ډېر ګران اوښاغلي فضل قادر انډیوال (دپښتو دلیکدود لپاره څه کول په کاردي؟؟؟) تر سریزه لاندي یوه لیکنه د ټول افغان په ښکلي ویبپاڼه کي کړې. چي دغه ارمان نه یوازي دی بلکه ټول پښتانه ئې لري. خو دبده مرغه موږ پښتانه پخپله د دغسي یولیکدود مخه بند وو. نه غواړوچي یو ځانګری خپلواکه لیکدود ولرو. زموږ ژبپوهان دي په مخه نه درځي؛ دوی دا بندښت جوړکړی دی.
سمه پښتوئې خراپه کړې ده. که د«نیولوجستانو» وییکي یاني ګړي وکتل سي داسي فکرکیږي چي یافرانسوي ده یاجرمني ژبه؛ دا ځکه چي سړی نه په پوهیږي یوازي توري ئې په پښتودي.
دغسي لیکدود څه پکاردی. دپښتو به سمه ګړه وي زموږ ژبپوهانو«نیولوجستانو» به بیا په بل ډول لیکلی وي. دا ډول بولګي که راواخلم مقاله څه چي کتاب ځني ډکیږي.
اوڅو بولګي ګورو: سلنه: په پښتوکي موږ داسي یوه شمېره یاني عدد نه لرو. یوازي په ږغ یاني(Phonem)کي داسي دی لکه سل،خو«سلنه» نه درجه ښه يي اونه هم ځانګړی بسیط عدد دی. مګر بیاهم لیکني ددغه ناسم «توري» څخه ډکي دي. ځیني لیکوالان«فی صدی» په «سلنه» مانا کوي. حال داچي موږ ورته «په سلو» کي وایو. داما په څومقالو کي لیکلي دي،چي «سلنه» ناسمه لیکنه ده «په سلو» کې ولیکۍ.
موږ «لسمه، شلمه، اتیایمه، سلمه، زرمه» لرو. ټول پښتانه په پوهیږي. «درې په سلوکي، لس په سلوکي، سل په سلوکو» سم دپښتو لیکنه ده. سمه لارئې پرې ایښې پرناسمي لار روان دي.
موږ دجملې لپاره ډېره ښه وییکه لرو. لکه:«ویینه»؛ خو زموږ ژورنالیستان ورته «غونډله» وایي. د«وییکي» څخه ئې ښامار جوړکړی.
«بلبله» بیا «ډنګلکې» بولي. جلبیو ته کږې وږې خوږې وایي.
ناسمي لیکني لا پرېږده. دهغوڅخه یوه تاسوهم لیکلې ده، چي هغه «ولس» دی، چي دوئې «اولس» لیکي. (اولس = ۱۷)
ځیني لیکني سته چي پرهغه باندي ژبپوهان سره کښېني خبري وکي. لکه:
چي ختیزپښتانه «کې، مې، چې » او جنوب لویدیز پښتانه «کي، مي، چي» لیکي پردې باید خبري وسي. اوبله خبره داچي جنوب لوېدیزپښتانه د«سول = کېدل» وایي. دساري په توګه: «زه مامورسوم.» دغه «سوم» د سوځېدل دکړنځي سره یوشی راځي، چي دا اشتبا راپیداکوي.
ختیزپښتانه «شول=کېدل» وایي یاني د«سوځېدلو» اشتبا لیري کوي.
پرټولو باندي کېدای سي چي خبري وسي اودواړه «وارینته» کېداسي چي دمعیار په توګه ومنل سي یاني په لیکدود کي ځای ورکي.
زه دلته کومه ناسمتیا نه وینم.
دغسي بولګي بېخي ډېري دي؛ خوکوم دی سړی چي خبري پروکي. هریو ژبپوه داسي فکرکوي چي پښتو ژبه ګواکي ده جوړه کړې او يوازي دی ئې «علم وردار» دی.
ما پخپله په دې باره کي ترلسوډېري مقالې و«ټول افغان، بېنوا او لروبر» ویبپاڼو ته استولي اوخپرې سوي دي. اوس ئې که څوک ومني. په پاړسي کي یو متل دی. وایي:
(مرغ ما یک لنګ داره.)
د «پر او په» دټوټوکو(particle) توپير،نهي او نفي(negativ, prohibition) «نه او د مه» توپير؛ ګډه اوجلالیکنه، د«ي ګانو» توپير داټوله مي لیکلي او په ویبپاڼو کي بیا په ځانګړې توګه دټول افغان په ښایسته ویبپاڼه کي خپرې شوي دي.
هو: زه ستاسو په درد ښه پوهېږم خوافغانانو بیا په ځانګړې توګه پښتنو«اتفاق ئې کړی،چي بې اتفاق وي.»په ټوله نړۍ کي د ژبولیکدود له کلیوالۍ خبرو نه اخست شوی. اوپرهغه ئې خپله ژبه معیاري کړې ده. زموږ پوهان هر یو فرعوني خوی لري،چي د بل چا دا نه مني.
موږ په پښتو ژبه کي پوهان او لیکوالان درلوده؛ ټوله مړه دي وروح ته ئې دعاء کوو الله«تعال» دي دوی وبخښي؛روح دي ښاد وي. «آمین». پوهاندصدیق الله « رښتین »، «بېنوا»، ګل پاچا«الفت»، «علامه رېښاد»، «مجروح»، «مستغني»، «علامه حبیبي» «استاد حبیب الله تږی»او دغسي نورډېر.دهریوه لیکدود د دوی له ځانه سره ولاړ.دغسي چي تاسو لیکلي: چي (دقلندر مومند په مرګ یې لیکدود هم مړشو...) د دا نورو دا هم دغسي ورسره ولاړه،دا ځکه چي ټوله یوه خوله نه وه.
اوس هم موږ ژبپوهان لرو په تاءسف سره چي دوی یوه خوله نه دي تاسولیکلي: (ډاکترزیار له شاغلي معصوم هوتک سره، شپون صاحب له خان زمان کاکړ سره اوښتي اوډاکترلمربیا له مسکوه لیکني کوي...) او زما اوستا ارمان به پاته وي او دوی به خپل لیکدودونه ئې چي لیکلي عقباته له ځانه سره یوسي.
دژبي دمعیاري کېدو شخړه په هر هېواد کي وه،څرنګه چي پورته ئې هم بیان وسو، خوژبپوهانې سره کښېناستل خپله شخړه ئې د خپل پوهي له لیاري حل کړه اوځانو ته ئې یوه معیاري ژبه وخپل ولس ته وړاندي کړه. اوس نو راسه ډاکتر زیار صاحب ته کښېنه چي فلک ئې په نظرنه ورځي.