روانې چارې او بېلابېل
کووید۱۹ د استرالیا ترټولو ګټورې سرچینې یعنی مهاجرت ته زیان رسولی
د استرالیا درې لسیزې پرلپسې اقتصادي وده او خوشحالي د ختمیدو له ګواښ سره مخ شوې ځکه د کرونا وایرس وبا د دغه هیواد ترټولو ګټوره سرچینه یعنی مهاجرت په ټپه درولی او دغه هیواد ته یې په اقتصادي توګه د پام وړ زیان رسولی. سره له دې چې د استرالیا حکومت د کرونا وایرس وبا په اداره کولو کې بریالی شوی او د چټکو اقداماتو په عملي کولو سره او د سرحدونو په تړلو سره پدې توانیدلی چې د کرونا ویروس د لا خپریدو څخه مخنیوی وکړي او د هیواد
کرونا وایرس د استرالیا څوکلتوریزه ټولنه د بدلون له ګواښ سره مخ کړې
نیوس کاسموس د کډوالۍ د چارو یوه کارپوه وايي، د استرالیا د لومړي وزیر سکاټ موریسن دا وینا چې «که بهرني ویزه لرونکي او نړیوال زدکړیالان استرالیا کې د کرونا وایرس وبا په جریان کې د ځان مالي ملاتړ نشي کولی نو بیرته دې خپلو هیوادونو ته لاړ شي»، په حقیقت کې د دغه هیواد د څوکلتوریزه ټولنې په مخ د څپیړې مانا لري. د کاسموس په نظر، دا وینا د استرالیا د څوکلتوریزه ټولنې په کړنلارو کې نیمګړتیاوې ښکاره کوي ځکه تردې مخکې هیڅکله هم
د خوارجو ځانګړنې د قران،احادیثو،راشده خلفا اوصحابه وو په قولونوکې
راټولوونکۍ او لیکونکۍ: انجینرمحمدربی آماج انا لله وانا الیه راجعون.ط د دی وطن په نصیب ندی رسیدلی خلک ((())) چې یې موندلی دی په کاڼویې ویشتلی خلک. نن چې په هیوادکې څه روان دی هغه هم د اسلام پنامه دا د اسلام د روح سره مخالف او دخوارجو کړنې دی چی نه دین،جومات،ملا امام ،روغتون اوحتی تی خورۍ ماشوم هم د دوی له شره په امان ندی پاتې.عجبه خو لا دا ده چې دوی په ډیره بیشرمۍ سره وایی : دا کار زموږ نه وو او هغه د وسله والو ځواکونو قتل په ویاړمنی،بله یې لا دا چې دوی امریکایانوته تر خبره لاندی ب
سنتي -طبيعي طبابت د عصري -مکتبي طبابت بديل
په جهان کې ټولې دواوې او واکسينونه د طبعي ګياوو،بوټو او نباتاتو نه داستحصال شويو او را ايستل شويو موادو نه د خاص ترکيب په اساس جوړيږي او د خوړلو ، څښلو او يا انجيکشن له لاري ناروغ ته توصیه او عملي کيږي . په سنتي ډول درمل جوړونه او درملنه چې د يوناني طبابت په نامه هم ياديږي د انسان د پيدايښت نه تر اوسه د وقايې ، معالجې او تداوۍ په برخه کې په هره زمانه کې مؤثر او مفيد تمام شوئ دئ او د ډېرو مهلکو مرضونو او وباوو مخه يې نيولې ده . اوس هم په ټوله نړۍ کې ورنه ګټه پورته کيږي . خپله د ساينسي يا ت
دافغانستان دسیاسی بر خلیک کونډې او کپرې
ویل کیږی چې د ابو علی سینا ۱۰۳۷ م کال کې زوی وفات شو یوه دوست یې پوښتنه وکړه چې د مرګ سبب یې څه وه ؟ هغه وویل چې ما تراوسه دهغه دژوند لامل معلوم کړی نه وه نو دمرګ په برخه کې یی څه ووایم ؟ احصایه څه وایې؟ څلویښت کا له ډیر وخت دی تاریخ وا یی داکړکیچ لاهم ګونګ بریښی ، استعمار او ارتجاع دواړه د افراطی چبیانو په لوز یودبل کلک انډیوالان او خدمت کې دی .د ښه اوبد توپیر نشی کېدای .کلونه وخی تباهی او بربادۍ بیدریغه پکې روانې دی هیڅوک خپله ملامته او نا غيړی نه منی د خاینو تنور ګرم او زغالی ورولی په
د وجدان، پیغرندې او تومتونه
راجپال یادیو، د هندي سینما (بالیوډ) یو تکړه ټوکمار هنرمند دی چې په لویشتينک سره مشهور او په لسګونو فلمونو کې ښه ځلیدلی دی. پرون می په فیسبوک کې د نوموړي یو ویډیوي پیغام ولید چې ټول ټال وخت یې له دری دقیقو څخه زیات ندی. د بلا شهرت او پیسو سره سره، زموږ د ځینو فیشني او خیرات خورو سیاستوالو په څیر نه ښکاریده. د نکټایي درک یې نه لګيده او آرایش یې هم نه وو کړی. مازې یو نازکه شان بنین په غاړه د قرنطین په خونه کې یواځی ناست دی او د نمستې په ویلو سره خپلې خبرې داسی پیلوي: (لکه د نورو په څیر، زه ه
استرالیا: د کډوالو مدافع ډلو د نوي وړاندیز شوي قانون خلاف غږ پورته کړی
استرالیا کې د کډوالو او پناه غوښتونکو مدافع ډلې په دې هڅه کې دي چې د هغه وړاندیز شوي قانون د تصویب مخه ونیسي کوم کې چې د دغه هیواد سرحدي ځواک ته صلاحیت ورکړل شوی چې په مهاجرت توقیف خونو کې پلټنې ترسره کړي او د بندي کډوالو الیکترونیکي توکي لکه ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړي. مدافع ډلې وايي، که چیری دا قانون تصویب شي نو په مهاجرت توقیف خونو کې د ډیرو کډوالو او پناه غوښتونکو له حاله به دوی ناخبره پاتې شي او حکومت به وکولی شي
د دښمن پيچلي لومې او زمونږ احساساتي الوت!
يو تريخ حقيقت چې زمونږ په هیواد باندې د پرديو لخوا د بيا بيا يرغلونو په پايله کې راته عملاً ثابت شوئ، داده چې افغانان که د پردي دښمن په وړاندې د قرباني ايثار او مقاومت ښه تاريخ لري، خو بل پلو ته بيا د خپلمنځي جوړجاړي، نظام جوړولو، د سالمې ادارې په رامنځته کولو کې په مطلق ډول ناکام شوي دي. له نړيوالو سره اوږه په اوږه يو ځاى د خپلې ټولنې د زده کړو د کچې په پورته کولو، د لوږې د کچې په ښکته کولو، پرمختګونو او اقتصادي ودې په برخه کې لاهم د نړيوالې ټولنې په اوږو بار دي، بېوسه دي او سترې نيمګړتياوې
کمپرومايز (Compromise) يا جوړجاړی
الله پاک انسانان لکه چې رنګونه ، قد ، قامت، استعداد ،فني ظرفيت او فزيکي قوت يې يو دبل سره توپير لري پيدا کړي دي ، همدا شان روحي ، رواني ، عاطفي ، احساسي ، فکري تنوع ، ذوق ، او شوق ئې هم يو دبل سره په فردي لحاظ تفاوت لري . همدا وجهه ده چې دخپلو همنوعانو ، چاپيريال او پيښو سره د تماس او مخامخ کیدو له کبله يې طبعاا عکس العمل ، ارزونه او برداشت هم يو شان نه دئ . يو انسان يوازې هغه وخت د خپلو دغو فردي خصوصياتو سره برابر ژوند کولئ شي ، چې يوازې ، ګوښۍ او د انزوا حالت اختيار کړي ، لاکن داسې
د کرونا ویروس په هکله د یو امریکایی اناتانی ناروغیو پروفیسر داکتر لار ښوونې
د میري لینډپوهنتون د انتاني ناروغیو مشر امریکایي پروفیسر ډاکټر لارښوونې ۱... شوني ده، چې کرونا ناروغي میاشتې، کلونه ونیسي، نو راځئ دا ناروغي ومنئ، خو د وېرې خبره نه ده،ددې حقیقت سره ژوند تیرول دي. ۲...کله چې د کرونا ویروس ستاسو حجراتو ته داخل شي، نو که تاسو چاټۍ چاټۍ ګرمې اوبه اوڅکئ،! څه ګټه نه کوي، د دې پرته چې باربار متیازې وکړئ. ۳... د لاسونو مینځل او دوه متره فاصله ساتل د ځان ساتنې ښه طریقه ده... (جدي یې عملي کړئ) ۴... که ستاسو کور کې د کرونا ناروغ نه وي، نو د ضدعفوني
اندونیزیا او استرالیا د روهنګیايي کډوالو بحران لپاره د حل لاره لټوي
د بشردوستانه سازمانونو د فشارونو له کبله اندونیزیا او استرالیا د بالي پروسې په چوکاټ کې خبرو اترو ته اړ شوي ترڅو د روهنګیايي کډوالو کړکیچ لپاره د حل لارې پیدا کړي او په اندامان سمندرګي کې د روهنګیايي کډوالو یو بل احتمالي ناورین ته چمتووالي ونیسي. په اندامان سمندرګي کې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د روهنګیايي کډوالو څو کښتۍ ډوبې شوې چې په پایله کې سلګونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
الله ( ج) ماورادی له مادې نه
دالیکنه دښاغلي ګهیځ «ریښتین» دلیکني ځوابیه نه ده. زموږ ټوله نړۍ اوکائنات مادي دي، حیه،نباتات اوجامدات دي. داټوله تريوه فزیکي قانون لاندي دي.ماده شی نه سوخلق ولای یاني خالق نه ده. نومخلوق ده. ماده پخپله په هره ستاینه چي ده مطلقه هم نه ده،ځکه چي تغیرپزیره ده. اوتغییرمومي.ماده تجزیه کیږي په ډېرو وړو «زرو» سره. نباتي اوجامداتي مادې ظاهري شکلي فزیکي خواص لري. معنوي روحي شی نه لري. حیه مادې ظاهري شکلي او داخلي باطني «معنوي» ستایني لري. چي دحیوانانو داخلي ستاینه ئې شعور دی. دانسان دافهم او ع
منزل ته تر رسېدو وړاندي لاهم مزلونه شته!
د خوښئ ځاى ده چې په دريم ځل د ستونځمنو ټاکنو او جنجالي پايلو له اعلان او ولسواکي ته له اوښتو مادى او معنوي زيانونو وروسته بيا هم د څو مخورو افغاني شخصيتونو د نه ستړې کېدونکو هڅو او هاند په پايله کې د پرديو له شتون پرته په اغيزمنه افغاني بڼه زمونږ په هیواد کې هغه سياسي ناورين پاى ته ورسېده چې زمونږ ملي يووالي ته ګواښ ګڼل کېده. د خواشيني او ژور تأسف مقام ده چې زمونږ ولس بيا بيا له ډيرو ملاحظاتو سره سره د ملي يووالي د پياوړتيا او د نظام د بقا لپاره اساسي قانون او ملي ارزښتونو باندي د مشرانو لخوا
د کرونا اغېز د افغانستان پر جنګ ځپلې تعلیمي او تحصیلي بهیر
زموږ په هېواد کې چې زده کړې له سلګونو نېمګړتیاوو ستونزو، نامتوازن او غیر عادلانه حالت سره مخ وی، اوس له یوه بل الاهي آفت سره هم مخ شوی، چې هغه د کرونا د خطرناکې ساري او وژونکې وبا له امله د مخامخ زده کړو بندیز دی. زه په دغه لنډه لیکنه کې د لومړنیو، منځنیو او لوړو زده کړو پر څرنکوالې او ستونزو خبری نه کوم ، ما په دې هکله یوه طرحه دوه کاله دمخه د افغانستان ولسمشر ته استولی هیله ده چې ورته رسیدلی وي لوستلو ته یی وخت و مومی او د پام وړ یی وګرځي. د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو سره مې د ه
عبدالله څنګه او څه لپاره واک کې شریک شو
که څه هم په ښکاره هیڅوک دا نه مني چې اسمان کې وریځې نه وي او باران دې وشي، خو ډیری وخت په ټولنیزو چارو، په تېره بیا سیاسي چارو کې داسې تېروتنه کیږي او خلک بې له دې چې د یوې پېښې د کېدو شاته لاملونه او چاپیرال ته پام وکړي فکر کوي چې دا یا هغه پېښه ولې داسې وشوه او څنګه چې دوی فکر کوي، ولې هغسې ونه شول. د سولې شورا مشرتوب او په حکومت کې د عبدالله انډیوالانو ته چې د اساسي قانون وراخوا جلا تګلار پالي، غوړه ونډه کومه ناڅاپي پېښه نه ده. د داسې څه پېښېدل، په کور دننه او بهر د ټاکلو سازشونو، فشار
په اسلامی نظام کې دعامه شورا او ولسواکی تاریخی اهمیت
پروفیسور سعید الرحمن اعوا ن وایی: حقیقت دادی چې اسلام کې دولت د شوری او مشورې له مخې د ټولې نړی لپاره یوه بېلګه ده. اسلام په هغه وخت کې د ولسواکی او مشورې بنسټ ایښی چې داروپا پر ظالما نه اوتیاره دوره باندې پنخه پېړی د تېرېدو په حال کې وې او داسیا ، افریقا او اروپا وچه کې په هېڅ هېواد کې دولسواکۍ اثر هم نه لیدل کېده او نه دولسواکی عینی او ذهنی فرهنګ وجود درلود. پوهان په دې خبره پوهیږی او باورلری چې د مسلمانانو اړونده ټولنیزه چار وکې د مادی قانون په توګه داڅرګندونه بشپړه بڼه او مانا لری چې
د پاکستان استخباراتي اداره د طالبانو پرمټ، پښتانه مشران ترور کوي
د روسيې چاپ "نېزاويسيمايا ګزېته" خبريال: اندرې سېرېنکه ژباړه: اسدالله نوري په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر عارف وزير ووژل شو. د غورځنګ غړي وايي، د عارف وزير د ترور تر شا د پاکستان اردو او طالبان لاس لري. پښتانه سياستوال اسلام اباد په سياسي وژنو او حکومتي تروريزم تورنوي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه غړي په وینا: د پي ټي ایم ۳۵ کلن مخکښ غړی عارف وزير تېر ماښام(د مې په لومړۍ) د وزيرستان په واڼه کې وروسته له روژه ماتي د تره له زوی سره پر لار پلی روان
خدای ممکن دی که نه؟
هغوی چې په رواني توګه ډېر حساس دې دا لیکنه دې نه لولي. جهان موجود دی. انسانان ددې جهان برخه دي. دا جهان له مادې جوړ دی. ماده دایما شته یا دا چې یو چا جوړه کړې. دینونه ادعا کوي چې جهان یو خالق لري . د جهاد خالق غیر مادي بولي. پدې لیکنه کې د غیر مادي خالق په هکله ځینې پوښتنې مطرح کوو. د موجودیت امکان: لومړی باید د یوه څه د ممکن کېدو لپاره د هغې څه ابعاد موجود وي. د سپېس یوه برخه اشغال کړي.فزیکي خصوصیات ولري. وزن، کتله، کثافت، حجم، طول، عرض او ضخامت ولري. دویم دا چې دغه موجود شی له ځ
استرالیا: د کارګر ګوند ویاندې د مهاجرینو د کمښت غوښتنه کړې
د استرالیا د اپوزیسیون کارګر ګوند د کورنیو چارو ویاندې کریسټینا کینلي ویلي چې د کرونا وایرس له ختمیدو وروسته پکار ده چې استرالیا د موقتي کډوالو د قبلولو کلنۍ شمیره راکمه کړي ترڅو استرالیايان د دندو په ترلاسه کولو کې د لومړیتوب حق ولري. کریسټینا ویلي، د کرونا وایرس وبا له ختمیدو وروسته حکومت ته لوی فرصت په لاس ورځي چې د استرالیا د مهاجرت سیستم کې او په ځانګړي ډول د موقتي مهاجر کارګرو په جذبولو کې کموالی او د پام وړ بد
استرالیا کې د لنډمهاله ویزو لرونکو لپاره د بیړنې مرستو غوښتنه شوې
د استرالیا سرتاسره په پراخه کچه د بشر د حقونو ټولنو او مدافع ډلو له حکومته غوښتلي چې د کرونا وایرس مالي او اقتصادي مرستې او خیریه ملاتړ اقدامات دې لنډمهاله ویزه لرونکو وګړو او پناه غوښتونکو ته وغځوي. د استرالیا حکومت د کرونا وایرس د وبا په خاطر یو لړ مالي او اقتصادي ملاتړ پروګرامونه په لار اچولي. حکومت پدې پروګرامونو کې د استرالیا اتباعو او دایمي اوسیدونکو سره هرو ۱۵ ورځو کې ۵۵۰ ډالره مالي تمویل کوي، اما پناه غوښتونک
د خلیلزاد نوې معما
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلي زلمی خلیلزاد وايی د ګډ دښمن پر وړاندې د افغان حکومت او طالبانو همکاري اړینه ده. نوموړي دا څرګندونې د روان عیسوۍ کال د مۍ په ۱۲ مه، د کابل په لوېدیځ دشت برچې کې د ښځو او نویو زېږېدلو ماشومانو په سل بستریز روغتون او د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې د جنازي پر لمانځه تر بریدونو وروسته په ټویټر لیکلي دي. نوموړی زیاتوي د داسې یو ګډ دښمن پر وړاندې چې دا ډول جنایتونه کوي او د کوویډ ــ ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په موخه د طالبانو او افغان حکومت همکاري اړین
د افغانستان علومو اکادمۍ د تشکیلاتو د سمون کمېټې ته پرانستی لیک
خبر شوم چې د ولسمشر د فرمان له مخې د ولسمشرۍ د دوهم مرستیال په مشرۍ یوې کمیټې ته دنده سپارل شوی چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ په تشکيلاتو او فعالیتونو بیا کتنه وکړي او لازم سمون او اصلاحات رامنځ ته کړي. زه د علومو اکاډمي او نو موړی کمیټې ته په ډیر درنښت د څو ټکو وړاندیز کوم، چې که چېری یی په نظر سم راغلل، نو هیله ده چې په پام کې ونیول شي: ۱- د علومو اکاډمۍ ته باید د تیر په څېر د مسلک او وړتیا تر څنګ په ډیر دقت د افغانستان ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمن کادرونه او علمي غړی استخدام شي. ۲- تر کو
دوستم ته د مارشالي ګنګوسي، پر ملي القابو او رتبو معامله نه بښونکي خیانت ده!
وروسته له زیاتو ټاکنیزو ناندریو، سیاسي کښمکښونو او فشارونو بلاخره ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله د یوه نیسبی بین الافغاني ډیالوک په هڅه کې د یوه بل ګډ حکومت پر جوړولو سره سلاه شوی دی.ولس خوشبینه ده او تمه لری چې دغه سیاسي جوړجاړې یوځل بیا د ملي یوالي د دوه سرې حکومت ترخي تجربی تکرار نه کړې او تر ډیره سولې ته چې د افغان ملت ملي لومړیتوب، ولسي غوښتنه او یوازنۍ هیله ده کار وکړې، د تیر له اشتباحاتو عبرت واخلي، پر خپل ولس تکیه ولری او سولې ته د رسیدو له لارې د یوه پر امن، یو بل زغمونکي، سیال او یو
هلته چې (ثریا)په افق رادبره او وبا (کرونا)له ځمکې په کډه شي !
بسم الله الرحمن الرحیم شک نشته چې داڅومیاشتې وبا (کرونا) ناروغۍ په ډله ایز(اجتماعي) اوټولیز(مجموعي) ډول ټول بشریت او انسانیت دویراو ماتم په ټغر کښینولی اوهرچم اوکوڅه له ساندو او ویرونونه ډکه ده ،هره خوا ویرینې او مرثیې دي او دهرچا ګریوان دخپلو او خپلوانو دمړینوپه اوښکو لوند دی ،(کرونا) وایروس یا وبا دداسې مرګې بڼه خپله کړي، چې نه پلار زوی ته او نه زوی پلار ته ورنږدي کیدای شي ،نه یې روغتون کې عیادت یا پوښتنه کولای شي اونه یې تکفین او تجهیزکې لاس کولای شي ،چې څوک په کرونا مبتلا شي تر قبراو
د مالیزیا حکومت سلګونه کډوال او بهرني کارګر توقیف کړي
د حقونو ډلو ویلي مالیزیا کې د کرونا وایرس د لګیدلو محدودیتونو او بندیزونو په جریان کې چارواکو سلګونه کډوال او بهرني کارګر نیولي او هغوی يې توقف خونو ته استولي. پدې وروستیو کې مالیزیا کې د بهرنیو کډوالو په وړاندې د خلکو غوصه راپاریدلې. ډیری پدې باور دي چې کډوال د کرونا وایرس په خپرولو کې ښکیل دي او پر حکومتي سرچینو یې بار زیات کړی. مالیزیا شاوخوا دوه میلیونه راجستر شوي به