د ١٣٥٧لمريز کال د ثور اوم د هیواد په معاصر تاریخ کې د ورانۍ، ویجاړۍ، دربدرۍ هغه توره ورځ ده چې دافغانستان لپاره د هولناکو واقعاتو، زړه بوګنوونکو کیسو او ورانوونکو پېښو معتبر ادرس په ګوته کیدای شي. پدې ورځ چې جمهوریت ړنګ شو؛ ټولمنلی منظم او منسجم حکومت راوپرځول شو، د هیوادوالو د وینو رودونه روان شول، په افغانانو هیواد تنور شو، پرته د څو تنو چې د خلق او پرچم حزب ته منسوب وو، په نورو هیوادوالو د ژوند کړۍ داسې راتنګه شوه چې پرته له هیواد پرېښودنې بله لار نه وه ورپاتی. پدې تړاو دلایلو او شواهدو ته به لږ ورسته مخه کړو، د ثور کودتا کومه آني او تصادفی پیښه نه وه. دا کودتا په خپله کرغیړنه غیږ کې د پیچلو پیښو تاریخچه لري. د هیواد نسبي ارامتیا یې د پردو په اشارو او دستوراتو دپیاوړو ګواښونو تر اغیز لاندې راوستې وه، ښي اړخو اوکیڼ اړخو سیاسي خوځښتونه چې د شاهي نظام د اساسي قانون په لسیزه کې راټوکیدلی وو دپیله یو دبل سره ښکر په ښکر وو یو دبل په وړاندې يې د هیڅ راز پلمې او دسیسې دریغ نه کولو، د اساسي قانون په لسیزه کې د ګوندونو قانون پاس شو، ترپایه د توشیح لپاره د پاچا په میز پروت وو؛ خو سره لدې سیاسي ګوندونو خپل فعالیتونه پرمخ وړل، هرګوند د خپلو اهدافو دخپرولو لپاره نشریه درلوده، د سياسي ګوندونو په لړۍ کې دخلق ډیموکراتیک ګوندچې د چپي تمایلاتو په وجه يې شهرت لرلو، ددغه ګوند داساسنامې په لومړی ماده کې بیان شوي: داګوند د کارګر طبقی عاليترین سازمان دی ایډیالوژی يې پرمارکسیزم لینیزم ده. دا ګوند چې له یوې چینې خړوبیدو ترډیره یې یووالي ونه شو ساتلي، دانشعاب په لاره ولاړو، د خلق او پرچم په نومونو وه سره وویشل، یو دبل سره په تقابل کې واقع شول، د دې ترڅنګ نور چپي او راستي ګوندونه هیڅکله د هیواد د سلامت او ثبات په پار یوه خوله شوي ندي. یو دبل د محوه کولو لپاره يې د هیڅ پلمې او دسیسې څخه دریغ ندی کړی. زیاتره سياسي خوځښتونو ملي محوره پالیسـي خپله نکړه ، یو د بل پر وړاندی تیره او تونده ژبه کاروله، حکومت ته یې د اصلاحاتو په وړاندې ستر سرخوږی جوړکړ. تل یې د اصلاحاتو مخه ډب کړې، یو بل يې تورن کړي. په سياسي ناندریو يې بسنه ونه کړه، یو دبل پر وړاندې يې تورې ته لاس کړ، چې دګهیځ خپرونې د مدیر ترور يې غوره بیلګه ده. د سياسي ګوندونو د نفاق او شقاق لړۍ ورځ تربلې په پراخیدو وه که د هغه مهال د سياسي ګوندونو کړنې په ملي اوزانو پیمانه کړو؛ هیڅکله د هیواد او ملت په ګټه نه وې. آن د شاهي نظام وروستی صدراعظم محمدموسی شفیق دایران سره د هلمند داوبو دویش په هوکړه کې په په پټو سترګو په درغلۍ تورن شو. محمد موسی شفیق دپاکستان سره د ستونزو حل په درشل کې وو. نه غواړم چې په سياسي ګوندونو دبحث ژورو ته ورکیوزم ددې څوتړاونو یادونه موپدې پاروکړه چې ویلی مو دثور کودتا کومه اني او تصادفي پیښه نه وه ترمخه يې هم ډیرپړاونه تیرشوي چې دهیواد فضا یې خورا لانجمنه کړی وه. نه یوازې دا چې سياسي کړکیچونو پای ونه موندلو، دجمهوریت دورې دکړکیچونو ورپاتې میراث د سردارمحمد داود خان دجمهوریت دورې کې زیاتوالی وموند. د ترور او هدفي وژنو لړۍ خورا پراخه شوه، ډیر شمیر اشخاص یا ترورکیدل یا ژوندې ورکیدل. د قاتلینو څرک یې نه ترسترګو کیدو د ترور او ورکیدنو پدې طوفاني څپو کې په قلعه زمان خان کې دیو غار ځنې د پنځه سوه مړو شو بدنونه پیداشول، چې وروسته دعدلي طب د څیړنو جوته شوه چې دا ټول په وهلو او رنګارنګ شکنجو وژل شوي وو. لدې وضعیت په ډاګه څرګندیدله چې یو غښتلی بهرنی ځواک پدې توګه غواړي د داود خان د واک ټغر ورټول کړي. د روسانو د کی جي بي ادارې په ډیرو قتلونو او د وضعیت په متشنج کولو اعترافونه کړي. دا ټولې پیښې د کمونستانو له لورې ترسره کیدې. سردارداودخان ته داسې ښودل کیدې چې ګوندې ټولې ورانۍ د اسلامی نهضت له لورې ترسره کیږي. داود خان چې د یوې سپینې کودتاه په ترڅ کې واک ترلاسه کړ؛ د کابینې زیاتره غړي يې کمونستان وو. حسن شرق د صدراعظم مرستیال فیض محمد د کورنیو چارو وزیر، نعمت الله پژواک دمعارف وزیر، په کابینه او حکومت کې ددوی ونډه خورا غوښنه وه. تر ولسوالانو پورې دوی اتیا کسیز ليست ترتیب کړ، خپل ټول ایډیالوژیک ملګري يېرپکې ولسوالان او علاقدران وګمارل؛ خو په حکومت کې د دومره غوښنې ونډې سره همدوی جمهوریت ته ژمن نه وو، تل يې د جمهوریت په وړاندې د دسیسو او پلمو لاس وانخیست، د خپل توان په کچه يې جمهوریت تخریبوه. دې لنډې یادونې ته مو د دې لپاره مخه کړه چې کمونستانو ته د هیواد د رغون او سمون لپاره هیڅ برنامه مهمه نه وه. یوازې پدې هڅه کې وو چې دخپلې وارداتي منحرفې ايډیالوژۍ د خپرونې په وړاندې یې ممانعت ونه شي. دلته لږ په استدلال تمیږو؛ د جمهوریت په دوره کې دوی د ټولو جمهوري حقوقو برخمن او په حکومت کې دپام وړ واک درلود. بیا هم د هیواد د لوړو ګټو د تامین په پار یوانچ دپردیو لارښونو وروسته نه شول. کمونستانو هڅه کوله چې د خپلو غیر مسولانه کړنو په ترسره کولو د افغانستان د اسلامي او ملي ګټو په خلاف داسې څه ترسره کړي، چې له یو لوري سردارداود په ټولنه کې منفور کړي، نړیوالو ته يې دیکتاتور ور وپیژني او د بل لوري خپل مخالفین وځپي او پړه يې د جمهوریت پر اوږو ورپیټی کړي. د بحث د اوږدیدو مخه نیسم، تر لنډو عنوانونو لاندې د جمهوریت دورې ته په یو ځغلنده نظر تیریږو. د غويي ترکودتا له مخه هیواد کوم د پرمختګ په لاره سم وو او ترکودتاه وروسته کوم بهیر پیل شو؟ داود خان دافغانستان ټولنیزې اوضاع او نړيوالو اړیکو ته په کتو پدې پوه شو که یوازې روسا نوسره اړیکې ولري؛ د بهرنی نړۍ له لورې به په انزوا کې وي. داودخان پدې هم سرخلاص شو چې روسان هیڅکله له افغانستان سره داسې مرسته نه کوي، چې افغانستان پرې وده وکړي یوازې یې د امریکا لپاره د یوسياسي حربې په توګه استعمالوي؛ نو د افغانستان د بهرنیو اړیکو او په کور دننه يې د یو لړ بدلونو نوی باب پرانیست:
دسیمې د هیوادو سره داړیکو څرنګوالی:
د 1356کال په پیل کې محمد داودخان په ناڅاپي ډول مارشال ټیټو ته چې پخوانی دوست يې وو، او د ناپېیلتوب سیاست له بنسټګرانو وو، بلګراد ته ورغی. د خپلې سياسي تګلارې په بدلون کې يې د هغه ملاتړ ترلاسه کړو. د بیرته راستنیدو پر مهال یې په مسکو کې د بریژنف سره کتنه درلوده. د کمونسټ ګوند عمومي منشي په صراحت سره محمدداودخان ته وویل: څه باک يې درلود چې مخکې له سفره د شمالي ګاونډي سره په تماس کې شوی وای. سردار محمد داودخان په غصه جواب ورکړ؛ د افغانانو هرچیر ته د تګ راتګ واک خپل دی. همدا راز پدې تړاو د تشریفاتو رئیس عبدالصمد غوث حکایت خورا مشهور دی چې داود خان ویلي وو چې افغانان فقیر پاتې کیدلی شي، ولې پخپلو چارو کې د چا مداخله نه شي منلی. همغه وو چې داودخان تر راستنیدو ورسته په پرلپسې توګه د مصر جمال عبدالناصر سره په اړیکه کې شو، مصر، سعودی عربستان او لیبيا ته يې سفرونه وکړل او دیادو هیوادونو دبلاعوضه مرستو ژمنې يې ترلاسه کړې.
ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو تودیدل: سردار محمد داودخان اوه کلن ستراتیژیک پلان ته د مالي ملاتړ او د مناسباتو د پیاوړتیا په پار د ایران هیواد د تود هرکلي سره مخ شو. نوموړي هیواد د دوه ملیارد ډالرو د مرستې ژمنه وکړه، د داودخان پنځه کلن او اوه کلن ستراتیژیک پلان باندې به لږ وروسته لنډ نظر واچوو، البته د دې سفرونو ټول جزیات دده دپانګونې وزیر محمد خان جلالر له لورې روسانو ته ورکول کیدل، چې د روسانو حساسیتونه ورځ تر بلې غښتلي کیدل.
دپاکستان سره اړیکی: پاکستان سره د پښتونستان په مسله کې که څه هم دا مسله دافغانستان اصلي داعیه او دهیواد یوازینی کړکیچ ګڼلی وو، داود خان د خپل دریځ په بدلون سره پاکستان ته د بهټو بلنه ومنله، تردې وروسته د پاکستان فوځي مشر جنرال ضیاالحق دسردار په بلنه افغانستان ته سفر وکړ. د پښتونستان مسلې دحل لارې پیداکولو په پار یې دوستانه مذاکرات ترسره شول، ددې اړیکو هیله بښونکې پایلې له ځان سره لرلی شوې، د اړیکو د پیاوړتیا په تسلسل کې سردار د امریکا د ولسمشر جیمی کارتر بلنه منلې وه، پتیل شوې وه چې په اوه پنځوسم کال کې سردار امریکا ته سفر وکړي. دلته پیښو ته په خورا لنډیز اشاره شوې، د استاد رباني له لورې په سعودي عربستان کې دجمهوریت له سفیر سره لیده کاته ترسره شوي و، تمه داوه چې دوی ته هم په هیواد کې دسياسي فعالیت احازه ورکړل شي، وضعیت درغون په لور روان وو.. نور په بله ګڼه کې
داودخان په اوه کلن سترتیژیک پلان کې:
داسلام کلا ترکابله د اوسپنې پټلۍ غزول، دلوګر دسقاو په دښته کې دیو نوي عصري هوایي نړۍ وال ډګر جوړول، دحاجی کګ داوسپنې ویلی کول، د عینک مسو پروژه، دپکتیا دزنګل دارۍ پرژه، په کابل کې د فیات د موټرجوړولو فابریکه، د سپوږمکۍ له لارې د تلیفوني او تلویزوني سیستمونو ایجاد، دافغانستان دتیلو او ګازو استخراج، دکمال خان او کنړ داوبو برېښنا بندونو جوړول، د ځمکو د کادستر نقشې، دبکوا کیلګي حیرتان او دلیلې دښتو خړوبول او په بې زمینه هیوادوالو دهغوی ویش، نورې وړې او غټې پروژې چې په جوړیدو سره به يې دهیوادوالو په اقتصادي حالت کې بې ساري بدلون راغلی وی. دې او دیته ورته نورو په سلګونو بنسټیزو پروژو دترسره کولو لپاره پورته یادو هیوادونو له لورې د مالي ملاتړ سینه ډبول شوې وه. روسانو دا حالات له نږدې څارل، د افغانستان په ځان بساینه یې د خپلې امپراتورۍ په وړاندې سترګواښ ګڼلو د پرمختګ دمخنيوي لپاره یې خپلو ايجنټانو ته ورځ په ورځ نوي دستورات او لارښوونې ورکولې، کمونستانو په پټو سترګو د روسانو هرراز لارښونو، هر راز ډول ته څڼې غورزولې. روسانو خلقیان او پرچمیان چې یو دبل سيوري یې په کاڼو ویشتل پخپل سفارت کې دهیواد اوهیودوالو دښمنۍ ته سره یولاس کړل چې په پایله کې دثور په اومه دکرغیړنې کودتا په ترڅ کې جمهوري نظام راوپرځوه، دهیوادوالو ټولې هیلې یې دخاورو سره خاورې کړې. دهیواد دورانۍ او ویجاړۍ بنسټونه یې غښتلي کړل د هیواد ولسمشر يې د کورنۍ د اولس غړو سره په ډیره بې رحمۍ سره شهیدان کړل. په سلګونه د جمهوري ګارد شاه زلمیان يې په سرو وینو کې لت پت کړل. جمهوریت یې له منځه ویوړ. په ځای يې یوګوندیز د ولس وژونکی نظام رامنځ ته کړ، اساسي قانون لغوه شو، ځای دافغانانو دعنعناتو خلاف فرمانونو ونیو، په بې ساري بې باکۍ او سپین سترګۍ سره یې د هیواد د خپلواکۍ تاج دروسانو په پښو کې مات کړ. ملی بیرغ راښکته شو، په ځای دروسانو په سمبول لور او څټک سينګار سوربیرغ راوځړول شو. دافغانانو په دین او مذهب ملنډې او دوی ته هر اړخیز سپکاوی ښه په جوش اوخروش تر سره کید. علمي او او اکاډمیک کدرونه چې د هیواد تر ټولو لوړه پانګه وه ددوی له لورې په بې ساري بې رحمۍ سره پرته دکومې محکمې وژل کیدل. دمحمد موسی شفیق په ګډون د کودتا په اوایلو کې اویا تنه د بیلابیلو رشتو متخصصین ارکان حرب جنرالان ددوی دواک په لومړی اونۍکې شهیدان شول. دوژنو دا لړی ورځ تربلې پراخیدله، دیني علماء داخواني او اشرار په نوم، قومي مخور او متنفذین او شتمن دفیوډال په نوم د توري ارتجاع په نومونو تورنیدل او په ډلیزه توګه دشپې ژوندي ترخاورو لاندې کیدل. دلته اړتیا ده چې یا دونه وشي؛ د شهید داودخان د حکومت پر مهال د کابینې غونډو کې دهیواد پرمختګ او سوکالي په محوري کرښو کې ټاکل کیدې، ولې د انقلاب وروسته د ملت په وړاندې دښمنانه چلند غوره شو، د پْل چرخی زندان ترڅنګ د چهارصدو بسترروغتون زیرزمیني او د وزارت دفاع زیرزمیني د بندیانو د ساتلو مرکزونه شول. د دوست هیواد شوروي نه د شکنجو او ربړونو ډول ډول سامانونه راوړل شول، پدې ټولو شکنجه خونو کې د بې وزله ملت نه نوکان ویستل کیدل، برقي چوکیو کې د برق شاټونه ورکول کیدل، د بندیانو وینې او ګردې ویستل کیدې، پیک کیدلې او شوروي ته استول کیدې. د خلق او پرچم پرته د ټولو سياسي ګوندونو فعالیت بندشو او دنیولو او وژلو لړۍ یې خپل اوج ته رسیدلې وه. د ټولو مطبوعاتو فعالیت بند شو، په زرګونو خلک پدې توربندیانیدل او وژل کیدل چې تا بي بي سي راډیو اوریدلې، دا تورونه ندي. حفیظ الله امین په خپله بیانیه کې ویلي وو د افغانستان اولس میلونه نفوس دى، یو میلون چې په کمونستي مفکوره سمبال وي؛ نور دې ټول ووژل شي، باک نه کوي. ملت ددوی په وړاندې نه و راپاسیدلی، دوی چې د ملت روحي او فزيکي ځورونه لاس پورې کړ.
روحی زورونه:
دوی کمونستي منحرفه ایډیالوژي په افراطي توګه په ملت تحمیلوله او په روحي توګه یې ملت ازارولو. دوی لمونځ سپورت بللو، دخدای له وجود منکرو، دین يې افیون بللو، منطق دلته ایجاب ددې کوی دوي چې په هراندوو، وو به؛ ولې ملت يې په زور مجبورلو چې ددوی پیروي وکړي. دې زورونې د ملت د زغم کاسه ورډکه کړه ددوی د مقابلې ډګرته يې ورودانګل.
فزیکي زورونه:
د فزیکي زورونې په اړه مو ځيني مواردو نه پورته یادونه وکړه کمونستانو دملت هرفرد ته دشک په نظرکتل دملت هروګړی يې خپل دښمن بللو. دانقلاب له پیله تر شپږ اته میشتو په موده کې په لکونو کسان د زندان تورو تمبو شاته واچول او ددې جملې زیاتره ژوندي تر خاورو لاندې کړل، ولس ته بله لارنه وه ورپاتې چاته چې د ژوند ژغورلو په موخه د تېښتې لار په نظر ورتله، ترینه ګټه يې پورته کوله. دمهاجرت لړۍ پیل شوه، د هرچا چې توان رسیدلو؛ د مهاجرت لار يې نیوله. دهیواد مال حال پرېښودل دومره اسان او ساده کار نه وو، دکمونستانو ناسم چلند وو چې ملت يې هیواد پرېښودو ته اړ کړ. تر اته میلونو پورې افغانان پاکستان ته مهاجر شول او تر شپږ میلونو پورې ایران او نور و هیوادونو ته مهاجر شول. منطقي بحث دادی، چې دا مهاجرتونه د چا په دستور ندي شوي، په هیواد کې ژوند دومره ستونزمن شو. یو عادي دهقان د حکومت له لورې په جلا پلمو نیول کیده. او یا په ړندو بمباریو کې وژل کیدو په کليو او بانډو داسې د درندو توپونو ګولۍ پرته د توپیره ورول کیدې، چې د زغم وړ نه وې. ولسونه يې داسې وځپل، اړ وو چې ددوی په مقابله کې يې د هرچا مرستې ته لاس نیولی وی. د لیلن او ستالین ته د درناوي په پار د دوی عکسونه په کاري دفترونو او دکمونستانو په کورونو کې راځړېدلي وو. د روسانو په اوسني اعترافونو کې ویل شوي، د دوی دا کارونه د روسانو د ورکړل شوي دستوراتو له مخې ددې لپاره ترسره کیدل، ترڅو هغه افراد په ګوته کړي چې ددوی خلاف دي او مخالف بندیان ووژني. دجوړونې او عمراني کارونه په ټپه ودریدل. یوازې ملت دنوي وارد شوې وسلو ننداره کوله، کوم چې دملت د وژنی لپاره کارېدل. خورا ډاروونکى او ځوروونکی حالت رامنځته شو. ملت ددې منجمد حالت په وړاندې دتلفظ حق نه درلود. دکنړ دکریالې په لاریون يې مرګوني ګذارونه وکړل، تر اولس سوه پورې بې ګناه هیوادوال يې په ډلیزه توګه شهیدان کړل. همدا راز دننګرهار د یولسمې فرقې او دکابل دشوربازار په لاریون کې په سلګونو هیوادوال دروسي ټانکونو دچینونو لاندې کړل. دهرات لاریون کې ترڅلورویشت زره هیوادوال په ډليیزه توګه شهیدان کړل. داد ایډیالوژیک بحث به یواړخ ته کړو، یو سوال دلته اړین دى باید مطرح شي،چې ایا کمونستانو دهیواد په رغون کې کوم ګام اوچت کړی؟ یو سرک، پُل یا کوم رغنیز کار يې پخپله څوارلس کلنه دوره کې په ګوته کولی شئ؟ که بحث ته له یوې بلې زاویې مخه کړو؛ کمونستان استدال کوي چې جنګ ددوی دپرمختګ کارونه ځنډني کړل، ایا دوی دهیواد دپرمختګ لپاره کومه کاغذي برنامه د بیلګې په توګه وړاندې کولی شي؟ تاریخ پدې ګواه دى، چې دوی یوازې د روسانو دګټو لپاره او د خپلې منحرفې عقیدې دخپراوي لپاره د هیواد اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز بنسټونه په خورا بې باکۍ او په بې ساري سپین سترګۍ سره رانسکور کړل. هیوادوال يې اړ کړ چې د حریفانو غیږ ته ولویږي. که دوی دملت په وړاندیې دښمنانه چلند نه وی غوره کړی؛ هیواد وال به دپاکستان او ایران په لومو کې نه وی راگير شوى.
پايله:
جمهوریت ړنګ شو، پرځای يې یو ګوندیز جابر رژیم دواک واګې ترلاسه کړې.
اساسیي قانون معطل شو، ځای يې افراطي فرمانونو ونیو.
پنځه شپیته میلونه ضدپرسونل او ضد وسایط ماینونه ښخ کړل شول.
هېوادوالو دډول ډول وسلو ننداره کوله چې دوژنې لپاره يې کارول کیدې.
د ملي بیرغ پر ځای د شوروي د لور او څټک نښان لرونکی سوربیرغ وځړول شو.
علمي او اکاډمیک کدرونه یا شهیدان اویا له هیواده مهاجرل شول.
د هیواد خپلواکي له منځه لاړه.
سپیڅلي عنعنات او دودونه مو له منځه ویوړل شول.
ملي او مذهبي ارزښتونو ته سپکاوی وشو.
ملي وحدت د منځه وړلو دسیسې د اوج تر مورګو ورسیدلې.
د هیواد دابادۍ لپاره ټولې طرحې دخاورو سره خاورې شوې.
دمهاجرت او هیواد پرېښودنې لړۍ په بې ساري توګه پیاوړې شوې.