نړېوال بانک وایي، د سریلنکا نه وروسته پاکستان کې د خوراکي توکو بیعې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي
نړېوال بینک وایي پاکستان کې پرله پسې د 11 میاشتو نه د خوراکي توکو نرخونه په بره روان دي او د زیاتې ګرانۍ له امله د پاکستاني ولس د خریدارۍ قوت کې 38 فیصدي کمی ریکارډ کړل شوی دی.
نړیوال بینک د خوراک د تحفظ په اړه خپل کلني رپورټ کې ویلي چې پاکستان کې د خوراکي توکو د بیعو د لوړوالي کچه مارچ 2023م کې 47.2 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده چې دا په جنوبي ایشیا کې د سریلنکا نه وروسته د ګرانۍ تر ټولو ستره کچه ده.
پاکستان دا وخت د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو د قرض پروګرام د بحالۍ په چارو بوخت دی. د هېواد د زر مبادلې ذخيره څلور اربه ډالره پاتې شوې ده او پاکستاني روپۍ هم په پرله پسې توګه د ډالر په مقابله کې خپل قدر بايلي چې د څيړونکو په وېنا د ګرانۍ سبب ګرځي.
د نړیوال بینک شمیرې په ډاګه کوي چې سریلنکا کې د خوراکي توکو د ګرانېدو کچه د تېرو څو میاشتو راپدیخوا راټیټه شوې خو برعکس په پاکستان کې دا کچه په بره تللې ده.
رپورټ ښایي چې پاکستان کې سږکال د فرورۍ د میاشتې په پرتله مارچ کې دخوراکي توکو بیعو کې 2.1فیصدي اضافه شوې ده.
د نړیوال بینک تر دې رپورټ خپریدو وړاندې روانه اوونۍ نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې 0.5 فيصده ته د ټيټېدو او ورسره د دوو کلونو لپاره د ګرانۍ د کچې 20 فيصده ته د لوړېدو اټکل کړی ؤ.
نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف ويلي چې په روان مالي کال کې به پاکستان کې د ګرانې کچه د 27 فيصدو څخه زياته وي او بې روزګاري به هم اووه فيصده ته سېوا کيږي.
آی اېم اېف د سږني کال لپاره د پاکستان د ټيټې اقتصادي ودې او ګرانۍ د سېوا کېدو دا اټکلونو په داسې حال کې کړي چې د هېواد اقتصاد د وړاندې څخه په خراب حالت کې دی او سياسي اړې ګړې هم زيات شوی دی.
د اقتصادي چارو کارپوهان وايي دا مهال د پاکستان سره په اقتصادي برخه کې د اسانۍ لارې نشته.
اقتصاد پوهه ډاکټر غلام صمد خان د وي او اې ډیوه خبریال ارشد حسین سره په خبرو کې د ايي اېم اېف د رپورټ په اړوند ویلي پاکستان ته به هڅه کول وي چې لوی صنعتونه بند نه شي. او دا ځکه چې د روزګار تر ټولو لويه ذريعه غټ صنعتونه دي.
نوموړي ویلي بله لويه ذريعه چې په پاکستان کې د ملازمتونو ورکولو ده واړه صنعتونه دي او هغه وایي دې دواړو ته به ترجيح ورکول وي.
د غلام صمد خان په خبره ،که دا صنعتونه بند شول نو د اقتصادي ودې او د روزګار په اړه به د ايي اېم اېف او نړیوال بنک تخمينې هم ترلاسه نه شي.
اقتصاد پوهان وايي څو پورې چې نړیوالې مالياتي ادارې د پاکستان د پور پروګرام نه وي بحال کړی او دوست هېوادونو ورته پېسې نه وي ورکړي اقتصادي مشکلات به یې سېوا کيږي.