روانې چارې او بېلابېل
د امریکا په دریځ کې د بدلون اړتیا
د امریکا په دریځ کې د بدلون اړتیا امریکا په افغانستان کې د جنګېدونکو طالبانو او نورو ترهګرو په وړاندې چې پاکستان کې د روزنې او پالنې خوندي مرکزونه لري، زیات فرصتونه له لاسه ورکړی. که نه شو ویلای چې دا ټول فرصتونه دې له یوې مخې او په لویلاس ضایع شوي وي، خو دې کې هم شک نشته چې ځینې یې ساده تېروتنه نه شو شمېرلی، بلکې ډېر يې په خبرتیا او پلان له لاسه تللي او وضعه يې تر دې بریده پیچلې او کړکېچن کړې ده. په دې برخه کې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په تړاو د امریکا چوپتیا او اغماز د پوښتنې او ک
استرالیا د افغان پناه غوښتونکي د جسد په لیږدولو کې له مرستې ډډه کړې
استرالیا کې د کډوالو پلویان وایي هغه افغان پناه غوښتونکی چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه او هلته یې د رواني ناروغۍ له امله ځانوژنه وکړه، تراوسه یې جسد افغانستان ته نه دې لیږدول شوې. د کډوالو پلویان وايي، د استرالیا حکومت افغانستان ته د دغه افغان پناه غوښتونکي د جسد د انتقالولو لپاره د ۱۵ زرو ډالرو د لګښت له ورکولو انکار کړی. دغه افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه
له جګړو بې ځایه شوي کډوال او په وړاندې یې د پرمختللو هیوادونو دريځ
استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره د یوې خیریه ټولنې مشره صبرین فاروقي وايي، د پناه غوښتونکو سره د استرالیا د حکومت لخوا د خواخوږۍ نه ښودل او د هغوی د ستونزو په هکله د چارواکو بې غورې د دې لامل شوې چې دغه هیواد کې د ډیری پناه غوښتونکو ذهني روغتیا ته زیان ورسیږي او له امله یې هغوی ځانوژنې ته لاس واچوي. آغلې فاروقي په یوه لیکنه کې چې د استرالیا د انډیپنډنټ ورځپاڼې لخوا خپره شوې، لیکلي، «ډیره موده نه کیږي چې یو وخت استرالیا او نور ورته غربي هیوادونه د پناه غوښتونکو او هغو وګړو پ
د ټاکنو د پایلې ستونځې او د پردیو ګټې
د هرې امپراتورۍ او د وخت د زبرځواکونو همدا لوښه او کړنلاره ده چې په هر هېواد یرغل وکړي، د انډوخر سربېره له همدې هېواد څخه داسې کسان په واک راولي چې خپل ملت همدې بهرنیو سړېخورو ته په خپله څملوي او د خپل هېواد په هره کوڅه کې د وینو ویالې وبهوي۔ په تېرو پنځوسو کلونو کې چې افغانستان د غښتلیو ځواکونو تر یرغل لاندې راغلی، د روانې ګډوډۍ تر څنګ هر کور لږه تر لږه خپل دوه وګړي له لاسه ورکړي دي۔ تر انساني بدمرغۍ ورهاخوا، زموږ هېواد دومره ناخوالې ولیدې چې د نړۍ هېڅ هېواد به هم نه وي تجربه کړې۔ له بده مرغ
منطق مجوس
شهرت پدیده ی ستیزه گر مجوس، بیشتر از زمانی تاریخی شده است که با آیین شکوهمند اسلامی، مواجه می شود. در تاریخ منطقه ی ما، دودمانی به نام سامانی معروف است. سامانیان در واقع نخستین طیف دهقانانی بودند که با فتور خلافت اسلامی، به قدرت رسیدند؛ هرچند این حکومت دیر نپایید و توسط غلامان زرخرید خودشان یا غزنویان، دوباره به کار د
د تاریخ په حساسو شيبو کې د سياستوالو مسئوليت
زمونږ ولس تير ځل د ولسمشريزو ټاکنو په هکله د هغوى په ووټونو باندې د معاملې له امله په ټاکنو او د دغه بهیر په اغيزمنتوب بې باوره شوي وه. په ټاکنيزو ليستونو کې د نوم د اندراج، بائيو ميټريک ماشينونو او د سټيکر ستونځو شتون درلود او همدغه لامل وه چې د تيرو پارلماني ټاکنو په پرتله په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې له ښکته والي سره سره د تقلب او درغلئ کچه هم ښکته وه. د وسلوالو مخالفینو لخوا د انتخاباتو او انتخاباتي مبارزې د سبوتاژ کولو ګواښونو پخوا هم شتون درلوده ، خو داځل ددغه ګواښ کچه ل
د طالبانو پاشل کېدو پاکستان هم وارخطا کړی
هغه وخت تللی دی چې ملاعمر به په یو فرمان ټول وسله وال طالبان او جنګیالي کنټرولول. د هغه له مرګ وروسته د شخصي غرضونو او د پاکستان د استخباراتو د لاسوهنو له برکته طالبان دا مهال په ډلو او ټپلو وېشل شوې دي، د دوی مخالفتونه فکري او ایډيالوژیک نه ديو بلکې شخصي، مطلبي او غرضي دي. د دوی مخالفت او پاشل کېدل د دوی د امتیاز طلبۍ او ګټو له امله دي. په دې وروست
د ښاغلي حکمتیار ګلمرجاني منطق
دا به په خپل ذات کې نه یوازې ستره ناپوهي وي، بلکې لویه سپین سترګي به هم وي که څوک په حکمتیار د "بې عقل" ټاپه ووهي، ځکه چې ناپوه نه دی۔ خو د اوسنیو ویناوو، غوښتنو او سیاسي دریځ بر بنسټ یې سړی کولای شي چې د ده، په ځانګړې توګه د ده د حزب د پړي سر پیدا کړي چی له چا سره دی او چا خپلو سندرو ته پرته له ډول څخه په اټن راوستلی دی۔ ښاغلی حکمتیار چې له کوم وخت راهیسې کابل ته راغلی دی، ټول ولس هره ورځ د ده د اړوپېچ (ضد او نقیض) خبرو شاهد دی۔ د ده ځینې ویناوې او کړه وړه هرګور سړي ته هم خندا ورولي او هم یې
ادارۀ ثبت و بررسی داراییها چه میکند؟
در ماده ۱۵۴ قانون اساسی افغانستان آمده است: «دارايــــي رئيس جمهور، معاونين رئيس جمهور، وزرا، اعضاي سترهمحکمه و لوي څارنـوال قبل و بعد از دورۀ خدمت، توسط ارگاني که در قانون تعيين ميگردد، ثبت، رسيدگي و نشر ميشود.» این قانون حکومت را مکلف ساخته است که برای جلوگیری از حیفومیل داراییهای عامه، ترویج فرهنگ امانتداری، شفافیت و حسابدهی و حاکمیت قانون ادارهای را ایجاد کند که توسط آن بتواند داراییهای مقامات دولتی را اشا
پانیپت،تهاجم یا افتخار!
پانیپت،افتخاریاهم تهاجم! نوشتهی از : منصور سیار نبرد پر افتخار احمدشاه ابدالی شاه افغانستان یکبار دیگر، اما این بار از دریچهی هنر سر و صدا بلند کرد. فیلم پانی پت فیلمی که هنوز روی پرده سینما نهرفته، فقط با آوازه های خود در افغانستان غوغا برپا کرده است. در این فیلم نبرد پانیپت احمد شاه ابدالی یکی از شاهان تاریخی افغانستان را روایت کرده اند، اما چرا غوغا برپا کرده است؟ سر و صدا های از جای آغاز می شود که افغانها هراس د
غني؛ د غني افغانستان اړتیا
افغانستان هغه هېواد دی، چې د ویاړلي تاریخ ترڅنګ ولسي تېروتنې هم په خپلو زرینو پاڼو کې لري. ولس مو له حکومتونو ننګه کړې، خو په یوه حساس پړاو کې بیا داسې تېر وتلی یا تېر ایستل شوی، چې ماته ملا یې بیا کلونه، کلونه سمه شوې نده او خبرو افسوس و ارمان ته تللې ده. اوسمهال هم افغانستان په ډېرو سختو او حساسو شرایطو کې راګیر دی؛ تېر تاریخ او اوسنیو شرایطو ته په کتو سره ویلی شو، چې په کار ده، له خوبه ر
سریلانکا څخه لا هم تامیل وګړي د پناه اخیستلو لپاره بهر هیوادونو ته ځي
د تیرې دوشنبې په ورځ استرالیا ته تلونکي ۱۳ مشکوک تامیل کډوال سریلانکا کې ونیول شول. سریلانکايي چارواکو په یوه چاپه کې هغه ۱۳ تنه تامیل کډوال نیولي چې پرې شک کیده په یوه کښتۍ کې استرالیا ته د پناه اخیستلو لپاره تلل. دغه کسان چې ۱۱ نارینه او دوه ښځې او عمرونه یې د ۲۱ او ۴۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي د سریلانکايي چارواکو لخوا په غربي ساحلي ښارګوټي (چیلاو) کې نیول شوي. د چیلاو ښارګوټي د پولیسو د پلټنو مشر، سینارټني ادرسینګ، یوې ورځپاڼې ته ویلي چې دغه کسان یې له لنډ ټوقیف وروسته
استرالیا د پناه غوښتونکو د خوشې کولو په اړه د ملګرو ملتونو غوښتنه رد کړې
د آسټرالیا حکومت د ملګرو ملتونو هغه غوښتنه رد کړې چې د استرالیا د کرسمس ټاپو له توقیف خونې د یو تامیل پناه غوښتونکې کورنۍ د خوشې کولو په اړه یې یوه میاشت وړاندې له یاد حکومته کړې وه. یاده څلور کسيزه کورنۍ له تیرو دوو میاشتو راهیسې د کرسمس ټاپو په توقیف ځای کې ساتل کیږي، پداسې حال کې چې استرالیا کې د پاتې کیدو لپاره د دوی مبارزه لا هم د محکمې وروستۍ پریکړې ته په تمه ده. د ملګرو ملتونو د بشر د حقونو کمیټې تیره میاشت د د اکتوبر په لومړۍ نیټه په یوه لیک کې چې د یادې تامیل کورنۍ مد
عبدالله عبدالله د هر مثبث ګام په وړاندې خنډ
عبدالله عبدالله د هر مثبت ګام په وړاندې خنډ شیطاني مثلث عبدالله عبدالله چې د نظارشورا او اسلامي جمعیت په سیکټاریستي او اخوانۍ روزنیزه او جګړه یزه مدرسه کې لوی اوروزل شوی، هېواد او سیمه کې د پېښو په وړاندې د همدغې مدرسې له لیدلوري دریځ نیسي او د څو لسیزو وروستني حالات هم په ۹۰ یمه لسیزه کې د اسلامي جمعیت او نظارشورا د مطلقه او انحصاري واکمنۍ له عینکو ویني. دا مهال، نه ۹۰ لسیزه ده او نه په کور دننه او بهرني حالات هغه څه ته ورته دي چې عبدالله عبدالله يې په چاپېریال کې لوی شوی ا
مخابراتي شبکی د ریل ټایم لس فیصده مالیاتي سیستم له وصل کیدو څخه سرغړونه کوي
د مخابراتو لس فیصده مالیه سیستم ریل ټایم (RTDMS) یو جنجالي پروژه وه چه بلاخره یوه اندازه فعاله شوه. ددغي پروژي تخنیکي مشخصات او چارې زما په وخت کی تکمیل شول، د تدارکاتو چارې یی د محترم اریوبي صاحب په وخت کې تکمیل شول او د انستالیشن او تطبیق چارې یي د محترم هاشمي صاحب په وخت کی تکمیل شول. دغه د ریل ټایم پروژه په حقیقت کی یوازی د لس فیصده مالیه ټولولو پروژه نه ده، بلکه ریوینیو اشورنس او کوالیټي آف سرویس پکې هم شامل دي. مخابراتي او انټرنیتې شرکتونه ددغي پروژی په مقابل کې
انتقاد ناقص
هیچگاه به پدیده ی «ناقص العقل»، باور نداشته و ندارم؛ زیرا اگر از اختلال های مادرزادی و عوارضی که باعث آسیب فزیکی می شوند بگذریم، جنسیت انسان در زن و مرد، کامل آفریده شده است. تحریف دین و استفاده ی سوء از آن، گاه باور هایی را تعمیم می دهد که با هیچ عقل و منطقی
د ولسمشر اشرف غني ۵ کلن حکومت: بریاوې او نیمګړتیاوې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې له ېوې نړیوالې رسنۍ سره د خبرو پر مهال اعلان وکړ چې د راتلونکي کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به یو ځل بیا نوماند وي د نوموړي د حکومت کابو پنځه کلنه دوره له پیل راهیسې له ډېرو لوړو ژورو سره مخ وه. ښاغلي غني په خپله لومړۍ کاري دوره کې ځینې مهم لاسته رواړنې درلودې، خو په حکومت کې یې نیمګړتیاوې هم کمې نه وې ولسمشر غني داسې مهال په افغانستان کې واک ترلاسه کړ چې نړیوالو ځواکونو څخه د امنیتي مسولیتونه افغان امنیتي ځواکونو ته لېږدول شوي وو. په افغانستان ک
استرالیا د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د ویزو شمیر زیات کړی
د استرالیا حکومت تیره شنبه ورځ د (اکتوبر ۲۷مه) وویل چې د هغو مهارت لرونکو بهرنیو مهارت لرونکو کارګرانو لپاره د ویزو شمیر زیاتوي چې غواړي د لویو ښارونو د باندې کار او استوګنه وکړي. دغه حکومت وايي دې سره غواړي په لویو ښارونو لکه ملبورن، سيډني او بریسبن کې د نفوس زیاتوالی قابو کړي او په دغو ښارونو باندې فشار راکم کړي ځکه د نورو ښارونو په پرتله یې نفوس دوه برابره وده کړې. د لومړي وزیر سکاټ موريسن د دفتر لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکومت د خپل سیمه ایز مهاجرت پروګرام
د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي
د سولې هڅې باید د افغان دولت پر محور متمرکز وي د عادلانه او تلپاتې سولې لپاره باید د هرې ریښتینې هڅې ملاتړ وشي. افغانان هیڅ داسې موخه نه لري چې تر لاسه کولو لپاره یې لسګونه کلونه جګړه وکړي. افغان هېواد د پردیو د ګټو لپاره د نیابتې جګړې په مورچل بدل شوی. سوله د افغان ولس حق دی، ځکه چې جګړه پرې تپل شوې. په دې تپل شوې جګړه کې د افغان ولس هیڅ ګټه او خیر نشته. د سولې هڅې باید ریښتینې وي، که داسې نه وي جګړه نه بندیږي، بلکې په نورو بڼو اوږدیږي او د تېر په توپیر لا پیچلې او سختیږي.
د تېرو تېروتنو په تناظر کې د راتلونکو خبرو انځور
دا يو انکار نه منونکئ واقعيت ده چې حکومت او طالبان د سولې د رسيدو په تړاو ستونځې او نيمګړې تګلارې لري, خو د خليلزاد په مشرئ امريکايي لورئ د مرموز، مبهم، دوه مخيز او غولونکي دريز له امله تر نورو خواو زيات د روان ترينګلي حالت پړه په غاړه لري. د ستونځو اساس داده چې سولی ته باید د امتیازاتو اخيستلو او امتیازاتو ورکولو په بنسټ نه، بلکه د ولسي ارمان په سترګه او د ملي ګټو په چوکاټ کې وکتل شي، خو متاسفانه چې دلته د جګړو ټول کورني او بهرني اړخونه په سوله کې امتیازات لټوي. په قطر کې د
سمندر کې د ډوبو شوو سلګونو کډوالو قاچاقبر نیول شوې
د استرالیا فیدرال پولیسو هغه عراقی وګړی نیولی چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د ناقانونه کډوالو د هغې کښتۍ په تنظیمولو کې ښکیل وه چې استرالیا ته په لاره سمندر کې ډوبه شوه او له ۳۵۰ زیاتو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړ. په یاده کښتۍ چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اکتوبر میاشت کې یې له اندونیزیا څخه استرالیا ته حرکت کړې وه ۴۲۱ کډوال سپاره ول چې د رپوټونو په حواله ډیری یې افغانان او عراقي وګړي وه. تورن عراقی قاچاقبر چې نوم یې نه دی ښکاره شوې د جمعې په ورځ (اکتوبر اتلسمه) له نیوزیلینډ څخه استرالیا
اسټراليا کې يو افغان کډوال ځانوژنه کړې
يو افغان کډوال چې د استرالیا د مانوس ټاپو له کډوالۍ کمپ څخه اسټراليا ته درملنې لپاره لیږدول شوی وه ځانوژنه کړې. ۳۲ کلن افغان کډوال سعيد ميرويس روحاني نوميده او دوه کاله وړاندې د رواني ناروغۍ له امله له مانوس ټاپو څخه برېسبن ښار ته د درملنې لپاره وړل شوی وه. ميرويس روحاني خپله ډاکټر و، خو په مانوس ټاپو کې د یو ناقانونه کډوال په توګه څلورو کلونه بندي وه. هغه په کال ۲۰۱۷ کې د جدي رواني ناروغۍ له امله اسټراليا ته د درملنې لپاره انتقال شو. ميرويس خپله ډاکټري په چين هيواد کې
د روانې جګړې قربانيان څوک دي؟
دا هغه نړيواله او له وينو يوه ډکه مسئله ده چې د تاريخ په اوږدوکې د نړۍ هر ملت ته په ثبوت ورسېده چې په دې جګړه کې تر هر قوم پښتانه زيات و وژل شول او زياتې قربانۍ همدې قوم د خپل هېواد لپاره ورکړي او لا اوس هم د سريخو په ډنډ کې دغه قوم د خپلو دښمنانو له لاسه ګير پاتی دی چې څنګه له دې حالت څخه ځان خلاص کړي او خپله د پرمختګ کشتۍ نوره د ساحل غاړې ته کړي. دغه جګړه په افغانستان کې د برېښنا په څېر ډېره ګړندۍ روانه ده او تل په دې جګړه کې پښتانه مشران د دې لوبې ښکار کېږي، چې بيا وروسته يې نور ټيټ
دردیدلي او د رسنیو له پوښښه لېرې پاتې کډوال
د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره د استرالیا سخت دریځ او ټینګو اقداماتو دغه هیواد ته د تللو مهاجرینو لپاره ژوند تریخ کړې او هغوی یې له داسې ستونزو سره مخ کړي چې آن ځینې ترې د خلاصون لپاره ځانوژنې ته لاس اچوي. استرالیا د هندي زده کوونکو، مسافرینو او د مهارت لرونکو کډوالو لپاره د غوره هیواد په توګه پیژندل کیږي، خو له دې حقیقته ډیری ناخبره دي چې دغه هیواد ته ځینې هندیان د پناه اخیستلو لپاره هم ورغلي او یا لا هم د ورتګ کوښښ کوي. د ترلاسه شوو مالوماتو په اساس، په ۲۰۱۸ کال کې ۵۱ هندي
استرالیا کې د کډوالو د درملنې قانون په ملاتړ کمپاین پېل شوې
استرالیا کې یولسو مخکښو طبي او روغتیايي ډلو د کډوالو او پناه غوښتونکو د طبي درملنې قانون په ملاتړ کمپاین پیل کړې خو په ورته وخت کې حکومت پلان لري چې یاد قانون د پارلمان په راتلونکې ناسته کې لغوه کړي او پدې هکله یې هڅې پیل کړي دي. د استرالیا د روغتیايي ډلو اتحادیې خبرداری ورکړې چې که د درملنې قانون لغوه کړل شي نو د مانوس او نایرو توقیف مرکزونو د کډوالو او پناه غوښتونکو په رواني او فزیکي روغتیا به خورا ناوړه اغیزه وکړي. د درملنې دغه قانون چې له مخې یې ناروغه کډوال او پناه غوښتون