د habibullahrafi habibullahrafi لخوا خپرې شوې لیکنې
ملي روزنه...
حبيب الله رفيعديوه كتاب سريزه ملي روزنه او د ملي شخصيت بيا رغونه د شهيد محمد داؤد خان د جمهوريت په وروستيو كلونو كې د وخت د شرايطو او امكاناتو په نظر كې نيولو سره افغاني ښوونې – روزنې د كيفيت او كميت له پلوه لازمه او سالمه وده كړې وه. د كيفيت له اړخه د تجربوي ښوونځيو له لارې د نړۍ تر ټولو پر مختللى تعليمي نظام او تعليمي نصاب پلى شو او دا لړۍ په تېزۍ او پوړۍ په پوړۍ
د سيد جمال الدين افغان د مبارزې لارې او موخې
حبيب الله رفيعد سيد جمال الدين افغان د ۱۱۰ تلين په وياړ د سيد جمال الدين افغان د مبارزې لارې او موخې سيد جمال
ظرفيت
يوه ظريف ويل ظرفيت د دولت كم دى ځكه تش دي دملت د رزق ظرفونه څو چې لرې دا كم ظرف له واكه نه شيتر هغې به نه شي جوړ ظرفيتونه ح. رد ۱۳۸۶لمريز كال د تلې اتمه
د دستار نامې سبك
&n
زما په نظر جګړه د ليونتوب حالت ته رسېدلې ده
په ورځنيو بحثونوله استادحبيب الله رفيع سره د تدبير مركه: زما په نظر جګړه د ليونتوب حالت ته رسېدلې ده &nb
په افغانستان كښې عنعوي زده كړې
په افغانستان كښې عنعوي زده كړې حبيب الله رفيع [1] د \"وعلم اّدم الاسماْ كلها\" د مبارك اّيت په شهادت او روايت د تعليم او تعلم لړۍ لومړى ځل د لوى خداى د پاك ذات له خوا پيل شوې او ځمكې ته خپل رالېږونكي خليفه حضرت اّدم على نبيناو عليه السلام ته يې د ټولو موجوداتو نومونه ورښودلي، سره له دې چې دانومونه پرښتو ته نه وو ښودل شوي او په دې وسيله يې هغوى ته څرګنده كړه چې د لوى خداى(ج) كارونه له حكمت نه
په افغانستان كښې كورني او بهرني لوبغاړي
په افغانستان كښې كورني او بهرني لوبغاړي حبيب الله رفيع د افغانستان غميزه تر شلو كلونو واوښته، په تېرو شلو كلونو كښې د هېواد سياسي استقرار او ثبات ورځ تر ورځې زيانمن شو. مسالې ورځ په ورځ نوې بعدونه بيا موندل او ابعادو يې نور ابعاد پيدا كړل، ددې لوبې لوبغاړي او لوبڅاري (نفريان) بدل را بدل شول، قاتلان واوښتل راواوښتل خو لوبغالى يې
پرانيستى ليك
پرانيستى ليكستا د اتلولۍ اعلان مې ستا د اتل وياند له خولې واورېد!څومره لويه اتلولي؟ څومره لويه قهرماني؟ څومره لوى جرأت او زړورتوب؟ او څومره لويه مېړانه؟ تا چاړه راواخيسته او له هغه مظلوم مارغه نه دې سر پرې كړ چې لاسونه او پښې يې دې څو اوونۍ پخوا ورتړلي وو په قفس كې دې اچولى واو ستا رحم وكرم ته ناست وزه
پښتو لنډه كيسه
پښتو لنډه كيسه حبيب الله رفيع له كومې ورځې چې انسان ژوند پيل كړى له هماغې ورځې نه يې كيسې هم جوړې كړې او د ژوند جالبې پېښې يې د كيسو په بڼه له يوه نه بل ته لېږدولې دي؛ د ليك ترمنځ ته راتګ وروسته د انسان له ژوند سره تړلې داكيسې په څه ناڅه بڼه خوندي شوې او راپاتې شوې دي. فولكلوري كيسې د بشر ډېرې زړې كيسې دي چې د دوى زاړه اندونه، تحليلونه او نتيجه ګيرۍ موږ ته رارسوي او د بشري راشو درشو زړې لارې راښيي چ
سړي خواره ( له استاد حبيب الله رفيع سره مركه)
له هغه وخته چې د بشري حقونو د څار ډلې د يوشمېر وسله والو ډلو د مشرانو نومونه د جنايت كارانو په ليست كې راوړي نو دوى هم په خپل وار خپلو بېړنيو هلو ځلو لاس اچوي. د افغانستان په ولسي جرګه كې يې پرېكړه وكړه چې په تېرو جګړو كې ښكېلې ډلې بايد په راتلونكې كې له هر ډول عدلي او حقوقي تعقيب څخه په امن وي. له دې پرېكړې سره بېلابېل غبرګونونه وښودل شول خو
ملي خپلواكي _ او ملي هدفونه
حبيب الله رفيع ملي خپلواكي _ او ملي هدفونه واورئ اې د دغې ځمكې اوسېدونكو !له اسمانه چې اّواز راځي دڅه دى ؟د اّزاد يو ساعت ژوند په اّزادۍ كېدغلام تر دايمي ژوندون نه ښه دى ! ملي خپلواكي دملتونو حق او دملتونو له پاره نعمت دى، دتاريخ زياتې اجتماعي شخړې له همدې نه راولاړې شوې چې ښكيلاكګر ځواكونه په ملتونو بلوسيدلي او د دوى ملي خپلوا
د خاطرو له كتابه!
حبيب الله رفيع د خاطرو له كتابه! د ۱۳۶۸لمريز كال د سلواغې ۲۶مه نيټه وه د شوروي ځواكونو قوماندان جنرال ګروموف وروستنى روسي عسكر و چېد حيرتان د پله په خوله كې يې د شوروي هغه ښكيلاكي بيرغ چې په افغانستان كې به يې د هغه تر سيوري لاندې عمليات كول، سره راونغښت او د بيرغ تر دېرك يې تاو كړ، د افغانستان لور ته يې په حيرت او حسرت راوكتل او پ
رسنۍ د څه له پاره
رسنۍ د څه له پاره مطبوعات په " مشروطيت" او "ولسواكۍ " كې د څلورمې قوې حيثيت لري چې د " مجريه" "مقننه" او "قضائيه " قوو كړه وړه څاري اونظارت پرې كوي . په نړۍ كړې مطبوعات او رسنۍ اوږد عمر لري او د همدې هدف په لاره كې ګټور، زړوراو ګړندي ګامونه اوچت كړي دي. زموږ په هېواد كې هم مطبوعات د علامه سيد جمال الدين افغان د اصلاحاتو د كوټلي او ژور پلان او پروګرام له مخې رامنځ ته شول او ده پتېيلې وه چې اسلامي هيوادونه له كورنۍ زورواكۍ او استبداد او بهرني ښكېلاك اوزبېښا
د سره كوتل او رباتك ډبرليكونو خپلمنځي اړيكې
حبيب الله رفيع د سره كوتل او رباتك ډبرليكونو خپلمنځي اړيكې په ۱۳۳۰ كال د افغانستان دشمال په بغلان سيمه كې د ويه نوي سړك د جوړولو كار روان ؤ، كله چې كار د پلخمري په ۱۵ كيلومترۍ كې د سره كوتل برخې ته ورسيد، د لارې دكيندنې په ترڅ كې يو ډبرليك تر لاسه شو او د وخت حكومت د سيمې ، علمي پلټنې له پاره د فرانسې د لرغونپېژندنې يوهيات ته چې مشر يې مويودانيل شلوم برژې ؤ دكيندنو كار و
پښتو اوسنى شعر
حبيب الله رفيع پښتو اوسنى شعر د پښتو اوسنى شعر د شلمې پېړۍ له راپيليدو سره پيل شو، دا وخت پښتو شعر د موضوع اوبڼې دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا كړل. د پښتو شعر په دې موضوعي او شكلي بدلون كې كورني او بهرني عوامل اغېزمن وو. پښتو شعر له هم
د لوى څښتن په نامه
د دې ويب لوګ درنو ليدونكو! د سلامونو ګلګيډۍ وړاندې كوم او د تودو هيلو او پاكو ولولو په څپو كې هر كلى كوم. اړيكې او ارتباطات د دې بوختې نړۍ يوه مهمه اړتيا ده او علم او تخنيك په دې لاره كې نوي او ګټور ګامونه اخلي. پخوا يوه لنډۍ وه : زما د ليرې وطن ياره سپينې سپوږمۍ ته سلام كړه سلام به كړمه اوس دا امتيازات له سپوږمۍ نه ځمكې ته راغلي او په لسهاوو ليكنۍ او غږنۍ رسنۍ رامځته شوي چې د نړۍ تنابونه يې دومره سره لنډ كړي چې د راډيوګانو