څه موده وړاندې د دفتر په رسمي چارو پسې کندهار ته تللی وم چې له ځانه سره مې کندهار مجله هم راوړه ،  په مجله کې د نورو ګڼو ليکنو تر څنګ د ښاغلي استاد معصوم هوتک ليکنه هم وه چې سرليک يې ؤ (ايا رشتيا بابا سعيد د سوري شېرشاه معاصر دی؟) ليکنه مې ولوسته او څرنګه چې په دې موضوع استاد حبيب الله رفيع هم کار کړی ؤ او بابا سعيد يې په خپل اثر (ادبي ستوري)  لومړي ټوک کې معرفي کړی ؤ او ما هم ادبي ستوري کتاب لوستی ؤ نو ومې غوښتل چې له استاد حبيب الله رفيع سره يې شريکه کړم چې د يوې مرکې په ترڅ کې  مې ورسره پرې خبرې وکړې او  راته ويې ويل: ( کومه تېروتنه چې له ښاغلي هميش خليل څخه د سعيد بابا  د ديوان په سريزه کې شوې وه، هغه ما اووه دېرش کاله پخوا په ۱۳۵۳ کال کې سمه کړې ده) معصوم هوتک صيب کاشکې پر يوې نوې موضوع وخت لګولی وای.  په هر صورت خو ما په ادبي ستوريو کې په صراحت ليکلي چې هغه سمونه هميش صيب هم  همهغه وخت منلې ده.

استاد دا هم وويل چې:

(ښاغلي هميش ته د سعيد د ژوند په باب يوه لويه کشاله ورمخته شوې ده او د يوې بوللې له مخې يې اټکل کړی چې سعيد د شيرشاه سوري د ټولواکۍ په وخت کې ځوان ؤ، شعر يې وايه او بيا يې تر ۱۱۲۴هجري قمري کال پورې ژوند يقيني دی چې په دې وسيله يې د ده ژوند د لس کاله کم ۲۰۰ کاله ګڼلی دی او که فرضاً سعيد بابا دومره عمر هم کړی وي نو ده په دې ټول عمر کې د ادبي فعاليت توان نه درلود او هم په خپله د ښاغلي هميش د وينا له مخې، ده خوشحال خان په ډېر احترام ياد کړی چې دا هم تر خوشحال خان نه د ده کشري ښيي او د هميش خليل دا اټکل چې سعيد بابا د شېرشاه سوري په وخت (۹۲۹هق) کې هم ځوان او شاعر ؤ د منلو وړ راته ښکاره نه شوه نو ځکه مې هغه بوللـه چې ښاغلي هميش خليل استناد پرې کړی په غور ولوستله او له بوللې نه چې کومه نتيجه لاسته راغله هغه دا ده چې سعيد بابا د تعامل له مخې د خپل وخت د پاچا ستاينه کړې او د دې ستاينې په باب يې په دې بوللـه کې هم ويلي:

هرګز دا عزم مې نه وه  په خاطر کې -  چې قلم مې تسويد مدح د سلطان کا

د صلحاوو مې وافر کتب په ديد شول – په کې وصف د سلاطين په خپل مکان کا

زه اټکل کوم چې دا بوللـه به د وخت د پاچا شاه جهان په ستاينه کې وي ځکه دا وخت لا د خټکو او مغلو تر منځ دومره شخړې نه وې راغلې، له خټکو سره د شاه جهان رويه ښه وه او خوشحال خان خټک هم په دربار کې کار ورسره کاوه. خصوصا دا چې سعيد د باچا په ستاينه کې غذر وړاندې کوي او دا له هغه بيت نه ښه څرګندېږي چې د شېرشاه نوم په کې راغلی او د هميش صيب سند دی، سعيد په دې بيت کې وايي :

 له دې مدح انسب ماته د شيرشاه وه  - په دوه توکه انصاف دا له ما بيان کا

دی په دې بيت کې وايي چې تر دې مدح ( د وخت د پاچا) نه ماته د شيرشاه مدح رالنډه وه. ځکه چې له هغه سره مې نسبي ارتباط دی او ماته انسب دی، يعنې دواړه پښتانه يو، دا په خپله ثابتوي چې ده د يو غير پښتون پاچا ستاينه کړې خو په دې دوو دليلو انصاف حکم پرې کړی چې د دې غير پښتون پاچا ستاينه وکړي، ځکه وايي:

يو يې حق د نعمت بار زما په دوش دی – او سلطاني بل د عالم په دا زمان کا

نو د سعيد د دې بوللې مطلب دا شو چې ده د وخت د يوه ناپښتون پاچا ستاينه کړې ده. سره له دې چې د نسب له مخې ده بايد د شيرشاه ستاينه کړې وای چې يو پښتون پاچا تېر شوی او د صالحانو لار يې په دې وسيله تعقيب کړې وای. خو د دې غير پښتون پاچا ستاينه يې په دې کړې چې يو يې د ده د نعمت بار په غاړه دی او بل د وخت پاچا دی او همدا سبب دی چې د سعيد بابا په باب دا هم ويلی شو چې ده لکه خوشحال بابا په اوله کې په دربار کې کار کاوه او ښايي چې دی به د خوشحال له نږدې خپلوانو څخه ؤ او له ده سره به يې يو ځای په دربار کې کار پرېښی وي . ځکه خوشحال خان هم د شاه جهان ستاينه داسې کړې ده: د هغه دور پاچا ؤ – قدردان شاه جهان

په نتيجه کې بايد ووايو چې د سعيد بابا د ژوند موده دوه پېړۍ اوږدول يوه تېروتنه ده. د شيرشاه سوري له نامه اخيستلو نه د پښتو محترم محقق هميش صاحب ته پېښه شوې ده نو حقيقت دا شو چې سعيد بابا له خوشحالخان خټک نه کشر او د ده د زامنو همعصر ؤ او شيرشاه سوري يې هم په دې حيث نه چې د وخت پاچا دی، بلکې په دې حيث چې د هند پښتون پاچا ؤ ياد کړی دی.