حبيب الله رفيع
ديوه كتاب سريزه

ملي روزنه او د ملي شخصيت بيا رغونه
د شهيد محمد داؤد خان د جمهوريت په وروستيو كلونو كې د وخت د شرايطو او امكاناتو په نظر كې نيولو سره افغاني ښوونې – روزنې د كيفيت او كميت له پلوه لازمه او سالمه وده  كړې وه.
د كيفيت له اړخه د تجربوي ښوونځيو له لارې د نړۍ  تر ټولو پر مختللى تعليمي نظام او تعليمي نصاب پلى شو او دا لړۍ په تېزۍ او پوړۍ په پوړۍ روانه وه چې له لومړنيو ښوونځيو نه منځنيوښوونځيو او له هغو نه بيا ليسو ته ورپورته شي او هم د محتوى له اړخه د نصاب په غېږه كې لازم ملي ارزښتونه او مطلبونه ځاى شي او د ښوونې تر څنګ ملي روزنه هم پر مخ ولاړه شي.
د كميت له اړخه هم په ۱۳۵۶كال كې له وړكتون نه تر پوهنتون پورې يو مليون ماشومان، ځوانان او ځوانانې په زده كړه بوخت وو او دا يوه ښه شمېره وه چې كال په كال بايد پرمخ روانه واى.
د ۱۳۵۷ كال د غويي د اوومې نيټې خونړي توپان د افغان ملت هرڅه ګډ وډ كړل او د ژوند ټولې چارې يې بې لارې او ويجاړې كړې خو تر  هر څه وړاندې يې د ملي ښوونې او روزنې مخه ډپ كړه، تعليمي نصاب يې له هماغه لومړۍ پوړۍ يعنې لومړني ټولګي نه بدل او د كمونېزم په ښكېلاكي لاره سم كړ. د تجربوي ښوونځيو كتابونه چې له لومړي ټولګي نه دماشوم د سني غوښتنو، فزيكي جوړښت، د چاپېريال د شتو او نورو ټولو  رواني، زماني او مكاني غوښتنو په نظر كې نيولو سره په خوږو، اسانو، روانو، او د زده كړې د علمي بهير له كرښې سره سم جوړ شوي وو او د زده كوونكو له پاره د څلور ګونو فعاليتونو: اورېدلو، ويلو، لوستلو او ليكلو لارې چارې پكې سنجول شوې وې، ټول ګډوډ شول او پر ځاى يې درانه كمونيستي الفاظ، د شوروي ښكېلاكي اهداف او د كمونېزم غوښتنې ځاى پر ځاى شوې او ملي روزنه  د دوى  د موخو د لويې دښمنې په توګه له نصاب  او كتاب نه وشړله شوه او له همدې ځايه په هېواد كې يوه تعليمي او فزيكي فاجعه پيل شوه.
د دې فاجعې له پراخېدو سره د ملي روزنې ساحه په تنګېدو وه، د جهاد له پيلېدو سره ورو – ورو كليوالي سيمې ازادېدلې او له دې  سره د ښوونځيو ورونه تړل كېدل، ځكه رژيم د ښوونځيو له ودانيو نه د سنګر په توګه ګټه اخيسته او كه مجاهدينو به ښوونځي پرانيستل نو بيا به رژيم هوايي بمباري پرې كوله او زده كوونكي به شهيدانېدل چې ګڼې داسې پېښې ثبت شوې دي.
د هجرت بستر تر دې هم د ملي ښوونې او روزنې له پاره اغزن ؤ، پاكستان، ايران او نور جهان ته د افغاني كورنيو ترلېږد وروسته د افغانو ماشومانو او ځوانانو د روزنې موضوع يوه اساسي ستونځه وه چې  بېړنى كار يې غوښت، په پاكستان كې ګڼ ماشومان او ځوانان او په ځانګړي ډول  افغانې نجونې له زده كړو  پاتې شول او د نورو له پاره ګډې وډې، بې هدفه او بې نصابه زده كړې پيل شوې، په پاكستان كې د افغان مهاجرو په كمپونو كې يو شمېر ښوونځي د ملګرو ملتونو، د ادارې له خوا جوړ شول، نصاب يې د افغان كمشنرۍ په چوكاټ كې د پاكستان د ښوونې د كسانو له خوا ترتيب، جوړ او وټاكل شو، په دې نصاب كې د افغانستان ملي غوښتنو او ارزښتونو ته  پاملرنه ونه شوه، پاكستاني روحيه پكې ځاى پرځاى شوه او پاكستاني چارواكو ته دا موقع په لاس ورغله چې د نورو په پيسو د افغان ماشومانو د روزنې اداره او اراده په لاس كې واخلي، يو شمېر پاكستان مېشتو تنظيمونو د خپلو افراطي اهدافو په رڼا كې هغو ماشومانو ته چې د دوى  په كمپونو كې وو په خپله خوښه درسي كتابونه جوړ كړل چې نه روزنيز اصول په كې په نظر كې وو او نه ملي ارزښتونه، بيا وروسته ځينې افرادو تجارتي ښوونځي هم جوړ كړل چې نه يوازې دا چې ځانګړى نصاب يې نه درلود بلكې د ظاهرشاه له دورې بيا د كمونستانو تر  دورې پورې له چاپ شويو كتابونو څخه يې استفاده كوله تر دې چې په يوه ټولګي كې به يو مضمون ديوه او بل د بل نصاب سره اړوند ؤ ، پر دې سربېره هغه افغان ماشومان چې د پاكستان په سركاري او شخصي ښوونځيو كې په زده كړو بوخت وو، هغوى د همهغو نصابونو په چوكاټ كې سواد او زده كړه كوله چې پاكستانيانو خپلو ماشومانو ته جوړ كړي وو، په دې كې داسې مضامين هم وو چې پاكتسان د خپلو سياسي دښمنيو له امله د افغانستان او افغانانو پر ضد په خپلو درسي كتابونو كې ځاى كړي وو او افغاني ماشومانو به جبراً لوستل.
په ايران كې وضعه تر دې هم خرابه وه افغانو ماشومانو ځانګړي كتابونه نه درلودل هماغه د ايراني نصاب كتابونه يې لوستل او زده كول.
په پاكستان او ايران كې د افغان ماشومانو له پاره د ملي ارزښتونو د زده كړې او له هغو سره د اشناكېدلو زمينه نه وه، دا ښه وه چې د اسلامي ارزښتونو د زده كړې زمينه يې درلوده خو لوړې زده كړې ورته ډېرې محدودې وې.
اروپا، امريكا او اسټرليا ته د تللو  افغان ماشومانو د زده كړې  ستونځې نورې هم زياتې وې، د اسلامي او ملي ارزښتونو له زده كړو  څخه بې برخې وو او په هېواد نيو ژبو د زده كړې زمينه ورته نه وه، ځينې خواخوږو افغانانو په ځينې هېوادونو كې د پښتو او دري ژبو او د اسلامي زده كړو له پاره ځينې ځنګيز ښوونځي جوړ كړي وو  چې په اوونۍ  كې يو ځل به يې افغان ماشومان راغونډول او څه به يې ورزده كول خو داډېر محدود او لږ وو او د افغان ماشومانو په ملي او اسلامي زده كړو كې  يې ډېره لږ او نمونوي بڼه درلوده.
د تعليمي ګډوډۍ دا دوره دېرش كاله اوږده شوه او په سلهاوو زره افغان ماشومان له زده كړو پاتې شول، يايې نيمګړې زده كړې وكړې او يا كه تر لوړو زده كړو پورې هم ورسېدل "ملي روزنه"  ورنه كړه شوه او له يوه لوى ارزښت نه بې برخې شول.
دې حالت له هماغې  لومړۍ ورځې هېواد پال افغانان ځورول او ځوروي يې او تل دا هڅه لري چې  د دې  ضياع د نسبي جبيرې له پاره يو څه وشي او د افغان اوسني نسل په افغاني روحيه او د ملي ارزښتونو په غېږه كې وروزل شي:
پاتې كه د نورو په تقليد كې شي
وران به شي ، ناتوان به شي دا ځوان نسل
درس د "مليت " كه ورته وښود شي
هله به شي ځوان نسل " افغان" نسل
له دې حساسو او ملي ځوانانو څخه يو هم ډاكټر تاج الدين ملتمل دى چې د ملت د جسمي ناروغيو دتداوۍ تر څنګ د ځوانانو د روحي او معنوي ناروغيو د درملنې هڅې هم كوي.
ده د " ځوانانو او د دوى د  شخصيت جوړېدنه " كتاب پاڼې يې لږ خو كيفيت يې لوړ او محتوى يې ژوندۍ ده.
د همدې تشې د ډكولو له پاره وليكه او په داسې حساس وخت كې يې وليكه چې نه يوازې داچې زموږ نوى نسل د ملي روزنې په رڼا كې خپل شخصيت جوړ كړي بلكې زموږ هغه ځوانان هم د خپلې شخصيت نيمګړتياوو ته ځير كړي چې په تېرو دېرشو كلونو كې د تعليمي او فرهنګي ګډوډيو په ترڅ كې ورسره مخامخ شوي دي.
د ډاكټر ملتمل دا كتاب دعلمي تيوريو په رڼا كې كښل شوى، خپلې تجربې او لېدنې كتنې يې پكې راغبرګې كړې او خپلو ځوانانو ته يې په ډېره خواخوږۍ، زړه سوي  او لورېينه او ورسره په ډېر فصاحت، بلاغت، په بشپړ روڼتابه او د هرڅه په څرګندولو سره بيان كړي دي او د ملي شخصيت د جوړېدلو  ټولې خواوې يې ورته په شمېرلي او كوټلي ډول روښانه كړې دي.
د كتاب منځپانګه او دكتاب زمان او مكان په  دقيق ډول په نښه شوي او همدا فرصت دى چې دملي روزنې  د نيمګړي كېدلو په دې حساس او بحراني حالت كې د دې نيمګړتيا د ليرې كولو او د دې مافاتو د جبېره كولو له پاره دا كتاب خپور شي، زما وړانديز دا دى چې  دا كتاب زر دوه زره نسخې نه بلكې په زرهاوو نسخې د ښوونې او روزنې وزارت  له خوا تكثير شي او د هېواد په ګوټ – ګوټ كې لږ تر لږه د هر ښوونځي كتابتون ته يوه نسخه ورسول شي او ځوانان يې نه يوازې لوستلو بلكې عملي كولو ته راوبلل شي.
ډاكټر صاحب او نور ليكوال  بايد دا لړۍ نوره هم پسې وغځوي او د هغو  علمي، روزنيز او فرهنګي زيان د جبران له پاره چې په تېرو دريو لسيزو كې ملي روزنې  ته رسېدلى او ځوانانو له خپلو ملي ارزښتونو سره واټن پيدا كړى،  لاس په كار شي او زموږ ځوان نسل د ملي روزنې په صراط المستقيم سم كړي.
په درنښت
حبيب الله رفيع
د افغانستان د علومو اكاډمۍ  مشاور
۱۸\ ۳\ ۱۳۸۶