روانې چارې او بېلابېل
بين الافغاني خبرې او يو وړاڼديز
نور د جنګ د دوام د پاره ټولې بانې مؤجه نه دي . اشغالګر به تښتي او دا ملک به پرېږدي . اوس د افغانانو د پاره د ازمايښت وخت دئ ، چې خپل افغانيت ، اسلاميت او د وطن او اولس سره د مينې ادعا په عمل کې پياده او وښييي او د زور د حاکميت په نفي کولو سره د يوه داسې نظام د تشکيل بنسټ کيږدي ، چې بنياد يې اسلاميت ، افغانيت او ټولنيز عدالت وي . د اسلاميت ، افغانيت او ټولنيز عدالت په ستنو ولاړ نظام د قائمېدو د پاره د دوحې هوکړه ليک ( چې د اشغال ختم ، د بين الافغاني مذاکرو کول ، اوربند او د رات
د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې
د نوي کرونا ويروس د وقايې او کنترول په برخه کې د چين تجربې د روغتيا نړيوال سازمان د مارچ په ۸ مه نېټه خبر ورکړ چې د اروپا د منځنۍ سيمې پر وخت د روانې مياشتې د ۸ مې نېټې د سهار تر لسو بجو پورې له چين څخه بهر په ۱۰۱ هېوادونو کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ اخته شوي ناروغان پيدا شوي دي او په ټوله نړۍ کې د نوي کرونا ويروس پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له يو لک څخه اوښتی. نو دغه سازمان له ټولې نړۍ څخه وغوښتل چې د دغه ويروس د خپرېدو د مخنيوي لپاره اغيزمن او جدي تدبيرونه ونيسي.
استرالیا د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ اندونیزیا ته ستنه کړې
د تازه رپوټونو په حواله یوه کښتۍ چې ۸ تنه ناقانونه کډوال پکې سپاره و او د استرالیا سمندري اوبو ته داخله شوې وه د استرالیا د سرحدي ګزمه کوونکو چارواکو لخوا کشف او بیرته اندونیزیا ته ګرځول شوې ده. د رپوټونو په اساس، دغه پیښه د غربي استرالیا په سواحلو کې په (کېمبرلي) سیمه کې شپږ اوونۍ مخکې واقع شوې، خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن یوازې تیره دوشنبه دا خبره رسنیو ته ښکاره کړه.
د سوېلي آسیا د کډوالو د قاچاقي سفرونو لپاره نوی منزل
په وروستیو څو کلونو کې سلګونو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو د سمندر له لارې په کوچنیو کښتیو کې په سفر کولو سره خپل ژوند په خطر کې اچولی. په ځانګړي ډول دغه قاچاقي سفرونه په ډیره کې د (ری یونین) ټاپو په لور ترسره شوي، کومه چې د سریلانکا جنوب ته څلور زره کیلومتره لېرې پرته یوه ټاپو ده چې د فرانسې هیواد پورې تعلق لري. مخکې له دې تر ډيره د یادو سریلانکايي پناه غوښتونکو او کډوالو لپاره استرالیا هیواد د غوره منزل په تو
جګړه د هېڅ لوري په ګټه نه ده
د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د شوې هوکړې د لاسلیک یوه اونۍ لا نه ده تېره شوې، چې بېرته د تاوتریخوالي او جګړې د پیلېدو خبرونه د نړۍ د رسنیو سرټکي شول، د طالبانو تر حملو یوه ورځ وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لېګېت پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې دوی د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې په هغو طالبانو هوایي برید کړی کوم چې عملاً د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په پوستو د برید په حال کې وو، هغه همدا راز ویلي چې دا یو دفاعي برید و، او دا د دوی مسؤولیت دی چې د اړتيا پر وخت د افغان
د ستونزو په ګرداب کې نښتی هيواد وژغورئ!
په افغانستان کې اوس مهال د سولې لپاره د بل هر وخت په پرتله په لوړه کچه فرصت برابر شوئ دی. په دغو حساسو شيبو کې د تلپاتي سولې په موخه د بين الافغاني خبرو اترو پر وړاندې شرطونه ايښودل، احساساتي خبرې کول، شکونه انديښنې پيدا کول او خنډونه جوړول که د هر لوري له خوا وي، په هېواد کې له سولې سره مخالفت ګڼل کېږي. د طالبانو په شمول په جګړه کې ښکېل ټول لوري بايد ومني چې اوربند او سوله د رب العزت حکم او د خلکو غږ دی او دغه غږ ته بايد د ديني مسئوليت او ملي مجبوريت په چوکاټ کې مثبت غبرګون وښيي. له افغانستا
دوه دریځونه
د افغان د ملي او مرکزي حکومت دریځ د عبدالله د ملي ضد ډلې، اسلام اباد او ماسکو ګډ دریځ په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د اورکم تړونلیک، د بندیانو د خوشې کېدا او په ټوله کې د جګړې د بندښت او هېوادنۍ سوله په اړه، موږ په کور دننه د دوه متضادو دریځونو سره مخامخ یوو. یو دريځ د اورکم پرخای په دایمي اوربند، د جګړې په بندښت، تلپاتې سولې او د هېواد په ملي او سراسري ګټو ولاړ دی او بل دریځ د هېواد نږدې او لېرې ګټې او سوله ګواښی، جګړې ته لمن وهی او د ټاکلو کړیو د ګټو پر محور ورڅرخي! پکار
که چېرې سوله راغله
که رښتيا سوله راغله زه بل ځای نه، يواځې د خپل پلار او نيکه کلي ته ځم. هغه کلی چې نږدې اوه کاله کيږي، د ناترسه خلکو د لاسه ما بيا ندی ليدلی. لومړی د سولې د ارمانجن خپل شهيد پلار او دواړو ميندو (مورګانو) قبرونو ته ځم. هغوی ته ښه زړه سپکوم او ورته وايم چې ستاسو بيلتون نور نشم زغملی. پلار ته مې د سولې د راتګ مبارکي هم ورکوم او ورته وايم چې ستا هغه ارمان چې د کلونو کلونو راهيسې دې ورته انتظار کولو پوره شو. زما د هغې مور قبر ته د خپلې بې وسۍ کيسه کوم چې د وخت د جبر له امله يې ما
بین الافغاني مذاکرات
تېرې څلور لسيزې کېږي چې افغانستان د جنګ په لمبو کې سوځي د روسانو د ماتې نه وروسته مجاهدینو په افغانستان کې د خپلمینځي جګړو په نتیجه کې ولس باندې هغه غوبل جوړ کړ او قتلونه یې وکړل چې تاریخ يې په لیکلو باندې شرمېږي. بیا پر دوی باندې الله پاک طالبان را نازل کړل چې دا جنګي مجرمین، قاتلین، غله، شر او فساد يې ټول له ملک څخه محوه کړل او ولس یې ددوی له شر څخه خلاص کړل. بیا په افغانستان باندې د امریکې او متحدینو حمله وه چې د طالبانو نظام یې له مینځه یووړ او پر ځای یې داسې یو نظام را منځ ته کړ چې ل
افغانانو!لويه فتح مو مبارک شه ويې ساتئ!
نصر من الله وفتح قريب د افغانستان او نړۍ په تاريخ کې دا بری چې : دحق برياليتوب په باطل باندې دايمان برياليتوب په بې ايمانۍ باندې دازادۍ برياليتوب په غلامۍ باندې د خپلواکۍ برياليتوب په اشغال باندې د سولې برياليتوب په جنګ باندې د عقل برياليتوب په جهالت باندې د تدبير او تفاهم برياليتوب په زور باندې د اولس برياليتوب په استبداد باندې د مينې برياليتوب په جفا باندې او د انسانيت برياليتوب په حيوانيت باندې دي ، ټول په خپلواکۍ مين افغان اولس ، د هغوی
د طالبانو او امریکا تر منځ د هوکړې حقوقي اړخونه
بالاخره د امریکا د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ له اتلسو میاشتو خبرو اترو وروسته دا دی افغانستان ته د سولې راوستلو هوکړه د امریکا او طالبانو تر منځ د نړۍ او سیمې د مطرح هیوادونو د استازو په حضور کې لاسلیک شوه، ددې هوکړې لاسلیکېدو د عامو افغانانو په زړونو کې د هوسا او ښه ژوند نوي امیدونه راټوکولي او دا هیله یې را ژوندۍ کړې چې له اوږدې څلوېښت کلنې جګړې وروسته به افغانان په سوله کې ژوند وکړي. د هېواد اکثریت سیاسیونو ددې هوکړې تود هرکلی کړی او ورته خوشحاله دي، په نړیواله کچه هم د نړۍ د ګڼ
امريکايان سې ډول وهي زور به لري
دا هغه ګوډه ماته ليکنه او له څلوېښت کلنې جګړې سره يوه برابره خبره ده چې زه له ډېر مجبوريت او د خپل ملت له بې ځايه وژنو، غولونو، بې عزته، بې فرهنګه کولو، اقتصادي، سياسي او د نورو بهرنيو ستونزو په لومه کې د هېوادوالو د ګيرولو له کبله دې ته اړ شوم چې د زړه له کومې په ليکلو لاس پورې او هغه څه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم چې دوی ته په رښتينې توګه د منلو وړ او دا ترې په ډاګه شي چې چاه په دې ملک کې خدمت، چاه خيانت، چاه غصب کړی او څوک په دې کوښښ کې دي چې دغه ملت يو ځل بيا په ړانده خره سپور او بې ځايه
د مانوس ټاپو په کډوالو ځايي خلکو بیا برید کړی
د مانوس ټاپو یو شمیر کډوال یو ځل بیا د سیمه ایزو خلکو په برید کې ټپیان شوي. د رپوټونو په حواله د مانوس ټاپو څخه د پاپوا نیوګینیا پلازمینې پورت موریسبي ته انتقال شوي کډوال او پناه غوښتونکي د سه شنبې په ورځ په (بوروکو) سیمه کې په خپلو استوګنځیو کې د سیمه ایزو قهرجنو وګړو تر برید لاندې راغلي چې په دغه برید کې یو شمیر کډوال سطحي او ځینې نور ژور ټپیان شوي دي. په یاده سیمه کې د
له مانوس ټاپو تښتیدلی روهنګیايی پناه غوښتونکی
روهنګیايی پناه غوښتونکی جاوید ایلوم یوازینې کس دی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له مهاجرت توقیف خونې په تیښته بریالی شوی او ځان یې کاناډا ته رسولی. جاوید تر دې دمه پټ وه او د تیښتې دا نه باوریدونکی کیسه یې چاته مالومه نه وه. جاوید د یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د تیښتې کیسه یې د نه منلو ښکاري او ډیری خلک ورته هک حیران پاتې کیږي. نوموړی اوس ۲۷ کاله عمر لري او د ټورنټو پو
افغانستان د یرغلګرو هدیره
افغانستان د خپل پنځه زره کلن تاریخ په اوږدو کې ډېری وخت د یرغلګرو د بریدونو لاندې راغلی دی، خو د دې هیواد موقعیت په داسي ډول دی چې وګړو یې همیشه د غلیم په وړاندی په ډې رښه توګه دفاع کړي ده او د ماتې سره یې مخ کړی دی، کله چې هم یرغلګرو ځواکونو د خپلو ناروا موخو لپاره ددېخاورې او خلکو په استعمار او استثمار لاس پوریکړي دی، ولسونو هم سره لاس یو کړي اوتر وروستۍ سلګۍ پوري جګړي ته دوام ورکړي دی. لکه څرنګه چې الله ج انسانان خپلواک پیداکړي دی د همدي لپاره له هرڅه وړاندي ازادۍ ته ارزښت ورکوي نه یواځې ا
د چا پلار به يې را باندې ومني
څرنګه چې د ټاکنو له پلوه د حق غلبه نن رښتيا ده، دغه ډول د حق ظهورحق دی منم چې د افغانستان واکداران خو د ملت د ټاکنو حق د خپلې موخې او ګټې لپاره په بډه وهل غواړي، ولې په وړاندې بيا هم حق حق دی او ضرور به په باطل، ظلم او ناروا نوماندانو حق غلبه کوي او دوی به تور مخ په خپلو کورو کې د ننني بدمرغه سياست له وجې چې په لاره يې اچولې يو وايي زه جمهور رئيس يم او بل وايي نه زه يم، بلکې دواړه به که دا حالت روان وي په کور کيني. له بلې خوا بيا بهرنۍ نړۍ البته د افغانستان مخالف ځواکونه غواړي افغان ملت ا
د کډوالې کورنۍ وروستۍ مبارزه
تامیل پناه غوښتونکي نادیس لینګم او پریا د سریلانکا د کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو وروسته د قاچاقبرو په مرسته له خپل هیواد سریلانکا وتښیتدل. دوی باور درلوده چې د سریلانکا حکومت یې نیسي او د تامیل پړانګانو بیلتون غوښتونکې ډلې سره د همکارۍ په تور یې ښایي ووژني. نادیس په ۲۰۱۲ کال کې او پریا په ۲۰۱۳ کال کې په کښتیو کې استرالیا ته ورسیدل. دواړو استرالیا کې سره ولیدل او واده یې وکړ. د استرالیا حکومت دواړو ته د استوګنې لنډمهال
د هند د تابعیت نوي قانون استرالیا ته د کډوالو د تګ اندیښنې راپورته کړي
د هند د تابعیت د ترمیم نوی قانون چې د ډیرو په باور غیرعادلانه دی، په هکله یې اندیښنې شته چې اغیزې یې آن تر استرالیا پورې ښايي ورسیږي. د رپوټونو په حواله، هند کې د سریلانکا تامیل کډوال د همدې قانون له امله په پام کې لري چې په کښتیو کې په غیرقانوني توګه استرالیا ته سفر وکړي. ډیری دې کډوالو استرالیايي ورځپاڼو ته ویلي چې دوی بله چاره نلري ځکه د هند د تابعیت نوي قانون لمخې دوی اوس نشي کولی چې دغه هیواد کې تابعیت ترلاسه کړ
د جرمونو نړیوالې محکمې استرالیا کې د کډوالو سمندري توقیف غیرقانوني بللی
د جرمونو نړیوالې محکمې یو تن څارنوال ویلي، د استرالیا د حکومت لخوا په سمندري توقیف خونو کې د کډوالو او پناه غوښتونکو سره چلند ظالمانه، غیرانساني او ذلیل کوونکی دی او د نړیوال قانون لمخې غیرقانوني دی. خو دغه څارنوال همداراز یادونه کړې چې د دې جرمونو د ترسره کولو له امله د استرالیا حکومت نشي محاکمه کولی، ځکه د جرمونو کچه دومره لوړه نه ده چې د جرمونو نړیواله محکمه یې باید تعقیب او په هکله یې پلټنې پیل کړي.
قیام سوم حوت 1358، الگوی جاویدان و سرمشق ماندگار ، برای ما و شما !
باندهای اجیر و مزدور خلق و پرچم از 7 ثور 57 تا 6 جدی 58 در این 576 روز ، این همه خون های که ریختند ، نتوانست ، عطش و تشنگی شان را نسبت به خون این ملت بلا کشیده که قبل ازین ها هم ، قرن ها ، شلاق ها و تازیانه های اربابان غدر و استکبار ، برسر و پشت شان ، فرود آمده بود ، فرو بنشاند ، رفتند و ملیشه های اشغالگر کمونیزم شوروی را به شکل رسمی بر دوش گرفته آوردند ، تا درقتل مردم و ویرانی وطن ما ، از همدیگر کمک بگیرند وگاهی سبقت بجویند و تا انقلاب كارگری شان ، با نابودی خلق کارگر ما ، تکامل یابد !
سوله
د افغان ملت د څلويښت کلنې جګړې د برباديو څخه وروسته يو نوي حساس وخت ته رسيدلی دی چې لۀ يوې خوا پکښې د سولې د راتللو رڼا ليدل کيږي او لۀ بلې خوا دا ملت خپلو مسووليتونو ته متوجه کوي. افغان ملت بايد د داسې يوې سولې غوښتونکې اوسي چې نۀ يواځې دا ملت پرته لۀ جنګ او جګړې پۀ چاپيريال کې ژوند وکړای شي، بلکې داسې يو نظام رامينځته شي چې بنيادونه او ارزښتونه يې د يووالي، سوکالۍ، پرمختيا او د عدالت پر اصولو ټينګ ولاړ وي. سوله بايد يواځې د امريکايانو او طالبانو ترمينځ د ډزبندۍ مانا ونلري، بلکې يوه هراړخيزه
دګړو یاوییکو اصطلاح(Term)
ماډېرپخواداصطلاح په باره کي دټول افغان په ښکلې اوپوهنیزي ویبپاڼه کي څه لیکلي دي. خوزمایوه اشنا راته لیکلي،چي زه دګړوداصطلاح په باره کي څه ولیکم. نوله دې کبله غواړم بیاهم په دې هکله پراصطلاح څه رڼاواچوم. اصطلاح یوعربي کړنځی یاني مصدردی،چي مانائې ده سوله کول سره جوړراتلل. دغه داصطلاح آري اواصلي ماناده.چي په ټولوقاموسونوکي دغه ستاینه ورکړه سوې ده. بل تعریف دی: هره ګړه یاوییکه چي بېله خپله اصلي ماناڅخه بله مجازي ماناهم ولري نوودغي ته اصطلاح وایي.اصطلاح ځیني «دود» هم ماناکو
د دلوې ۲۶مه او د افغانانو له قربانیو سره د وخت د مشرانو جفا
د دلوې ۲۶مه، په حقیقت کې د کلنۍ (جنترۍ) له حسابه د نورو ورځو په ډول یوه عادي ورځ ده، ولی یاده ورځ داسي ورځ ده چې په ګران افغانستان کې د یونیم میلیون شهیدانو، معلولینو او قربانيو د وینو رنګ په همدې ورځ را برسیره شوی، او د افغانانو لویه قرباني وه چې د هغو افغانانو امیدونه یې را ژوندي کړل کوم چې د دي ورځې په انتظار یي ډیر کلونه شپې سبا کولي. د کمونيزم سړي خوړونکي بلا، له افغانستان څخه د سرو لښکرو وتل، د پخواني شوروي اتحاد لپاره هغه ماته وه چې د روسانو د نړیوال ښکیلاک خوبونه یې ورته
د اندونیزیا او استرالیا د مهاجرت پالیسۍ سره تړلي دي
د اندونیزیا حکومت تل له نړیوالې ټولنې څخه د مهاجرت د پالیسیو د جوړولو په برخه کې مرسته جلب کړې ترڅو په اندونیزیا کې د کابو ۱۴ زرو موجودو کډوالو او پناه غوښتونکو شمیر کنټرول کړي مخکې له دې چې وضیعت نور هم خراب شي. پداسې حال کې چې په انډونیزیا کې د کډوالۍ مسله سیاسي لومړیتوب نلري، خو دا مسله بیا د آسټرالیايي سیاست پوهانو لپاره ډیر اهمیت لري او تل د دوی د سیاسي اجنډا په سر کې ځای لري.
د استرالیا له ویزو څخه قاچاقي ډلې ناسمه ګټه اخلي
د استرالیا د کارګر ګوند د مهاجرت څانګې ویانده کریسټینا کینیلي وايي چې اوس هم ډیری وختونه د استرالیا بیلابیلې ویزې د جنایت کاره قاچاق کوونکو ډلو لخوا ناسمه کارول کیږي. هغې تیره چهارشنبه په خپله وینا کې د استرالیا په ایتلافي حکومت سختې نیوکې وکړې، په ځانګړي ډول د یاد حکومت د کار په مهال د موقتي ویزو پر زیاتوالي، چې له امله یې جنایت کاره قاچاقي ډلې له دغو ویزو څخه سؤاستفاده کوي او د هوا له لارې استرالیا ته خلک قاچاقوي.