د habibullahrafi habibullahrafi لخوا خپرې شوې لیکنې
د ملاسميع الله دپاملرنې وړ (حبيب الله رفيع)
استاد د ملا سميع الله په نامه کوم چا ستاسو په يوې مرکې نيوکه کړې چې تاسو ګوندې د طالبانو له خوا د ولور کمولو مخالف يئ؟ده په خپله هم طالبانو ته کوم داد نه دی ورکړی او نه يې د طالبانو دغه کار کوم ابتکار بللی، بلکې د ځينو سيمو نومونه يې اخيستي او ويلي يې دي چې تر طالبانو پخوا هلته ولسي خلکو د ولور کمولو لپاره مثبت ګامونه اخيستي دي څه ځواب ورته وايئ؟ استاد حب
دوديزه جرګه وه که ورکشاپ؟
دوديزه جرګه وه که ورکشاپ؟ له استاد حبيب الله رفيع سره مرکه (تدبير) تدبير: دوديزه لويه جرګه څنګه ارزوې؟ استاد: دوديزه لويه جرګه لويه جرګه نه وه. لکه څنګه چې ولسمشر کرزي وويل چې دا يوه مشورتي جرګه ده نو په رښتيا هم مشورتي جرګه وه او لويه جرګه نه وه. ځکه چې لويه جرګه لويې او پرېکنده پرېکړې کوي او په افغانستان کې چې هر وخت د لوی نه لوی ستونزه او بحران پېښ شوی هغه که سياس
د کندهار مجلې د يوې تېروتنې سمونه
څه موده وړاندې د دفتر په رسمي چارو پسې کندهار ته تللی وم چې له ځانه سره مې کندهار مجله هم راوړه ، په مجله کې د نورو ګڼو ليکنو تر څنګ د ښاغلي استاد معصوم هوتک ليکنه هم وه چې سرليک يې ؤ (ايا رشتيا بابا سعيد د سوري شېرشاه معاصر دی؟) ليکنه مې ولوسته او څرنګه چې په دې موضوع استاد حبيب الله رفيع هم کار کړی ؤ او بابا سعيد يې په خپل اثر (ادبي ستوري) لومړي ټوک کې معرفي کړی ؤ او ما هم ادبي ستوري کتاب لوستی ؤ نو ومې غوښتل چې له استاد حبيب الله رفيع سره يې ش
ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ!
ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ! د هندوستان د تاميل نادو ايالت د کويمبارتو ښوونځي د ۲۵۵شاوخوا زده کوونکو په داسې حال کې چې د مهاتماګاندي غوندې جامې يې اغوستې وې، نړيوالو ته يې د عدم تشدد مبارزې کولو او سولې پيغام واستاوه. هندي زده کوونکو په دې کار سره په ليمکا کتاب کې نوی ريکارډ ثبت کړ. ليمکا (Limca) ، په هندوستان کې د ريکارډ ثبتولو کتاب دی.
آیا قومي تناسب په واکمنۍ کې د ملي وحدت ضمانت کولای شي؟
آیا قومي تناسب په واکمنۍ کې د ملي وحدت ضمانت کولای شي؟ په عنعنوي توګه د یوملت “زړی” هغه وخت اېښودل کېږي چې په یوه جغرافیایي ساحه کې راټول شوي خلک ځان له دې ساحې سره په “رادي توګه” تړلي وبولي؛ له همدې ځایه “ملت” تشکل کوي او په دې خاوره کې راټول قومونه او اولسونه ځانونه د دې ملت تشکیلوونکي توکي بولي. په دې ټولنه کې د عدالت د ټینګښت او ټولو ته د حقوقو د رسیدلو لپاره یو شمېر تج
نوي څركونه، ليكوال: ډاكټر آرلي ليون - ژباړه محمدنبي تدبير
د ښاغلي ډاكټر آرلي ليون كتاب دى چې پښتو ژباړه يې تدبير كړې ده. كتاب ښوونيزه بڼه لري او د مشرتابه ښې لارې چارې په كې په ګوته شوې دي،هغه كه د يو دفتر يا د دفتر د يې څانګې مشرتوب وي ، كه د يو سوداګريز شركت ،ديوسياسي ګونداو يا هيواد. آرلي ليون كاناډايي دى چې په ايران كې
(ناكسي ده هسې نه چې بې كسي ده)
له استادحبيب الله رفيع سره د تدبير مركه (ناكسي ده هسې نه چې بې كسي ده)
تاريخ اعثم كوفي
حبيب الله رفيع تاريخ اعثم كوفي( په پښتو ژبه ) ابو محمد احمد بن على اعثم كوفي يو عرب مؤرخ ؤ چې ددريمې هجري پېړۍ په اواخرو او دڅلورمې پېړۍ په اوايلو كې يې ژوند كاوه ، دى محدث او دعربي ژبې شاعر هم ؤ چې په ۳۱۴ هـ ق كال وفات شوى دى.ده دالفتوح ابن اعثم كوفي په نامه يو تاريخ كښلى چې داسلام تاريخ دحضرت محمد (ص) له رحلت نه دهارون الرشيد تر خلافته پورې پكې راغلى او دعراق ، فارس، خراسان ، ارمنستان ، اذربايجان او د منځنۍ اسيا
زرمقالې
د علامه عبدالحى حبيبي د څېړنو مركز له بېلابېلو جريدو، مجلو، ورځپاڼو او د افغانستان راډيو له ارشيفه د علامه عبدالحى حبيبي ګڼې مقالې راټولې كړي او غواړي په بېلابېلو ټوكونو كې يې په كتابي بڼه د زر مقالو\هزارمقاله په نامه چاپ كړي. څرنګه چې د استاد ليكنې پر بېلابېلو موضوعاتو دي لكه لرغون پېژندنه، ژبپېژندنه، كتاب پېژندنه،تاريخي جغرافيه، ادب پېژندنه، د اشخاصو او مشاهيرو معرفي، ټولنپېژندنه، تاريخ او د افغانستان او سيمې نور تاريخي مسايل نو اړينه وګڼل شوه چې دلوستونكو د لا پوهاوي او اسانتيا&
.......او سپيدې وچاودې!!!
.......او سپيدې وچاودې!!!دنړۍ فضا له دوړو ډکه وه او له ګردونو . د بشريت صحنه له وحشته ډکه وه او له ظلمونو.انسانانو انساني لاره هېره کړې وه او آسماني . د لوى خداى ج د رالېږل شوو پېغمبرانو له خوا روښانه شوې لارې تياره شوې وې او ظلماني . دڅښتن کور او د ابراهيم على نبيناوعليه السلام له خوا جوړه شوې کعبه له بتانو ډکه وه او له اصنامو. د لوى رب پر ځاى کاڼو ته سجدې کېدې او بتانو ته . د عربو سيمه د سردارۍ صحنه وه او د بادارۍ . چا به چې زر درلود، هغوى زور هم درلود او ځوا
"وروري به كوو حساب تر منځه"
"وروري به كوو حساب تر منځه" استاده! د افغانستان د اساسي قانون په شپاړسمه ماده كې راغلي چې ̎په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي̎ ملي مصطلحات څه شى دي؟ - ملتونه چې تشكل كوي د وخت له اړتيا سره سم فرهنګي، اجتماعي، سياسي او اقتصادي ادارې په كې جوړېږي او ملي او دولتي تشكيلات په كې رامنځته كېږي چې دې ټولو ته په خپل خپل وخت نومونه اېښودل كېږي او دا نومونه په دفتر، ديوا
د زړه درد
زړه مې ځواب راكړى، وايي نور درسره نه يمه ته كه پاتې كېږې ، اوسه زه درنه په تله يمه نور په دې وحشي چاپير كې سترګې غړوى نه شم زه خو تيږه نه يمه احساس لرمه، زړه يمه كابل ، درېم پروان 1356/05/12
د كوشانيانو د فرهنګي تشكل بنسټونه
حبيب الله رفيع په ۱۳۸۵ كال د كوشانيانو په نړيوال سمينار كې اورول شوې مقاله د کوشانيانو د فرهنګي تشكل بنسټونه له نن نه پنځه زره كاله وړاندې د شمال د دښتو د گرځنده سپين پوستو انسانانو يوه لويه ډله د افغانستان د شمالي څنډو په آريانا ويجه نومي ځاى كې سره راغونډ او مېشت شول او د خپل ملي تشخص په درلودلو سره يې يو منظم ټولنيز ژوند پيل كړ، دوى ته آريائيان يا اصيلان وويل شول او له همد
طبيعي شتمني +كلتوري شتمني = ملي شتمني
حبيب الله رفيع طبيعي شتمني جمع كلتوري شتمني مساوي ملي شتمني د يوه هيواد ملي شتمني په دوو برخو ويشلاى شو: ۱- طبيعي شتمني. ۲ - كلتوري شتمنيغرونه، ځنګلونه، سيندونه، دښتې، ورشوګانې، څاروي، كانون او نورې هغه شتمنۍ چې په يوه هيواد كې موجودې وي دا طبيعي شتمنۍ دي چې د يوه هيواد په ودانولو، وده او پرمختګ كې كار ترې اخيستل كېږي. كله چې پر دې شتمنيو لاس ووهل شي او د انسان د تصرف نښې په كې وشي نو بيا دا طبيعي شتمني په كل
وطن او ملت
حبيب الله رفيع وطن او ملت وطن او ملت د نړۍ د سياسي ودانۍ پخې او بنسټيزې خښتې دي؛ له كومه وخته چې انسان ټولنيز فكر كړى او د ټولنې د اداري او سياسي اداڼې له پاره يې كار پيل كړى ، لومړى يې د وطن او ملت خښتې جوړې كړي او بيا يې د دې بنا د جوړولو له پاره زيار ګاللى دى. د وطن بستر يوه مشخصه جغرافيه او خاوره ده، په دې ساحه كې يو شمېر خلك ارادتاً راغونډ
ملي كلتور او ملي هويت
حبيب الله رفيع ملي كلتور او ملي هويت په يوه جغرافيايي سيمه كې چې يوه ډله خلك راټول شي او دا سيمه په ارادي توګه خپله مېنه وبولي، د زړه تړون ورسره ولري او په ودانولو كې يې مسؤولانه برخه واخلي، له همدې ټكي نه د ملي تشكل بهير پيلېږي او د ملت زړى اېښودل كېږي . د دې جغرافيايي سيمې، ځنګلونه، كانونه، اوسېدونكي او نور ټ
څلور سوه كاله وړاندې د مثنوي د اتيا نسخو له مخې تهيه شوى انتقادي متن
حبيب الله رفيع څلور سوه كاله وړاندې د مثنوي د اتيا نسخو له مخې تهيه شوى انتقادي متند مولانا جلال الدين بلخي مثنوي هغه فكري او معنوي لمر دى چې اووه نيم سوه كاله وړاندې له ختيځه راوخوت او ورو ورو يې په خپلو دايمي وړانګو ټوله نړۍ روښانه كړه. د دې لمر په رڼا ډېر ذهنونه روښان او وخت پر وخت د مولانا معنوي مريدان ، پيروان، مخلصان، لارويان او د دې كتاب خدمتګاران، نقادان، شارحان، مفسران، ترجمانان، چاپوونكي او ناشران پيدا ش
په خبرتيايي ټولنه كې د.....
حبيب الله رفيع په خبر تيايي ټولنه كې د ژبې او كلتور ساتنه زموږ عصر د اطلاعاتو د باران عصر دى، دا باران كله كله دومره تېز او خطرناك شي چې سيلونه ترې راولاړ شي او كله كله په توندو او سختو ګليو واوړي چې د نړيوالو ژبو او كلتور كروندې ته درانه ګواښونه او بې ساري زيانونه اړوي او د ژبې ژبدوديز او جوړښتي او د فرهنګ پاخه او بنسټيز بندونه نړوي. پخوا خبرتيايي ټولنه هم لكه د ژبې او كلتور د بهير غوندې ورو ورو او تجريدي روانه وه او ل