زړه مې ځواب راكړى، وايي نور درسره نه يمه
ته كه پاتې كېږې ، اوسه زه درنه په تله يمه
نور په دې وحشي چاپير كې سترګې غړوى نه شم
زه خو تيږه نه يمه احساس لرمه، زړه يمه
كابل ، درېم پروان
1356/05/12