له استادحبيب الله رفيع سره د تدبير مركه
(ناكسي ده هسې نه چې بې كسي ده)
- پ: د راتلونكو ټاكنو په اړه څه نظر لرې؟
- ځ : زما له نظر يونمايش او يوه ډرامه ده. ځكه حالات دې ته برابر نه دي چې په واقعي توګه انتخابات تر سره شي. لومړى دټاكنو د كارټونو بيا وېش له واقعيتونو او د افغانستان له حالاتو ليرې دي. تر نيم زيات افغانستان كې كارټونه ويشل كيداى نه شي او كه څو زره محدود كارټونه ووېشل شي بيا هم د رايو د وركولو شرايط نه شي پوره كولى. د اطلاعاتو له مخې ځينو خلك په قومي سيسټم د كارټونو په وېشلو كې مداخله كوي او د ۱۸ كلن پر ځاى ۱۲ كلن هلكانو او نجونو ته كارټونه وركوي خو په ځينو نورو كې چې شرايط يې پوره كړي وي بيا هم كارټونه نه شي ور رسيدلى. په دې اساس انتخابات هغه وخت عادلانه او قانوني بلل كېداى شي چې ټول هيوادوال (نارينه او ښځې) چې د رايې وركولو شرايط ولري برخه په كې اخلي. بله دا چې د ټاكنو كمسيون هغه چمتوالى چې بايد ونيول شي نه دى نيول شوى او د كمسيون مسؤولين په ډاګه وايي چې په ټاكلي وخت انتخاباتو ترسره كولو ته چمتو نه يو. خو ځينې كسان چې خپله ګټه په خړو اوبو كې ګوري نو ټينګار كوي چې انتخابات دې د راتلونكي كال تر غبرګولي وړاندې وشي.
دوى ښه پوهېږي چې په قانوني توګه له ولس نه د رايې ترلاسه كولو چانس نه لري نو، له داسې ګډوډۍ نه په استفادې سره به د تېر په څېر قدرت ته ورسېږي.
- پ: د راتلونكو ټاكنو په اړه خلك درې ډوله فكرونه لري:
1. يوشمېر خلك وايي امريكا نه غواړي چې انتخابات ترسره شي ځكه اوسنى حكومت د هغوى له خوښې سره سم دى او ټولې غوښتنې يې ترسره كوي او له بلې خوا په نويو ټاكنو ډېر لګښت كېږي.
2. ځينې وايي په خپله اوسنى حكومت هم نه غواړي چې ټاكنې وشي ځكه د بيا راتګ چانس هسې هم نه لري نو غواړي چې د قدرت موده يې وغځېږي.
3. او ځينې بياوايي امريكا خپل اهداف لري غواړي د همدې حكومت په شتون كې يې ترلاسه كړي. دغه ډله خلك دا شك هم كوي چې ناامني په خپله بهرنيانو رامنځته كړې څو خلك ومني چې ټاكنې ناشونې دي تاسو څه نظر لرئ؟
- ځ: د لومړۍ ډلې په اړه به ووايم چې په امريكا كې حكومت بدل شوى دى او نوي حكومت ژمنه كړې چې د افغانستان په اړه به زياته پاملرنه كوي نو په دې اساس د دې حكومت بقا د امريكې د اوسني حكومت لپاره ګټوره نه ده او كه همدا پر ځاى پرېږدي نو بيا به هغه ټوله ناكامي چې بش او اوسني افغان حكومت ورسره مخ ؤ د امريكا د اوسني حكومت په غاړه بۀ وي. دا چې ټاكنې لګښت غواړي، د نړۍ والې ټولنې لپاره وړه خبره ده.
- د دويمې ډلې په اړه به ووايم چې اوسنى حكومت دومره كمزورى دى چې د قدرت رقيبان يې تل ګواښوي او د دې جرات نه لري چې هغوى ته ووايي چې انتخابات نه كوم.
- د درېمې ډلې فكر هم لومړۍ ډلې ته ورته دى. ځكه په امريكا كې نه يوازې دا چې حكومت بدل شوى بلكې حزب او پاليسي هم بدله شوې ده. هغه نه يوازې په افغانستان كې بلكې په ټوله نړۍ كې د بش د ناكام سياست له پرمخ بيولو ډډه كوي. خو له دې ټولو سره سره انتخابات ناشوني دي.
- پ : ستاسو په نظر په امريكا كې حكومتونه بنسټيز دي او كه د CIA د پاليسو كركټران دي؟
- ځ : په واقعيت كې د امريكې اداره د CIAپه لاس كې ده خو د پردۍ پر مخ انتخابات كېږي او د خلكو په خوښه حكومتونه راځي لكه مونږ چې وليدل يو هغه تور پوستى چې پنځوس كاله پخوا يې د رايې وركولو حق نه درلود، اوس د رايو په اخيستلو بريالى شو. خو يو مهم بنسټيز ټكى چې په دې برخه كې د پام وړ دى هغه دا دى چې CIA او د امريكا انتخابي حكومتونه دواړه به په ملي او نړيواله سطحه د امريكې ګټې ساتي. موږ وليدل چې د بش حكومت ناكام حكومت ؤ خو د دې ناكامۍ ستر لامل په خپله CIA وه. د ناكامۍ مسؤوليت د بش په غاړه پرېووت او د اصلاح صلاحيت CIA ته پاتې شو. هغه كولى شي چې د بش په غاړه د ټولو مسؤوليتونو په وراچولو په اداره كې بدلون راولي. په دې ترتيب به هم د امريكې بنيادي ګټې وساتل شي او هم به د بش تېروتنې تصحيح شي او هم به داسې وښيي چې نوى حكومت خپله اراده لري، خپله پاليسي لري او خپل پروګرام لري. يعنې د امريكې بنسټيزه ستراتيژي په ملي او نړيواله سطحه نه بدلېږي خو په تكتيكونو كې يې هر ډول بدلونونه راتلى شي.
- پ : داسې فرض كړئ چې امنيت هم راغى، ټاكنو ته لاره هم هواره شوه ايا كوم ملي زعيم وينئ چې د ملت د بې شمېره دردونو درمل شي؟
- ځ: زمونږ ستره ستونزه همدغه ده. په تېرو دېرشو كلونو كې كودتايي او تحميل شوي حكومتونه د پرديو په لاس كې وو او په دې دېرشو كلونو كې د هر بهرني لاسوهونكي هڅه دا وه چې ملي زعامت رامنځته نه شي نو ځكه د ملي مشرتابه يوه لويه تشه رامنځته شوه چې ډكېدل يې ډېر كار، زيار او د ملت وحدت او ګډه اراده غواړي.
- پ: كه بهرنيان هيڅ لاسوهنه ونه كړي ايا داسې شخص شته چې ملت پرې باور وكړي يا د باور وړ وي؟
- ځ: الفت صيب ډېر پخوا ويلي وو : (ناكسي ده هسې نه چې بې كسي ده) كسان پيدا كيداى شي خو پرديو هڅه كړې چې ناكسان په مونږ وتپي. نو دا د دې معنى نه لري چې دلته رهبر نه شي پيدا كيدلى او ملي رهبر نه شي رامنځته كيدلى.
- پ: دخلكو ستره انديښنه همدغه ده چې دا څوك په ميدان كې دي ټول ازمويل شوي خلك دي نو دا ملي رهبر ولې د سورت يس غوندې په اوو پوښونو كې پټ دى چې نه راووځي؟
- ځ: دا موضوع به وخت غواړي، نو په دې خاطر زما نظر دا دى چې د اوس لپاره بايد لويه جرګه په يو نړيوال تضمين او مالي ملاتړ راوغوښتل شي او د هغې له خوا يو مؤقت حكومت جوړ شي او بيا د امنيت په راتلو سره د واقعي انتخاباتو لاره هواره شي او همدا وخت كيداى شي چې داسې يو رهبر راپيدا شي چې هغه د ملت په ملاتړ واك تر لاسه كړي او په ملي درد او اخلاص ملت ته خدمت وكړي.
- پ: خلك به يې څنګه داسې ناڅاپي وپېژني چې دا ملي مشر دى او بله دا چې بيا له سره لويه جرګه راځي نو په اساسي قانون دا بې خرته لګښت څه ګټۀ وكړه؟
- ځ: په هر صورت . اساسي قانون د يوې داسې لويې جرګې له خوا جوړ شوى ؤ چې د ولس واقعاً نماينده ګي يې نه وه كړې او داسې يو حكومت ته وسپارل شو چې د تطبيق هيڅ كفايت يې نه درلود. نو ځكه دا اړتيا پيدا چې له سره دې لويه جرګه راوغوښتل شي او نوى مؤقت حكوت دې جوړ شي. تاسو پوهېږئ چې هر څه فرصت غواړي په دې وخت كې بۀ د دې فرصت هم پيدا شي چې كسان ځانونه ولس ته وړاندې كړي، امتحان وركړي او د ملي مشرتابه لپاره لاره هواره شي. ځكه د هر څه پخېدل ټاكلى وخت غواړي. نو په دې وخت كې به ټاكلى وخت هم تېر شوى وي او د بهرنيانو منګولې چې زمونږ په ستونو او برخليك خښې دي هغه به هم سستې شوې وي. نور هر ډول عجولانه او بېړنۍ كار نه داچې چارې سمولى نه شي، بلكې نورې يې هم خرابوي.