habibullahrafi habibullahrafi
نوم: حبيب الله رفيع
د پلار نوم : نصرالله نقشبند.
د زېږيدو نيټه : د ۱۳۲۴هـ ش كال وږى .
زده كړه : په خصوصي ديني مدرسو كې.
اوسنۍ دنده: د افغانستان د علومو اكاډيمۍ مشاور.
ماموريت : په ۱۳۴۰ كال كې د پوهنې وزارت د تاليف او ترجمې په رياست كې د عرفان او "پوهنه" مجلو مهتمم.
په ۱۳۴۲ كال د تاريخ ټولنې غړى د " آريانا" مجلې او د كتابونو مهتمم.
په ۱۳۴۸كال كې د " د افغان ملت " جريدې مدير.
په ۱۳۵۱كال كې د فولكلور او ادب د ټولنې غړى او د " فولكلور" مجلې مدير .
په ۱۳۵۲ كال د پښتو ټولنې غړى.
په ۱۳۵۷كال د پښتو ټولنې غړى.
په ۱۳۵۷كال د پښتو څېړنو د نړيوال مركز غړى.
په ۱۳۵۸كال د افغانستان دعلومو اكاډمۍ غړى.
په ۱۳۶۱كال كې پېښور ته مهاجرت :
په ۱۳۶۱كال د پېښور پښتو اكاډمۍ علمي همكار.
په ۱۳۶۵كال د افغانستان د جهادي څېړنو دمركز او د "قلم" مجلې د ليكوالې ډلې غړى.
په ۱۳۶۶كال په اسلام آباد كې د افغانستان د ثقافتي شورى او د افغان جهادي مجلې د ليكوالې ډلې غړى.
په ۱۳۶۷كال د افغانستان د كلتوري ټولنې او د" سپيدې" مجلې د ليكوالې ډلې غړى.
په ۱۳۶۸ كال د افغانستان د جلاوطنه حكومت د تاريخ ټولنې او د " افغان مجلې د ليكوالې ډلې غړى.
په ۱۳۶۹كال د تلوسې مجلې مؤسس اومدير.
په ۱۳۸۰ كال بېرته هېواد ته راستنېدل.
په ۱۳۸۰كال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عالي شورى غړى.
ورسره د عرفان د فرهنګي مركز د نشراتو سرپرست او ورسره د طلوع افغانستان جريدې د ليكوالې ډلې مشر.
تاليفات:
1- سكروټې (شعري مجموعه) د ۱۳۴۵كال چاپ.
2- برېښ (شعري مجموعه) د ۱۳۴۶كال چاپ، افغان ملت.
3- د خلكو سندرې ، د ۱۳۴۹ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
4- د هوتكو نارې، د ۱۳۴۹كال چاپ، پښتون كتابفروشي .
5- د پښتو پخوانۍ تذكرې، د ۱۳۵۰ كال د چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
6- د تاريخ ټولنې كتابونه، د ۱۳۵۱ كال چاپ، تاريخ او ادب ټولنه.
7- د جمهوريت وږمې، د ۱۳۵۲كال چاپ، پښتو ټولنه.
8- پښتو پانګه لومړى ټوك د ۱۳۵۳ كال چاپ، پښتو ټولنه.
9- ادبي ستوري لومړى ټوك د ۱۳۵۳كال چاپ، پښتو ټولنه.
10- تېر يادونه (شعري مجموعه) د ۱۳۵۴كال چاپ ، تاريخ ټولنه.
11- د روښان ياد (شعري مجموعه) د ۱۳۵۵كال چاپ ، تاريخ ټولنه.
12- خواجه عبدالله انصاري او د ده مناجاتونه، ۱۳۵۵،د پښتو د انكشاف رياست.
13- پښتو پانګه ( دوهم ټوك) د ۱۳۵۶كال چاپ ، پښتو ټولنه.
14- پښتو خپرونې، ۱۳۵۶كال، د پښتو د انكشاف رياست.
15- پښتوكتابښود، ۱۳۵۶كال، د بيهقي كتاب خپرولو مؤسسه.
16- د پښتونخوا د شعر هاروبهار( ژباړه او ترتيب) ۱۳۵۶، ننګرهار مجله.
17- معرفة الافغانى ( سريزه او ترتيب) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.
18- د رحمان بابا دېوان (سريزه) ۱۳۵۶، پښتو ټولنه.
19- په افغانستان كې د ژورناليزم تاريخچه ۱۳۵۶، د تاريخ او ادب ټولنه.
20- د سره غره ګلونه، ۱۳۵۷، د امان كتاب خپرولو مؤسسه.
21- ناسيوناليزم او ملي مسايل ۱۳۵۸، افغان ملت ګوند، پېښور.
22- څوب ، ۱۳۵۸امان كتاب خپرولو مؤسسه.
23- ادبي ستوري ( دوهم ټوك) ۱۳۵۹، د اطلاعاتو او كلتور وزارت.
24- ژبپالنه، ۱۳۶۰، پښتو ټولنه، كابل.
25- زرينې څانګې ، ۱۳۶۰پښتو ټولنه.
26- زنځيرۍ ، ۱۳۶۱، پښتو ټولنه، ۱۳۶۵، پښتو اكيډمۍ پېښور.
27- په افغانستان كې د سيدجمال الدين افغان خدمتونه ،سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون ۱۳۶۲كال.
28- د استاد ياد، ۱۳۶۴، سنټرل ايشيا، پېښور پوهنتون.
29- اورونه اوويرونه ، ۱۳۶۳، امان كتاب ، پېښور.
30- د شمال له خوا شمال دى، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
31- زندان، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
32- د وينو بهير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
33- انجام، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
34- تصوير، ۱۳۶۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
35- ورك زوى څنګه پيدا شو ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۴، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
36- شاه شجاع او ببرك د تاريخ په تله كې ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
37- د روسي ښكيلاك رنګونه او نيرنګونه ، ۱۳۶۵پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
38- د استقلال څلورمه جبهه ( سريزه او ترتيب) ۱۳۶۵، پېښور ، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
39- وحشيانه تېرى او شرميدلې ماته، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
40- دمحمدي صاحبزاده ديوان ته ځغلند نظر، ۱۳۶۵، پېښور، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
41- فالنامه ( د خوشال خان خټك) سريزه او ترتيب ۱۳۶۵، پېښور پښتو اكيډمۍ .
42- روښاني ليكنې ۱۳۶۷، د ارزاني خويشكي ادبي ټولنه، پېښور.
43- ږلۍ او ګولۍ ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
44- افغانستان او د روسي دوستۍ داستان، ۱۳۶۸، د افغانستان د آزادو ليكوالو ټولنه.
45- آواره شيدا، ۱۳۶۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
46- ملي زاويه ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
47- ولونه، ولونه، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
48- د ستوريو كرونده ، ۱۳۷۶، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
49- محمود نامه ( سريزه او سمون ) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
50- هوتكنامه (سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
51- مهاجرت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۷۷، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
52- د بتانو هنګامه، ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
53- وصيت نامه ( سريزه او سمون) ۱۳۸۰، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
54- د تمدن سوغات ، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
55- ارمغان تمدن، ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
56- د افغانستان لنډكى تاريخ ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
57- تاريخ فشردۀ افغانستان ۱۳۷۸، د اريك كتابتون.
58- ليكونه او سرليكونه ، ۱۳۷۳ ، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
59- نامه ها سرنامه ها ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
60- مشال، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
61- مشعل، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
62- تمه، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
63- طمع، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
64- وو نه وو، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه، سويډن كميټه.
65- هره نيشه د زهرو ليشه، ۱۳۷۳، آو، آر ، آى.
66- نښانې او ترانې ، ۱۳۷۳، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
67- كتابونه دريابونه، ( لومړى ټوك) ۱۳۷۷، د ساپي د پښتو څېړنو مركز.
68- كتابونه دريابونه (دوهم ټوك) ۱۳۷۸، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
69- وصيتنامه د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
70- نسبنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
71- خټكنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
72- هندوكوه نامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
73- اخلاقنامه، د خوشال بابا، ( سريزه او ترتيب ) ۱۳۷۹، امان كتاب خپرولو مؤسسه.
74- پښتني ودونه ، د افغانستان د مرستو مركز، ۱۳۸۱، كابل.
مقالې:
تر پنځو سوو زياتې.
په سمينارونو كې ګډون:
د يو سلو شا او خوا كې علمي، ادبي، ملي او نړيوالو سمينارونو كې ګډون ، مقاله اورول او دفاع كول.
سفرونه:
ايران، عربستان، مصر، امريكا، كاناډا، جرمني، هالنډ، پاكستان او فرانسې ته.
د تدبير ليکنې
ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ!
ګاندي ماشومانو نړيوالو ته د سولې پيغام ورکړ! د هندوستان د تاميل نادو ايالت د کويمبارتو ښوونځي د ۲۵۵شاوخوا زده کوونکو په داسې حال کې چې د مهاتماګاندي غوندې جامې يې اغوستې وې، نړيوالو ته يې د عدم تشدد مبارزې کولو او سولې پيغام واستاوه. هندي زده کوونکو په دې کار سره په ليمکا کتاب کې نوی ريکارډ ثبت کړ. ليمکا (Limca) ، په هندوستان کې د ريکارډ ثبتولو کتاب دی.