ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ذبیح الله مجاهد: د ملګرو ملتونو کار ته خنډ نه جوړېږو خو د ښځو پر کار بندیز یوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده

واشنګټن ـــــ د طالبانو حکومت وایي د ملګرو ملتونو کارونو ته خنډ نه جوړوي خو د ښځو پر کار کولو یې چې د دې ادارې په دفترونو کې بندیز لګولی دا د افغانستان کورنۍ ارزښتي موضوع ده او باید ټول اړخونه ورته درناوی ولري. ملګرو ملتونو لا د طالبانو دې تازه خبرو ته څه جواب نه دی ویلی. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښځو پر کار د بندیز د پرېکړې دا معنا نه ده چې ګوندې له هغوی سره "توپیري چلند" کېږي یا د ملګرو ملتونو فعالیت ته خنډ جوړېږي: "موږ د خپلو ټولو هيوادوالو ديني، کلتوري او هر ډول ګټو په نظر کې نيولو سره د دوی ټولو حقوقو ته ژمن يو". په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د نهې- سه شنبې په روځ يو ځل بیا د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړه په کلکه غندلې ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانو ښځو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی. ملګرو ملتونو ویلي وو د طالبانو "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نه شي منلی" او خبرداری یې ورکړی چې که په افغانستان کې کارونه ودروي ذمه وار به یې طالبان وي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دعوه کړې چې د افغانستان اوسنی بشري حالت د نړیوالو بندیزونو او  فشارونو له کبله دی چې وایي لا هم دوام لري او د ده په وینا اصلي ذمه واري يې هم پر هغه چا ده چې د افغانستان پر مالي او بېنکي سيسټم يې بنديزونه لګولي دي: "د افغانستان بیړني حالت ته په کتو ضروري ده چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه ژر تر ژره د افغان شتمنیو کنګل کولو، بانکدارۍ، سفري بندیزونو او نورو محدودیتونو مسئله حل کړي چې افغانستان وکولی شي په اقتصادي، سیاسي او امنیتي ډګرونو کي پرمختګ وکړي". ذبیح الله مجاهد د شتمنۍ د کنګل کولو او پر بېنکي نظام د بندیزونو په اړه د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو د 2021م کال د اګست پر 15مه چې طالبان په افغانستان واکمن شول امریکې د دې هېواد شاوخوا اووه اربه ډالر کنګل کړل او د طالبانو حکومت ته له سپارلو یې انکار وکړ. د تېر کال 2022م کال په فرورۍ کې صدر جوبایډن وویل چې د دې شتمنۍ نیمایي به د یوولسم ستمبر د پېښې اغېزمنو کورنیو ته وساتل شي او نیمې به یې له افغان ولس سره د بشري مرستو لپاره د سویټزرلېنډ یو ټرسټ ته واستول شي. خو د نیویارک د منهېټن ښار قاضي جورج ډېنیل په تېره فرورۍ میاشت کې وویل، دی د امریکې "د اییني پابندیو" په بنیاد طالبان د افغانستان قانوني حکومت نه ګڼي او دا پیسې د افغانستان بېنک شتمني ده، وایي که د یوولسم ستمبر اغېزمنو کورنیو ته د دې شتمنۍ د ورکولو اجازه ورکړي د دې معنا به دا وي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت قانوني جواز لري. ذبیح الله مجاهد په خپله تازه اعلامیه کې د طالبانو پر مشرانو سفري بندیزونو ته هم اشاره کړې او داسې ښکاري چې په افغانستان کې د نجونو پر اعلی تعلیم او د ښځو پر کار د بندیز یو سبب یې همدا وي چې غواړي امریکا او ملګري ملتونه یې مشرانو ته اجازه ورکړي چې له نړیوالو سره د اړیکو جوړولو لپاره په ازادۍ سره سفرونه وکړي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک وایي، اداره یې په افغانستان کې 3,300 کارکوونکي لري چې 2,700 نارینه او 600 ښځې دي او دوی ټول د اپرېل له پینځمې راهیسې په کورونو کې دي خو وایي کار ته دوام ورکوي او تنخا به ورکول کېږي. دوجاریک وایي په افغانستان کې له افغانانو پرته د ملګرو ملتونو 600 پیاوړي نړیوال کارکونکي هم کار کوي، چې په هغوی کې 200 ښځې دي خو وایي د طالبانو بندیز د دوی کار نه دی اغېزمن کړی.

12.04.2023 ډیوه

کراچۍ: پولیس وایي د دوؤ ترهګرو په نیولو سره یې په چینایي وګړو د برید پلان شنډ کړی دی

پېښور ــــ د کراچۍ پولیسو دعوه کړې چې دناقانوه ګرځول شوي بلوڅ وسله وال تنظیم د دوؤ وسله والو په نیولو سره یې دچین په وګړو دبریدونو هڅه شنډه کړې ده. دکراچۍ دملیر سیمې دپولیسو مشر یا ایس ایس پي حسن سردار نیازي دنهې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وویل پولیسو دناقانونه بلوڅ وسله وال تنظیم بي ایل ایف سره تړاؤ لرونکي دوه ترهګر نیولي اؤ دهغوئ د ولکې نه یې بمونه اؤ وسله هم ترلاسه کړې ده. دپولیسو مشر دعوه وکړه چې نیول شوؤ ترهګرو دتېرو اتوؤ میاشتو راهستې د بي ایل ایف دکمانډر علي حسن سانکي لپاره کار کولو اؤ غوښتل یې چې چینایي وګړي په نخښه کړي. هغه وویل بلوڅ وسله وال تنظیم دغو کسانو ته پینځه لاسي بمونه،اتیا زره روپۍ اؤ څه وسله ورکړې وه چې هغې کې پولیسو دنیول شوؤ کسانو نه څلور بمونه اؤ وسله ترلاسه کړې ده. دپولیسو مشر دعوه وکړه چې نیول شوؤ وسله والو په 26م اپریل دځانمرګي بلوڅ مېرمنې شاري بلوځ دتلین په موقعه دترهګرۍ پلان جوړ کړی ؤ. هغه وویل ترهګرو په 29م مارچ دشاه لطیف تاڼې دپولیسو موبایل باندې حمله کړې وه چې له هغې وروسته پولیسو اؤ‌ نورو قانون پځائ کوونکو ادارو په ځان شپه او ورځ یوه کړه اؤ دغه ترهګر یې ونیول. پروسکال په 26م اپرېل په کراچۍ پوهنتون کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو د څانګې په چينايي استازانو ځانمرګی بريد شوی وؤ چې پکې درې چينايي استازان او يو پاکستانی ډرايور وژل شوي وو. ددغه بريد ذمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي منلې وه اؤ ویلي یې وؤ چې دغه برید يې لومړۍ ښځينه ځانمرګې شاري بلوڅ کړی و خو د شاري بلوڅ د کورنۍ غړي ویلي وؤ  په وهم او ګمان کې یې هم نه وو چې شاري بلوڅ دا ډول ګام اخیستلی شي. د شاري بلوڅ د خپلوانو په قول هغې د تربت په یو سکول کې د استاذۍ دنده هم ترسره کړې وه او د اېم فېل زدکړې کولې.  وېل کېږي چې د هغې د ځینې قریبي خپلوان په اعلا حکومتي عهدو پاتې شوي دي. دچین په وګړو پاکستان کې وخت په وخت مرګوني بریدونه کیږي چې ذمه واري یې زیاتره بلوڅ وسله والې ډلې پغاړه اخلي . 2021 جولایي کې هم د خېبرپښتونخوا په برنۍ ضلعه کوهستان کې په داسو ډيم کې په کار کوونکو چينايي انجنئیرانو برید شوی ؤ چې پکې نهه چينايي وګړي او درې پاکستانيان وژل شوي وو. په دې وروستو کې دچين دبهرنیو چارو وزیر وانګ ژي  د پاکستان دخارجه  وزير بلاول بوټو زرداري سره په ټیلي فوني تماس کې په پاکستان کې دچينايي وګړو پرضد په ترسره شوؤ وروستیو ترهه ګریزو بريدونو اندېښنه ښودلې وه او د پاکستان څخه يې غوښتنه کړې ده چې دترهه ګریزو بريدونه مخنيوي دپاره پياوړي او غوڅ ګامونه پورته کړي۔

12.04.2023 ډیوه

د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په اړه د خبرو لپاره ټامس ویسټ قطر، عرب اماراتو او ترکي ته سفر کوي

واشنګټن ــــ د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ د درو هېوادونو په نوي سفر روان شوی چې مقصد یې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغانو ښځو پر کار د طالبانو د بندیز له کبله پیدا شویو چېلنجونو ته د حل لاره پیدا کول دي. ټامس ویسټ په داسې وخت بیا د سیمې هېوادونو ته سفر کوي چې طالبانو په افغاسنتان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ هېوادونو او د بشري حقونو تنظیمونو یې دا کار غندلی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې ویلي، چې ښاغلی ویسټ به د اپرېل له 11مې تر 18مې قطر، متحده عربي اماراتو او ترکي ته ځي. دغه بیان ښاغلي ټامس ویسټ پر خپله رسمي ټویټر پاڼه هم خپور کړی چې پکې راغلي هغه به په دوحه کې د قطر له چارواکو، د افغان مدني ټولنې له مشرانو او شریکو استازو سره وویني: "په متحده عرب اماراتو کې به ځانګړی استازی ویسټ له خپلو امارتي هم منصبه کسانو، افغان تاجرانو او فکري مشرانو سره وویني". له قطر او عربي اماراتو وروسته به ټامس ویسټ ترکي ته ځي او هلته به په پایتخت استنبول کې د افغانستان له سیاسي مشرانو، خبریالانو، د بشري چارو له کارپوهانو او د بشري حقونو له فعالانو سره ویني. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د ټامس ویسټ د سفر مقصد دا دی چې په سیمه کې له اړوندو اړخونو سره د خبرو په نتیجه کې معلومات را غونډ کړي ځکه چې وایي نړیواله ټوله په افغانستان کې پېچلیو چېلنجونو د حل په لټه کې ده. وزارت په بیان کې ویلي چې دغه چېلنجونه د طالبانو له وروستۍ پرېکړې را وروسته پیدا شوي دي چې په بشري مرستو کې یې ښځې له ګډونه را ګرزولې دي او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې یې د هغوی پر کار بندیز لګولی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د نهې- سه شنبې په روځ يو ځل بیا د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړه په کلکه غندلې ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانو ښځو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی. د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپل بیان کې ویلي وو چې "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نه شي منلی". وایي د دغه بندیز له لارې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، د خدماتو د وړاندې کولو او د هغو لارو او اصولو تر منځ "ډروونکی انتخاب" وکړي چې د ساتنې دنده یې لري.

12.04.2023 ډیوه

د چیف جسټس اؤ قاضي فایز عیسا لیدنې، ایا پاکستان کې به عدالتي کړکېچ ختم شي؟

پېښور ـــ د پاکستان په عدلیه کې دسختو اختلافاتو په اړوند مخې ته د راغلو رپورټونو نه وروسته پاکستاني مطبوعات وایي چې د نهې په ورځ دسپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال ځان پسې په دویم نمبر ولاړ دسپریم کورټ جج قاضي فایز عیسا سره لیدنه کړې اؤ دسپریم کورټ په چارو ورسره غږیدلی دی. رسنۍ وایي دا په دریوؤ ورځو کې دمشر قاضي عمر عطاء بندیال اؤ قاضي فایز عیسا ترمنځ دوهمه لیدنه ده ده چې ترسره شوې ده. هرڅو که ددغې لیدنې جذیات دپاکستان سپریم کورټ مخې ته نه دي راوړي  خو پاکستاني رسنۍ وایي چې دواړو ججانو دسپریم کورټ په مهمو چارو خپلو کې خبرې کړي اؤ دسپریم کورټ په پرېکړو دلاسلیک دنیټې لیکلو په اړوند یې هم خیالات تبادله کړي دي. سرچینې وایي لیدنه کې د جسټس قاضي فایز عیسا له لوري اوړمه ورځ دپارلیمان په غونډه کې دګډون په موضوع هم خبرې اترې شوې دي په کومه چې په ټولنیزو رسنیو تاوده بحثونه اؤ په قاضي عیسا کلکې نیوکې شوې دي. سرچینې وایي هم ددې لیدنې نه وروسته قاضي فایز عیسا دپارلیمان په غونډه کې دګډون په اړه خپل سپیناوی خپور کړی دی . دقاضي فایز عیسا دسپیناوي بیان کې ویل شوي دایین جوړیدو په پنځوس کلونو پوره کیدو دپارلیمان دې راجوړه شوې غونډه کې دسپریم کورټ ټولو ججانو ته دګډون بلنه ورکړل شوې ده اؤ وایي هغه ته باور ورکړل شوی ؤ چې غونډه کې به سیاسي تقریرونه نه کیږي. قاضي فایز عیسا ویلي هغه په یاده غونډه کې تقریر کولو نه انکار کړی ؤ خو وایي کله چې سیاسي تقریرونه وشول نو هغه بیا دسپیناوي لپاره پورته شو اؤ وي ویل چې دایین سره ولاړ دی. دپاکستان مرکزي حکومت د چیف جسټس اؤ قاضي فایز عیسا ترمنځ دلیدنو اؤ خبرو اترو راپورونه یوه غوره اشاره بللې ده اؤ دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي چې که راتلونکی کې دخبرو دلارې کومه لاره راوځي نو دا به دموجوده ژور بحران په هواري کې لاس امداد وکړي. دجیو ټي وي په یو پروګرام کې دخبرو په مهال رانا ثناء الله ویلي دعمران په انا اؤ دتکبر نه په ډکه لهجه به هیڅ جوړ جاړی نه کیږي اؤ نه به هم انتخابات دعمران خان د لارښوونې په اساس کیږي. په دې وروستیو کې دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې دانتخاباتو دقضیې اوریدنې لپاره دچیف جسټس په مشرۍ دجوړ شوي درې کسیز عدالتي بینچ په فیصله نه یوازې حکومت سخت ټکونه کړي بلکې ددې قضیې د اوریدنې پسر دججانو ترمنځ هم اختلافات پیدا شوي دي. سپریم کورټ په 14م مئ پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی خو حکومت دسپریم کورټ ددغه فیصلې منلو نه انکار کړی دی اؤ وایي د مقدمې اوریدنې لپاره دې فل کورټ جوړ کړل شي.

12.04.2023 ډیوه

طالبان وایي د دوو کمانډرانو اکمل امیر او بصیر اندرابي په ګډون یې اته "مخالفین" په پروان کې وژلي دي

واشنګټن ـــــ طالبان دعوه کوي چې د خپلې یوې مخالفې ډلې د دوو قومندانانو په ګډون یې اته تنه وژلي دي، خو «د افغانستان خپلواکۍ جبهه» په نوم دې ډلې د خپل یو قومندان په ګډون د شپږو تنو وژل تایید کړي او وایي د قومندان اکمل امیر په اړه کره معلومات نه لري. د طالبانو د دفاع وزارت د نهې- سه شنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي چې د پروان ولایت د سالنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې یې د خپلو مخالفینو پر یوه پناه ځای عملیات کړي دي. وزارت دعوه کړې ده چې په عملیاتو کې یې د یوه قومندان اکمل امیر په ګډون اته تنه وژلي دي، خو د خپلو کسانو د وژنې په اړه یې څه نه دي ویلي، مګر د دوی مخالفې ډلې دعوه کړې چې په جګړه کې یې تر 30 زیات طالبان وژلي دي.  اکمل امیر «د افغانستان د خپلواکۍ جبهې» په نوم د هغې ډلې قومندان دی چې د 2022م کال په مارچ کې یې د جوړېدو او د طالبانو خلاف د وسلوالې جګړې اعلان وکړ. د طالبانو دغې مخالفې ډلې د نهې- سه شنبې په ورځ په دري ژبه پر خپل ټویټر تفصیلي اعلامیه خپره کړې او وایي چې له طالبانو سره په جګړه کې یې شپږ غړي وژل شوي دي. «د افغانستان د خپلواکۍ جبهه» وایي په وژل شویو کسانو کې یې کمانډر بصیر اندرابي، فهیم سالنګي، برهان اندرابي، قربان علي بامیاني، صبور فاریابي او حسېن سمنګاني شامل دي: "د هېواد وياړلي ازادي غوښتونکي په جنوبي سالنګ کې د تېرو دوو ورځو په جګړو کې شهيدان شول. زموږ ګڼ شمېر جنګیالي خوندي سیمو ته رسېدلي دي خو د جنرل اکمل امیر په ګډون د ځینو کسانو برخلیک تر اوسه معلوم نه دی". خو د دې ډلې ویاند نصرت الله فاتح منلې ده چې اکمل امیر هم له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی. فاتح بي بي سي ته ویلي، جګړه د نهې- سه شنبې په سهار ختمه شوې چې د اکمل امیر او جنرل بصیر اندرابي په ګډون څلور کسان پکې وژل شوي دي. د طالبانو د دفاع وزارت دعوه کوي چې له وژل شویو کسانو یې په دغو عملياتو کې یو راکټ، څلور کلاشينکوفونه، د شپې وخت د ليدلو دوربین او یوه اندازه نوره وسله هم تر لاسه کړې ده: "د اسلامي امارت [طالبانو] مجاهدین به هيڅ ډلې او شخص ته اجازه ورنکړی چې زموږ د وګړو امنيت او هوساينه خرابه کړي". پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر کسانو د کمانډر اکمل امیر او کمانډر بصیر اندرابي پر وژنه خواشیني ښکاره کړې ده. د افغانستان په تېر حکومت کې پوځي جنرل سمیع سادات پر ټویټر د دغو کسانو پر وژنه خواشیني ښکاره کړې ده. سمیع سادات تایید کړې ده چې کرنل امیر او کرنل اندرابي له خپلو اتو ملګرو سره وژل شوي دي: "د هیواد لپاره د یو پوځي مړینه د زړورتیا کار دی. د طالبانو وحشت موږ ته بله لاره نه ده را پرېیښې بې له دې چې د ازادۍ لپاره وجنګېږو". اکمل امیر د افغانستان په تېر حکومت کې د دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو افسر هم پاته شوی او کله چې طالبان د 2021م کال په اګست کې په دویم ځل د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول هغه پنجشېر ته لاړ او د طالبانو خلاف یې جګړه پیل کړه.

12.04.2023 ډیوه

د میانمار پوځ د اپوزیشن ډلو پر غونډه هوایي برید کړی، د ماشومانو په ګډون شاوخوا 100 کسان یې وژلي

واشنګټن ــــ په میانمار یا برما کې یو عیني شاهد، د جمهوریت پلوه ډلې یو غړی او ازادې رسنۍ وایي د دې هېواد پوځ د خپلو مخالفینو پر یوه غونډه هوایي بمباري کړې ده چې وایي د ډېرو ماشومانو په ګډون شاوخوا 100 کسان یې وژلي دي. یوه عیني شاهد اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د نهې- سه شنبې په سهار اته بجې د سیګانګ سیمې په کنبالو ښار کې له پازیګي کلي بهر د اپوزیشن تحریک د ځایي دفتر د پرانیستلو لپاره خلک را غونډ شوي وو چې یوې جنګي الوتکې ورباندې بمونه وغورځول. عیني شاهد وایي د دې دفتر د پرانيستې مراسمو ته شاوخوا 150 کسان ورغلي وو، چې وايي په وژل شويو کې ښځې، له 20 تر 30 ماشومان او د ځایي پوځي حکومت خلاف د وسلوالو ډلو او نورو اپوزیشن ډلو مشران هم شامل دي. د میانمار پوځ چې د 2021م کال په فرورۍ کې د آنګ سان سوچي پر منتخب حکومت کودتا وکړه او واک یې تر لاسه کړ له هغه را وروسته اکثر د خپلې واکمنۍ خلاف د وسلوالې مبارزې د مخنیوي لپاره هوايي بریدونه کوي. یوه عیني شاهد د پوځ له خوا د سزا کېدو له ډاره د نوم نه ښکاره کولو په شرط اسوسیېټیډ پریس ته ویلي، د جنګي الوتکو تر بمبار نیمه ګنټه وروسته یو هیلیکاپټر راغلی او پر دې ځای یې ډزې کړې دي. په لومړنیو رپوټونو کې د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا 50 ښوول شوی وو، خو وروسته بې طرفه رسنیو وویل چې کېدای شي په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر نیژدې 100 ته ورسېږي. دغه عيني شاهد وایي دی د خلکو له ګڼې ګوڼې لږ لرې ولاړ وو چې يو ملګري یې په ټیلیفون د يوې جنګي الوتکې د راتلو په اړه ورته وویل، وایي بیا  ده ولیدل چې جیټ الوتکې پر خلکو مخامخ بمونه وغورځول: "زه نیژدې کندې ته ولوېدم او پټ شوم، یو څو شیبې وروسته چې زه ودرېدم او شاوخوا مې وکتل، خلک ټوټه ټوټه په لوګيو کې مړه پراته وو، د دفتر ودانۍ په اور وسوځېده او تباه شوه". د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې مشر وولکر ترک په میانمار کې د دې پېښې په اړه اندېښنه ښکاره کړې او په یو بیان کې یې ویلي "سره له دې چې پوځ د مخالفینو خلاف د اقدام کولو په وخت د عامو خلکو د ژغورنې لپاره ښکاره قانوني ذمه وارۍ لري خو په دې پېښه کې د نړیوالو قوانینو د اړوندو ضابطو سرغړونه شوې ده". د میانمار د پوځي حکومت ویاند مېجر جنرل زاو من تون سرکاري ایم آر ټي وي ته په ټیلیفون منلې چې د اپوزیشن ګوند پر غونډه هوایي برید شوی دی خو تور یې پورې کړ چې حکومت ضد وسلوالې ډلې له تشدده ډک د ترهګرۍ کمپېن تر سره کوي. د میانمار د اپوزیشن نېشنل یونیټي یا ملي یووالي حکومت په یوه بیان کې خپل پوځ "ترهګر" بللی او وایي دا "وحشیانه عمل" یې د عامو بې ګناه خلکو خلاف د بې توپیره زور د کارولو یو بل مثال او یو "جنګي جرم" دی. نېشنل یونیټي ګورنمنټ ځان د میانمار قانوني حکومت ګڼي، چې تر کودتا وروسته یې د پوځ خلاف جوړ کړی دی او اکثر پکې د آنګ سان سوچي د ګوند د پارلمان مخکیني غړي دي. که د دې تازه پېښې مړي تایید شي نو دا په تېرو دوو کلونو کې چې پوځ په میانمار کې واکمن شوی تر ټولو لویه او خونړۍ پېښه ده، د ځینو اندازو له مخې د دې هېواد امنیتي ځواکونو له 2021م کال راهیسې تر 3,000 زیات عام خلک وژلي دي. یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له اې پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

11.04.2023 ډیوه

ايي اېم اېف: په عالمي کچه د ګرانۍ له امله به سږ کال د نړیوالې اقتصادي ترقۍ شرح کمه وي

د نړیوالې ترقۍ په اړه خپله اندازه کې ايي اېم اېف د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې عالمي اقتصاد یو خطرناک پړاو ته داخلېږي چې په کې به اقتصادي پېداوار په تاریخي لحاظ کم او د مالي بحران خطرات زیات وي او ګراني هم په فېصله کن انداز لا نه ده ختمه شوې

11.04.2023 ډیوه

 پاکستان د انتظام لاندې د کشمیر وزیراعظم عدالت د چوکۍ نه لرې کړو

د رویټرز خبري ادارې ترمخه د پاکستان تحریک انصاف پارټۍ سردار تنویر الیاس ته عدالت تېره هفته د هغه د تقریر په سر سزا ورکړه چې هغه په کې ویلي وو عدالت يې د حکومت په کارونو کې مداخلت کوي

11.04.2023 ډیوه

م م: په اوکراین کې د نېږدې ۸۵۰۰ ملکي کسانو مړینه تایید شوې

واشنګټن – ملګروملتونو د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې په اوکراین کې د روسانو د یرغل د پیل راهیسې تر اوسه پورې د نېږدې ۸۵۰۰ ملکي وګړو مړینه تایید شوې خو کیدای شي ريښتینی شمېر تر دې ډېر زیات وي. د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو لوی کمېشنر په بیان کې ویلي، د دغې مړینې ترڅنګ دا هم تایید شوې چې ۱۴۰۰۰ نور ملکي وګړي ژوبل شوي‌ هم دي. په بیان کې راغلي، "اوچا په دې باور دی چې ريښتینې شمېرې تر دې ډېرې زیاتې دي، ځکه له ځینو هغو سیمو څخه چې لا تر اوسه هم پکې سخته جګړه روانه ده د معلوماتو رسېدل ځنډېدلي او ګڼ راپورونه لا تایید شوي نه دي." د بیلګې په توګه د ماریپول، لسیچنسک،‌ پپوسنا او سوېرو ډونیڅګ سیمې دي، چېرې چې د ملکیانو د ګڼو مرګ ژوبلو ادعاوې کېږي. ملګروملتونو همدارنګه ویلي، چې د اپرېل په لومړیو نهو ورځو کې ۴۴ ملکیان وژل شوي، چې اکثرو یې په چاودېدونکو توکو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدارنګه د جګړې په ډګر باندې بیا روسي چارواکو ادعا کړې چې د بېخموت ۷۵ فیصده خاوره یې نیولې ده. په بخموت باندې روانه جګړه په اوکراین باندې د تېرو ۱۳ میاشتو روان یرغل راهیسې یو له ډېرو سختو خونړیو جګړو څخه ده. له اوکراین څخه په یو بل راپور کې راغلي، چې اوکراین او روس د جګړې په سلګونو نور بندیان سره تبادله کړي. خبر زیاتوي، ځینې له دغو ازاد شویو سرتېرو څخه په سم حالت کې نه دي او روغتیايي مرستو ته اړتیا لري. بلخوا بیلروس چې دا مهال پکې په زرګونو روسي سرتېري ‌پراته دي له ماسکو څخه ضمانت غوښتی چې کچېرې‌ پرې برید وشي نو روس به یې دفاع کوي. د دغه راپور ځینې برخې د اسوسېټېډ پریس، فرانس پریس او رویټرز خبري رسنیو څخه اخېستل شوي.

11.04.2023 ډیوه

د پاکستان د چيف جسټس او سپريم کورټ د نورو ججانو د چلند پرضد خواست شوی

د پاکستان سپریم جوډيشل کونسل کې د چيف جسټس آف پاکستان عمر عطا بندیال او درې نورو ججانو خلاف ريفرنس دایر کړی شوی او تور لګول شوى چې څلورو قاضيانو چې  پکې چيف جسټس، جسټس اعجاز الاحسن، جسټس منيب اختر او جسټس سيد مظاهر علي نقوي دوی د اصولي چلند يا د کوډ آف کنډک سرغړونه کړې ده.

11.04.2023 ډیوه

متحده قومونو خبرداری کړی چې په افغانستان کې به خپل فعالیت وتړي

متحده قومونه وايي د افغانستان د ۲۸ اشاریه درې مېلین ابادۍ په دریو کې دوه برخې خلک بشري امداد ته ضرورت لري، شپږ مېلین خلک د خوراک د کمي سره مخامخ دي. اداره وايي په افغانستان کې د امداد دباره څلور اشاریه شپږ بېلین ډالرو ته ضرورت لري چې یوازې ۲۰۰ مېلین ډالر مالي مرسته ورسره شوې ده

11.04.2023 ډیوه

پوځ په بنو کې د درېو ترهګرو وژلو دعوه کړې

د پاکستان پوځ ویلي، تېره شپه یې د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي او په نښته کې درې ترهګر وژل شوي دي.

11.04.2023 ډیوه

په پاکستان کې د موبایل جوړولو ۳۰ کمپنۍ بندې او ۲۵۰۰۰ کسان بې کاره شوي

په پاکستان کې د موبایل جوړونکو کمپنیو اتحادیه وايي، د وارداتو یا درامداتو د بندیز او خام مال د نشتوالي له امله د موبایل جوړونې ۳۰ ملکي او غیر ملکي کمپنۍ بندې شوي او شاخوا ۲۵۰۰۰ کارکونکي بې روزګاره شوي. اتحادیه وايي، د پاکستانۍ روپۍ د قدر کمېدو له امله هم په دغه هېواد کې د موبایلونو کموالی راغلی او بیې یې له ۱۵ څخه تر ۴۵ فیصدو پورې زیاتې شوي چې په روزګارونو یې منفي اغیز کړی. د خیبر پښتونخوا د موبایل جوړونکو د کمپنیو د اتحادی مشر ملک ثناوالله وی او ای ډیوه ته وویل د تیر کال دیسمبر راهیسی د خام مال درامدات بند دي چی له وجی يې په مارکیټ کی د موبایلونو کموالی هم رامنځ ته شوی. "د تیر کال دیسمبر راهیسی خام مال او درآمد بند دی. په په بازار کی موبایل کم شوی، قیمتونه یو په دوه شوی د روپی په مقابله کی د ډالر بيعه زیاته شوی او د هغی له وجی هم فشار زیات دی او په مارکیټ کی دوکاندارانو خپل کاروبارونه پریښي دي." د اتحادیې وینا ده تیر حکومت په کال 2020 کی ملکی او غیر ملکی موبایل کمپنو ته په پاکستان کی د موبایلونو اسمبلنګ اجازه ورکړی وه او دوی ته یی په مالیه کی هم رعایتونه ورکړی وو خو اوس د موبایلونو کمپنو د بندیدو په وجه کاروبارونه هم سخت اغیزمن شوي. په دې هکله ځايي دوکاندار شاهد خان وایي، "مارکېټ لږ نه ډیر غورځېدلی، هغه خلک موبایل اخلی چی ډیر يې ورته ضرورت وی هغه وخت نه دی چی وړاندی به یی په خپله خوښه موبایلونه اخېستل کاروبارونه 80% پوری خراب شوي." د محمد ولید په نامه یو ځوان چې د موبایلونو مارکیټ ته تللی ډیوې ته وویل، "د موبایل اخېستلو دپاره مې یو لک روپۍ جمع کړې وې خو اوس موبایل 60000 روپۍ نور ګران شوی نو ځکه اوس ځان ته استعمال شوی موبایل اخلم."  په پاکستان کی د غیر ملکی زرمبادلې د کمي له امله د پاکستان مرکزی بینک تیر کال په می کی د درامداتو دپاره د ضمانت په لیک بندیز لګولو وو خو بیا په سپتمبر کی په دی پالیسی کی د بنیادی ضرورتونو دپاره نرمی راوستل شوې وه. همدارنګه د دیسمبر راهیسی د ضمانت خطونو یا ایل سيز (letter of credit) پرانېستل هم بند دي چی له وجی یې په پاکستان کی مقامی صنعت هم له بحران سره مخ دی .

11.04.2023 ډیوه

د پښتونخوا حکومت وايي تراوسه پورې د پوځي عملياتو په اړوند څه معلومات نه لري

په خېبرپښتونخوا صوبه کې نګران حکومت ویلي، تراوسه پورې ورته د مرکزي حکومت يا امنيتي ادارو لخوا د ترهګرۍ پرضد د کومو نوو عملیاتو په اړه څه نه دي ويل شوي.

11.04.2023 ډیوه

اوکرایني چارواکي وايي، له هند سره ټینګې اړیکې غواړي

واشنګټن – د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، کیېف غواړي چې هند دې له روس سره د اوکراین د شخړې د حل لپاره مرسته کې زیات ښکېل شي. ایمن جاپاروا همدانګه وغوښتل چې لومړی وزیر نریندرا مودي‌ او نور لوړ پوړي هندي چارواکي دې له اوکراین څخه لیدنه وکړي. هغې له سي ان بي سي، ټي وي سره په یوې مرکه کې وویل، چې کیېف همدارنګه له هند څخه تمه لري چې اوکرایني چارواکو ته د جي شلو هېوادونو په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي او له کیېف سره سیاسي ډیالوګ زیات کړي. هند سږ کال د G-20 ډلې دوروي مشري لري او په سپټمبر کې به ددغې سرمشریزې کوربه وي. هند په روس باندې د یرغل له امله دومره نیوکې نه کوي لکه نور هېوادونه یې چې کوي او همدارنګه له روس څخه یې د تېلو اخېستل هم زیات کړي چې د هند اقتصاد ته د ژوند د وینې په څېر ارزښت لري. خو نورو هېوادونو له روس څخه د تېلو اخېستل بند کړي‌ او یا لږ تر لږه کم کړي دي. جاپاروا چې له نوي ډلي څخه په یوه څلور ورځني سفر ده په مرکه کې وویل، "مونږ باور لرو چې هند دې د اوکراین په مسله کې تر ډېره حده ښکېله وي." هغې زیاته کړه، "مونږ باور لرو چې ددغه هدف لپاره په لوړه کچه د خبرو زیاتېدل لومړی ګام دی. زما ولسمشر له وزیر اعظم مودي سره د ټیلیفوني خبرو غوښتنه کړې. مونږ دې ته ګورو چې یوه ورځ یې په کیېف کې هرکلی وکړو." جاپوروا له مرکې مخکې د ورځې په سر کې خبریالانو ته وویل،‌ چې هند باید د خپلو سرچینو په خوندي کولو کې له احتیاطه کار واخلي چې په هغو کې د انرژۍ او دفاعي وسایل هم شامل دي او په روس باندې په تکیه کولو یې خبرداری ورکړ. هند د اوکراین د مسلې ډیپلوماټیک حل غوښتی او مودي د روس ولسمشر ویلادیمیر پوتین ته په سپټمبر کې ویلي وو چې اوس " د جګړې دور نه دی." خو هند په ورته وخت کې له روس څخه د تېلو اخېستل زیات کړي او د اروپايي‌ هېوادونو لخوا د روس په تېلو باندې له بندیز وروسته د روسي تېلو له ټیټې بیې څخه ګټه اخلي. روس د لسیزو راهیسې لکه د پخواني شوروي اتحاد په څېر د هند د وسلو او دفاعي وسایلو مهمه سرچینه ده او اوس یې د خپلو خامو تېلو لپاره ههم د عراق د تېلو ځای نیولی. جاپاروا ویلي، "مونږ فکر کوو چې دا ډېره مهمه ده چې سرچینې باید ډول ډول وي، نه یواځې د انرژۍ په برخه کې بلکه د پوځي وسایلو لپاره هم. هغه زیاتوي. "کله چې تاسو په روس پورې تړلي اوسئ نو دوی هر کله له دې څخه د بلک مېلېنګ لپاره کار اخلي."

11.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more