ولسمشر غني وايی، د امریکا ولسمشر بايډن له ما پوښتنه وکړه، څه غواړۍ؟ ما ورته وویل د افغانستان ولس په سپينه ماڼۍ کې یو دوست غواړي، یو ملګری. ویل يي دا ملګری لرۍ»
امریکا په تېرو شلو کلونو کې هم افغان حکومت سره اړیکې لرلي او افغان حکومت سره يي په پوځي، مالي او سیاسي برخو کې مرسته کړې ده. نن هم افغانستان په یادو برخو کې له امریکا څخه تر پخوا لا ډېرو مرستو ته اړتیا لري؛ خو ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د دې مرستو څخه مخکې او یا د دې مرستو سره هممهاله، په سپينه ماڼۍ کې د یو دوست او ملګری غوښتنه لري.
پوښتنه دا ده د داسې غوښتنې راز په څه کې دی؟ که چیري مرستو سره دوستانه او د ملګرتوب اړیکې نه وي او یا دا اړیکې پیکه او ریښتینې نه وي، ایا مرستې ګټورې تمامېدای شي؟
دې لیکنه کې غواړم همدې ټکي ته لنډه اشاره ولرم:
تر هرڅه مخکې باید وویل شی، امریکا د خپلو اړتیاوو په پار ۱۰ زره کیلو متره واټن وهلي او افغانستان ته راغلې؛ افغانستان په داسې بڼه امریکې ته نه دی تللی، خو دا په دې معني نه ده چې دوی دواړه یو بل ته اړتیا نه لري.
امریکا سره د اړیکو او افغانستان سره د هغه هېواد تر مرستو مخکې، ښای لازمه وي څرګنده شي چې یوازې افغانستان نه دي چې امریکا سره د ښو اړیکو رغولو او د هغه هېواد مرستو ته اړتیا لري، بلکې په ورته کچه او یا ښای په زیاته توګه امریکا هم داسې ښو اړیکو، دوستۍ او ملګرتوب ته اړتیا ولري.
ښې اړیکې، دوستۍ او ملګرتوب د هېوادونو ترمنځ یوستوی واټ نه دی، دا مهال چې نړۍ لکه د یو کلي بڼه نیسي او هیڅ هېواد په ګوښي ډول نه شي کولای خپلې اړتیاوې پوره کړي، هېوادونه باید نه یوازې د متاقبلو اړیکو؛ بلکې د متقابل درناوي، مساوي او برابر چلند، د دوستۍ او ملګرتوب چاپیریال غوره کړي. له بده مرغه دا هغه څه دي چې په تېرو شلو کلونو کې يي له امریکايي لوري د افغان حکومت سره په اړیکو کې کمښت څرګند دی.
د دې اړیکو د پیکه توب یو لوی لامل، په پاکستان کې د ترهګرو او طالبانو د اډو او پټنځایونه شتون او له ترهګرو د اسلام اباد ملاتړ وو چې امریکا هیڅکله په دې اړه د افغانستان اندیښنو ته ارزښت ور نه کړ او پر دغو اډو يي تر ننه پورې سترګې پټې کړې دي.
په همدې تړاو ښاغلي جوبایډن چې تېر مهال د بارک اوباما په ولسمشرۍ کې د نوموړی مرستیال وو، پخواني ولسمشر حامد کرزي ته ویلي ول«ښاغلی ولسمشره! پاکستان امریکا ته تر افغانستانه پنځوس(۵۰) ځلي مهم دی»
بلخوا افغانستان لومړی د حامد کرزي د ولسمشرۍ په مهال امریکا سره ستراتېژیک تړون او په ۲۰۱۴ کال يي د (امریکا په پرلپسې غوښتنه او ټینګار) د ولسمشر اشرف غني د ولسمشرۍ په مهال امنیتي تړون لاسلیک کړ، خو په دغه تړونونو کې امریکا د افغانستان په اړه خپلې کړې ذمه وارۍ شا ته وغورځولې او پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د طالب په نوم د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او تېري سربېره، د ډیورنډ د تپلې کرښې په بره غاړه پرلپسې تېری وکړ او امریکا د دې تېریو په اړه د یو نندارچې په رول کې پاتې شوه.
همدارنګه امریکا په داسې حال کې چې په ۲۰۰۱ کال، د طالب سره د جګړې په پلمه چې ګنې د القاعده مشر بن لادین ته يي په افغانستان کې ځای ورکړی او هغه (بن لادین) د دوی په اند د نیویارک تجارتي مرکز په بمونو الوځولی، پر افغانستان یرغل وکړ او بیا يي همدې طالب سره په دوحا کې د افغان دولت له ګډون پرته او د هغه د ګوښه توب په موخه تړون لاسلیک کړ. د دې تړون په مفاد کې د طالبانو ۶۰۰۰ بندیان له بنده خوشې شول او د ژمنو خلاف دوی بیرته د جګړې سنګر ته ستانه شول. همدې تړون طالبان زړور کړل او پر ځان يي دا کاذبه ویسا تر لاسه شوه چې افغان حکومت سره روغې جوړې او اوربند ته اړتیا نشته او کولای شي یوازې د جګړې په ډګر کې خپل امارت پر افغانانو وتپي. د دې تړون په مټ جګړه لا توده او خونړۍ شوه!
دا ډول په لسګونه او سلګونه نور لاملونه یادولای شو چې د دې لیکنې له حوصلې وتلي او په تېر کې افغانستان سره د امریکا د اړیکو پیکه توب په ګوته کوي.
اوس چې افغانستان څخه بهرني پوځیان وځي او افغانان يي هرکلی هم کوي، امریکا سره د اړیکو بیا تعریف ته جدي اړتیا لېدل کیږي.
د نویو اړیکو او یا دا چې په اړیکو کې د نوي څپرکي نوم کارول کیږي، په حقیقت کې اړیکو کې د پخوانیو همدغه کمښتونو او بېغوریو له منځه وړلو او سمون ته پام شوی دی.
امریکا په تېرو شلو کلونو او تر هغې مخکې هم افغانستان ته د پاکستان په عینکو کې کتلي. داسې چلند په طبیعي توګه د افغانستان او امریکا ترمنځ دوستۍ ته ډېر تاوان پېښ کړی چې سمون ته اړتیا لري. په همدې دلیل که تېر مهال د امریکا اړیکې د افغانستان سره سړې نه شو بللی، خو پیکه او بېخونده وې. برعکس دا اړیکې پاکستان سره پیکه نه وي، بلکې ډېرې تودې وې.
کله چې افغان ولسمشر امریکا سره په اړیکو کې د دوستۍ او ملګرتوب غوښتنه کوي، په حقیقت کې غواړي چې دا اړیکې د نورو له عینکو راوباسي او نیغ په نیغه يي د دوه هېوادونو افغانستان او امریکې ترمنځ ورغوي.
افغانان دا هم نه وايي چې د امریکا اړیکې دې د بل هېواد سره څنګه وي، خو موږ دا وایو چې دا اړیکې دې افغانانو سره ریښتینې وي او د بل هېواد لکه پاکستان په پار دې دوه مخې او د افغانستان په تاوان نه وي!
بلخوا دلته دا دوستي او ملګرتوب د کوم دریمګړي هېواد په تاوان نه دی. افغانان د پاکستان په ګډون د ټولو هېوادو سره دوستي غواړي. د هېوادو ترمنځ ښې اړیکې او دوستي په تېره بیا په ۲۱ مه، پېړۍ کې د ټولو لپاره یوشان اړینې او ګټورې دي. د تاریخ حرکت هم د پیوستون او دوستۍ په لور دی. هغه هېوادونه چې د دې اصل په مخالف لوری دریځ نیسي، له نورو ځان پخپله ګوښه کوي.
داسې ښکاري چې ولسمشر غني امریکا سره په اړیکو کې د دوستۍ او ملګرتوب په غوښتنه د نښې منځ ویشتلی او د هغې تشې رغون او سمون ته يي اشاره کړې چې تېرو شلو کلونو کې په اړیکو کې موجود وه.
افغانان به راتلونکي کې وګوري چې د امریکا د ولسمشر ښاغلي بایډن دا ژمنه چې وايي«هو افغانان په سپینه ماڼۍ کې داسې ملګری لري» څنګه راخیژې، ریښتیا که نوي درواغ!
د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۷ مه
سرلوڅ مرادزی