شاته

د پاکستان لخوا د انګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو منظوري ورکړل شوه

د پاکستان د مرکزی کابینې د اقتصادي رابطې د کمیټې په غونډه کې افغانستان او د منځنۍ ایشیا هیوادونو ته برامداتو لپاره د جنوبي وزیرستان د انګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو منظوري ورکړل شوې ده.

د پاکستان د خزانې د وزیر اسحاق ډار په مشرۍ تېره ورځ (زیارت/پنجشنبې) د اقتصادي رابطه کمیټې غونډه شوې چې د پاکستان د دولتي ریډیو د رپورټ له مخې په دې غونډه کې دانګو اډې د ګمرک دمرکز (کسټمز اسټیشن) د ډيکلیریشن منظوري هم ورکړل شوې ده.

انګور اډه د جنوبي وزیرستان د سرښار واڼه نه په 35کلومیټره فاصله پرته سرحدي سیمه ده چې دواړو غاړو ته یې دبرمل په سیمه کې احمدزي وزیر اباد دي.

د پاکستان لخوا دا مهال د افغانستان سره دتګ راتګ اؤ تجارت لپاره د چمن، غلام خان، خرلاچۍ، انګور اډې او تورخم لارې پرانستې دي خو د تېرې اوږدې مودې راهسې د مومندو ګورسل او د باجوړ نواپاس لاري تړلې پرتي دي،

د پاکستان په تېر حکومت کې هم دانګور اډې په لاره افغانستان او مرکزي ایشیا ته پاکستان نه د صادراتو لپاره ګڼ شمیر غونډې شوې وې او اړونده محکمو ته په انګور اډه کې د ټولو تجارتي اسانیو ورکولو امر شوی ؤ خو سرچینې وایي چې په دغو احکاماتو بیا وروسته عمل درامد ونه شو.

د جنوبي وزیرستان مرکزي ښار واڼه د اعظم ورسک تاجر سردار علي په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ انګور اډې ته پوخ سړک او لار نشته او باید چې حکومت دغلته د سړک سره سره د نادرا او بېنکونو دفترې جوړې کړي او د تاجرانو د اسانۍ لپاره دې ورته د ټېلفون سهولت هم برابر کړي.

دانګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو دامنظوري په داسې حال کې ورکړل شوې ده چې د پاکستان مرکزي بېنک وايي د روان مالي کال [2022، 23] په لومړیو اتوؤ مياشتو کې د (جولايۍ نه تر فرورۍ) د پاکستان نه افغانستان ته صادرات یا برآمدات 17.02 فيصده سېوا شوي دي، خو په ياده موده کې د افغانستان نه پاکستان ته واردات [درامدات] 88.65 فيصده کم شوي دي.

روانه میاشت داسټیټ بینک لخوا دخپور کړل شوي رپورټ له مخې د پاکستان نه افغانستان سره مجموعي تجارت او صادراتو کې 88.65 فيصده اضافه شوې ده او تېر کال د افغانستان سره مجموعي تجارت 176.871 ملينه ډالره خو روان کال دا 332.982ملينه ډالرو ته رسېدلی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارت کوونکي سوداګر وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت نور هم سېوا کېدی او د دواړه هېوادونو او په ځانګړي ډول په پوله دواړو غاړو ته پرتو خلکو په ډېره ګټه تماميږي خو که د تجارت په برخه کې او په لاره کې جوړ خنډان یې لرې کړی شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر مشر زبېر موتي والا د وي او ای ډيوه خبریال فضل عزیز ته ویلي ،د حکومتونو په کچه د تجارت په وړاندې مشکلات هوارول پکار دي.

د هغه به وینا ،په ځانګړي ډول د کراچۍ په بندر چې کوم مشکلات دي يا د افغانستان د لوري چې کوم مشکلات دي بايد چې دا ختم کړی شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت به ورسره سېوا شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00