آیا قومي تناسب په واکمنۍ کې د ملي وحدت ضمانت کولای شي؟
په عنعنوي توګه د یوملت “زړی” هغه وخت اېښودل کېږي چې په یوه جغرافیایي ساحه کې راټول شوي خلک ځان له دې ساحې سره په “رادي توګه” تړلي وبولي؛ له همدې ځایه “ملت” تشکل کوي او په دې خاوره کې راټول قومونه او اولسونه ځانونه د دې ملت تشکیلوونکي توکي بولي.
په دې ټولنه کې د عدالت د ټینګښت او ټولو ته د حقوقو د رسیدلو لپاره یو شمېر تجربې کېږي او دا تجربې د یوه “ارزښت” په توګه عملي کېږي، “قوانین” هم د دې عدالت د تأمین د لارې یوه کړۍ ده.
“افغان ملت ” هم یو تاریخي ملت دی چې د تاریخ په ليرې پوړیو کې رامنځته شوی، تشکل یې کړی او د یوه ژوندي ملت په توګه د آسیا په زړه کې په یوه “ټاکلې جغرافیایي ساحه” کې ژوند کوي.
دا ملت د ګڼو قومونو له یو ځای کیدو نه جوړ شوی او له زرګونو کلونو راهیسې یې د خپل هیواد له ګډې جغرافیې نه په ګډه دفاع کړې او دا یې ثابته کړې چې دوی “په ارادي توګه” له دې “جغرافیایي ساحې” سره ځانونه تړلي بولي.
دا ملت له “لویو” او “وړو” قومونو نه جوړ شوی او د قومونو ټاکلی “تناسب” یې رامنځته کړی چې د حقوقو او ګټو د عادلانه وېش لپاره له همدې “قومي تناسب” څخه باید کار واخیستل شي.
تر دې مقدمې وروسته دې ته راځو چې په تېرو اتو کلونو کې له یو شمېر اصطلاحاتو، تعریفونو او مؤلفو څخه څنګه استفاده شوې؟
سمه که غلطه؟ عادلانه که ظالمانه؟
په دې لړ کې دا لاندې اصطلاحات او کلیمې ډېرې زیاتې مخ ته راځي او د هیواد په سیاسي ژوند او ملي تشکل کې تکیه پرې کېږي:
- قومي تناسب
- ملي مشارکت
- متوازن انکشاف
- د حقونو تساوي
چې د دې پورتنیو ټکو هر یوه ته لنډ – لنډ تم کېږو:
1. قومي تناسب:
د قومي تناسب معنی دا ده چې په ملي چارو، ملي اداره او د ملي برخلیک په ټاکلو کې ټول قومونه برخمن او د خپل احصائیوي تناسب له مخې په حقونو او مکلفیتونو کې ونډه ولري.
مثلا که کابینه جوړېږي یا د دولتي کارونو وېش کېږي لومړی باید مسلک او تخصص په نظر کې وي، په ټول هیواد کې سترګې وغړول شي د وړتیا له مخې مسلکي، کارکن او خدمتګار کسان په نښه شي او بیا د دې لپاره چې د ټولو قومونو کسان په کې راشي د یوه قومي تناسب له مخې له همدې وړ کسانو څخه په کار وګومارل شي او دا قومي تناسب د دې معنی ونه لري چې دوی به د خپل – خپل قوم او خپلې خپلې سیمې لپاره کار کوي!
په تېرو اتو کلونو کې د “قومي تناسب” له مؤلفې نه ډېره غلطه استفاده وشوه، په لومړي سر کې د قومونو پوه او وړ کسانو ته توجه ونه شوه، بلکې د دې تناسب د ډکولولپاره هغه ټوپکواکان رامنځته شول چې په ۱۳۷۱کال د کمونستي دولت تر سقوط وروسته صحنې ته راغلي وو، تنظیمي جنګونه یې کړي وو، د افغانستان په لسهاوو زره کسان یې وژلي وو، کابل او نور ښارونه یې وران کړي او پرخپلو قومونو یې چې دوی یې د مشرۍ دعوی لري د وسلې په زور ځانونه تپلي وو، کابینه، ولایتونه، سفارتونه او نورې لوړې څوکۍ په همداسې کسانو ډکې شوې او نوم یې ورکړ“ قومي تناسب!”
عجیبه لا دا ده چې دا تش په نوم قومي تناسب هم عادلانه نه ؤ، بلکې د “تناسب” پرځای له “تساوي” نه کار اخیستل شوی دی یعنی د قومونو لویوالي او کوچنیوالي ته نه دي کتل شوي او هر ترکیب چې جوړ شوی د هر قوم یو – یو نماینده په کې ځای پرځای شوی یعنې له لوی قوم نه هم یوه تن او له واړه قوم نه هم یوه تن ته برخه په کې ورکړل شوې، هغه هم د قوم له منځ نه نه بلکې له همهغو جنګي ډلګیو نه دا تناسب پوره شوی چې دا ډول “تساوي” یوه لویه “ بې عدالتي” ده او همدا بې کفایته کسان د قومي تناسب په نامه راوستل د دې سبب شوي چې د ټول ملت حقونه خوړل شوي او په دولت کې د اداري فساد، غلا، چور او چپاول هغه زوړ عادت راژوندی شوی چې په تنظیمي حکومتونو کې ؤ بلکې تر هغه ډېر – ډېر زیات شوی ځکه په دې حکومت کې له بهر نه د راغلو پیسو حجم ډېر زیات ؤ او د دې انجوګانو او کمپنیو په نامه کار کوي هم ورسهر ملګري شوي او پرې ورزیات شوي دي.
2. ملي مشارکت:
په اته کلن حکومت کې د ملي مشارکت مؤلفه هم همداسې مسخ شوې او په غلط ډول استعمال شوې ده. په ملي مشارکت کې هم د قومونو پر ځای د همهغو ډلګيو کسانو ته برخه ورکړه شوې چې د خپل قوم پر خلکو د برچې په زور مسلط دي او د نورو قومونو د ځوانانو په سرونو کې یې د خپل واک په وخت کې مېخونه ټکوهلي دي.
3. متوازن انکشاف:
د اساسي قانون یوه ماده دا ده چې حکومت به په هیواد کې د متوازن انکشاف له مخې د ملت د ودانۍ لپاره کار کوي خو موږ وینو چې د انکشاف لپاره راغلې پیسې په لومړي سر کې په سلو کې اویا – اتیا د بهرنیو او کورنیو غلو له خوا خوړلې کېږي او د اداري فساد ګېډې ته لوېږي او پاتې یې د همدې قومي تناسب د دعوه دارانو له خوا په خپلو قومونو کې د پښې د ځای پیدا کولو لپاره، د قومي اړیکو له لارې مصرفېږي او انکشاف سره له دې چې ډېر ورو او بطي هم دی په نامتوازن ډول پرمخ ځی او داسې نا نډولۍ رامنځته کېږي چې خدای ناخواسته نه یوازې دا چې ملي وحدت به ټینګ نه کړي بلکې د ملي وحدت لرغونی او تاریخي کوشیرونه به هم کاواکه کړي او وبه یې شلوي.
4. د حقونو تساوي:
د حقونو تساوي هم چې یو ښکلی شعار دی په روان حکومت کې تش الفاظ دي، خصوصاً ملي شتمنۍ چې باید د هیواد فرد – فرد ته په مساوي ډول رسیدلې وای، د خصوصي کولو په نامه د یوه چور او چپاول له مخې د حکومت د لوړپوړو چارواکو له خوا پرخپلو او خپلوانو او په پرونیو زورواکانو وېشلې کېږي او له داوطلبۍ او د اولس له خبرتیا پرته پر دوی لورولې کېږي. چې دا کار هم هیواد د تباهۍ کندې ته غورځوي.
د دې تشریحاتو په رڼا کې په زغرده ویلای شو چې د قومي تناسب، ملي شراکت، متوازن انکشاف او د حقونو تساوي شعارونه چې موجوده ادارې عنوان کړي او عملي کوي يې نه یوازې دا چې ملي وحدت، ملي یو والی، ملي پرمختګ او ملي امنیت منځ ته نه شي راوستی بلکې تر دې شعار لاندې کېدونکي عملونه د ملي وحدت بنیادونه له بېخه نړوي او حاکمیت به تر دې حده له ملت څخه منزوي کېږي چې د خپل خطرناک سقوط شیبې باید وشمېري.
غره مه شه د قدرت په تخت ختلو !
همیشه یې وېره کړه د پرېوتلو!
مننه