حبيب الله رفيع
په خبر تيايي ټولنه كې د ژبې او كلتور ساتنه
زموږ عصر د اطلاعاتو د باران عصر دى، دا باران كله كله دومره تېز او خطرناك شي چې سيلونه ترې راولاړ شي او كله كله په توندو او سختو ګليو واوړي چې د نړيوالو ژبو او كلتور كروندې ته درانه ګواښونه او بې ساري زيانونه اړوي او د ژبې ژبدوديز او جوړښتي او د فرهنګ پاخه او بنسټيز بندونه نړوي.
پخوا خبرتيايي ټولنه هم لكه د ژبې او كلتور د بهير غوندې ورو ورو او تجريدي روانه وه او له خبرتيايي بدلونونو سره ژبني او كلتوري بدلونونه ګام پر ګام پر مخ روان وو او څنګ په څنګ يې وده كوله او طبعي اغېز يې يو پر بل كاوه.
لومړۍ ډله ييزې رسنۍ د كتاب، جريدې، مجلې او ورځپاڼې په بڼه وې، بيا د ټليفون، ټلګراف او راډيو بريښنايي رسنۍ ورسره ملې شوې او بيا د ټلويزيون د غږ او څېرې بريښنايي وسيله هم پرې ورزياته شوه .
په يوويشتمه پېړۍ كې د خبرتيايي ټولنې بهير دومره ګړندى شو چې انټرنيټ ټول ډله ييز رسندوى په يوه وړه صندوقچه او كتابچه كې ځاى كړل، د مكان پولې يې ړنګې كړې او د پخوانيو رسنيو د رسېدو؛ د اوونيو، ورځو، ساعتونو او دقيقو مزلونه يې يو ځايي ثانيو ته راورسول او د څو ثانيو په ترڅ كې خبرونه او د پېښو څپې د نړۍ له يوه مخ نه بل او له يوه ګوټ نه بل ګوټ ته رسېږي. موږ په خپلو لرغونو اسطورو كې ليدلي چې د جم په جام كې به چې چا وكتل د نړۍ ټولې پېښې او حالونه به ورته څرګند شول او اوس انټرنيټ دا خوب تعبير او دا تصور تصوير كړ.
ژبني او كلتوري بدلونونه بريښنايي او ګړندي نه دي، هر بدلون لكه د مېوو د پخېدلو يا د كښتونو د رسېدلو غوندې د زمان او مكان د شرطونو پر پوړيو پلونه ږدي او سنجېدلي او درانه ګامونه اخلي .
له يوې خوا د خبر تيايي ټولنې چټك تګ او له بله پلوه د ژبني او كلتوري تغييراتو او بدلونونو تجريدي ګامونه د دې باعث ګرځي چې ځينې ژبې د نويو تعبيراتو او ادا په برخه كې ټكنۍ شي ، په ادا او تعبير كې پاتې راشي او د غالبو ژبو او كلتورونو ژور يرغل پرې وشي .
نوې پېښې نوي تعبيرونه، نوي لغتونه، نوي اصطلاحات او نوي كلتوري ارزښتونه رامنځته كوي. د دې متنونو د ژباړلو په ترڅ كې بايد هره ژبه د خپلې ژبې او كلتور په چوكاټ كې تعبيرونه، لغتونه، اصطلاحات او ارزښتونه رامنځته كړي چې دا د ژبې او كلتور د ودې، پرمختګ او بدلون يو طبيعي بهير دى خو كه دا تعبيرونه، لغتونه، اصطلاحات او ارزښتونه مخامخ له اصلي ژبو څخه راواخيستل شي نو بيا ژبې او كلتورونه خپل اصالتونه او رسالتونه له لاسه وركوي او په قهري توګه تر يوه كلتوري يرغل لاندې راځي او كه داسې وشي نو بيا رسنۍ او وسايل له خلكو او اولس نه لرې كېږي او ژبې او كلتورونه خپل آر او اصل له لاسه وركوي او د طبيعي ودې مخې ته يې خنډ كېږي.