شاته

پېښور يونيورسټۍ د احتجاجونو له امله د 40 ورځو راهسې بنده پرته ده

د خېبر پښتونخوا تر ټولو لوی سرکاري پېښور پوهنتون د تېرو 40 ورځو راهسې د احتجاجونو له امله بند دی او تدريسي عمل پکې ودرېدلی دی، خو د پوهنتون انتظاميه وايي په احتجاج بوخت استازان او نورې عملې سره د ګورنر او د اعلا تعليم محکمې چارواکو په استازيتوب مزاکرات شورو کړی شوي دي.

انتظاميه وايي، تمه ده چې ورځ دوه کې به يونيورسټي پرانستل شي. بل لور ته پېښور هايکورټ د روانې مياشتې په 19مه نېټه ټول فريقېن عدالت ته رابللي دي.

د پېښور پوهنتون رجسټرار ډاکټر سيف الله خان وايي په احتجاج ناست استازانو سره د ګورنر دفتر چارواکو، د اعلا تعليم محکمي او ځني پخوانيو وايس چانسلرانو په استازيتوب مزاکرات شورو شوي دي او په وړومبي پړاو کې د استازانو او نورې عملې د تنخا ورکولو چارې پېل شوي دي.

"د استازانو يوه غوښتنه د تنخا د حوالې سره وه د هغې په حواله ارډ شوی دی خو هغه يو پيچيده عمل دی په هغې عمل شورو شوی دی په ورځ دوه کې به تنخا ورکړی شي".

ډاکټر سيف الله ډيوه ته وويل د يونيورسټۍ انتظاميه په مزاکراتو کولو باوري لري او زياته یې کړه دا مهال د خېبر پښتونخوا ګورنر، د اعلا تعليم محکمي چارواکو، پخوانۍ د پوليسو مشر سيد اختر علي شاه او ځني ريټايرډ وايس چانسلرانو په استازيتوب د يونيورسټۍ انتظاميې او استازانو ترمينځ خبري روانې دي او زر د مسلې هوارېدو تمه ده.

د استازانو اتحاديه وايي، د دوی د نورو غوښتنو سره مهمه غوښتنه دا ده چې په پوهنتون کې استازانو او زده کوونکو ساتنه يقيني کړی شي او د پوهنتون وايس چانسلر دې د خپلې څوکۍ څخه لرې کړی شي.

پېښور پوهنتون کې د مارچ په پينځمه نېټه يو سيکيورټي ګارډ د تمانچي په ډز د شخصي امنيتي کمپنۍ مشر ثقلين بنګش وژلی وو. له دغې وړاندې په 19مه فرورۍ د پېښور اسلاميه کالج يونيورسټۍ کې د انګريزۍ څانګې استاز بشير احمد د پوهنتون امنيت ساتونکي اهلکار د نښتي په مهال ويشتلی او وژلی وو.

د استاذانو د اتحاديي پيوټا وياند ډاکټر ظفر خان وايي چې د انتظاميې د چارواکو سره مزاکرات شورو کړل شوي دي خو احتجاج به يې تر غوښتنو پوره کېدو پورې دوام لري.

"مزکرات لګيا دي روان دي خو اوسه پوري کومه ختمي فېصله نه ده شوې زمونږ احتجاج به تر هغه وخته پورې جاري وي تر څو چې زمونږ مطالبي نه وي منل شوي"‘.

ښايسته بي بي د پېښور پوهنتون ريټايرډ ملازمه ده وايي د تېري يوې نيمي مياشتي راهسې د پينشن په تکل يونيورسټۍ ته راځي خو د هړتال له سببه د روژيېپه مياشت کې هم د پينشن د پيسو نه محرومه پاتې شوه.

"روژه راباندي ډېره ګډه وډه تېره شوه پيسې نه وي چه نه خو قرض نه شو کولي د يونيورسټۍ ملازمان يو چې سحر شي نهه بجي دلته احتجاج ته راشو او يوه بجه پاسو څوک مو د اواز اورېدو نشته نه څوک انصاف والا شته"‘.

پېښور پوهنتون کې د استازانو د هړتال پرضد د اسلامي جميعت طلبا په درخواست نن پېښور هايکورټ کې اورېدنه شوې ده د عدالت دوه کسيزه بينچ په راتلونکي اورېدنه د اپريل په 19مه نيټه د پېښور پوهنتون وايس چانسلر، د پيوټا صدر پشمول د ټولو اتحاديو مشران رابللي دي.

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00