اردګان او له هغه سره دافغانستان په ګټه دهوایی ډګرمعامله

که رښتیا سی اردګان اولنی ترکی مشر دی چه له عثمانی امپراتور نه وروسته دخپل دولت په ګټو پسی ګرځی. په همدی دلیل اردګان امیدبښونکی او خطرناک کس دی. هغه دغرب نه دترکیی دآزادی خوب وینی او هم دبیکسه مسلمانو سرداری غواړی. دا چه ترکومه هغه دمسلمانو په خیر پسی ګرځی دسوال وړنه بلکه دښه ځواب ورکولو وړ مسئله ده: هغه مشکل چه باید نابغه مشران یی حل کړی. 

اردګان دامریکایی مزدور عسکر په څیر دافغانستان ټور آف ډیوټی (عسکری ماموریت) دامریکا دصهیونستی مشر له وخته په غاړه اخیستی ده. هغه دافغانستان داشغال په وخت کی صرف عسکر پاتی وه. خو دعسکری قشلو نه دباندی دترکی مکتبو موسس وو چه ګمان کیږی ډیر طرزیان به یی تربیه کړی وی او وروسته به داردګانیزم په صفو کی دافغانستان دتجزیی زهرجن خواړه برابر او یا به دپان ترکیزم دجنګ په میدان کی ځانونه انتحاریان کړی. داردګان نوی خبری، چه طالبان باید افغانستان اشغال نکړی، دهمدی پان ترکیزم وراټوکیدلی منحوسی پروسی ته اشاره کوی. دبدنامه مارشال او دپوه ناپوهه سقاویانو تایید اوقراردادونه به داردګان بری او دافغانستان ناکامی وبولو. دکابل دپنجپدرو سیاسیونو، اداری، او خبریالانو سکوت اوتسلیمی به یو تاریخی جهل او خیانت وی، چه هغه به دهمیش لپاره ثبت کړو او دا باید یو ملی خیانت وبلل سی. 

اردګان دترکیی په میدان کی دامریکا قراردادی وو چه اول یی امریکایی او یا دامریکا په لومه کی لویدلی مسلمانان تقویه کړل او بیا امریکا په هغوی باندی ورمرش کړ چه په نتیجه کی سوریه دافغان سقاویانو دوخت دوهم افغانستان سوه. اوس داده دسوریی په دریمه برخه کی اشغالګر دی. 

که څه هم اردګان دعراق داشغال په وخت کی څه ډرامه پیل کړه خو بیاهم هغه هلته شریک وو. دعراق داشغال راپدیخوا هغه دکردانو په ټکولو او وژنو باندی مصروف دی. 

دلیبیا په صحنه کی اردګان نه تنها لیبیا اشغال کړه بلکه هغلته یی دلیبیا رسمی حکومت تر خوږیدلی ګوتی نیولی او دخپل ځان په ګټه یی اقتصادی تړونونه باندی لاسلیک کړل چه په دی لیاری یی لیبیا دزیاتو دولتو سره دښمنه کړه. 

اردوګان ځان ښه مسلمان بولی او اوس یی طالبانو ته اخطار وکړی چه افغانستان اشغال نکړی او جنګ دی پریږدی چه ښه اسلامی کار ندی. په دی به عمران خان خطا کړی خو ټول مسلمانان غولولای نسی. هغه په خپله خاوره کی دګولن ډلی غړی په بی رحمه ډول یا مړه او یا زندانی کړل. داسلام په نامه راپورته سوی مدافعین یی بندیان کړل، او دکردانو په وژنه باندی له اوله بوخت دی. په سوریه او لیبیا کی یی مسلمانان مړه کړل او دصومالیا په مسلمانانو یی هم زړه نده خوږ سوی. نو اوس داسی توره کټوه به څنګه نور سپین کړی. 

په صومالیا کی اردګان عسکری قشلی لری او هلته دعربو سره سیالی کوی. 

اردګان داسرایلو سره دفلستینیانو په سر یوه ډرامه جوړه کړه او له سعودی او مصر سره یی په ظاهره دهغوی په داخلی مشکلاتو باندی اختلاف او رقابت پیل کړ. دی ډرامو ځینی خلک اردګان ته خوشبین کړل خو په رښتیا کی هغه دخپل اقتصاد لپاره دا کارونه وکړل او یا یی دځان نه دمهم سړی جوړولو لپاره یوه پروسه په لیار کی واچوله. 

اردګان په میځنی اسیا کی دترکنژادانو دولتو سره ټولنه جوړه کړی چه په هغی ټولنه کی دافغانستان ترکتباره ګاوندیان شریک دی او زما په ګمان افغانستان دناظر صفت لری. طالبانو ته اخطار ورکول هم په دی اساس دی. اردګان ځان دترکانو پهلوان جوړه وی نه دمسلمانانو مدافع او داسلام لپاره مبلغ. 

اوس ترکیه دناټو غښتلی شریکه ده. په لنډو تیرو میاشتو کی ناتو ترکیی ته مهم ماموریتونه سپارلی دی. دهغو په جمله کی مینځنی اسیا او افغانستان شامل دی. ترکیه په دی خوښه ده چه د انټی ټام غوندی دخپل بادار دخوښی په خاطر دهغی دهمنژادو غلامی نوره هم وغزیږی او لا زوروره سی. ددی ماموریتو په دوران کی به کیدای سی اردګان دترکیی دراتلونکی امپراتور خوبونه وینی. 

نو ځکه افغانستان باید دانټی ټام صفت په نظر کی ولری او له هغه سره سره داردګان دامپراتوری دخوبو دتعبیر بڼه بدله کړی ترڅو هم افغانستان آزاد وی، متحد وی، او دسولی خنډونه یی له مینځه وړی وی او هم داردګان خوبو ته څه تطبیقی تعبیر جوړ کړی. 

اردګان دافغانستان په میدان کی دنوی نعمتو هیله لری. امریکا چه داردګان دامپراتوری خوبونه یی ښه نه ایسی، په اردګان بندیزونه لیګولی. دافغانستان نه دپردیو دوتلو نه وروسته دکابل دهوایی ډګر په اجرتی ماموریت کی هغه له خپل بادار نه دترکیی دسیاستو ملاتړ غوښتی، مالی اجرت ته یی هیله ښودلی، او که ضرورت سی نو هر بل کمک چه په هغه کی به نظامی سامان الات هم شامل وی. په دی کی داولی غوښتنی اهمیت دادی چه داردګان دامپراتوری په مقابل کی چه کوم غربی قهر راپورته سوی هغه به کم سی او دامریکا دمنطقی نور غلامان به اردګان ته ازار نه ورکوی. ترکیه به بیرته دامریکا په ښو غلامانو کی وشمیرل سی او اقتصادی یا نظامی بندیزونه به باندی پای ته ورسیږی. دریم کمک به داول کمک سره یوځای او نظامی بندیزونه به باندی عملی ختم سی. 

په لنډ ډول اردګان هم مزدور دی او هم تجار. اردګان ددی مزدوری په زریعه ترکی استعمار ته لاره هواره وی. په افغانستان کی به نه تنها دمزدور دولت ملا تړ وکړی او دهندوانو سره به په یوه صف کی ودریږی (اوس یوازی هند دکابل دمزدوری اداری سیاسی او نظامی کمک کوی) بلکه اردګان به دترکتبارو ملاتړ او هغه به یا دافغانستان له خاوری بیل کړی او یا به یی په اکثریت مسلط کړی. اردګان ته اسلام مهم ندی. هغه خپله دیوه بیدینه دولت مشر دی. اسلام او بیدینی نسی يوځای کیدای. 

مونږه مخته چیری لیکلی وو چه که طالبان هوښیار سی نو له اردوګان سره به نوی توافقنامه امضاء کړی. اوس داده اردګان دطالبانو داخطار له کبله خبرو ته راغلی. مونږه هیله لرو طالبان به دپورتنی خطرو دمخنوی په خاطر داسی ټکی واچوی چه هغه هم داسلامی، آزاد، مستقل، متحد او عادل مشترک دولت تضمین وکړی او هم دهغه په زور دکابل هوایی ډګر دهند او نورو دولتو دنظامی وسایلو دقاچاق ځای نسی. ددی سره سره طالبان باید نور داسی شرطونه وړاندی کړی چه هغه به دامریکا او ترکیی دتوافقنامی مثل وی. هغه دا چه ترکیه به دطالبانو داوسنی او راتلونکی سیاسی، اقتصادی، اونظامی پالیسیو ملاتړ وی، هغوی به دطالبانو سره مالی کمک کوی، او دهندی او امریکایی سلاحو په مقابل کی به مدافع سامان الات ورکوی. هغه امریکایی سامان الات چه ویجاړ سوی هغه به طالبانو ته ترمیموی او داسی نور. دا چه دا به ترکومه ومنل سی هغه به دمذاکراتو په ډګر کی دطالبانو په هوښیاری او جرءات باندی ولاړی وبولو.

هیله ده طالبان له خپل بریالی موقف نه استفاده وکړی او اوس دیوه دولت رسمی نماینده په ډول په جرءات سره خپلی غوښتنی په نورو تحمیل کړی. 

و ما ذلک علی الله بعزیز