د طالبي غدۍ په وړاندې افغان حکومت او خلیلزاد چې د امریکا د ګټو پر بنسټ طالبانو سره د امریکايي سولې استازولي کوي، متضاد دریځونه لري. دا متضاد دریځونه ورځ تر بلې په ډاګه کیږي. دلته دا نه وایو چې امریکا دې د افغانستان د ملي ګټو په پار تر امریکايي ګټو په یو اړخیزه توګه تېره شي، یا دې هغه بابیزه وګڼي؛ بلکې وایو چې افغانان هم نه غواړي د امریکايي ګټو لپاره تر خپلو ملي ګټو تېر شي او د داسې ګټو لپاره دې د قربانۍ ګډوري وبلل شي. افغانان غواړي په ټولیزو توګه او همدارنګه د طالبانو په تړاو هم، امریکا سره په اړیکو کې د انډول ترڅنګ، متقابل درناوی ولري او یو لوری دې پر بل لوري د برترۍ دریځ نه خپلوي!
په کومه کچه چې افغانان امریکا سره اړیکو ته اړتیا لري، امریکا هم د افغانستان جیوستراتېژیک موقعیت ته لیوالتیا لري. افغانان اوس له پخوا زیات په دې پوهیږي چې امریکا په افغانستان کې د دیموکراسۍ، د بشر حقوقو او نورو متمدینو اصولو په قصه کې نه ده؛ بلکې د امریکا یوازې د افغانستان جیو ستراتېژیک موقعیت پکار دی. که د شمال ټلواله، طالبان او یا بل هر تور ځواک، امریکا ته د افغانستان جیو ستراتیژيک موقعیت په اسانه او ارزانه ورکړي، امریکا به همغه ځواک سره تر نورو لومړی معامله وکړي. د خلیلزاد په ګډون نور امریکايي لوړپوړي چارواکې هم دا خبره له چا نه پټوي او کله چې د روانې غمیزې په تړاو وايي دوی ته خپلې ملي ګټې تر هرڅه لومړیتوب لري، حقیقت کې غواړي خپله دغه موخه د دیپلوماسۍ په ژبه بیان کړي.
د ولسمشرغني په مشرۍ اوسني حکومت غواړي امریکا ته د افغانستان جیوستراتېژیک موقعیت چې امریکا ورپسې لېونۍ او غویمه ګرځي، په اسانه او ارزانه ور نه کړي؛ بلکې دا موقعیت امریکا سره د متقابلو ګټورو ګټو رغولو، متقابل درناوي او د افغانستان د ډېرو نورو اړتیاوو په پام کې نېولو سره وکاروي.
د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان مرکزي حکومت په وړاندې له حکومته بهر د طالبي غدۍ ژوندۍ او فعاله ساتل، په حکومت کې دننه د تړلو درواز تر شا د عبدالله عبدالله په سرخیلۍ د جهادي لنډه غرو د سبوتاژ ملاتړ ته سا بخښل او دوامداره ژغورل، د مرکزي حکومت په وړاندې د واک د بېلا بېلو ټاپوګانو تغذیه، دا ټول د دې لپاره دي چې افغان مرکزي حکومت اړباسي چې د افغانستان جیوستراتېژیک موقعیت امریکا ته په ارزانه بیه پرېوځي. افغانستان د سیمې لپاره په اسانه او ارزانه د ټوپ په تمبړه بدل شي او افغانان په ټيټه بیه د اجیرو عسکرو په بڼه د پردیو او امریکايي ګټو لپاره وکاریږي.
افغان مرکزي حکومت ته د فشار په ژبه ویل کیږي یا پوهول کیږي، که چیري د دوی شرایطو ته چې پورته ورته اشاره وشوه، نه تسلیمیږي؛ شمال ټلوالي او طالبانو ته به حکومتي واک وسپاري.
دلته د امریکا او لوېدیځ د موخو تر څنګ د سیمې ځینې هېوادونه چې پاکستان او ایران يي په سر کې راځي؛ د خپلو جلا ګټو په پار په دغه ستره لوبه کې ور ګډیږي او د افغانستان غمیزې ته د نړیوال اړخ ترڅنګ سیمه ایز اړخ ورکوي.
کابل ته د پنجابي لوړ پوړو پوځي او استخباراتي چارواکو سره په ګډه د انګریز د لوی درستیز پاتریک کارتر راتګ هم د دغه لويې لوبې په منځپانګه کې تر سره کیږي.
د امریکا د کانګریس د بهرنیو اړیکو کميټې ته خلیلزاد په خپلو څرګندونو کې ویلي«دوی(طالبان) غواړي چې اړیکې يې نورمال شي، له بندیزونو ووځي، طالبانو د دوحۍ یو شمېر ژمنې په ځای کړی، خو دوی (امریکا) هیله لري چې نورې ژمنې هم پوره کړي، طالبان په زور د واک رسېدو ته لټه نه کوي او د دې پرځای د خبرو په وسیله د سیاسي حللار هڅه کوي چې په نتیجه کې یي دوی نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي او د امریکا او ملګرو ملتو له تورو لېستونو ووځي، تاند بریښناپاڼه»
کله چې طالبان امریکا سره په دوحا کې د ۲۰۲۰ کال د فبروۍ د ۲۹ نېټې د «اورکم» تړون خیال نه ساتي او تر تړون وروسته جګړه څو چنده تودوي، د تړون کومې ژمنې يې ترسره کړې چې خلیلزاد يي په جیګه غاړه یادوي؟ ایا د جګړې په تودښت او شدت سره اړیکې نورمالېدای شي؟ طالبانو تر تړون وروسته کوم ښه کار کړی چې له تور لېست او بندیزونو ووځي؟
بلخوا نه د دوحا په توطیه«تړون» کې د اسلام اباد په ورانوونکي نقش تماس نېول شوی او نه د خلیلزاد په کومه بله څرګندونه کې د افغانستان په کورنیو چارو کې د اسلام اباد پوځي لاسوهنې او تیري ته ګوته نېول شوې.
دا ډول اغماض طالبانو او د هغه ملاتړي اسلام اباد ته جرات بخښي چې طالبان جګړه او اسلام اباد لاسوهنه جاري وساتي!
د خلیلزاد په څرګندونو کې ټول لنګر په دې خبره دی چې طالبانو ته سیاسي وجاهت ورکړي او له هغه څه يې زیات وځلوي چې څونه د هغوی سیاسي او جنګي وزن دی.
تېره اوونۍ ولسمشر غني، شپيګل ورځپاڼې سره مرکه کې وايي«پاکستان د (طالبانو) ملاتړ یو منظم سیستم اداره کوي. طالبانو له هغه ځایه لوژیستیکي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي او همالته جلب و جذب کوي. د طالبانو د تصمیم نیولو بېلا بېلې شوراګانې لکه د کوټې شورا، د میرانشاه شورا او د پېښور شورا د هغو ښارونو په نامه دي چې د طالبانو مشران هلته اوسي. دوی د پاکستان له دولت سره ژورې اړیکې لري»
د کوچني اختر په ورځو کې هم د هېواد د ملي امنیت سلاکارښاغلي حمدالله محب ننګرهار کې د خپلو خبرو په یوه برخه کې، پاکستاني لوړپوړي چارواکي د طالبانو په ملاتړ او په افغانستان کې يي تاوتریخوالي ته په لمن وهلو غندلي ول.
په دې توګه ویلی شو چې خلیلزاد د افغانستان په غمیزه کې د اسلام اباد او طالبانو په ملاتړ ولاړ دی او غواړي چې د جګړې د ختمولو او سولې لپاره د کابل هڅې پیکه وځلوي!
د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی