ستا لارې کوڅې خودغم له ویر نه ډکې شوې
پردی دلته راغلی دا لوبې نو رې مستې شوې
خدای ج خبر چې داغله به ستا حالت وپېژنی
دا ترانې له هر سورکی نورې راغبرګې شوې
ټوله نړۍ ستا دسکون او امن په غم کې ده
چېرې سکون دی داجګړې نورې مشتقې شوې
استعماراواستعباد اوس دواړو لورو ته پکه وهی
عجیبه نه ده بدې شپې ورخې لا نورې سختې شوې
دیموکراسی ده ورکه ماهر وسله خرڅونکی دی دلته
توغندی اخلی مزدوران نو خکه لارې هرچاته کلکې شوې