.......او سپيدې وچاودې!!!
دنړۍ فضا له دوړو ډکه وه او له ګردونو .
د بشريت صحنه له وحشته ډکه وه او له ظلمونو.
انسانانو انساني لاره هېره کړې وه او آسماني .
د لوى خداى ج د رالېږل شوو پېغمبرانو له خوا روښانه شوې لارې تياره شوې وې او ظلماني .
دڅښتن کور او د ابراهيم على نبيناوعليه السلام له خوا جوړه شوې کعبه له بتانو ډکه وه او له اصنامو.
د لوى رب پر ځاى کاڼو ته سجدې کېدې او بتانو ته .
د عربو سيمه د سردارۍ صحنه وه او د بادارۍ .
چا به چې زر درلود، هغوى زور هم درلود او ځواک هم .
چابه ، چې زيار يوست، هغوى به مريان وو او مينځې.
ښخې د ژوند له حقه محرومې شوې وې او په دنيا کې د اوسيدلو برخه ترې اخيستل شوې.
جزيره العرب په توره تياره کې ژوند کاوه او په تياره تروږمۍ کې.
آسمان تور ؤ، ډېرتور او هيبتناک!
لمر څه ، چې حتى سپوږمۍ او ستوري هم نهام شوي وو او د رڼا لورى ورک شوى.
انسانان وو، خو انسانيت او معنويت نه.
ټولنه وه، خو نياو او عدالت نه.
ورځې اوشپې وې، خو بدلون او اوښتون نه.
دعربستان د رېګستان ګرميو لکه څومره ، چې بدنونه سوځول همدومره يې ضميرونه هم سوځول او وجدانونه هم .
انسان ناجي ته اړه درلوده او منجي ته.
انسانيت څلېدلو ته محتاج ؤ او رابرسېره کېدلو ته.
بشر هدايت ته ضرورت درلود او لارښود ته .
وګړو لارښود ته اړتيا درلوده او پېشوا ته .
نو :
لوى خداى ج په بشر مهربانه شو او د بښنې سيند يې په خپو.
څښتن په لارو کې بشريت لور ېينه وکړه او پېرزوينه .
د دې راخورې شوې تيارې د ورکولو اراده يې وکړه او د دې تروږمۍ د رڼولو .
د بشريت د معنويت دځلولو تکل يې وکړ او د برېښولو.
همدا ؤ ،چې د شپې عمر پاى ته ورسېد او دتيارې دوره انجام ته .
دتيارې انجام رڼا وه او ځلا.
سپېدې وچاودې او نور رادبره.
لمر څېره ووهله او سباوون په پيليدو.
له عبدالله کره دخداى ج نازولى بنده پيدا شو او د ده سپېڅلى استازى.
د بشريت د بخت دوره پيل شوه او د انسانيت د لوړ تيا او معراج.
محمد ص ماشوم ؤ ، لوى شو او ځوان.
صادق ؤ ، امين ؤ او پرهېزګار.
پوخ شو او د خپلې درنې دندې د ترسره کولو وړ.
لوى خداى ج په پېغمبرۍ مامور کړ او په رسالت.
وحې پرې راغله او جبرائيل.
قرآن پرې رانازل شو او د خداى ج فرمان.
د ذهنونو او فکرونو تيارې په ورکېدو شوې او په رڼېدو.
دحق رڼا په خورېدو شوه او په غوړېدو .
انسانيت پر حيوانيت بريمن شو او بريالى.
معنويت پر ماديت غالب شو او بر.
داشرف المخلوقات موقف وټاکل شو او دريځ تعيين .
دبتانو او کاڼو لمانځنه بنده شوه او د لوى خداى ج په وړاندې لمونځونه پيل.
دښڅو حقوق راژوندي شول او د ژوند حق تضمين .
د زور ، زر او کنز خاتمه وشوه او پاى.
د غريب او بېوزلي پالنه وشوه او پوښتنه .
د مساوات او عدالت دين راغى او دسولې او سلام "اسلام" خور.
د اسلام د حق دين لمن پسې خوره شوه او پراخه.
دنړۍ زياتو هېوادونو ته د اسلام د سولې او سلام لمن پلنه شوه او د دې سپېڅلي دين تعليمات دود.
دنيا ته دحضرت محمد ص په راتلو سره تياره د تل له پاره ورکه شوه.
... او سپېدې وچاودې !!!
• صلواه او سلام دې وي پر ده او د ده پر آل!
• د ده پر يارانو ، پيروانو او لارويانو!