د علامه عبدالحى حبيبي د څېړنو مركز له بېلابېلو جريدو، مجلو، ورځپاڼو او د افغانستان راډيو له ارشيفه د علامه عبدالحى حبيبي ګڼې مقالې راټولې كړي او غواړي په بېلابېلو ټوكونو كې يې په كتابي بڼه د زر مقالو\هزارمقاله په نامه چاپ كړي. څرنګه چې د استاد ليكنې پر بېلابېلو موضوعاتو دي لكه لرغون پېژندنه، ژبپېژندنه، كتاب پېژندنه،تاريخي جغرافيه، ادب پېژندنه، د اشخاصو او مشاهيرو معرفي، ټولنپېژندنه، تاريخ او د افغانستان او سيمې نور تاريخي مسايل نو اړينه وګڼل شوه چې دلوستونكو د لا پوهاوي او اسانتيا لپاره دا ليكنې له خواره واره توبه راوويستل شي او د موضوع په وېش يې په بېلابېلو ټوكونو كې پرلپسې چاپ كړي. دې كار وخت ته اړتيا درلوده چې د څو كلونو په اوږدو كې وتوانيدو د څلورو لومړيو ټوكونو لپاره مقالې غوره كړو چې په لومړي ټوك كې د افغانستان ټولنيزو، فرهنګي، فكري، اقتصادي او سياسي بدلونونو اړوند ليكنې راټولې شوي او په پنځه سوو مخونو كې په افغان مسلكي چاپځي كابل كې چاپ شوى دى.
تدبير