حبيب الله رفيع

ملي كلتور او ملي هويت

په يوه جغرافيايي سيمه كې چې يوه ډله خلك راټول شي او دا سيمه په ارادي توګه خپله مېنه وبولي، د زړه تړون ورسره ولري او په ودانولو كې يې مسؤولانه برخه واخلي، له همدې ټكي نه د ملي تشكل بهير پيلېږي او د ملت زړى اېښودل كېږي .
د دې جغرافيايي سيمې، ځنګلونه، كانونه، اوسېدونكي او نور ټول د دې هيواد ملي او طبيعي شتمني ده چې د زمانې په واټ كې په كار لوېږيو. هر څومره واټن چې وهي او هر څومره بدلونونه چې په كې راځي دا يون او بدلون د دې سيمې او دې خلكو د كلتور ګامونه جوړوي او ورو ورو دا سيمه د "هېواد" حيثيت، كامه، دا وګړي  د "ملت" سياسي بڼه او دا شوى كار او زيار د ملي كلتور خښته ږدي.
ملي كلتور دوه اړخونه لري يو مادي كلتور دى او بل معنوي كلتور.
مادي كلتور له هغه وخت نه راپيلېږي چې په ياده شوې سيمه كې هستوګن انسان د شاوخوا په طبيعي شتمنيو كې تصرف وكړي او لاس پرې ووهي. د نمونې په توګه د خپل چاپير ډبرې توګي او لوښي او افزار ترې جوړوي، له ونو او ځنګلونو نه لرګي راغوڅوي او د تصرف له لارې يې د خپل ژوند د وسايلو په توګه كاروي، له خاورو نه خټې جوړوي  بيا يې په لوښو او افزارو يا خښتو بدلوي ، له كانونو نه اوسپنې، ميس او نور فلزات را اوباسي ، بيا يې د تودولو او ټكولو له لارې  په لوښو او افزارو بدلوي او داسې نور.
په دې ټولو څيزونو كې شوى تصرف كلتوري تصرف بلل كېږي او په ځانګړې توګه د دې لوښو ، افزارو او مصنوعاتو د جوړولو سبك، شكل، نقش او نګار د كلتور د تاريخي مطالعې لاره هواروي او د يوه ملت د ملي كلتور ځانګړنې ټاكي.
همدا راز په دې جغرافيايي سيمه كې د هستېدلې ډلې كړه وړه، راشه درشه او راكړه وركړه د دې ډلې تاريخي څيره، كلتوري بڼه او اقتصادي لاره او رويش روښانوي او د دوى خبرې، سندرې، روايات، كيسې، دودونه او نور د دوى د كلتور معنوي ځانګړنې رابرسېره كوي  او د دوى د ملي كلتور معنوي اړخ جوړوي.
د انسانانو تر تاريخ وړاندې دوره، يعنې هغه دوره چې ليك لا نه ؤ اختراع شوى د همدې مادي او معنوي پاتې شونو له مخې اټكل كېږي او ټاكل كېږي او همدا له دوى نه راپاتې مادي او معنوي څيزونه د دوى د شعور، استعداد، كار او پوهې سطحه راښيي او له دوى سره مو اشنا كوي.
هغه مادي مواد چې تر تاريخ وړاندې دورې له انسانانو نه راپاتې دي اوس د كاربن څوارلس په وسيله معلومېږي او موږ ته يې د لرغون توب عمر ټاكي، د همدې لرغونو موادو په تر لاسه كېدو او د همدې علمي آلاتو له په كار اچولو څخه په افغانستان كې د انسان د ژوند پنځوس زر كلنې نښې راپاتې دي او هغه ډبرې او نور افزار لاس ته راغلي چې دوى پنځوس زره كاله مخكې جوړ كړي او تصرف يې په كې كړى دى . همدا راز د دوى هغه سندرې، روايات او حكايات راپاتې دي چې په لرغونو زمانو كې د دوى ژوند دود راښيي او دا موږ د ملي كلتور بنسټونه بللاى شو.
خو كلتور جامد او منجمد نه دى، بلكې خوځند او متحرك دى، افقي او عمودي وده كوي چې په عمودي برخه كې يې تاريخي كلتور مطالعه كولاى شو او په افقي وده كې يې بيا هغه كلتوري اغېزې چې د نورو كلتورونو له خوا وخت په وخت پرې كېږي مطالعه كوو او د كلتور د سالمې ودې د بهير لاره او لوري څارو.
د ملتونو د تاريخي كلتور په بهير كې د ملي هويت څېره هم روښانه كېږي او ملتونه خپل تشخص، ځانګړنې او خپل خصوصيات تر لاسه كوي.  په دې بهير كې د ملي هويت تذكره بشپړېږي  او هر ملت بشري ټولنې ته په خپل ځانګړي رنګ كې وړاندې كېږي.