شاته

شمالي کوریا وایي یو بل د اوږده واټن ویشتونکی زورور میزایل یې تجربه کړی، امریکا یې غندنه کړې ده

واشنګټن ـــــ شمالي کوریا د جمعې په ورځ وویل د داسې نوي بین البراعظمي میزایل تجربه یې کړې ده چې د تېلو پر ځای په جامد یا وچو موادو چلېږي، دا یوه داسې دعوه ده چې که ریښتیا ثابته شي پیانګیانګ به دا توان ولري چې په تېزۍ او بې له پېشبینۍ داسې میزایل خوشی کړي چې امریکا په نخښه کړي.

د شمالي کوریا رسمي خبري ایجنسۍ وایي د دې هیواد مشر کیم جانګ اون له خپلې مېرمنې، لور او خور سره په ګډه د پنجشنبې- زیارت په ورځ د هواسونګ - 18 په نوم د دې میزایل تجربه ولیده.

خبري ایجنسۍ وایي کیم جانګ اون پر دې ازموینه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې تر ټولو د زورور میزایل دا تجربه د شمالي کوریا لپاره "له معجزې ډکه کامیابي" ده.

رپوټونه وایي دا میزایل د ایټمي برید د جواب ویلو او د بریدونو د مخنیوي لپاره د شمالي کوریا سټرېټیجک چمتووالی په ډرامایي توګه لا پیاوړی کړي.

د کوریا مرکزي خبري ایجنسۍ وایي کیم جانګ اون د دې میزایل پر ازموینه زیات ډاډ څرګند کړ او ویې ویل چې له دې وروسته به یې د هېواد دښمنان له ډېرې وارخطایۍ او ډار سره مخ شي او هغوی به پر خپل غلط انتخاب پښېمانه شي.

د شمالي کوریا مشر د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی خو پیانګیانګ تل د جنوبي کوریا، امریکې او جاپان پر ملګرتیا نیوکې کوي او د دغو هیوادونو د ګډو پوځي مشقونو په غبرګون کې پرله پسې د نویو میزایلو تجربې کوي.

شمالي کوریا له پخوا راهیسې غوښتل داسې بین البراعظمي میزایل جوړ کړي چې په جامد موادو چلېږي ځکه چې د امریکې غوندې د شمالي کوریا د مخالفو هیوادونو لپاره د دا ډول توغنديو موندل او شنډول ګران کار ګڼل کېږي.

شمالي کوریا تر دې وړاندې درې نور داسې میزایل تجربه کړي دي چې د براعظمونو تر منځ وار کوي خو په هغو ټولو کې تېل کارول کېږي او په میزایل کې په داسې طریقه باید واچول شي چې په ګنټو وخت واخلي او له داسې پرمختللو وسایلو پکې کار واخیستل شي‌ چې له فضا څخه په اسانۍ لیدل کېږي.

خو دغه نوی میزایل چې په جامد یا وچو موادو چلېږي مخکې له مخکې له موادو ډک شوي وي او د جامد تېلو مواد ډېر مستحکم وي او د جګړې پر وخت له یو ځایه بل ځای ته د دغو میزایلو وړل اسان وي.

د شمالي کوریا مطبوعاتو د دې توغندي په هکله ډېر لږ تکنیکي معلومات ورکړي دي او دا نه ده معلومه چې څومره واټن وهلی شي.

د جنوبي کوریا پوځي چارواکو هم پرون ویلي چې د شمالي کوریا د نوي میزایل تجربه په لومړي پړاو کې ده او وایي په داسې میزایل سیسټم کې مهارت تر لاسه کول "نور وخت او هڅو" ته اړتیا لري چې تر اوږده واټن پورې وار کوي او په جامد موادو چلېږي.

امریکې د شمالي کوریا د توغندي دا ازموینه په سختو ټکو غندلې ده. د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ په بیان کې ویل شوي چې دا تجربه "بې ځایه جنجالونه پیدا کوي او په سیمه کې امنیتي حالات نور ګډوډوي". په بیان کې ویل شوي:

"د سفارتکارۍ لپاره دروازه بنده نه ده خو پیانګیانګ باید سمدستي خپل بې ثباته کوونکي کارونه پریږدي او سفارتي خبرې اترې دې انتخاب کړي".

شمالي کوریا په 2022م کال کې شاوخوا 90 میزایل تجربه کړل چې هیڅکله یې په یو کال کې دومره ډېر توغندي نه وو ازمایلي. د تېر کال د نومبر میاشتې په پیل کې یې په یوه ورځ 23 تجربې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00