شاته

څېړونکي: طالبان به هغه وخت د دنيا او منطقې غوښتنې ومني چې دنيا د دوی غوښتنې ومني

د ازبکستان سمرقند ښار کې د افغانستان په تړاو جوړې شوې غونډې پرمهال په افغانستان کې د ټولشموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو خوندي کولو او مېرمنو ته د کار او تعليم حق ورکولو په اړه د نړيوالې ټولنې په غوښتنو زور اچول شوی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د غونډې په اړوند ويلي دي چې د سمرقند په دوه ورځنۍ غونډه کې د کوربه هېواد، چین، ایران، ‌پاکستان، روس، تاجکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی دی.

د اعلاميې ترمخه ګډونوالو استازو د افغانستان په روان وضعیت او د موجوده واکمنو طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې د غوښتنو چې پکې د ټولشموله حکومت جوړول، افغان مېرمنو ته د کار او تعلیم د فرصتونو برابرول او د اقلیتونو د حقونو ضمانت کول شامل دي، په دغو موضوعاتو بحثونه شوي دي.

په جرمني کې مېشت د سياسي چارو شنونکی قريب الرحمان شهاب وايي چې طالبان به تر هغې د علاقايي هېوادونو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته تر هغې تيار نه شي تر څو چې د طالبانو غوښتنې نه وي منل شوې.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وويل، " طالبان به هغه وخت د دنيا او منطقې غوښتنې ومني چې کله دنيا د دوی غوښتنې هم ومني، داسې ښکاري چې د طالبانو په غوښتنو کې لومړی بحث د رسميت پېژندنې دی، په کوچنيو مواردو کې د ملګرو ملتونو څوکۍ ورسپارل دي، بنديزونه ختمول دي او دا هغه شيان دي چې دوی يې له بحث لپاره لري".

ښاغلي شهاب زياته کړه چې په مجموع کې د نړۍ او منطقې فشار په تېر يو کال کې کوم تاثير نه درلودو او نه يې کومې نتيجي افغانانو ليدلې دي.

د غونډې په اعلاميه کې ويل شوي چې د سمرقند په غونډه کې هم د افغانانو سره د بشري مرستو د برابرولو دپاره یو مشترکه میکانیزم جوړول او د دغه هېواد د اقتصاد بیا رغول مهم ګڼل شوي دي.

په غونډه کې د نړیوالې ترهګرۍ، نشه یي توکيو تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د اقداماتو پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.

په پېښور پوهنتون کې د صحافت څانګې استاز او ليکوال ډاکټر سيد عرفان اشرف وي او ای ډيوه سره خبرو کې وويل، د يو مستحکم افغانستان جوړولو لپاره مهم دي چې طالبان د افغان ولس او ګاونډي هېوادونو غوښتنې ومني.

"څومره پورې چې طالبانو افغانستان په پراخه بنیادونو يو ملک نه ګڼي، هلته مختلفو قومونو ته نمايندګي نه ورکوي، هلته کې د بشري حقونو لپاره ګامونه نه پورته کوي، هلته کې د مېرمنو ادارې نه خلاصوي او مېرمنو ته په ژوند تېرولو کې برابر موقعې نه ورکوي په افغانستان کې امن کله هم نشي راتللی".

نوموړي زياته کړه چې هغه ډلې چې کومې په منځنۍ اسيا کې د ترهګرۍ لپاره زمه واره دي هغوی ته به بيا هغه ماحول ترلاسه شي چې کوم نه امريکا، اروپا او دا ګاونډي هېوادونه ويريږي.

په افغانستان واکمن طالبان خپل حکومت ټولشموله بولي او وايي چې مېرمونو او نورو خلکو ته د شريعت مطابق ټول حقونه ترلاسه دي.

خو طالبان چې د کله نه چې په افغانستان کې په واک کې راغلي، په دغه هېواد کې یې د منځنۍ درجې سکولونو او په پوهنتونونو کې د جينکو په تعليم او په اين جي اوز کې د مېرمنو په کار کولو بندېز لګولی دی.

د طالبانو دې اقدام ته په نړيواله کچه پراخه غبرګون ښودل شوی او طالبان چې د کال 2021 د اګست په مياشت کې په افغانستان واکمن شوي تراوسه پورې واکمني په نړۍ کې يو ملک هم په رسميت نه ده پېژندلې.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00