه

د پاکستان او آی اېم اېف چارواکي د یوې معاهدې دپاره خوشبیني څرګندوي

واشنګټن - په واشنګټن کې د نړېوالې مالیاتي ادارې او په اسلام آباد کې د پاکستان خزانې وزارت چارواکو دا توقع ښکاره کړې ده چې د پاکستان دپاره د آی اېم اېف د قرضو د پکېج په معاهده به د سټاف په کچه راتلونکي ناستې کې هوکړه وشي. د خزانې وزیر اسحاق ډار د زیارت/پنجشنبې په ورځ هم د نړېوالې مالیاتي ادارې له چارواکو سره په آنلاین طریق سره غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل چې پاکستان په ټولو شرطونو باندې عمل کول یقیني کړي دي. بل اړخ ته د خزانې دپاره د پاکستان وزیر مملکت ډاکټر عایشه غوث پاشا هم د وي او اې سره په یوه خصوصي مرکه کې وویل چې د آی اېم اېف د قرضو پروګرام د بحاله کولو دپاره، د بهرني فايننسګ حاصل کول شرط ګرځول شوي او د دوست ملکونو لخوا د یقین ورکولو وروستو، پاکستان اوس د سټاف په کچه معاهدې باندې اتفاق ته ډېر نږدې دی. همدا راز د آی اېم اېف ډایرکټر جهاد آزور په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته د خبرو په مهال، د وي او اې یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل چې د پاکستان مالي ضروریات، د آی اېم اېف د قرضو د پکېج نه ډېر سېوا دي او نړېواله مالیاتي اداره د پاکستان د شریکانو او ملګرو هېوادونو سره یوځای کار کوي چې د مسئلې یو حل راوباسي. په واشنګټن کې د وي او اې اردو سروس خبریال اسد خالد د رپوټ ترمخه، آی اېم اېف ویلي دي چې پاکستان ته د خپل اقتصاد د بهتره کولو دپاره د فیصله کنه اقداماتو ترسره کول په کار دي او دا چې په معاشي برخه کې څه اصلاحات راوستلی شي، دا فیصله هم پاکستان ته کول دي. پاکستان دا وخت د آی اېم اېف سره د خپل درویشتم پروګرام د نهمې جایزې په قسط باندې مذاکراتو باندې بوخت دی، مګر تر اوسه یې د یو اعشاریه یو ارب ډالر قسط دپاره یې په سټاف کچه د کومې معاهدې په ترسره کولو کې ناکامه پاته شوی دی. د نړېوالې مالیاتي ادارې یا آی اېم اېف مشره کرسټالینا جیورجیوا وایي چې دغه نړېواله اداره د پاکستان سره یوځای په دې کوشش کوي چې د قرضو د حل دپاره څه طریقه کار پیدا کړي.   دا رپوټ د وي او اې اردو سروس د ویب سایټ د یو رپوټ نه ژباړل شوی دی.

14.04.2023 ډیوه

پاکستان: ايتلافي حکومت د عدالتي اصلاحاتو د قانوني مسودې په اړوند د سپريم کورټ حکم رد کړو

د پاکستان ايتلافي حکومت د عدالتي اصلاحاتو په اړوند د سپريم کورټ د [سپريم کورټ پروسيجر اېنډ پرېکټس بل 2023] باندې د عدالت هغه حکم رد کړو په کوم امر کې چې سپريم کورټ په ياده قانوني مسوده عمل کول ودرولي وو.

14.04.2023 ډیوه

د امریکا د اعلی درجې خفیه استخباراتي معلوماتو شکمن افشا کوونکی ونیول شو

واشنګټن  - د امریکا لوی سرکاري وکیل مېرېک ګارلېنډ وایي چې د سلګونو پاڼو خفیه پوځي استخباراتي دستاوېزاتو د افشا کېدو د قضیې په تحقیقاتو کې، د زیارت/پنجشنبې ورځې په ماسپښین د ماساچوسټس ریاست د فضایي نېشنل ګارډ یو غړی ونیول شو. ښاغلي ګارلېنډ چې یو پرېس کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې نیول شوی شخص، یوویشت کلن جېک ډاګلاس ټيزيرا نومیږي او د امریکا د فضایي قواوو د نېشنل ګارډ یو غړی دی. ټاکل شوې ده چې دغه نیول شوی کس به اول ځل په ماساچوسټس کې د امریکا یو ډېسټرېکټ کورټ ته پېش کړی شي. صدر جو بایډن د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، تحقیقات دې ته نږدې شوي چې د اعلی درجه خفیه معلوماتو د افشا کولو سرچینه معلومه کړي. بایډن چې د آېرلېنډ په درې ورځېنۍ دوره تللی دی، د خفیه دستاوېزاتو د افشا کېدو له امله زیات فکرمند نه و. داسې ویلی کیږي چې په وروستیو لسو کلونو کې، دا شاید امریکا کې د مهمو خفیه دستاوېزاتو تر ټولو سنجیده قضیه وي. صدر بایډن په آېرلېنډ کې خبریالانو ته وویل: "لکه څنګه چې پوهېږئ، په پوره طاقت سره تحقیقات جاري دي چې په کې استخباراتي ادارې او د عدلیې وزارت برخه لري او هغوی [نتیجې ته] نږدې کېدونکي دي، مګر زه کوم جواب نلرم." د امریکا د خفیه استخباراتي دستاوېزاتو د افشا کېدو خبرونه تېره هفته ورکړی شول، مګر دا اول ځل و چې بایډن یې په اړه څه خبرې وکړې. د زیارت/پنجشنبې په ورځ نیویارک ټایمز اخبار رپوټ ورکړ چې د ماساچوسټس ریاست د نېشنل ائير ګارډ نیولی شوی یوویشت کلن تن، د یوې آنلاین ګېم وهلو د چټ ګروپ ډلې مشر پېژندل شوی او افشا شوي دستاوېزات هم د هماغه چټېنګ ګروپ د لارې خپاره شوي دي. تر دې وړاندې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د شورو/چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د ډېسکورډ په نوم د سوشل مېډیا پلېټفارم په یو ګروپ کې چا ویلي و چې د هغه ګروپ یو غړی د دې دستاوېزاتو افشا کوونکی و، او ګني افشا کوونکي دعوه کړې وه چې د امریکا په یوې پوځي اډې کې کار کوي. د رسنیو د رپوټونو ترمخه، په افشا شوو دستاوېزاتو کې د اوکراین د پوځ او نورو استخباراتي چارو په اړه معلومات شامل و. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګان یو ویاند د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې افشا شوي دستاوېزات د امریکا "قامي سلامتیا دپاره ډېره سنجیده خطره" پېښولی شي.

13.04.2023 ډیوه

قطر او بحرېن سفارتي تعلقاتو د بحالولو اعلان وکړو

په کال ۲۰۲۱ کې د مفاهمت په نتیجه کې د قطر او د نورو ملکونو تعلقات بحال شوي خو په سمندري سیمو کې په سرحد د شخړې په سر د قطر او بحرېن تعلقات د پېچيدګۍ ښکار وو

13.04.2023 ډیوه

پېښور يونيورسټۍ د احتجاجونو له امله د 40 ورځو راهسې بنده پرته ده

د خېبر پښتونخوا تر ټولو لوی سرکاري پېښور پوهنتون د تېرو 40 ورځو راهسې د احتجاجونو له امله بند دی او تدريسي عمل پکې ودرېدلی دی، خو د پوهنتون انتظاميه وايي په احتجاج بوخت استازان او نورې عملې سره د ګورنر او د اعلا تعليم محکمې چارواکو په استازيتوب مزاکرات شورو کړی شوي دي. انتظاميه وايي، تمه ده چې ورځ دوه کې به يونيورسټي پرانستل شي. بل لور ته پېښور هايکورټ د روانې مياشتې په 19مه نېټه ټول فريقېن عدالت ته رابللي دي. د پېښور پوهنتون رجسټرار ډاکټر سيف الله خان وايي په احتجاج ناست استازانو سره د ګورنر دفتر چارواکو، د اعلا تعليم محکمي او ځني پخوانيو وايس چانسلرانو په استازيتوب مزاکرات شورو شوي دي او په وړومبي پړاو کې د استازانو او نورې عملې د تنخا ورکولو چارې پېل شوي دي. "د استازانو يوه غوښتنه د تنخا د حوالې سره وه د هغې په حواله ارډ شوی دی خو هغه يو پيچيده عمل دی په هغې عمل شورو شوی دی په ورځ دوه کې به تنخا ورکړی شي". ډاکټر سيف الله ډيوه ته وويل د يونيورسټۍ انتظاميه په مزاکراتو کولو باوري لري او زياته یې کړه دا مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر، د اعلا تعليم محکمي چارواکو، پخوانۍ د پوليسو مشر سيد اختر علي شاه او ځني ريټايرډ وايس چانسلرانو په استازيتوب د يونيورسټۍ انتظاميې او استازانو ترمينځ خبري روانې دي او زر د مسلې هوارېدو تمه ده. د استازانو اتحاديه وايي، د دوی د نورو غوښتنو سره مهمه غوښتنه دا ده چې په پوهنتون کې استازانو او زده کوونکو ساتنه يقيني کړی شي او د پوهنتون وايس چانسلر دې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شي. پېښور پوهنتون کې د مارچ په پينځمه نېټه يو سيکيورټي ګارډ د تمانچي په ډز د شخصي امنيتي کمپنۍ مشر ثقلين بنګش وژلی وو. له دغې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې د انګريزۍ څانګې استاز بشير احمد د پوهنتون امنيت ساتونکي اهلکار د نښتي په مهال ويشتلی او وژلی وو. د استاذانو د اتحاديي پيوټا وياند ډاکټر ظفر خان وايي چې د انتظاميې د چارواکو سره مزاکرات شورو کړل شوي دي خو احتجاج به يې تر غوښتنو پوره کېدو پورې دوام لري. "مزکرات لګيا دي روان دي خو اوسه پوري کومه ختمي فېصله نه ده شوې زمونږ احتجاج به تر هغه وخته پورې جاري وي تر څو چې زمونږ مطالبي نه وي منل شوي"‘. ښايسته بي بي د پېښور پوهنتون ريټايرډ ملازمه ده وايي د تېري يوې نيمي مياشتي راهسې د پينشن په تکل يونيورسټۍ ته راځي خو د هړتال له سببه د روژيېپه مياشت کې هم د پينشن د پيسو نه محرومه پاتې شوه. "روژه راباندي ډېره ګډه وډه تېره شوه پيسې نه وي چه نه خو قرض نه شو کولي د يونيورسټۍ ملازمان يو چې سحر شي نهه بجي دلته احتجاج ته راشو او يوه بجه پاسو څوک مو د اواز اورېدو نشته نه څوک انصاف والا شته"‘. پېښور پوهنتون کې د استازانو د هړتال پرضد د اسلامي جميعت طلبا په درخواست نن پېښور هايکورټ کې اورېدنه شوې ده د عدالت دوه کسيزه بينچ په راتلونکي اورېدنه د اپريل په 19مه نيټه د پېښور پوهنتون وايس چانسلر، د پيوټا صدر پشمول د ټولو اتحاديو مشران رابللي دي.

13.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more