روانې چارې او بېلابېل


افغانستان؛ برخلیک ټاکونکی پړاو

ښايي په افغانستان کې داسې څوک نه وي، چې د سولې پر ارزښت، ضرورت او اهمیت باندې و نه پوهېږي. که د بشریت تاریخ ته ځېر شو، ډېری جگړې هم د سولې، ثبات او ټیکاوو لپاره تر سره شوي دي او د هرې جگړې په پای کې د سولې څرک لیگېدلی دی. خو هغه خطرناک بدلون او تفاوت چې موږ باید ورته متوجه شو، هغه د ځینو کړیوله خوا دجگړې دوام د یوه استراتیژیک هدف په توگه تعقیبېږی او دا هغه څه دي، چې په روښانه ډول یې موږ په افغانستان او نورو ګڼ شمیر اسلامي هېوادونو کې محسوسولی شو. په ټول تاسف سره باید ووایو،چې موږ د یوه

14.02.2020 عبدالرحمن فرقانی

استرالیا له چين څخه خپل اتباع راوباسي

د استرالیا حکومت د کرونا ویروس له ویرې له چین څخه د خپلو وګړو د راویستلو لړۍ پیل کړې. د دغه هیواد ۲۴۳ اتباع چې ۸

09.02.2020 خوشحال صافی

د برتانیا حکومت د کډوالۍ نوې تګلاره پلي کوي

د برتانیا حکومت غواړي چې تر برګزېټ وروسته یعنی له اروپايي ټولنې تر جلا کیدو وروسته برتانیا کې د استرالیا د کډوالۍ سیستم په څیر یو داسې سیسټم جوړ کړي چې د مهاجرو د وړتیاوو پر بنسټ وي.

09.02.2020 خوشحال صافی

سوله د واک غوښتنې، او کورنیو اختلافاتو په لومه کې

کله مو د پرديو يرغلونو او کله د واک په سر په کورنیو ناروا جګړو کې د هيواد ټول امنیتي اقتصادي تعليمي او کلتوري بنسټونه له منځه وړي دي. متاسفانه چې نن د هغو جګړو په ډګر کې زيږيدلې او را لوی شوی نسل د سمتي، ژبني، جندر او قشري تعصباتو پر بنسټ پر افغان خاوره داسې د کرکې نوي تخمونه شيندي، چې د واک په سر له ناروا جګړې به يې د زيان کچه لوړه وي. پوره باور لرو چې که ولس او پرګنې په مختلفو عنوانونو له بهر څخه د وارد شوې دود او افراطي افکارو په وړاندي ټولنيز غږ پورته نه کړي، نو مونږ به لاهم ډېر کلو

06.02.2020 عبدالوحيد وحيد

د چینايي وګړو د قاچاقي تګ هڅې د کرونا ویروس د خپریدو ویره زیاته کړې

د استرالیا سرحدي ځواک وايي تیره چهارشنبه د جنوري په ۲۹مه یې شپږ چینايي وګړي استرالیايي خاورې ته تر رسیدو مخکې متوقف او بیرته ګرځولي چې په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو او هڅه یې کوله دغې هیواد ته په ناقانونه توګه داخل شي.

02.02.2020 خوشحال صافی

ولی د پخوا په پرتله لږ مهاجر اوس استرالیا کې د تابیعت غوښتنه کوي؟

د جنوري ۲۶مه د اسټراليا د ملي ورځ په وياړ دغه هی

02.02.2020 خوشحال صافی

په روان مصيبت کې بندي اولس او د خلاصون لاره يې

زه چې اکثره مقالې ، تبصرې او نظرونه لولم اوګورم دې اوسنی مصيبت هريو پوزې ته راوسټلئ دئ. ځنې د موجوده ډلو ټپلو نه د يوې يا بلې څخه د خپل استدلال په اساس دفاع کوي او ځنې بيا دټولو په ردولو خپل نا ارامه او مغشوش ذهن تسکينوي ، خو الترناتيف نه شي ښودلائ ، فقط د خيالي اتحاد خبره کوي ، لاکن دا اتحاد حتا تعريفولئ نه شي چې کوم اتحاد ، په کوم شي اتحاد ، دچا اتحاد او دا اتحاد په کوم فزيکي او معنوي قوت پياده کول ؟ دا ارماني خبرې دي او د موجوده واقعیتونو سره هېڅ ارتباط نه لري . افغانستان

31.01.2020 د،ب،هيښ

د بلخ ناورین او پلید لاملونه یې

په بلخ کې د ولسي وګړو بمبارول نه یوازې یو انساني ناورین دی، بلکې همداسې یو جنګي جنایت، د بشریت په ضد جنایت او په ځانګړې توګه د پښتنو د ټول وژن یوه بله پېښه ده چې باید هر اړخیزه پوښتنه ګروېږنه یې وشي۔ له اته لسو کلونو راهیسې، که هره ورځ نه وي، په هره اوونۍ کې یو ځل دغه ډول ناورین پېښېږي۔ پړه د چا پر غاړه ده؟ که د تقدیر، قضا او قدر تر منطق ور تېر شو، د دغه پېښې عاملین نه یوازې امریکا، بلکې په بشپړه توګه طالبان هم دي۔ ولسمشر غني د خپلې دورې له پیل سره سم نه یوازې په طالبانو، بلکې

27.01.2020 محمدکریم نور

د کډوالو د یوې لادرکې کښتۍ په اړه د هند حکومت پلټنې کوي

هند کې د پولیسو ځینو چارواکو دا تایید کړې چې خپل د پلټونکو افسرانو یوه ډله به ډیر ژر استرالیا او نیوزیلینډ ته واستوي ترڅو د هغه کښتۍ په هکله مالومات لاسته راوړي چې یو کال مخکې

25.01.2020 خوشحال صافی

د بشر حقونو نوي رپوټ یو ځل بیا د استرالیا د مهاجرت پر تګلارو نیوکه کړې

د بشر حقونو د څار سازمان لخوا په خپور شوي کلني رپوټ کې د استرالیا د حکومت پر ځینو سیاستونو او تګلارو نیوکې شوي. په ځانګړي ډول په دغه رپوټ کې د یاد حکومت د مهاجرت او د بیان ازادۍ په تګلارو کې شته ستونزو ته زیاته ګوته نیول شوې.

25.01.2020 خوشحال صافی

اداري فساد ، سرچینې او مخنیوی

په افغانستان کې تر ټولو ستره ستونزه، اداري فساد دی چې د ارګ څخه نیولي ، د حکومت او موسساتو تر ډیرو ټیټو بوړیو پورې اکثریت چارواکي او مسوولین په کې ښکیل دي. باید ووایو چې دا فساد په خپلوي اړیکو ، قومی ، ژبنیو ، سیمه ایزو او مذهبی تعصبونو سره بدرګه کیږی. او په دې ډول په افغانستان کې اداري فساد یوه نوي بڼه نیسي چې اخلاًقی فساد هم ورسره مل کیږي. که واقعیت وګورو په افغانستان کې اداري فساد اوس تر ټولو شرمونکي بڼه نیولي ده. داسې اداره به نه وي چې هلته فساد وجود نلري . اداري فساد اوس سراس

23.01.2020 احمدجان تڼی

مارتین لوترکینګ د عدم تشدد، تساند، تساهل او زغم سمبول

(دکینګ د ورځې دلمانځنې په مناسبت) په دې ورځو کې د امریکی متحده ایالاتو کې د لوترکینګ(Martin Luther King) د ترور د ورځې د یادښت په مناسبت او د ده د ډیر عالی شخصیت او مدنی مبارزې درناوی کیږی. لوترکینګ په نړۍ کې د مدنی حقوقو ستر مبارز پیژندل شوی دی. هغه له تعصب، تشدد او ټولنیزی بیعدالتی سره بریالۍ مبارزه وکړه، په تیره بیا د ۱۹۵۰-۱۹۶۰کلونو په بهیر کی یې د نړیوالو پام خپل شعار(زه یو ارمان “خوب” لرم) "I Have a Dream" ته را واړاو. د ده دغه انسانی خیال او خوب ټولنیزه سوکالی، عدالت

22.01.2020 پوهاند محمد بشیر دودیال

نړۍ لړزونکی شعار

دا هغه شعار دی چې څو کاله مخکې وزیرستان ژڼکیو ورکړی او دا شعار د پښتنو په ټولو سیمو کې د لسګونو میلیونونو خلکو له خوا په پراخو غونډو کې بدرګه کړل شو . دا شعار د افغانستان ، سیمې او نړۍ د پاره ډیر اهمیت لري ددې شعار په عملي کیدو سره په سیمه کې تروریزم ، کلونیالیزم او پنجاپی پاشیزم ختمیږي او یوه اباده سیمه را منځته کیږي. دا شعار په لسګونو میلیونه خلک ورکوي خو د کابل ارګ ورباندې غوږونه کاڼه کړي او د هغه د تکرار جرات نلري. یا په بله مانا د هغه د اوریدلو او ویلو څخه ډاریږي. که حق

22.01.2020 احمدجان تڼی

د افغانستان د معاصر تاریخ یو څو مهمې تاریخي پېښې

د 1352 هجري شمسي کال د چنګاښ یا سرطان 26 چې 1973 کال د جولای له میاشتې سره سمون خوري داعلیحضرت محمد ظاهرشاه په مشرۍ د شاهي دولت پای او د شهید سردار محمد داود خان پواسطه د جمهوریت اعلان. نورمحمد ترکي د 1357 هجري لمریز کال د ثور 7 د ثور انقلاب 27 اپریل 1978 تر8 د دسپتمبر 1979 کال پورې د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت جمهور رییس وو. نوموړی د 1979 کال د اکتوبر په 8 د حفیظ الله له خوا د 62 کلونو په عمر ووژل شو. حفیظ الله امین له 8 د سپتمبر 1979 تر 27 دسمبر 1979 پوره سل ورځې د افغانستان

22.01.2020 شاهین افغان

په ايران کې ناوړه پېښو ته زمونږ غبرګون

په روانه مياشت کې نړئ په ايران کې د دوو سترو غميزو شاهده وه. دواړو ناورينونو، نه يوازې ايران له ننګونو سره مخ کړ بلکه په سيمه کې يې هم د تاوتریخوالي کچه لوړه کړه. لمړئ ستونځه هغه وخت رامنځته شوه چې د امريکا لخوا د ايران د قدس ځواکونو د قومندان قاسم سليماني او ملګري ووژل شول چې امریکا او ايران يې په سيمه کي د يو لوی بحران په درشل کې ودرول. قاسم سليماني مهم عسکري اواستخباراتي شخصیت وه. نوموړی په افغانستان، عراق، سوريه، يمن، لبنان او د سيمي په نورو هېوادونو کي د ايران د تګلارو نوښتګر

19.01.2020 عبدالوحید “وحيد”

فدرال محکمې د کډوالو په اړه د استرالیا د حکومت یوه تګلاره ناقانونه اعلان کړه

د اسټراليا حکومت لخوا د کډوالو کريکټر ټيسټ له

18.01.2020 خوشحال صافی

استرالیا د انګلستان سره نوي سوداګریز تړون کې د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی

استرالیا د انګلستان سره په نوي سوداګریز تړون کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ویزو پرته د وګړو د ازادانه سفر مخالفت کړی.

18.01.2020 خوشحال صافی

ولسمشره ته په ځواب راکولو مجبور يې

که جنرال خوشحال سادات اوس د ډګر جنرالۍ پر رتبه د دفاع وزارت وزير هم وټاکل شي اهمیت به يې دیوه عادي مامور هومره ځکه هم نه وي چې هغه کسانو چې غوښتل يواځې دکورنيو چارو وزارت له امنيتي مرستيالۍ يې وغورځوي خپلو اهدافوته ورسېدل او پره يې توس شوه. د نړۍ پرمخ ددوهم ځواکمن فکر خاوند او د نړۍ پرمخ له اخرې خوا دتر ټولو بدبخت دوهم هېواد ولسشره! ښه دقيق غوږ شه يايې واوره او يايې و

17.01.2020 رفيع الله روشن

بنو احتجاج، د تاريخ دويمه اقتدا!

د بنو او پښتنو تړاو د تاريخ يوې بلې زرينې پېښې ته رسېږي، دا تړاو د پښتنو د ازادۍ او حقونو تاريخي تړاو دی او دا اړيکه د هغه مهاله راروانه ده چې کله کانګرېس او ګاندي د خدايي خدمتګارانو او خان عبدالغفارخان سره ځواني ونه کړه او له انګليس سره يې د هند او پاکستان پر داسې وېش سلا وکړه چې خدايي خدمتګاران په کې ګوښې پاتې شول. وروسته چې بيا باچاخان خپل مشهور کتاب "زما ژوند او جدوجهد" وليکه نو په وروستي مخ يې ول

16.01.2020 وحيدالله مصلح

له سریلانکا څخه بهر هیوادونو ته د کډوالو په مهاجرت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

تیر کال سریلانکا کې ۱۷۵ ناقانونه کډوال نیول شوي د رپوټونو له مخې په تیر ۲۰۱۹ کال کې له سریلانکا څخه استرالیا او نیوزیلینډ ته د غیرقانوني کډوالو په تګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی وه. دا سره له دې چې تیر کال کې د سریلانکا سمندري او هوایي ځواکونو د استرالیا د خپلواکو سرحدونو د عملیاتي قومندانۍ په همکارۍ د سریلانکا په سواحلو کې د دغه ډول کړنو د مخنیوي په خاطر د کشف او څارنې عملیات هم پیاوړي کړي وه. د سریلانکا سمندري ځواک وايي، په اوسط ډول د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنیڅ هر کال ۶۴ سریلا

11.01.2020 خوشحال صافی

منطقوي جنګونه؛ پيېلی که نا پيېلی افغانستان؟

نن سبا دا بحث ډېر تود دی، چې افغانستان په منطقوي شخړو کې طرف شي که نه؟ کله چې مونږ په منطقوي شخړو کې د افغانستان د ورګډېدو او يا بې پلوۍ خبره کوو نو د دې بحث لپاره بايد څو پوښتنې مخې ته کېښودل شي، د دې پوښتنو ځوابول بيا د طرفۍ او بې طرفۍ لپاره وکټورونه جوړوي. يو شمېر اساسي پوښتنې ښايي په لاندې ډول مطرح شي:   پيېلتوب او افغان غميزې!

10.01.2020 وحيدالله مصلح

د افغانستان د باندینیو چارو وزارت ته یو څو وړاندیزونه

دا به یو نیک کار وي ، چې افغانستان هم د پخوا په شان مسلکي او تجربه لرونکي منسوبین او دیپلوماتان ولري. هیله ده چې د نویو منسوبینود استخدام په وخت کې تر ټولو مخکې تحصیلي رشتې ، مسلک او په هغو حوزو کې چې دوی کار کوي ، د هغوي کاري سابقه ، تجربه ، هېواد ته وفاداري په نظر کې ونیول شي. له بلې خوا د ګران هېواد د ټولو ولایتونو او هر قوم پورې مربوط متخصصین په دغه مهم اوحیاتي وزارت کې په دندو وګمارل شي . د باندینیو چارو وزارت ټول منسوبین باید په پښتو او دري ژبو مسلط وي ، هغوی چې په پښتو ژبه

09.01.2020 حضرت سهاک

سوله که څلوېښت کلن سياسي غويمنډ؟

په سوله او اوربند کې د جګړه مارو ډلو هغه که حکومت، طالبان، رهبران، داعش او د دوي پياوړي باداران (امريکا، انګلستان، پاکستان، ايران او بلاخره ټول د سيمې هېوادونه) دي تاوان دی، ځکه په افغانستان کې که سوله راځي بيا څرګنده خبره ده، د هرې وران کارې ډلې لاسونه د جګړې په وړاندې پرې او سوله به حاکمېږي او د دوی ناوړه ګټې به له خطر سره مخ او څلوېښت کلنې مافيايي ډلې به ورکېږي. په افغانستان کې د دې خلکو په شتون کې سوله ډېره يوه ستونزمنه خبره ده، چې راشي ځکه دغه سياسي ډلې چې لومړی رهبران وه، هغوی د ا

08.01.2020 اېمل افغان

د جدې شپږمه، يا د وسلو په مقابل کې د ايمان بريا

افغانان د تاریخ په اوږدو کې له پردیو يرغلونو سره د مبارزې او کورنیو ستومانه کونکو شخړو څخه ډک شاليد لري، خو دغه ولس د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني او کلتوري ارزښتونه ساتلي دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بيه دفاع کړې ده. دوی به وطنونه ورانول، دښمن به يې بي رحمه واژه، خو خپل ملي ارزښتونو ته يې درناوى درلوده. متاسفانه چې دغه وياړلي دودونه اوس له منځه تللي دي. زمونږ په هیواد باندې د شوروي اتحاد له بربنډ يرغل څخه څو لسیزي تیري شوې ، خو

05.01.2020 عبدالوحيد وحيد

د افغان پناه غوښتونکي د مړینې په اړه د پلټنو غوښتنه

افغان پناه غوښتونکی میرویس روحاني چې دوه میاشتې مخکې یې استرالیا کې ځانوژنه کړې وه، اوس د دغه پیښې په هکله د هغه د کورنۍ وکیل جورج نیوهاوس د بشپړو پلټنو غوښتنه کړې. میرویس روحاني په ۲۰۱۷ کاله کې د جدي ناروغۍ له امله د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه. نوموړې دوه کاله د استرالیا د بریسبن ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې وه. خو د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه. ميرويس روحاني ۳۲ کاله عمر

04.01.2020 خوشحال صافی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more