شاته

اسحاق ډار: عرب اماراتو پاکستان ته د پېسو ورکولو په اړوند ايي اېم اېف خبر کړی دی

په اقتصادي مشکلاتو کې د ښکېل پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي، متحده عرب اماراتو، نړيوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] ته تاييد کړې چې پاکستان ته به يو ارب ډالره د دوه اړخیزه مرستو په لړ کې ورکوي.

اسحاق ډار نن د جمعې په ورځ په ټويټر دغه خبره کړې ده. هغه ويلي، اوس د مرکزي سټېټ بېنک چارواکي د پېسو ترلاسه کولو دپاره د اماراتو د چارواکو سره د اړينو اسنادو په کار بوخت دي.

د پاکستان د خزانې وزارت د تېرې يوې مودې نه بيا بيا دعوې کوي چې زر به یې د نړیوالې مالياتي ادارې سره د پور د پروګرام د بحالۍ لاسليک وشي خو تراوسه نه دی شوی.

په خپله د خزانې د وزارت مشران وايي ايي اېم اېف ورته د نورو يا د پاکستان د دوست هېوادونو څخه د پېسو ترلاسه کولو د باور شرط اېښودی دی.

د خزانې وزیر مملکت عایشه غوث پاشا وي او اې سره په مرکه کې هم دغه خبره کړې چې ايي اېم اېف ورته د قرض د پروګرام د بحالۍ دپاره د بهرنیو پېسو ترلاسه کولو شرط اېښودی وو، او پاکستان د خپلو دوست هېوادونو د باور ترلاسه کولو وروسته د نړيوالې ادارې سره لوظنامې ته هم نزدې شوی دی.

د زیارت- پنجشنبې په ورځ اسحاق ډار ویلي، چې د ايي اېم اېف د چارواکو سره یې ورچویل يا انلاين لیدنه شوې او باور یې ورکړی چې پاکستان به د نړیوالې مالياتي ادارې ټول شرطونه پوره کوي.

د پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د 23م پروګرام د نهمې جايزې د قسط په اړوند خبرې روانې دي.

د وي او اې اردو څانګې د خبر ترمخه د ايي اېم اېف منېجنګ ډايريکټرې کرسټالينا جارجيا په واشنګټن کې یوه خبري غونډه کې ويلي وو چې پاکستان د نړیوالو شراکت دارو څخه تاييد ترلاسه کوي.

هغې ویلي پاکستان لا د دېواليه کېدو ځای ته نه دی رسېدلی او هيله یې څرګنده کړې چې وبه هم نه رسي، خو د دېواليه کېدو څخه بچ کېدو دپاره ورته يو کوټلی چوکاټ جوړول يا تګلاره پکار دی.

پاکستان چې د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دی اقتصاد پوهان وايي پاکستان ته په سمدستي ټول د ايي اېم اېف پروګرام ترلاسه کېدل پکار دي چې د اقتصاد نورې لارې یې هم پرانستل شي.

او د پوهانو په وينا څو پورې چې د مالياتي ادارې د پور پروګرام نه وي بحال شوی د پاکستان اقتصادي مشکلات به نور پسې سېوا کيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00