ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


رانا ثناءالله: لانجمن انتخابات به د ملک د تباهۍ سبب وګرځي

پاکستان کې د اتحادي حکومت د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله ویلي، په کوم لانجمن انداز چې د انتخاباتو کولو هڅې کیږي، په دې انتخاباتو سياسي ګوندونه سلا نه دي، د سپريم کورټ ججان پرې وېشلي دي ځکه داسې لانجمنه انتخابات کېدل به په ملک کې ګډوډی جوړ کړي او د ملک د تباهۍ سبب به وګرځي.

05.04.2023 ډیوه

د انساني حقونو تنظیم: تېر کال د ایران په احتجاجونو کې د ۵۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي

په ایران کې احتجاجونه تېر کال د کرد مېرمن مهسا امیني د مرګ وروسته راوپارېدل. امیني د ایران د پولیس په ولکه کې مړه شوې ده. پولیس هغه په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په مناسب ډول نه اغوستی

05.04.2023 ډیوه

ډانلډ ټرمپ د ځان خلاف مقدمه په صدارتي ټاکنو کې لاسوهنه وبلله

واشنګټن ـــــ د امریکې مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ځان خلاف مقدمه په صدارتي ټاکنو کې لاسوهنه وبلله او وایي یواځینۍ ګناه چې ده کړې ده هغه دا ده چې د هغو خلکو په وړاندې د خپل هېواد ملاتړ کوي چې غواړي امریکا تباه کړي. د نهې- سه شنبې په ورځ د نیویارک منهېټن عدالت ته له وړاندې کېدو وروسته هغه د فلورېډا ایالت په مارالاګو سیمه کې خپل کور ته ستون شو او هلته یې خپلو ګڼ شمېر پلویانو ته وینا وکړه. ډانلډ ټرمپ پر ده باندې د لګېدلو تورونو مقدمه د خپل هېواد سپکاوی وباله او ویې ویل هېڅکله یې تصور هم نه وو کړی چې په امریکا کې دې کله داسې یوه پېښه وشي. مخکینی صدر په دې تور له مقدمې سره مخ دی چې ګواکې د 2016م کال د ولسمشرۍ تر ټاکنو مخکې یې د بربنډو فلمونو یوې اداکارې سټورمي ډېنیلز ته د دې لپاره 130,000 ډالر ورکړي وو چې له ده سره د شپې تېرولو پر دعوه غلې پاتې شي. د سه شنبې- نهې په ورځ عدالت پر ښاغلي ټرمپ باندې د کاروباري راکړې ورکړې په ریکارډ کې د "د دروغ ویلو" له کبله  34 تورونه ولګول خو هغه له دغو تورونو اانکار وکړ. ټرمپ خپلو پلویانو ته په فلورېډا کې شاوخوا 25 منټه وینا وکړه او تور یې پورې کړ چې مخالفین یې د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې د ده د ممکنه کامیابۍ د مخنیوي لپاره د هغه خلاف قانوني محاذ پرانیستی دی، خو د دې دعوې لپاره یې کوم ثبوت وړاندې نه کړ. د نیویارک د منهېټن ضعلې له عدالته دباندې پولیسو مخکینی ولسمشر په خپله ولکه کې واخیست خو دا چې هغه مخکې ولسمشر وو لاسونو ته یې هتکړۍ وا نه چول شوې او له عدالتي کاروایي وروسته هغه بیرته خوشی کړل شو او پخپله شخصي الوتکه کې فلورېډا ته روان شو. د منهېټن عدالتي ضلعي اټارني یا سرکاري وکیل په ټرمپ باندې لګېدلی د جرم تور یا فردِ جرم آنلاین خپور کړ چې پکې ویل شوي دي "موږ په نیویارک کې د چا د هر ډول کاروبار د راکړې ورکړې د ریکارډ بدلولو پ جرم باندې د پردې اچولو اجازه نه ورکوو". د ټرمپ خلاف د فردِ جرم په متن کې دعوه شوې ده چې هغه د 2016م کال د صدارتي ټاکنو په وخت د ځان په اړه د منفي معلوماتو د خپرېدو مخه نیولې وه او په دې کار سره یې د ولسمشرۍ د انتخاباتو قانون مات کړی دی. ډانلډ ټرمپ د منهېټن عدالت پر سرکاري وکیل الوین برېګ باندې هم نیوکې وکړې او ویې ویل چې هغه د تورونو تر لګولو مخکې هغه دی ښه پېژانده. ټرمپ پر قاضي جوان مرچن هم تنقید وکړ او متعصب یې وباله چې د ده د مقدمې اورېدنه یې کوله. ډانلډ ټرمپ په داسې وخت له عدالتي مقدمې سره مخ دی چې هغه د 2024م کال په صدارتي ټاکنو کې د برخې اخیستو په تیاریو مصروف دی او د هغو کسانو په سر کې دی چې د ریپبلکن ګوند له خوا به ټاکنو ته درېږي. د امریکا صدر جوبایډن د ټرمپ خلاف د روانې مقدمې په اړه پوښتنو ته له جواب ویلو ډډه کړې ده. د وي او اې د خبریال سټیو هرمین د رپوټ له مخې صدر بایډن د نهې- سه شنبې په ورځ د ساینس او ټیکنالوجۍ له سلاکارانو سره ولیدل او د مصنوعي ذهانت (ارټیفیشل انټېلیجنس) د ممکنه خطرونو او ګټه په اړه یې وینا وکړه، خو د ټرمپ په اړه یې د خبریالانو پوښتنو ته جواب ونه وایه. د وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټرې کېرین جان پېر پرون خبریالانو ته وویل، پر ډانلډ ټرمپ‌ لګېدلی تور د صدر جوبایډن په لومړیتوبونو کې نه راځي او وایي دا چې مقدمه لا روانه ده نو په دې هکله نظر ورکول نه غواړي.

05.04.2023 ډیوه

له سختو نیوکو وروسته پاکستان کې دسرشمېرنې عمل تر10م اپریل وغځول شو

دپاکستان حکومت دسرشمېرنې لپاره ټاکل شوې موده تر10م اپریل غځولې ده  اؤ د شمیرو دولتي اداره وایي چې  دسر شمېرنې عمل 92 فیصدي سرته رسول شوی دی. دمحسن داوړ په مشرۍ ملي جمهوري غورځنګ ګوند ویلي مرکزي حکومت دسرشمیرنې عمل د دوي په خواست د10م اپریل پورې غځولی اؤ له خلکو یې غوښتنه کړې ده چې دسر شمېرنې په دې عمل کې کوټلی ګډون وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د ډیجیټل سرشمیرنې په روان عمل خېبر پښتونخوا اؤ دملک نورو صوبو نه کلکې نیوکې مخې ته راغلې دي. دشمېرو دولتي ادارې ویلي دسرشمېرنې عمل په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې 95 فیصده، په سیند کې 92 ، په بلوچستان 67 اؤ اسلام اباد کې 72 فیصدي سرته رسول شوی دی. دعوامي نیشنل پارټۍ وتلي فعال مولانا خان زیب په ټویټر لیکلي هغه ته معلومه شوې ده چې  په روانه سرشمېرنه کې دپښتونخوا صوبې ابادي دکال 2017م دسرشمېرنې نه هم کمه ښودل شوې ده . هغه دپښتونخوا د هرې ضلعې دټولو سیاسي ګوندونو دمشرانو نه غوښتنه کړې ده چې په دې مهمه قامي ستونزه کې خوښي وښایي اؤ خپل کردار ترسره کړي. دشمیرو د دولتي ادارې د ویاند محمد سرور ویلي چې دسرشمېرنې دعمل سرته د رسولو موده په دې خاطر غځول شوې ده چې هیڅوک دشمیرې دعمل نه پاتې نه شي. دډیجیټل سرشمېرنې دا عمل په ګرد هیواد کې دمارچ د وړومبۍ نیټې نه روان دی چې دشمېرو د ادارې له مخې یو لک اؤ‌ 21 مامورین پکې دخلکو په شمېرنه بوخت دی. په دې سر شمېرنه دخېبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول دقبایلي سیمو نه ګډ شمیر اعتراضونه مخې ته راغلي اؤ په سیند صوبه کې پرې هم دحکومت ایتلافي ګوند متحده قومي موومنټ نیوکې کړې دې. په سر شمېرنه دپښتونخوا نیوکې: د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو سره تعلق لرونکو د بېلابيلو سیاسي ګوندونو استازو  په دې سرشمیرنه کلکې نیوکې کړي اؤ ویلي یې دي چې د تېرو دوه لیسزو نه د سېوا مودې راهسې قبايلي سیمه د مشکلاتو سره مخ پاتې شوې د سیمې ډهانچه ړنګه شوې او په تېره د کال 2017 په سر شمېرنه کې د دوی يو کروړ او 20 لکه ابادي په مشکله سره 5000000 [پنځوس لکه] ښودل شوې ده. دوي تور لګولی چې په روانه سرشمېرنه کې د قبايلي ولس سره خيانت شوی دی. دجمعيت علمااسلام ف ګوند د قبايلي سیمې مرستیال مشر مفتي اعجاز وي او اې ډيوه ته ويلي چې په تېره سرشمېرنه کې د دوی نيمه ابادي شمار کړی شوې او دا ځل بیا د دوی د ابادۍ د کمې ښودلو هڅه کيږي او د دغه لارې د دوی نيم حقونه تروړل کيږي. د شمالي وزيرستان نه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی مير کلام وزیر په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ دوي اندېښنه لري چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي. دمیرکلام وزیر په وینا "مونږ ګڼو چې دا اوسنۍ سرشمېرنه به هم د تېر په شان کمه وي، د شمالي وزيرستان مخکنۍ ابادي پينځه نيم لکه شمار کړی شوې وه په تېره سرشمېرنه کې، خو په جون 2014م کې چې د وزيرستان د رزمک، دوسلي، شوې او ګړيوم ډېر خلک کډوال شوي هم نه وو خو دوی بيا هم څوارلس نيم لکه خلک شمار کړي چې اسانتیاوې یې ورته ورکړی شوې وې په دغه حساب درېمه برخه هم ده شمار کړل شوې ځکه مونږ اندېښنه لرو چې په پښتون مېشته سيمو کې به سمه سرشمېرنه ونه شي" د عوامي نيشنل ګوند د مومندو ضلعې سره تعلق لرونکي د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ پخوانی غړي نثار مومند هم ډیوه سره خبرو کې په روانه سر شمېرنه اندېښنې ښکاره کړې دي. هغه وایي"يو خو دا سرشمېرنه په داسې حال کې کيږي چې زمونږ خلک اوس هم کډوال دي، د امنیت مسله هم ده د هغې له کبله او د روزګار د غمه قبایلي خلک مجبوره دي مزدورو له تللي دي، وړاندې به داسې کېده چې خلکو به له هر ځای کولی شو چې ځان په خپله علاقه کې وليکی يا اندراج وکړي خو اوس ډيجیټيل کيږي نو خلک به بیا کم شمار شي، نو تاوان یې د دې سرشمېرنې په بنياد حلقه بندۍ او انتخابات کېدل دي او چې د کمې سرشمېرنې په بنياد انتخابات او بيا فنډنګ کيږي د قبايلو حق به بيا نيم ترلاسه شي" د پاکستان د شمارياتو د ادارې ترمخه پاکستان کې وروستۍ د کال 2017 په سرشمېرنه کې د ملک ټوله ابادي 207اعشاريه 68 ملينه ښودل شوې چې پکې د مخکنۍ فاټا ابادي 49 لکه93044 ويل شوې وه.

05.04.2023 ډیوه

پاکستان کې د سود شرحه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې 21 فیصدي ته رسېدلې ده

دپاکستان اسټیټ بینک دسود کچه نور یو فیصد زیاته کړې ده چې دې سره دهیواد په تاریخ کې دا کچه تر ټولو لوړې شرحې 21 فیصدي ته رسېدلې ده. دنهې په ورځ دپاکستان مرکزي بینک دڅارنې دتګلارې په اړه اعلامیه خپره کړې ده چې له مخې یې دڅارنې دتګلارې کمیټۍ دسود په کچه کې د100ؤ بیسس پواینټونو اضافه کړې ده. تر دې وړاندې دمارچ په دریمه نیټه اسټیټ بینک دسود کچه درې فیصدي لوړه کړې وه اؤ د17 نه یې 20 فیصدو ته رسولې وه. په پالیسي نرخ کې له اضافې وروسته دسود موجوده کچه 21 فیصدي ته رسېدلې ده  په 33 ورځو کې دپاکستان دننه دسود کچه 4 فیصدي لوړه کړل شوې ده. دتېر مالي کال په پائ کې پالیسي نرخ 14.75 فیصدي ؤ اؤ د روان مالي کال په مهال تراوسه دسود کچه کې 6.25 فیصدي لوړوالی راوستل شوی دی. په تېرو 17 میاشتو کې د پاکستان مرکزي بینک د سود کچه 13 فیصدي لوړه کړې ده اؤ اقتصاد پوهان وایي چې دسود د کچې لوړېدو سره به راتلونکو ورځو کې د پاکستان اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې شي. دمارچ په میاشت کې دسود دکچې لوړولو په اړوند اسټیټ بینک خپله اعلامیه کې ویلي وؤ د سود د کچې لوړولو مقصد افراط زر کې اضافه او مالیاتي ثبات ته د پېښو ګواښونو مخه نیول دي. د سود په کچه کې دا نوې اضافه په داسې حال کې شوې ده چې په پاکستان کې د پاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ نور هم په بره تللی اؤ نرخ یې په انټر بېنک مارکیټ کې 287روپو او 29 پیسو ته رسیدلی دی. ددې ترڅنګ د پاکستان د ونډو بازار هم پرون د نهې په ورځ  د 200 پواينټونو نه زیات غورځېدلی دی. کاروباریان وایي چې پرله پسې دسود دکچې لوړولو سره په روزګارونو او معاشي پرمختیا ناوړه اغېزې کیږي. تېره اوونۍ په پاکستان کې د شمیرو دولتي ادارې هیواد کې د روانې ګرانۍ نوې شمیرې هم مخې ته راوړي وې چې دهغې له مخې په دغه هیواد کې دګرانۍ کچه 35.37فیصدي ته رسیدلې ده اؤ مطبوعات وایي دکال1965 نه راپدیخوا دپاکستان کې دګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده شمیرې ښایي چې یوازې دمارچ په میاشت کې ګراني 3.72 فیصدي ختلې ده. په مردان کې د صنعتکارو او کاروباريانو مشر ظاهر شاه په دې وروستیو کې وي او ای ډیوه ته ویلي، په صوبه کې د وړاندې نه کاروباريان د زياتو خرڅونو او په کاروبارونو کې د مشکلاتو سره مخ دي، د سود د شرحې سېوا کېدو سره به د دوی مشکلات نور هم سېوا شي. د ظاهر شاه په وینا په منطقه کې په ګاونډي هېواد هند کې د صنعتونو د سود شرحه د درېوؤ نه تر څلورو فيصدو پورې ده او په پاکستان کې دا فرق ډېر زیات دی چې له امله يې پاکستاني صنعتونه په مارکيټ کې مقابله نه شي کولی. اقتصاد پوهه خبریال وکیل الرحمان د وي او ای‌ ډيوه خبریال ریاض حسین ته ویلي،کله چې هم په ملک کې ګراني زياته شي نو حکومت د سود شرحه زياته کړي چې له امله یې په مارکيټ کې د پېسو مقدار کم شي او د هغې سره ګراني راکمه شي. خو نوموړی وايي بيا بل لور ته په کاروبارونو باندې منفي اغېزې کيږي چې له وجې یې اقتصادي پرمختيا په قلاره شي او بې روزګاري ورسره سېوا شي.

05.04.2023 ډیوه

عمران خان: سپریم کورټ سره پوځ نه وي، د فیصلې حفاظت به یې ولس کوي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي سپریم کورټ سره کوم پوځ نه وي بلکې د فیصلو حفاظت یې ولس کوي اؤ د پاکستان ولس به د سپریم کورټ تر شا ولاړ وي. د نهې په ورځ دسپریم کورټ لخوا پنجاب اسمبلۍ لپاره په 14م مئ دانتخاباتو دفیصلې مخې ته له راتلو وروسته عمران خان دخپل ګوند پلویانو ته په یوه ویډیو وینا کې ویلي که حکومت سره دکړکیچن معاشي صورتحال اؤ موجوده دلدل نه د وتلو کومه لاره وي نو هغه دې ده ته وښایي بیا تر دی اکتوبره هم دالیکشن انتظار کولو ته تیار دی. دا په داسې حال کې ده چې د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ مرکزي کابینې دسپریم کورټ فیصله رد کړې ده اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري ویلي، ویره ده چې دلاهور په تخت روانه جګړه به ټول هیواد ډوب کړي. عمران خان ویلي هغه شک لري چې موجوده حکومت به پنجاب کې دانتخاباتو په اړه دسپریم کورټ فیصله نه مني اؤ هڅه به وکړي چې انتخابات تر اکتوبره وغځوي. هغه پخپله وینا کې د وکیلانو په تولنه غږ کړی چې "تاسو چمتو شئ ، که سبا دوئ دتېرو وختونو په څېر یو ځل بیا په سپریم کورټ برید کوي نو دقام ذمه واري ده چې د سپریم کورټ ترشا ولاړ وي" ښاغلي خان وویل قام باید دسپریم کورټ په پرېکړه خوشحالۍ وکړي ځکه چې دحقیقي ازادۍ لاره دقانون واکمني ده اؤ مونږ به ازادي هم دسپریم کورټ له لوري دبنیادي حقونو دحفاظت په صورت کې ترلاسه کوؤ. دسپریم کورټ دمشر قاضي عمرعطاء بندیال په مشرۍ درې کسیز بینچ دنهې په ورځ خپله پرېکړه کې دالیکشن کمیشن له لوري پنجاب اسمبلۍ لپاره دکیدونکو انتخاباتو 8 اکتوبر ته دغځولو اقدام ناچله ګرځولی اؤ الیکشن کمیشن ته یې په 14 مئ دغه صوبه کې دانتخاباتو کولو امر کړی دی. حکومت دسپریم کورټ دا فیصله رد کړې ده اؤ دقانون وزیر ښاغلي‌ اعظم نزیر تارړ په پارلیمان کې ویلي چې دحکومت قانوني ډله به اوس د راتلونکي لپاره خپله تګلاره جوړوي. دقانون وزیر دحکومت دا پرېکړه دانصاف پرضد بللې ده اؤ ویلي یې دي چې دیوې عدالتي پرېکړې په شتون کې بله عدالتي پرېکړه قانوني جواز نه لري. تر دې وړاندې د وزیراعظم په مشرۍ دمرکزي کابینې شوې غونډه کې هم دسپریم کورټ پرېکړه رد شوې ده. دپیپلز ګوند مشر اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري دنهې په ورځ نو ډیرو کې دپخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو دتلین په اړه راجوړې شوې جلسې ته په وینا کې ویلي چې هغه دهیواد ټولو دخیلو یا اړونده خواؤ ته پیغام ورکوي چې دهیواد نه کار واخلي اؤ نظام اؤ جمهوریت بچ کړي. هغه وویل هیواد کې روان سیاسي اؤ اییني بحران ټولو خواؤ ته ډاګیز پیغام ورکړی دی چې "که اییني بحران دوام وکړي نو نه به دی وي،نه به شهباز وي،نه خان صیب ،دنفرت دسیاست قیمت به ټولو ته پریکول وي " دبلاول بوټو وینا وه ویره ده چې دلاهور په تخت روانه جګړه به ټول هیواد ډوب کړي. هغه زیاته کړه هغه پارلیمان کې امریت منلو ته غاړه نه ږدي نو په اعلا عدلیه کې به دچا امریت څنګه ومني؟ پاکستان تحریک انصاف په پنجاب کې انتخاباتو دپاره د اتم اکتوبر د نېټې خلاف سپریم کورټ ته خواست کړی و او غوښتلي وو چې عدالت دې د الېکشن کمېشن فېصله مسترد کړي. په مقدمه کې د تحریک انصاف یو وکیل بېرسټر ګوهر علي خان وي او ای ډیوه ته وویل په پنجاب کې انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د فېصلې وروسته به اوس په خېبرپښتونخوا کې انتخاباتو دپاره عدالت ته خواست کوي. بېرسټر ګوهر علي خان وویل سپریم کورټ ته خپل خواست کې به غوښتنه کوي چې عدالت دې په خېبرپښتونخوا کې هم د اکتوبر د اتمې نېټې نه مخکې د انتخاباتو اعلان وکړي.

05.04.2023 ډیوه

ملګري ملتونه وایي طالبانو یې ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې دي او دا ورته د منلو وړ نه ده

واشنګټن ــــ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یوناما پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې وایي طالبانو د دوی د مرستندویه دفتر ښځینه کارکوونکې له کاره منع کړې دي او وایي دا ورته د منلو وړ نه ده. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. یوناما د نهې- سه شنې په ورځ‌ پر خپل ټویټر او فېسبوک د طالبانو حکومت ته په اشارې لیکلي، چې په ننګرهار کې یې د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده: "موږ واکمنو چارواکو ته ور یادوو چې د ملګرو ملتونو ادارې له ښځینه کارکونکو پرته فعاليت او د ژوند ژغورنې مرستې نه شي ترسره کولی". د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن دوجاریک وایي په افغانستان کې د یوناما کارکوونکو د طالبانو د حکومت له خوا امر تر لاسه کړی چې ښځینه کارکوونکې یې له کار کولو منع کړې دي او خبرداری یې ورکړ چې دا امر به په ټول هېواد کې عملي شي. ښاغلي دوجاریک د مارچ پر څلورمه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبري غونډې ته وویل، نن به په کابل کې د طالبانو له چارواکو سره نورې خبرې کوي چې هغوی ورته سپیناوی وکړي او ګوري به چې دا تازه بندیز د دوی پر کار څومره اغېز کوي: "[د ملګرو ملتونو] عمومي ته دا ډول بندیز د منلو وړ نه دی او په څرګنده توګه د تصور وړ نه دی. په وروستي د پرېشانۍ وړ رجحان کې دا تازه پېښه ده چې مجبوره خلکو ته د مرستندویه ادارو د رسایۍ په مخ کې خنډ جوړېږي". د تېر کال په دسمبر کې چې طالبانو په غیرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه، د ملګرو ملتونو په ګډون محدود شمېر بهرنۍ مرسته کوونکې ادارې وې چې د تعلیم او روغتیا په برخه کې ښځو ته پکې د کار اجازه ورکړل شوې وه. د افغانستان د پارلمان مخکینۍ مرستیاله مشره فوزیه کوفي وایي،‌ طالبانو چې اوس د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو هم بندیز ولګاوه، یواځینۍ لار دا ده چې پر طالبانو فشار واچول شي. مېرمن کوفي پر ټویټر لیکلي: "په میلینونو ښځې چې له کار او تعلیمه منع کړل شوې دي نو د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو متحد دریځ ولري، د نړیوالې ټولنې نرمۍ طالبان نور هم پیاوړي کړل". ملګري ملتونه وایي د طالبانو دا ډول حکمونه چې ښځې له کارونو منع کوي د هغوی له بنیادي حقونو او د توپیر نه کولو د اصولو سرغړونه ده، وایي په. افغانستان کې ښځینه کارکوونکې د دې لپاره ډېرې ضروري دي چې د دوی کارونه په ډاډ تر سره شي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي،‌ یوناما او د دوی نورې مرسته کوونکې ادارې د خپلو ښځینه کارکوونکو په ملتیا په افغانستان کې له 40 میلینه ابادۍ څخه 23 میلینه نارینه، ښځو او ماشومانو ته بشري مرستې رسوي: "دا خبره صفا ده چې موږ له ښځو پرته دا کارونه نه شو کولی، ښځې هلته [په افغانستان کې] زموږ د بشردوستانه عملیاتو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري". ملګري ملتونه وایي دوی دا مهال په افغانستان کې تقریباً 4000 کارکوونکي لري چې وایي په دوی کې شاوخوا 3300 یې افغانان دي. په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د همږغۍ د ادارې (اوچا) د معلوماتو له مخې سږ کال چې یې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو لپاره د کومو 4.4 اربه ډالرو غوښتنه کړې وه تر اوسه یې یواځې تر پینځه فیصده کمه برخه تر لاسه کړې ده.

05.04.2023 ډیوه

حسين حقاني: امريکا ته په افغانستان کې خپلې تېروتنې ته بيا کتنه پکار ده

واشنګټن ــــ په امريکا کې د پاکستان پخواني استازي او ليکوال حسين حقاني ويلي امريکا دې د افغانستان نه د خپل پوځ د ويستلو په تېروتنې بيا فکر وکړي ځکه دغه جنګ ځپلی هېواد د يو شمېر ستونزو سره مخ شوی دی چې پکې اقتصادي نسکورتيا، د ښځو او جينکو د بشري حقونو پايمالي او د لږکيو قامونو د حقونو نه سر غړونه روانه ده. حقاني دا وينا د نهې- سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې د څېړنيزې ادارې هډسن انسټيټويټ په راجوړې شوې ناسته کې کړې چې کوربنه يې په امريکا کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وه. حسين حقاني وويل: “دا دي دوه کاله پوره کيږي چې امريکا پوځي ځواکونه د افغانستان نه وويستل. طالبانو يو د ظلم ډکه زورواکي د افغانستان په 39 ميلين خلکو ورتپلې ده او بنيادي بشري حقونه يې ترې تروړلي دي. هر د عقل او په تاريخ پوهه تن دا راتلونکی ادراک کولی شو چې اقتصاد به په ټپه کښېني او په افغانستان کې به ژوند د ويرې يو خوب وي”.  هغه دعوه وکړه چې په زرګونو مخالفين طالبانو لا خو وژلي، لا بې درکه دي او لا په زندانونو کې بند دي او دا چې ښځې نه کار کولی شي او نه په ازاده ګرځېدلی شي. حقاني وايي طالبان د خپلې خوښې سره سم جينکۍ زده کوونکې د يو خاص حد نه په بره تعليم کولو ته نه پرېږدي. هغه وويل د افغانستان نه د امريکا او اتحادي ځواکونو پرېکړه د ټرمپ او جو بايډن د حکومتونو په خوښه يوه ګډه پرېکړه وه. هغه وايي: “د افغانستان په اړه تر دې حده ټاکل شوې وه چې ولسمشر بايډن وويل زه د خپل زوي پېژندګلو ځکه نه شم کولی چې هغه يو امريکايي پوځي دی او په افغانستان کې ګمارل شوی وو”. بايډن دا هم ويلي وو چې خپل ځواک د افغان ښځو د حقونو د پاره نه شي لېږلی ځکه د امريکا سټرېټيجیک مقصد تر لاسه شوی دی. هغه ويلي القايده یې ځپلې ده او نور په افغانستان کې د پاتې کېدو حاجت نه لر: “هم دغه د ولسمشر ټرمپ ادراک وو چې ويل به يې بس دی مونږ د ډېرې مودې نه دغلته يو. که د دوی څه ستونزې وي په خپل منځ کې دې يې هوارې کړي او مونږ کېدلی شي هڅه وکړو چې په نظر کې يې وساتو”.  حسين حقاني وايي د افغانستان نه وتلو د امريکا حيثيت زيانمن کړی خو ډېر داسې وايي حيثيت دومره مهم نه دی او وايي دی پخپله ولې داسې ګڼي ځکه دا ده ته ډېر اهميت لري. هغه وويل د وړو سيمو نه وتل مخالف قوتونه تشويقوي چې داسې ځايونو ته نفوذ وکړي او د امريکا وتل په اوکرين د روس د يرغل لامل نه شو کېدلی که چېرې امريکا افغانستان نه وی پرېښودلی. هغه وايي دا به د ده يو خيال وي خو ځکه هم چين افغانستان ته نزدې شوی دی. په ناسته کې په امريکا کې د افغانستان پخوانۍ استازې عادله راز وويل امريکا ته پکار دي په خپلو کړو تېروتنو بيا سوچ وکړي چې ولې له افغانستانه وتلې او دا به منل وي چې امريکايي شتون يې د دومره اوږد وخت د پاره څنګه په افغانستان کې ساتلې او خپل اهداف يې تر لاسه کړي نه دي؟: “د وال سټريټ جرنل د څېړنې تر مخه د امريکا تېروتنې په افغانستان کې داسې دي چې فکر يې کولو د ځان په رنګ يو افغانستان تصور کړي او يو داسې پوځي ځواک ورته ورکړي چې د امريکا د ځواک په څېر وي، خو د افغانستان اقتصاد دا نه شو زغملی”. اغلې راز وويل اخر امريکا داسې افغان پوځي ځواک جوړ کړو چې امريکايي ټېکنالوجي ته يې اړتيا لرله او هغه هم د امريکا ټېکه دارانو چلوله نو چې کله ټېکه داران وويستل شول هغه پوځ چې تربيه شوی وو او توان يې هوايي ځواک وو يو دم بې لاسو بې پښو شو.

04.04.2023 ډیوه

ډانلډ ټرمپ د نیویارک عدالت ته وړاندې شو، پر ځان لګېدلي تورونه یې رد کړل

په ټرمپ د فرد جرم تفصیلات تر اوسه خفیه ساتل شوي دي خو هغه چارواکي چې په دې اړه معلومات لري وایي په ۷۶ کلن ټرمپ به مبینه توګه د ۳۰ غلط غیر قانوني اقداماتو الزامات لګول شوي دي

04.04.2023 ډیوه

په پنجاب کې د انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ فېصله د خېبرپښتونخوا دپاره څه معنا لري؟

په مقدمه کې د تحریک انصاف یو وکیل بېرسټر ګوهر علي خان وي او ای ډیوه ته وویل په پنجاب کې انتخاباتو په اړه د سپریم کورټ د فېصلې وروسته به اوس په خېبرپښتونخوا کې انتخاباتو دپاره عدالت ته خواست کوي.

04.04.2023 ډیوه

فېنلېنډ نن له ناټو سره یوځای کېږي، دا روس ته لوی ګوزار دی

واشنګټن – فېنلېنډ د نهې یا سې شنبې په ورځ له ناټو سره یوځای کېږي. دا تاریخي یو ځای کېدل په اوکراین باندې د روس له یرغل سره تېز شول خو د دغه پوځي اتحاد مشر ویلي، چې فېنلېنډ ته به نور سرتیري نه لېږل کېږي مګر دا چې ورڅخه غوښتنه وشي.‌ روس لا دمخه خبرداری ورکړی چې دوی به له ناټو سره په خپلو پولو باندې دفاع زیاته کړي که چېرې دغه اتحاد خپل نوي غړي ته نور سرتیري او وسایل واستوي. د ناټو عمومي منشي ینز سټالټنبرګ په برسلز کې د فېنلېنډ له یوځای کېدو څخه څو ساعته دمخه خبریالانو ته وویل، "په فېلېنډ کې به د دغه هېواد له اجازې پرته د ناټو سرتیري نه وي." خو هغه هلته د نورو پوځي تمرینونو امکانات رد نه کړل او وویل،‌ چې ناټو به روس ته اجازه ور نه کړي چې دوی ته امرونه وکړي. هغه وویل، "مونږ په دوامداره توګه د خپل حالت او وضعیت ارزونه کوو. مونږ نور تمرینونه لرو، مونږ نور حضور لرو او همدارنګه په نارډېک سیمه کې." ټاکل شوې ده چې د نهې یا سې شنبې ناوخته به فېلېنډ په رسمي توګه د ناټو د ۳۱ غړي په توګه له دغه هېواد سره یوځای شي او په دې توګه به په نړۍ کې ددغه ستر امنیتي‌ اتحاد برخه وګرځي. په اوکراین باندې تېر کال د روس له یرغل سره فېلېنډ په مې میاشت کې په ناټو کې د یوځای کېدو لپاره وړاندیز وکړ تر څو ددغه پوځي اتحاد د امنیتي چترۍ تر سیوري لاندې ځان خوندي‌ کړي. ګاونډي سویډن هم ورته غوښتنه کړې خو د سویډن یوځای کېدل ښایي څو میاشتې نور وخت ونیسي.‌ فېلېنډ له روس سره ۱۳۴۰ کیلومټره اوږده ګډه پوله لري او له یوځای کېدو سره یې له روس سره د ناټو پوله دوه برابره زیاته شوه. دغه پرمختګ ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته یو سیاسي او سټراټېژک ګوزار دی چاچې د اوږدې مودې راهیسې روس لوري ته د ناټو له پراخوالي څخه سر ټکولی. د کرملن ویاند ډیمیټري پېسکوف د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل،‌ د فېلېنډ غړیتوب د ناټو لخوا د روس ضد دریځ څرګندوي او خبرداری یې ورکړ چې د روس غبرګون به هغو وسلو ته په کتلو وي چې ناټو یې هلته ځای پر ځای کوي.‌ پیسکوف له خبریالانو سره په یو کانفرانس کال کې وویل، "مونږ به له نېږدې څارنه کوو چې په فېلېنډ کې څه تېرېږي او ناټو به څنګه د وسلو او وسایلو د پراخوالي لپاره د فېلېنډ له خاورې کار اخلي او زمونږ پولې ته څېرمه به څه جوړوي چې مونږ به وګواښي. دې ته په کتلو به اقدامات کېږي." خو پیسکوف همدارنګه دا ډېر اثرناکه و نه ګڼله ځکه وايي، روس له فېلېنډ سره کومه ځمکنۍ شخړه نه لري. دا څرګنده نه ده چې روس د فېنلېنډ پولې ته څېرمه کوم اضافي‌ پوځي سرچینې استوي ځکه ماسکو خو د خپل پوځ زیاته برخه د اوکراین جګړې ته ګمارلې ده.‌ سټالټبرګ ویلي، فېلېنډ به له یوځای کېدو سره د ناټو د اوسپنیزو امنیتي‌ ضمانتونو لاندې راشي د کومو له مخې چې ټولو غړو هېوادونو ژمنه کړې که په هر غړي یې برید وشي‌ نو دوی به یې ټول دفاع ته درېږي. د فېنلېنډ یوځای کېدل به د ناټو په مرکز برسلز کې د بیرغ په پورته کولو سره وشي او دا د ناټو د جوړېدو له ورځ سره هم سمون خوري ځکه د ناټو د واشنګټن تړون ۷۴ کاله مخکې، د ۱۹۴۹ م کال د اپرېل په څلورمه نېته شوی و.

04.04.2023 ډیوه

ډېره اسماعيل خان: پوليسو د يو ترهګر د وژلو دعوه کړې

د خېبر پښتونخوا پولیس ویلي ډیره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس عملیات شوي او د ترهګرو سره نښته کې یو ترهګر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي. او د ترهګرو په ډزو کې یو پولیس اهلکار ژوبل شوی دی.

04.04.2023 ډیوه

پېښور پوهنتون کې د احتجاج له امله د مياشتې راهسې تدريسي عمل ځنډېدلی دی

د خېبرپښتونخوا د پېښور پوهنتون چې نزدې د مياشتې راهسې د احتجاجونو له امله بند او تدريسي عمل پکې ودرېدلی دی، زده کوونکي او استازان د خپلو غوښتنو دپاره په احتجاج ناست دي او انتظاميه وايي د مالي مشکلاتو سره مخ کيږي.

04.04.2023 ډیوه

د سویډن محکمې د قران شریف د سوزولو پر سر د لاریونونو د بندیز حکم رد کړ

  واشنګټن – د سویډن یوې محکمې د نهې یا سې شنبې په ورځ د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې په دوو لاریونونو باندې د پولیسو د بندیز اقدام رد کړ. دا په داسې حال کې چې پنځه مشکوک مسلمان ترهګر په ورته توګه په یو بل لاریون کې د ترهګرۍ د عمل په ترسره کولو باندې نیول شوي‌ دي.‌ د سویډن په پلازمېنه سټاکهوم کې د ترکیې سفارت مخې ته په جنورۍ کې د قران شریف د سوزولو پېښې په ټوله نړۍ کې مسلمانان په غوصه کړي،‌ د اونیو راهیسې یې پرضد مظاهرې روانې دي، د سویډني توکو له اخېستلو څخه د بایکاټ او په ناټو کې یې د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه شوې. د سویډن اعلی محکمې د پولیسو هغه پرېکړه غندلې چې په فېبرورۍ کې یې د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې په دوه پرلپسې لاریونونو باندې بندیز لګولی و او ویلي یې دي چې امنیتي اندېښنې دومره نه وې چې د خلکو د لاریون کولو حق محدود شي.‌ د سویډن پولیسو په سټاکهوم کې د ترکیې او عراق سفارت مخې ته په فېبروۍ کې د قران شریف د سوزولو په غبرګون کې د اجازې له ورکولو څخه ډډه کړې وه او ویلي وو چې د جنورۍ لاریون هم سویډن " د بریدونو لپاره یو مهم لومړیتوب" ګرځولی و. ترکیه نوره هم په دې خفه شوې وه چې پولیسو د لاریون مخه نیولې وه. انقرې په ناټو کې د سویډن د غوښتنې مخه نیولې وه او ویل یې چې سټاکهوم په دې کې پاتې راغلی چې د هغو کردي ډلو مخه ونیسي چې دوی یې ترهګر بولي. د سویډن سیاستوالو د قران شریف سوزولو باندې نیوکې وکړې خو د بیان د ازادۍ له حق څخه یې دفاع وکړه. د سویډن امنیتي ادارو په ورته وخت کې وویل،‌ چې پنځه مشکوک کسان یې د نهې یا سې شنبې وختي په مرکزي ښارونو ایسکېلستونا، لینکوپېنګ او سټرېنګناس کې نیولې دي. د سویډن په امنیتي ادارو کې د ترهګرۍ ضد څانګې مشرې سوسانا ترېهورنینک وویل، "اوسنی کېس یو له هغو څخه دی چې د قران شریف د سوزولو په تړاو پرې د سویډن امنیتي‌ ادارو کار کاوه." هغې وویل، چې مشکوکو کسانو له نړیوالو "مسلمانو توندلارو" سره تړاو درلود. خو امنیتي ادارو ویلي دي چې که څه هم دوی باور نه لري چې د کوم برید ترسره کول دې شوني و. امنیتې ادارې په یو بیان کې ویلي، "امنیتي ادارې باید د کوم ګواښ له پېښېدو څخه دمخه اقدام وکړي."           

04.04.2023 ډیوه

د امریکې خارجه وزیر په روس کې د نیول شوي امریکايي خبریال د ازادۍ غوښتنه کړې

ای اېف پي خبري اداره وايي یو شمېر امریکايي شهریان دا وخت په روس کې په حراست کې دي او ماسکو او واشنګټن په يو بل الزامات لګوي چې د سیاسي مقاصدو دپاره د یو بل شهریان ګرفتارو

04.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more