حبيب الله رفيع

تاريخ اعثم كوفي
( په پښتو ژبه )

ابو محمد احمد بن على اعثم كوفي يو عرب مؤرخ ؤ چې ددريمې هجري پېړۍ په اواخرو او دڅلورمې پېړۍ په اوايلو كې يې ژوند كاوه ، دى محدث او دعربي ژبې شاعر هم ؤ چې په ۳۱۴ هـ ق كال وفات شوى دى.
ده دالفتوح ابن اعثم كوفي په نامه يو تاريخ كښلى چې داسلام تاريخ دحضرت محمد (ص) له رحلت نه دهارون الرشيد تر خلافته پورې پكې راغلى او دعراق ، فارس، خراسان ، ارمنستان ، اذربايجان  او د منځنۍ  اسيا ځينې نورو هېوادونو د فتوحاتو پېښې يې پكې راوړې او په دې برخه كې يو باوري اثر دى ، ده دا اثر په عربي ژبه كښلى دى.
څرنګه چې دې اثر د افغانستان ، ايران، او منځنۍ آسيا د نورو هېوادونو پېښې درلودې او خصوصاً ددې سيمې خلكو ته ډېر مهم ؤ نو يوه هراتي ليكوال محمد بن احمد بن ابوبكر هروي په درى وژباړه چې ژبه يې خوږه ، پخه او روانه وه، دا ژباړه په ۵۹۶ هجري قمري كال وشوه چې ګڼې نسخې يې موجودې دي.
خان افضل خان خټك چې د پښتونخوا په اكوړه خټك كې دخپل نيكه خان خوشال خان خټك او دخپل پلار اشرف خان هجرى ځاى ناستى ؤ او دخانۍ او سياست تر څنګ يې لكه خپل نيكه او پلار د ژبې او كلتور خدمت ته هم ملا تړلې وه او پتېيلې يې وه چې مهم كتابونه په پښتو كې وليكي او وژباړي، ددې ليك او ژباړې كار يې په خپله هم كاوه او ديوه جوړ كړي عملى مركز له لارې  يې دوخت ځينې علما او پوهان هم ګومارلي وو چې په دې برخه كې كاروكړي او لګښتونه يې دده له خوا وركړل شي. په دې لړ كې يې تاريخ مرصع په خپله ليكلى ؤ، منثوره بازنامه يې كښلې وه، عرفانى تفسير يې ژباړلى ؤ، كليله او دمنه يې پښتو كړې وه، قلب السير يې دخپل تره ګوهر خان خټك په وسيله ژباړلى ؤ، دخپل نيكه آثار يې را ټول كړي اوخطاطي كړي وو، داختيارات بديعي متن دده په غوښتنه پښتو شوى ؤ چې په دې لړ كې يې د ژباړې له پاره داحمد بن اعثم كوفي تاريخ هم خوښ كړى او دخپل وخت يوه عالم محمد مظفر ته يې سپارلى ؤ چې په پښتو يې واړوي.
محمد مظفر دا كتاب په ۱۱۲۶ هجرى سپوږ ميز كال وژباړه نوم يې تاريخ اعثم كوفي پرې كښېښود او په يوه سريزه كې يې دا مطالب په تفصيل وكښل چې يوه برخه يې دا ده :
(( سبحان الله و بحمده لمن الملك اليوم لله الواحد القهار* ابتدا په نامه دهغه خداوند چې په دنيا كې يې څوك په غم كړه څوك په انند. درود دى په بهترين خلايق باندې چې محمد دى صلى الله عليه وسلم چې بې له خدايي خداى دهر صفت لايق كړى دى او په آل او يارانو دده چې همه واړه پسوللي دي په پسول درضا ، د تسليم.
پس له حمده له دروده دا كتاب چې تاريخ اعثم كوفي باله شي له ديبا چې يې هسې معلومېږي چې اول خواجه احمد بن اعثم  كوفى په عربي ژبه تصنيف كړى ؤ، پس تر هغه محمد بن احمد مستوفى هروي چې تمام له اوله تر آخره مطالعه كړ له ډېرو بهترو فوايدو يې ډك وليده، په سبب دا سانۍ يې په فارسي ژبه ترجمه  كړ. سن هجري پونسو شپږ نوي ؤ، هرګاه چې نسخه د فارسي تر نظر فيض اثر دخان چې عالي شان دى ، لوى قدر، بلند مكان دى، كرم كړونى فيض رسوونى دى، عطا كوونى ، خطا بخشونى دى ، صاحب د تورې هم دقلم دى . حامي ددين دى، په دين محكم دى، سيند د سخادى، كان د احسان دى، بل په خانانو كې غوره خان يعني محمد افضل خان ولد محمد اشرف خان خټك  سلمهماالرحمن ، تېره شوه ، خاطرعاطر ته يې قبوله ډېره شوه ځكه چې مشتمله په لويو – لويو حقايقو وه لكه انواع دعلم د مروت ، دفتوت ، دسخاوت ، دشجاعت ، دحكمت ، دعقيدت، د معرفت ترې حاصلېده، په زبان ګوهر فشان يې تېر شول چې دنيا څو ورځې ژوندون دى، چې مرګ شته ، پېري شته ، نه غم په كار دى نه شاد ماني چې كه دا كتاب له فارسي په پښتو ژبه ترجمه شي يقين چې پښتانه به هم په سبب د خپلې ژبې په دا هو نبره فوايد و چې ذكر شول بلكه نور نور ښه خصلتونه ددين او دنيا ترې واخلي. بل هغه خان چې اسم مبارك يې قلم په زبان  اخيستى دى، ظاهر باطن دا مينه محبت لري چې كه د پښتنو عالمان فاضلان مې جمع كړى، دا همه كتابونه ، څه تفسيرونه يا حديثونه كه څه اصول وي هم څه فروع وي بل كه منقول وي يا څه معقول وي يا څه پندونه يا حكمتونه وغيره ، هر چې ددين فن دى ياعلم د بدن دى په عربى دى كه په فارسي دى په قدر د توان مې ملا دديو په خدمت و تړلى او ديو دپښتو په ترجمه مشغول شوى كوندې ازان لږ ډېر پښتانه ترې مستفيد شي او يو يادګار په جهان كې پاتو شي، حق سبحا نه جل شانه دې داعظيم مطالب په مطابق دخپل خواهش له خيره پوره كا. آمين.
اوس چې سن ۱۱۲۶ هجرى زرسل شپږويشت دى ، په دا آوان فرخنده نشان چې پادشاهي د فرخ سپر بهادر ده ، دريم كال د ده د جلوس شوى دى، احقر مقصر محمد مظفر ولد ملا اسمعيل قريشى چې پښت په پښت دعا ګوى او خانه زاد دى په حكم داشارت دهغه صاحب و قبلۀ خدايګاني عالم عامل عادل دى، ظلم جور و جفا دده په وخت لكه عنقا نام لري نښان نه لري. رنګ ، رنګ رعايت په حق درعايا لري، انواع عنايت په حق دخلق الله لري. خويونه يې واړه نېك دي، خصلتونه يې همه بزرګ دي ، بيت:
اوصاف به څو كښم دهغه خان  اوس به دعا كړم تنګ دى ميدان
څو چې دنيا ده دى پرې مدام لرې 
اقبـــال دولت يې همېش غلام لرې
     آمين
په ضمير منير د سخندانو دې روشن وي چې دا قسم كارونه هغه څوك كاندې چې پوه وي په نوع – نوع علمونو باندې ، پس هر څه لوازم ودې خذمت وي كما حقه به په څو سببه را څخه په ځاى نه شي اول دا چې هېڅ علم و ادب نه لرم ، لاس مې دزمانې له روزګاره خالى دى، دريم فكر دخرڅ عيال و اطفال راسره دى اما په اعتماد د اقبال خداوندي او دذره پروري مې  شروع په ترجمه د پښتو كې وكړه ، اميد چې په فضل دحق سبحانه جل شانه په فر دولت دهغه خداوند عن نصره له خيره په اتمام ورسي. انشا ء الله تعالى. ))
په دې ترتيب داحمد بن اعثم كوفى تاريخ دهغه له دري ژباړې څخه په خوږه او روانه ژبه ژباړل شوى او له سريزې ښكاري چې افضل خان ژباړن ته مادي امكانات هم برابر كړي او بيا يې تر ژباړې وروسته  متن لوستى ، سم كړى او بيا خطاط ته سپارلى دى.
ژباړن د كتاب ژباړه د پښتونخوا په لا چۍ كې كړې چې هلته دافضل خان خټك زوى محمد سعيد خان حاكم ؤ او ده ته يې د كار ټول امكانات برابر  كړي وو، موږ دمحمد مظفر خان نثر په مقدمه كې ولوست  خو په پايزه كې يې خپل مطالب په نظم بيان كړې چې دلته يې دا مطالب تاسو ته دده دنظم دنمونې په توګه هم راوړو:
پــــه مـــــــدد د پـــــاك سبحان  پـــه اقبــــــــال دعـــــاليـــشان
چــــې تــــــــــاريخ اعثم كوفي  پــــه پښتو شــــــــه لـه فارسي
هــر چې صافه ترجــــــــــمه ده  هــغـــــــه خان كـــــړې هـمه ده
عبارت يې (په) ايجـــــاز وي  مطـــلب واړه پكــــې سازوي
عــــبارت كــه چېرته خام وي  پـــــه كاتـــب يې ناتــــمام وي
دانـــــايـــان دې عـــيب نه كــا  په اصـــلاح يې دى مټ و كا
داخــــــــــــبره ده تــــمــــامــــــه   عــــفو ه ښــــه تــــــر انتـــقامه
كـــه قبول دخان صاحب شي  مفتـــخر به يې كاتـــــب شي
چــــــې نظر يې فيض اثر وي  مـــس ته وګوري نور زر وي
دا كتـــاب چې تر جــــمه شه  په لاچـــــۍ كې تــم همه شه
پـــــه خدمت د سعيد خــــان وم  خـــان وركړى په هـــر شان وم
دوى د هـــــــسې ونـــې بــــــردى  شــــيرين ځـــــــــكه سراسردى
سعيدخان دې خداى سعيد كا  تــــل دده پـــــه مخ دې عيد كا
ترجــــــمه چې شــــوه تمــــــــامه   اوس تــــاريخ ګوره نيــكنامه
صــــدرحمـــــــت په هغو باندې  عــربي چـــــــې فارسي كاندې
دمــــــصراع تـــــاريخ يكسو كا  يا چې څوك فارسي پښتو كا
دمحمد مظفر پښتو نثر دوخت ترټولو نثرونو معياري ، روان او پوخ دى او نظم يې هم روان او بې تعقيده دى.
دتاريخ اعثم كوفي د پښتو ژباړې قلمي نسخه دملي ارشيف دخطي نسخو په خزانه كې خوندي ده، له يوې زړې نسخې نه چې په زنځيري ليكد ود ده په پوره امانتدارۍ رانقل شوې، ددې نسخې ۳۶۴ مخونه  ارواښاد محمد رفيق قانع رانقل كړې او پاتې مخونه يې له ۳۶۵ مخ نه تر پايه يعنى ۵۵۸ مخ پورې ارواښاد محمد شير ګل ليكلى او په پاى كې ارواښاد علامه حبيبي پرې كښلي: (( نښانى سو، ټول كتاب ۵۵۸ مخه دى))
له دې څخه ښكاري چې داعثم كوفي د تاريخ پښتو نسخه دارواښاد علامه حبيبي په زيار پيدا شوې او هغه وخت د پورتنيو ښاغلو په وسيله نقل شوې چې ارواښاد علامه حبيبي د پښتو ټولنې رئيس ؤ.
دټولو يادو شوو پوهانو اوعالمانو ارواوې دې ښادې وي!