د ولسمشر خپلې خبرې دي كه دامريكې د روانې ډرامې كوم پارټ دى؟
دا مركه د ښاغلي حامدكرزي د هغې وينا په اړه ده چې د غبرګولي په ۲۶ نيټۀ يې كړې وه. مونږ د خلكو غبرګونونه او انګېرنې په پام كې نيولي او بيا مو له استادسره مركه كړې چې تاسودرانه يې هم لوستو ته رابولو
د پاكستاني طالبانو اړوند د ولسمشر كرزي دوينا په اړه څه نظر لرئ ؟
- د دې ستر علت دا ؤ چې د پاكستان حكومت د خپلو طالبانو سره يو اړخيز تړون وكړ په دې تړون كې مهم ټكى دا ؤ چې طالبان به وسله وال او په خپلو سيمو كې حاكم پاتې كېږي، پاكستان به خپل عسكر د دوى له سيمو اوباسي، پاكستاني طالبان به په پاكستان كې تخريب نه كوي خو په مقابل كې به په افغانستان كې خپل جهاد ته دوام وركوي. دوى د اسلامي نظريې له مخې پوله نه پېژني نو ځكه په افغانستان كې عمليات خپل حق ګڼي.
دا چې پاكستان له طالبانو سره دا ډول شرايط ومنل او په افغانستان كې د دوى د مداخلې مخنيوى نه كوي په دې معنى چې پاكستان په افغانستان كې د طالبانو د بريدونو ملاتړ كوي نو ځكه نه يوازې دا چې د افغانستان دولت بلكې د افغانستان خلك هم مجبور دي چې د خپل ځان د دفاع له پاره په هغو ځالو بريد وكړي چې په افغانستان تېرى كوي. همدا اساس ؤ چې خلكو د كرزي د دې اعلان غوڅ ملاتړ وكړ.
- كه يوه مياشت وړاندې فكر وكړو د ثور په اتمه د افغانستان د دفاع وزارت، كورنيو چارو وزارت، امنيت او هغه چې د شوروي د ماتولو دعوه كوي ټولو د يو فير سره لوژ پرېښود ايا ديو اتومي ځواك سره د جګړې شيمه په كې وينئ؟
- دلته يو څه باريكي شته هغه دا چې د پاكستان د حكومت په وړاندې د جنګ اعلان نه دى شوى بلكې د هغو كړيو په وړاندې چې په افغانستان كې مداخله خپل روا حق بولي لكه بيت الله مسعود او ملګري يې. دا اعلان د هغوى په وړاندې شوى او بله دا چې دا د جنګ اعلان نه، بلكې يو سمبوليك غږ دى چې د پاكستان په حكومت شوى او هغوى يې د پاكستاني طالبانو سره د تړون كولو بدو عواقبو ته متوجه كول غواړي. ځكه تېر كال هم د پاكستان او پاكستاني طالبانو تر منځ همداسې يو تړون شوى ؤ خو كله چې د طالبانو خوښه نه شوه تړون يې مات كړ او مونږ او تاسو وليدل چې تر پاكستان او لاهور پورې د دوى عمليات وغځېدل، سور جومات يې په وينو سور كړ او حتى په پينډۍ كې يې د آى ايس آى په مركزي تاسيساتو بريد وكړ. د داسې تړونونو نيمګړتيا دا ده چې وسله په كې په ځاى پاتې كېږي.
- دلته بيا هم باريكي ده، هغه دا چې هغه مركزونه چې د افغانستان د نا امنۍ له پاره كار كوي هغه په موجوده افغانستان كې د ننه هم تر بريد لاندې راتللى شي او تر پولې هاخوا هم كه تربريد لاندې راشي هغه په هغو خلكو نه بلكې په تروريستي ځالو بريد دى.
- خبره دا ده چې د افغانستان حكومت ډېر كمزورى او بې كفايته دى او له بلې خوا دلته د ائتلاف او ناټو ځواكونه پراته دي، خپل سري عمليات كوي، دوى ورته هيڅ نه شي ويلى نو په دې اساس دوى تر اوسه نه دي توانيدلي چې له طالبانو سره كېني. د دى يو بل علت دا هم دى چې په حكومت كې د ننه هم داسې خطرناكې حلقې شته چې له طالبانو وېره لري او كه كله د روغې جوړې خبرې كېږي هم دوى يې د ناكامولو هڅه كوي.
- په دې كې خبره د افغانستان د امن ده، دوى ته ثابته ده چې د افغانستان نا امني له پاكستانه تغزيه كېږي نو دوى فكر كړى چې كه رښتيا هم داسې يو عمل وشي د افغانستان امن به تامين شي او د ناامنۍ ځالې به ړنګې شي.
- هاغه وينا د پاكستان په مقابل كې وه خو دا ځل د پاكستاني طالبانو د هغو ځالو په وړاندې ده چې له هغو ځالو طالبان را استوي او په افغانستان كې جګړه كوي.
- د سيم يا بمونو، يا ديوال په وسيله سرحد نه شي بنديدى ځكه دلته وروڼه قومونه دي چې يو ورور يې هاخوا او بل دېخوا دى چې په تېرو يو سل او پنځلس كلونو كې د دوى د تګ راتګ مخه نه ده نيول شوې. د لارې يا پولې د امنيت ساتلو نورې لارې هم شته يوه دا چې افغاني ځواكونه بايد پولې وساتي خصوصاً د ناټو هغه ځواكونه چې له ګڼو هېوادونو نه راغلي دي. ځكه له پولو نه وسلې او جنګي مهمات را اوړي او دلته په كليو كې بيا دوى پرې بمبارد كوي نو څومره چې خلك متضرر كېږي همغومره تضاد زياتېږي او د خلكو ملاتړ له حكومت سره كمېږي. نو ځكه د فساد اوبه بايد له سرچينو وچې شي.
- زه فكر كوم چې د امريكې ملاتړ به ورسره وي ځكه مخكې له دې چې كرزى دا خبرې وكړي، امريكې د خپلو ځواكونو په وسيله څو څو وار له كرښې هاخوا عمليات وكړل چې په كې پاكستاني عسكر هم ووژل شول او اوس هم داسې خبرونه شته چې امريكايي ځواكونه تر كرښې هاخوا د اسامه بن لادن په لټون بوخت دي.
- د اپوزيسيون نيتونه د افغانستان په اړه ډېر ناولي دي. د هغوى ستره هيله دا ده چې په افغانستان كې كه په هر قيمت وي واك تر لاسه كړي نو په دې اساس دوى له بېلابېلو ځواكونو سره ارتباط لري له روس سره يې ژور ارتباطات دي، له ايران او هندوستان سره يې ژور ارتباطات دي، له امريكې نه هم په دې منطق امتيازات اخلي چې كه ته يې نه راكوې ستا له سيال (روس) نه يې اخلو نو په دې مسئله كې هم دوى فكر كوي چې كه له پاكستان سره جګړه كېږي، نو افغان حكومت به كمزورى شي او مونږ به قدرت ته د رسيدو لار بيامومو.
- پښتانه ولې د جګړې اولښكر جوړولو ډېر ليوال دي؟ تاسو مخكې وويل چې هاخوا او دېخوا وروڼه قومونه دي نو د خپل ورور سره جګړې ته ولې دوى دومره بګړۍ نيولي دي بله لار دې ولټوي ؟
- په پښتنو كې متاسفانه يو مركزيت او معقوله رهبري نشته چې دوى اداره كړي، تل د دوى له احساساتو استفاده شوې او په ټولو جګړو كې دوى ښكېل شوي دي، په معاصر تاريخ كې چې له پرديو يرغلګرو سره كومې جګړې شوي په ټولو كې دوى د جګړې په لومړۍ كرښه كې جنګېدلي، قربانۍ يې وركړي خو ګټه بيا هغو كسانو كړې چې ځانونه يې له جګړې ګوښه ساتلي وو او تر جګړې ګټلو وروسته بيا راميدان ته شوي دي. زه دوى ته د شاعر دا خبره كوم چې وايي:
كه نن ويښ نه شوئ پښتنو د آزادۍ په چيغو
بيا بم له دې خوبه شپېلۍ د اسرافيل ويښوي
دوى بايد شعوري ويښ شي، پياوړى او معقول تشكل پيدا كړي.