د سلسلې علیخېل په ننګه
پر وطن ننګ، په ننګونو کې برتر دی
په خور ننګ هم د وطن ننګ برابر دی
سلسله، د لوی افغان ملت حیثیت دی
د هغې حیثیت، حیثیت د لروبر دی
مور اوخور او وطن درېواړه ناموس دی
افغانانو پر ناموس ښندلی سر دی
په هیرامنډه يي پلور، د پنجاب دود دی
پنجاب کله له ناموس و ننګ خبر دی
پنجاب خپلې لوڼې خرڅې په بېجینګ کړې
لوڼې څه کړي پنجاب وږی د ډالر دی
افغانان د بې فرهنګ ملک ګاونډیان شول
ځکه ګډ يي پر کور هره ورځ محشر دی
د افغان او د پنجاب دوستي شي ګرانه
پنجاب څه دی، د انګریز د لاس نوکر دی
خلک يي ځاله د ترهګر، تروریست بولي
پنجاب خپله تروریست دی او ترهګر دی
سیمه وال چې په افغان غمیزه چوپ دی
باید پوه وي، پنجاب سیمې ته خطر دی
د افغان ملت په کور چې شنه غدۍ ده
بې تاریخ او بې فرهنک ملک سره سر دی
افغانانو پخپل کور سره جرګه شۍ
په پنجاب لور، ضرورت د یو لښکر دی
۲۰۲۱ کال د جولای ۲۰ مه
سرلوڅ مرادزی