حبيب الله رفيع
وطن او ملت
وطن او ملت د نړۍ د سياسي ودانۍ پخې او بنسټيزې خښتې دي؛ له كومه وخته چې انسان ټولنيز فكر كړى او د ټولنې د اداري او سياسي اداڼې له پاره يې كار پيل كړى ، لومړى يې د وطن او ملت خښتې جوړې كړي او بيا يې د دې بنا د جوړولو له پاره زيار ګاللى دى.
د وطن بستر يوه مشخصه جغرافيه او خاوره ده، په دې ساحه كې يو شمېر خلك ارادتاً راغونډ شوي او ملت يې جوړ كړى دى، د دوى راشه درشه د وخت په تېرېدو يو ګډ كلتور رامنځته كوي، د دوى كړه وړه د يوه ګډ تاريخ د جوړېدو پانګه وي، د دوى راكړه وركړه ګډې ګټې جوړوي او د دوى اندونه اوګروهې ګډ مقدسات او سپېڅلتياوې زېږوي.
د تاريخ په زرګونو كلونو كې همدا د وطن او ملت خښتې ثابتې پاتې شوي، كله كه چا غوښتي د زور په سمټو له دې خښتو نه سترواكي جوړه كړي، ډېر اوږد عمر يې نه دى كړى او يا كه چا غوښتي د تجزيې له لارې دا خښتې ماتې كړي بيا هم دې درزونو ډېر دوام نه دى كړى او بېرته كوشېر شوي دي.
د نړۍ اكثره هيوادونه او ملتونه په زرهاوو كلونه عمر لري او تاريخونو يې نومونه او هويت خوندي كړي خو د نړۍ اكثره سترواكۍ، امپراتورۍ تر دوو درې سوو كلونو نه دي اوښتي او يا يو تجزيه شوى هيواد ډېره كمه موده د تجزيې په حال كې پاتې شوى او بېرته يې خپل اصل ته رجوع كړې ده.
همدا تاريخي حقيقت او همدا د هيوادونو د ملتونو دايمي موجوديت د هيوادونو او ملتونو د قانوني او حقوقي حيثيت مشروعتي را په ګوته كوي او ثابتوي چې د نړيوال سياسي تول، كاڼي همدا ملتونه او هېوادونه دي. همدا د نړۍ طبيعي جوړښت دى او نور ټول معروضي حالات دي چې پېښ شوي او بېرته له منځه تللي او هيوادونه او ملتونه ژوندي پاتې شوي دي.
د هيواد او ملت سټه كور او كورنۍ ده، د كور دېوالونه او چاردېوالي هغه شنې كرښې دي چې په كلي كې د كورنۍ د حرمت او حيثيت د خوندي كولو له پاره راكښلې كېږي، په سيمه كې د كليو كرښې هم هغه شنې كرښې دي چې د كرځي او څړځي د ښې ادارې په منظور جوړېږي، سيمې او جلګې د يوې علاقه دارۍ او اولسوالۍ په اداري چوكاټ كې راټولېږي چې دا هم په شنو كرښو په نښه كېږي، ولسوالۍ بيا ولايت جوړوي چې دا هم د اداري اړتيا په بنا جوړېږ ي او د وېش كرښې يې شنې دي، د ولايتونو مجموعه هيواد دى چې د سياست سره كرښه ترې راچاپېره ده او دا هم هغه جغرافيايي لوښى دى چې د يوه ملت ګډ تاريخ، ګډ كلتور، ګډې ګټې او ګډ مقدسات په كې خوندي دي او د خپلې هر اړخيزې سياسي، اقتصادي، كلتوري او ملي خپلواكۍ د ساتلو حق ورته حاصل دى. د نړۍ د زرګونو كلونو شخړې او د ملتونو تر منځ جګړې د همدې حريم او پولو د ساتلو پر سر پېښې شوي او د سترواكۍ جوړولو يا د واحد هيواد جوړولو له پاره هڅې يې شندې كړي.
طبيعي، ملي او سياسي پولې د نړۍ سياسي بوده او تنسته جوړوي او دا كرښې هغه وخت سرې او د خطر كرښې ګرځي چې يو بل هيواد وغواړي دا كرښې په غير طبيعي ډول ړنګې كړي او د خپل هېواد په لمن كې يې راونغاړي، ملتونه د همدې كرښو ساتلو له پاره سرونه وركوي او د وينو په بيه يې ساتي.
د ملتونو طبيعي او ملي پولې هغه پولې دي چې د ملتونو په خوښه تېرې شوې او ټاكل شوې وي، د ويشاك، ښكېلاك او زور واكۍ لاسه په كې نه وي، دا ډول قانوني پولې نه يوازې دا چې د ملتونو تر منځ د تجريد ديوالونه نه دي، بلكې هغه د مينې درشلونه دي چې د سره ګاونډيو هيوادونو وروري او پيوستون ټينګوي او په سختو حالاتو كې يو د بل ملاتړي اوسي.
كله چې د ملتونو پولې د مينې او ورورۍ درشلونه وي نو بيا د دې سرې كرښې شاته ګڼې ابي كرښې جوړېداى شي چې دا كرښې په بېلابېلو نومونو ملتونه سره لنډوي او سره همكاروي يې، د سيمې د هيوادونو سره پيوستون، د همژبو، همدينو، همنژادو او همقاره هيوادونو سره نژدې والى او په پاى كې د نړۍ د ملتونو سره ملګري لكه د ايكو، كوميكان، عربليك، اسلامي كنفرانس، سارك، شانكهاى، د اروپاګډ بازار، ناپيلي هيوادونه او ملګري ملتونه چې د تفاهم او ښو اړيكو په رڼا كې دا ډول ډېرې ابي كرښې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو او ملتونو راچاپېرېدلى شي.
په نتيجه كې ويلاى شو چې وطن او ملت د نړيوال سياسي ويش هغه تولكاڼي دي چې ټول نړيوال سياسي اړيكې پرې تلل كېږي ، د هيوادونو تر منځ راشه درشه او راكړه وركړه پرې برابرېږي، د هيوادونو او ملتونو د متقابل احترام اندازه ټاكي.
هيواد پالنه نه يوازې دا چې د يوه هيواد د ملي تشتت مخه نيسي او په يوه هيواد كې د اوهستېدونكي ملت د متشكله اقوامو او افرادو تر منځ وروري ټينګوي بلكې د نړيوال امن او ورورۍ تضمين هم كوي او همدا ناسيوناليزم دى چې د يوه سالم، صالح او انساني انټر ناسيوناليزم بنسټ ږدي او ملتونو ته د دې زمينه برابروي چې يو د بل د ازادۍ، حقونو او شتمنيو په درناوي كولو سره د ټولنيزې او وټه ييزې همكارۍ او ملګرۍ نوې او پخې خښتې كېږي او نړيوال اړيكې له ښكېلاكي او زبېښاكي اهدافو نه په ژغورلي ډول خوندي او تامين كړي.