شاته

د پاکستان او آی اېم اېف چارواکي د یوې معاهدې دپاره خوشبیني څرګندوي

واشنګټن - په واشنګټن کې د نړېوالې مالیاتي ادارې او په اسلام آباد کې د پاکستان خزانې وزارت چارواکو دا توقع ښکاره کړې ده چې د پاکستان دپاره د آی اېم اېف د قرضو د پکېج په معاهده به د سټاف په کچه راتلونکي ناستې کې هوکړه وشي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار د زیارت/پنجشنبې په ورځ هم د نړېوالې مالیاتي ادارې له چارواکو سره په آنلاین طریق سره غونډه کې ګډون وکړ او ویې ویل چې پاکستان په ټولو شرطونو باندې عمل کول یقیني کړي دي.

بل اړخ ته د خزانې دپاره د پاکستان وزیر مملکت ډاکټر عایشه غوث پاشا هم د وي او اې سره په یوه خصوصي مرکه کې وویل چې د آی اېم اېف د قرضو پروګرام د بحاله کولو دپاره، د بهرني فايننسګ حاصل کول شرط ګرځول شوي او د دوست ملکونو لخوا د یقین ورکولو وروستو، پاکستان اوس د سټاف په کچه معاهدې باندې اتفاق ته ډېر نږدې دی.

همدا راز د آی اېم اېف ډایرکټر جهاد آزور په واشنګټن کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته د خبرو په مهال، د وي او اې یوې پوښتنې ته په جواب کې وویل چې د پاکستان مالي ضروریات، د آی اېم اېف د قرضو د پکېج نه ډېر سېوا دي او نړېواله مالیاتي اداره د پاکستان د شریکانو او ملګرو هېوادونو سره یوځای کار کوي چې د مسئلې یو حل راوباسي.

په واشنګټن کې د وي او اې اردو سروس خبریال اسد خالد د رپوټ ترمخه، آی اېم اېف ویلي دي چې پاکستان ته د خپل اقتصاد د بهتره کولو دپاره د فیصله کنه اقداماتو ترسره کول په کار دي او دا چې په معاشي برخه کې څه اصلاحات راوستلی شي، دا فیصله هم پاکستان ته کول دي.

پاکستان دا وخت د آی اېم اېف سره د خپل درویشتم پروګرام د نهمې جایزې په قسط باندې مذاکراتو باندې بوخت دی، مګر تر اوسه یې د یو اعشاریه یو ارب ډالر قسط دپاره یې په سټاف کچه د کومې معاهدې په ترسره کولو کې ناکامه پاته شوی دی.

د نړېوالې مالیاتي ادارې یا آی اېم اېف مشره کرسټالینا جیورجیوا وایي چې دغه نړېواله اداره د پاکستان سره یوځای په دې کوشش کوي چې د قرضو د حل دپاره څه طریقه کار پیدا کړي.

دا رپوټ د وي او اې اردو سروس د ویب سایټ د یو رپوټ نه ژباړل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00