"وروري به كوو حساب تر منځه"


استاده!  د افغانستان د اساسي قانون په شپاړسمه ماده كې راغلي چې ̎په هېواد كې موجود ملي، علمي او اداري مصطلحات ساتل كېږي̎ ملي مصطلحات څه شى دي؟
- ملتونه چې تشكل كوي د وخت له اړتيا سره سم فرهنګي، اجتماعي، سياسي او اقتصادي ادارې په كې جوړېږي او ملي او دولتي تشكيلات په كې رامنځته كېږي چې دې ټولو ته په خپل خپل وخت نومونه اېښودل كېږي او دا نومونه په دفتر، ديوان او رسمياتو كې ځاى مومي. ورسره د ژوند په ټولو چارو كې حكمي او حقوقي شخصيت پيدا كوي. د محكمو پرېكړې او د ادارو اجراات ټول په همدې ټاكلو نومونو كېږي او په اسنادو كې ثبتېږي او په قوانينو كې د دې ادارو صلاحيت او حيثيت خوندي كېږي. څرنګه چې دا نومونه له خپلې لغوي معنى څخه يوې نوې اصطلاحي معنى ته ورننوزي نو ځكه يې ملي مصطلحات بولي او ملي ترمينالوژي هم ورته وايي. دا مصطلحات ځكه نه بدلېږي چې ټولې دولتي راشې درشې او پرېكړې پرې ولاړې دي او كه كله په كې تغيرات راځي نو بيا په ټولو اجرااتو كې ستونزې پېښوي له همدې امله كله كه يوه ملي اصطلاح بدلېږي نو بيا دې ته اړتيا پيدا كېږي چې په اړوند قانون كې ځاى وركړاى شي او د رسمي جريدې له لارې ثبت او اعلان شي.
- د اساسي قانون په همدې شپاړسمه ماده كې دهېواد په ټولو ژبو خپرونې ازادې دي او هر څوك كولى شي چې خپله ژبه وكاروي. ̎ په هېواد كې د مطبوعاتو، راډيو او تلويزيون خپرونې د هېواد پرټولو مروجو ژبو اّزادې دي.̎ د دې معنى دا ده چې د هېواد په هره ژبه كې ليكنې او خپرونې كيدلى شي خو ملي مصطلحات د ملي هويت او ملي تشخص له پاره په همغه بڼه چې تثبيت شوي دي كارول كېږي. يعنې ملي مصطلحات په ژبو اړه نه لري په ملت اړه لري. له همدې امله دي چې زموږ ملي مصطلحات يوازې د يوې ژبې نه دي، بلكې له ملي او حتى نړيوالو ژبو اخيستل شوي دي. په دې مصطلحاتو كې پښتو او دري لغتونه په شرعي ادارو كې تر ډېره حده عربي لغتونه، په نظامي برخه كې ځينې تركي لغتونه او په سياسي او ډپلوماټيكو او ټولنيزو چارو كې د بهرنيو ژبو لغتونه هم راغلي دي لكه: پوهنتون، ښاروالي، څارنوالي، قرارگاه،  حقوق، محكمه، قضا، عدليه، شورى، وزارت، حكومت، رياست، قاغوش، نظام قراول، قشله، فرقه، تعليمنامه، ډګروال، ډګرمن، اتشه، ډپلومات، سفير، اژانس، راډيو، ټلويزيون، مخابرات، جريده، مطبعه، مجله، رساله او نور.

د دغو ملي مصطلحاتو جوړول، تصويبول او بدلول د چا په واك كې دي؟
-  ملي مصطلحات د وخت په بهير كې له اړتياوو سره سم رامنځته كېږي، مثلا يوه نوې اداره جوړېږي او دا اداره كه دولتي وي او كه ملي وي د هغې چارواكي ورته نوم ږدي او عامېږي، بالاخره د رسمي كېدو له پاره ثبتېږي او كله چې قوانينو ته ننوځي، رسمي شي او خپل حيثيت تثبيت كړي چې كه څوك يې بيا بدلوي نو د وړو مؤسسو د نومونو اېښودل او بدلېدل د واكمنو مقاماتو له خوا وړانديز كېږي او د باصلاحيته محكمويا ادارو له خوا پرې پرېكړه كېږي او په رسمي جريده كې نشرېږي او د سترو مؤسسو او ادارو نومونه د قوانينو دنده ده. مثلا زموږ زيات ملي اصطلاحات زموږ په اساسي قانون كې خوندي دي او نور يې په فرعي قوانيو كې راغلي دي لكه دولت  چې زموږ د ملي مصطلحاتو يو لوى نوم دى چې درې قواوې لكه شورا، قضا او حكومت يې په تركيب كې شامل دي يا شورا دوه پوړه لري چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه دي . همداسې نورې ادارې او مؤسسې دي چې نومونه يې يوازې د لويې جرګې له خوا د معقولو دلايلو په بناء بدلېدلى شي. په دې ترتيب ملي مصطلحات د نظام او ادارې په چلولو كې بنيادي ونډه لري، بدلو يې يوازې د لويې جرګې قانوني حق دى.
- په اساسي قانون كې دغه ملي مصطلحات توضيح شوي نه دي بلكې يوه لنډه اشاره ورته شوې ده خلك يې څنګه پېژندلى شي؟
- اساسي قانون په كلياتو ولاړ وي او په كلياتو كې د دولت ټول سياسي، نظامي او فرهنګي تشكيلات په همغو نومونو ياد شوي چې رسميت لري، موږ كولى شو چې د ملي مصطلحاتوزياته برخه له اساسي قانون څخه استخراج كړو او څه چې پاتې كېږي نو څرنګه چې فرعي قوانين د اساسي قانون له مخې جوړېږي، هلته راځي او له فرعي قوانينو څخه بايد استخراج شي.
دا چې په اوس وخت كې د ملي مصطلحاتو د بدلونې هڅې كېږي او له بلې خوا دا ناندرې هم ويل كېږي چې ولې تعريف شوي نه دي ايا ملي مصطلحات ځانګړو تعريفونو ته اړتيا لري او بله دا چې څوك يې بايد تعريف كړي؟
- ما مخكې وويل چې ملي مصطلحات كوم قاموس نه لري چې په كې تعريف شي بلكې د قانون په متن او بطن كې په خپله راځي لكه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، ملي شورا، قضا، څارنوالي، ستره محكمه، ملي امنيت او نور په لسګونو مصطلحات چې يوازې له اساسي قانون، فرعي قوانينو او رسمي جريدې څخه د هغو را ايستل، ليست كول او ترتيب كول دي چې دا كار بايد دعدليې وزارت وكړي.  همدا راز د ملي مصطلحاتو د ساتلو دنده د دولت د درېګونو قواوو په غاړه ده او رسنۍ هم بايد د قانون د حكم له مخې د هغو په ساتنه كې برخه واخلي.
په نړۍ كې ډېر داسې هېوادونه دي چې تر يوې زياتې ژبې په كې رسميت لري د هغوى د ملي مصطلحاتو تركيب څنګه دى؟
- ما مخكې دا هم وويل چې ملي مصطلحات په ژبې پورې اړه نه لري بلكې په يوه دولت، ملت او سياسي چوكاټ پورې اړه لري، نو په دې اساس ملي مصطلحات په يوه ملت او دولت كې سرتاسري وي په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې مركزي نظام لري د هېواد په ټولو برخو كې يې ملي مصطلحات يو راز وي. د بېلګې په توګه زموږ ګاونډى هېواد ايران چې په ټول هېواد كې يو راز ملي مصطلحات لري يا پاكستان چې فيډرالي هېواد دى خو ملي مصطلحات يې بيا هم په څلور واړو صوبو كې يو راز دي. كه څه هم په دواړو هېوادونو كې د بېلابېلو ژبو ويونكي شته.
ولې د ملي مصطلحاتو د بدلولو هڅې كېږي او دولت پر غوږ نه ګروي ايا دا خو په ملت كې د تفرقې اچولوكومه دسيسه نه ده؟
- خبره دا ده چې جګړو په تېرو دېرشو كلونو كې د افغانستان د ژوند ټولو اجتماعي، سياسي ، فرهنګي او اقتصادي اړخونو ته زيانونه واوښتل، هېواد ته پردي لاسونه راوغځېدل چې د نورو مادي ستونزو تر څنګ يو شمېر هېوادونو د فرهنګي يرغل هڅې هم وكړې او د دې هڅو د پلي كولو له پاره يې په افغانستان كې د ننه اجيران او مزدوران وموندل او د افغانستان موجوده دولت چې د جګړې له بستره راولاړ شوى ؤ ځواك او قوام ته ونه رسېد، د دولت د قواوو او ادارو تر منځ يو والى رانغلو، سيالۍ او مخالفتونه په كې چاغ شول نو په دې اساس دولت قانونيت ونه موند او د قانون د پلي كولو په برخه كې ناكام پاتې شو. له همدې كبله د دولت په منځ كې د ملي وحدت ماتولو، د ملي ګټو له منځه وړلو او د ملي ارزښتونو له منځه وړلو هڅې وشوې او يو شمېر كسانو له همدې موقعې نه په استفادې سره د نورو د هدفونو له پاره كار پيل كړ او په قصدي توګه په ملت كې د تفرقې اچولو له پاره راولاړ شول.

زما پوښتنه داوه چې ايا بهرني ځواكونه خو به د وېشلو او حكومت كولو له پاره دا تفرقې نه اچوي؟ 
- بهرني هېوادونه هر يو د خپل خپل هدف له پاره راغلي د ګډې ستراتيژۍ له مخې كار نه كوي او د افغانستان دولت هم دومره كمزورى دى چې له دې امكاناتو استفاده نه شي كولى نو ستاسو دا خبره هم د پام وړ ده چې ځينې هېوادونه قصدا د خپلو هدفونو د پرمخ بېولو له پاره په ملت كې د تفرقې اچولو له پاره كار كوي.
دقانون د پلي كېدوپه اړه دولت كمزورى دى او كه پاليسي يې د يو بام او دوه هوا ده ځكه څه موده وړاندې په مورنۍ ژبې د زده كړې غوښتنه وشوه نو دولت پرې سترګې پټې كړې اوپه مصلحتي توګه يې دغه خبره كابينې ته وسپارله او اوس د ځينو كسانو غير قانوني غوښتنو ته د قانون چوكاټ ماتوي د لويې جرګې پريكړې ولسي جرګه كوي او ملي مصطلحات بدلوي، كله كله حكومت ځينو متنازع فيه اشخاصو ته غير قانوني القاب هم وركوي تاسو څه نظر لرئ؟
- ما مخكې وويل چې دولت كمزورى او متشتت دى او په دې څو كلونو كې نه دى توانيدلى چې قانون پلى كړي او په هېواد كې قانوني حكومت ټينګ كړي، د نړيوالو اخلاقي او مادي مرستو نه په استفادې سره د هېواد اساسي بيا رغونه پيل كړي نو په دې اساس د دولت كمزورتيا او بې كفايتي د دې ټولو نا انډوليو او ناخوالو سبب شوې ده.
پښتنو ته د ملي مصطلحاتو د خوندي پاتې كېدو څه ګټه ده ايا دوى يوازې لوحې ته خوشاله دي؟
- پښتانه د دې هېواد اكثريت دي، اكثريت معمولا د خپل ملي هويت د ساتلو دنده لري. موږ بايد د ملي مصطلحاتو په ساتلو سره د ګاونډيانو له كلتوري يرغله خپل كلتور وژغورو او د هغو كسانو چې په ملي فرهنګ له ګاونډيانو سره سودا بازي كوي مخه يې ونيسو. دا چې پښتو ژبه خپل حق ته نه ده رسېدلې دا هم د پښتنو خپله نيمګړتيا ده. دوى بايد په وزارتونو، اړوندو ادارو، ښوونځيو او پوهنځيو كې د خپلې ژبې حق لومړى په خپله ادا كړي او بيا نور د خپل قانوني حق منلو ته راوغواړي. ځكه متل دى چې ̎ وروري به كوو خو حساب تر منځه̎ .  اوس خو ستونزه همدا ده چې ځينې يوازې په لوحو غولېدلي او د ننه دفترونه او اجراات ټول يوازې په دري ژبه دي، كه غواړي چې دواړه ژبې مساوي حقونه ولري او وده وكړي بايد په پوهنتون او ادارو كې تدريس او اجراات په دواړو ژبو وي.
ځينې دري ژبي افغانان وايي ̎ گاه̎  د دوى د ژبې وروستاړى دى دا چې ̎ دانش̎ لري نو ̎ دانشگاه ̎ ولې ونه لري يا ̎ داد̎ لري  نو ̎ دادگاه̎ ولې ونه لري او داسې نور؟
- ما مخكې هم وويل چې ملي مصطلحات له ژبې سره مخالفت نه دى، په دې هر څوك پوهېږي چې دانشگاه فارسي لغت دى خو خبره د ملي مصطلحاتو يا ټرمينالوژۍ ده چې يو ځل جوړه شوه بيا يې بدلول د هر چا كار نه دى. د بېلګې په توګه د پوهنتون له جوړېدو سره د پوهنتون كليمه هم راغلې ده چې د ملي مصطلحاتو برخه ګرځېدلې ده.