شاته

د پاکستان او نیو زیلېنډ ترمنځ د ټي20 کرکټ د سیالیو لړۍ نن پیل کیږي

د پاکستان او نیو زیلېنډ د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټي20 سیالیو لړۍ نن د جمعې په ورځ د لاهور په قذافي اسټيډیم کې پیل کیږي او د پاکستان کپتان بابراعظم وایي چې د لوبو ګټلو لپاره یې لوبډلې غوره تیاري کړې ده.

دخالي په ورځ په قذافي اسيټډیم کې دټي20 دسیالیو دجام یا ټرافۍ مخکتنه شوې چې په دغه دستوره کې د نیو زيلېنډ کپتان ټام لیتهم او د پاکستان کپتان بابر اعظم برخه اخستې وه.

په دغه مهال پریس کانفرنس ته خپله وینا کې پاکستاني کپتان ښاغلي بابر اعظم ویلي د دوي د لوبډلې لوبغاړو د لوبو دلړۍ ګټلو لپاره زیاته خواري کړې ده او هڅه به وکړي چې دا لړۍ وګټي.

تر دې وړاندې د نیو زيلینډ لوبډله کې شامل تکړه لوبغاړي ډيرل مچل هم رسنیو ته ویلي وؤ چې د دوي لوبغاړي د بشپړې تیارۍ سره پاکستان ته راغلي او د پاکستان لوبډلې سره به د دوی په خاوره د یو سخت سیال په توګه مخ شي خو هغه ویلي بیا به هم خلکو ته دیوې ښې مقابلې کتلو فهرست په لاس ورشي.

د نیو زيلینډ او پاکستان ترمنځ به د ټي 20 دویمه سیالي په 15 او دریمه به په 17م اپریل وي، د دې ترڅنګ به دوه ټي20 سیالۍ په20م او 24م اپریل د پېنډۍ په سټیدیم کې کیږي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو د لړۍ دوه سیالۍ په 27 او 29م اپریل د پېنډۍ اسټیدیم کې اېښودل شوې دي چې له هغې وروسته به دواړه لوبډلې نورې پاتې درې لوبې د کراچۍ په ملي اسټيډیم کې کوي.

د کراچۍ دسیالیو لپاره د مئ دمیاشتې دویمه،دریمه اؤ اوومه نېټه ټاکل شوې ده.

تر دې وړاندې پروسږکال د نومبر په میاشت کې دټي20 کرکټ دنړیوال کپ دسیالیو په وړومبي سیمي فاینل کې پاکستان نیو زيلېنډ ته په ماتې ورکولو فاینل ته رسیدلی ؤ خو په فاینل کې بیا انګلینډ پاکستان ته ماتې ورکړې وه اؤ په دویم ځل یې دغه نړیوال کپ ګټلی ؤ.

نیو زيلېنډ ته پاکستان د 1992 ورلډ کپ د سیالیو په سیمي فاینل کې هم ماتې ورکړې وه ،پاکستان هغه وخت هم ډېر په ګرانه سیمي فاینل ته وتلی و او بیا یې ورلډ کپ هم ګټلی ؤ.

په 1999 کې هم پاکستان په ورلډ کپ سیمي فاینل لوبه کې نیو زيلینډ ته ماتې ورکړې وه.

پاکستان د 1986 کپ سیمي فاینل کې د نیو زيلېنډ لوبډله په 46 رنزونو سوزولې وه او دغه هدف یې بې د کوم لوبغاړي سوزیدلو پوره کړی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00