حبيب الله رفيع


څلور سوه كاله وړاندې د مثنوي د اتيا نسخو له مخې تهيه شوى انتقادي متن
د مولانا جلال الدين بلخي مثنوي هغه فكري او معنوي لمر دى چې اووه نيم سوه كاله وړاندې له ختيځه راوخوت او ورو ورو يې په خپلو دايمي وړانګو ټوله نړۍ روښانه كړه. د دې لمر په رڼا ډېر ذهنونه روښان او وخت پر وخت د مولانا معنوي مريدان ، پيروان، مخلصان، لارويان او د دې كتاب خدمتګاران، نقادان، شارحان، مفسران، ترجمانان، چاپوونكي  او ناشران پيدا شول او په دې توګه مثنوي د نړۍ ګوټ – ګوټ ته ورسېده او د مينه والو معنوي تنده يې ماته كړه .
د مثنوي له مينانو او د مولانا له مريدانو څخه يو هم مولانا عبداللطيف بن عبدالله عباسي دى چې شاوخوا څلورنيم سوه كاله وړاندې د افغانستان د تيراه په اهنګ پوشانو كې زيږېدلى ؤ، دى د علم تر زده كړې وروسته د عرفان په سمندر كې دومره ډوب شو چې د حكيم ابوالمجد مجدود بن آدم سنايي غزنوي د حديقة الحقيقة د انتقادي متن په تهيه كولو سربېره يې د مولانا جلا ل الدين بلخي د مثنوي د داسې انتقادي متن  د برابرولو له پاره هم لېڅې راونغښتلې چې د مثنوي د ټولو نسخو ناسخ او تر ټولو سم او صحيح وي.
مولانا عبداللطيف عباسي په دې كار په ۱۰۲۴ هجري قمري كال لاس پورې كړ، پوره ۳۵ كاله په كار بوخت پاتې شو، لومړى يې په همدې كال د مثنوي د شپېتو نسخو له مخې د مثنوي يو داسې انتقادي متن برابر كړ چې ډېرې كليمې يې د نسخو د اصالت او صحت له مخې بدلې رابدلې كړې او د بشپړ كميت او كيفيت درلودونكى متن يې رامنځته كړ.
دوهم ځل يې په ۱۰۲۵ هـ ق كال د پېښور د شاوخوا په يولم ګذر  او ځينو نورو سيمو كې دا نسخه له نورو څلور پنځو نسخو سره مقابله كړه او نورې بدلونې او رابدلونې او سمونې يې په كې وكړې.
درېم ځل يې په ۱۰۳۰هجري قمري كال د دكن  په سفر كې له خپل يو عالم دوست سره چې د سفر ملګرى يې ؤ ، مناظره پرې وكړه ، څلورم ځل يې په ۱۰۳۱هجري قمري كال په برهانپور كې له ځينو داسې عالمانو سره چې په وارو وارو يې د مثنوي په څېړنه وخت تېر كړى ؤ او د مثنوي تدريس يې كړى ؤ خبرې وكړې او له څلور پنځو نورو داسې نسخو سره يې مقابله كړه چې ډېرې دقيقې او سمې وې او په دې ترتيب يې پر هغو شپېتو نسخو سربېره چې مثنوي يې لومړى ځل ورسره مقابله كړې وه تر شل زياتو نورو نسخو سره هم مقابله كړه چې د مقابلې نسخې تر اتيا نسخو زياتې شوې.
مولانا عبداللطيف عباسي پر خپل كار دومره ډاډه شو چې د خپل برابركړي متن په سريزه كې يې وليكل چې : كېداى شي د لويانو په كتابتونونو كې د مثنوي ډېرې داسې نسخې پيدا شي چې د خط، تذهيب او قدامت له مخې تر دې نسخې مخكې وي خو د كميت ، كيفيت او صحت له مخې به د مثنوي داسې متن چې دومره صفتونه ولري ونه موندل شي.
مولانا عبداللطيف عباسي د مثنوي د دې انتقادي متن تر تهيه كولو وروسته پر ټول كتاب او هر دفتر سريزې وليكلې، حاشيې يې پرې وكښلې، د آيتونو او حديثونو سم متنونه يې په كې راوړل، لغت نامه يې ورته وليكله او د ۳۵ كلن دوامدار، مخلصانه او له مينې او تلوسې ډك كار په پايله كې يې د مثنوي يو داسې انتقادي متن چمتو كړ چې  تر ده وړاندې هيچا داسې كار نه ؤ كړى، ځكه د انتقادي متنونو تهيه كول د وروستنيو پېړيو كار دى چې په غرب كې يې زياته وده كړې خو د افغانستان يوه پښتون عالم داسې دقيق ، عميق او ګټور كار پوره څلور سوه كاله وړاندې كړى او په نړۍ كې يې د دقيق تحقيقي متن پوخ بنسټ ايښى دى، اروا يې دې ښاده وي!
تاسو درنو پوهانو ته زېرى دركوم چې د دې اثر يوه ډېره نفيسه، پخوانۍ او په ښكلي نستعليق ليك كښل شوې نسخه د ليكونكي په واك كې ده چې بشپړ او دقيق كار بايد پرې وشي او د دې ګټور انتقادي متن هر اړخيز جاج واخيستل شي .