ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ!

د هندوستان د تاميل نادو ايالت د کويمبارتو ښوونځي د ۲۵۵شاوخوا زده کوونکو په داسې حال کې چې د مهاتماګاندي غوندې جامې يې اغوستې وې، نړيوالو ته يې د عدم تشدد مبارزې کولو او سولې پيغام واستاوه. هندي زده کوونکو په دې کار سره په ليمکا کتاب کې نوی ريکارډ ثبت کړ. ليمکا (Limca) ، په هندوستان کې د ريکارډ ثبتولو کتاب دی.

د ليمکا کتاب مدير آرټي وايي: “ د ماشومانو دا حرکت د ټول هندوستان د ماشومانو لپاره يوه انګيزه ده چې د هندوستانيانو پلار “ګاندي” هېر نه کړي... دی وايي د يوويشتمې پېړۍ په پيل کې په تدريج سره له ياده اوباسو چې څنګه خپلواک شوي يو او د خپلواکۍ زيری چا راته راوړی دی... دی په همدې ترتيب زياتوي “ زما لپاره د دې کتاب د يو مدير په توګه، د ريکاډ په کتاب کې دا دوه سوه يوولسم  ۲۰۱۱ ريکارډ چې د ماشومانو د خوځښت ريکارډ دی، ډېر پرتمين او له وياړه ډک دی”.

کارتیک باراتی، چې د همدې ماشومانو له ډلې دی وايي:“ ګاندي د دې هيواد پلار او د عدم تشدد مبارزې استوزګر ؤ. زما لپاره د وياړ  خبره ده چې يوه ورځ د ګاندي غوندې راووتم.

زده کوونکي په داسې حال کې چې د بامبو لرګي لکړې يې په لاسونو کې وې  او وطنۍ سندرې يې ويلې د هغو خلکو په منځ کې تېر شول چې د دوی ليدلو ته راغلي وو.

دوی د دې لپاره چې خلکو ته د ګاندي څېره ور په یاد کړي، ۵۲کسانو يې سرونه خريلي وو او پاتې نورو يې  د بدن د پوستکي په راڼه رنګ رنګ شوې ټوټې پر سر کړې وې. د ګاندې په څېر د ګردو چوکاټونو والا عينکې يې په سترګو کړې وې، د ګاندي غوندې مصنوعي بريتونه يې    ايښي وو او د خپلو کاليو پر ځای يې سپين رختونه تر ځان تاو کړي وو.

مهاتما ګاندي د عدم تشدد فلسفې مخکښ ؤ او د هندوستان د خپلواکۍ يو مهمه سټه وه. هغه په ۱۹۴۸کال د يو افراطي هندو په واسطه په ډهلي کې ترور شو.