په ورځنيو بحثونوله استادحبيب الله رفيع سره د تدبير مركه:
زما په نظر جګړه د ليونتوب حالت ته رسېدلې ده
رفيع
په دې وروستيو كې د هيواد امنيتي حالات ډېر خراب شوي چى ويلاى شو د دې حكومت لمن هم هغه د كمونستانو د حكومت غوندې ورځ په ورځ له ولسواليو څخه رالنډېږي. حتى له حكومت سره جبهه يي جګړې پيل شوي دي په دې وخت كې دواړه ښكېلې خواوې څه مسؤوليت لري؟
زما په نظر جګړه د ليونتوب حالت ته رسېدلې ده او يوه لېونۍ جګړه ده چې عوامل يې ډېر زيات دي او پړه د دواړو خواوو په غاړه ده.
له يوې خوا دولت په هغو پښتني سيمو كې چې اوس په كې جګړه روانه ده خپلې د بيا رغونې ژمنې تر سره نه كړې، له بلې خوا په ځينو سيمو كې ائتلافي ځواكونو بې ځايه بمبارۍ وكړې او خلك يې وپارول او بېرته يې دې ته زمينه برابره كړه چې طالبان راشي او هلته ځاله وكړي.
بل عامل يې دا ؤ چې اكثره هغو سيمو ته چې اوس په كې جګړه روانه ده د حكومت له خوا هغه قومندانان او نور مهم دولتي كسان لېږدل كېدل چې هغوى له طالبانو سره دښمني درلوده، د طالبانو په وخت كې دوى له قدرت څخه ليرې كړاى شوي وو، دوى د دې له پاره چې سيمه نا امنه كړي، حتى داسې رپورټونه موجود دي چې دوى به وسله والې ډلې درلودې او داړې به يې وهلې او سبا به يې هغه په طالبانو ور اړولې چې دا د طالبانو كار دى. بيا به يې د هغوى سره د جګړې كولو په بهانه له حكومت څخه امكانات اخيستل چې هم به يې جګړه كوله او هم به يې د هغې د دفعې له پاره له حكومت څخه امكانات اخيستل چې دوه اړخيزه ګټه يې كوله. دا ټول هغه عوامل وو چې جګړه يې ليونۍ كړه.
له بلې خوا طالبان پاكستان ته ولاړل او پاكستان هغه پرژه چې په طالبانو يې جوړه كړې وه او بايد پلې يې كړي او هغه ناكامه شوې وه او مجبور شوى ؤ چې د ترهګرۍ ضد جګړه كې شامل شي خو د خپل هدف له لاسه وركول ورته درانه وو نو همغه ؤ چې طالبان يې بېرته تنظيم كړل او حتى ويل كېږي چې ځينې طالبان يې اړ كړل چې كه په پاكستان كې اوسېږي نو بايد افغانستان كې جګړه وكړي. نو په دې اساس داخلي او خارجي عوامل د دې سبب شول چې طالبان او ورسره ګلبدين حكمتيار او ملګري يې او حتى ځينې د غلو ډلې دا ټول فعال شي او د افغانستان امن په ځانګړې توګه د پښتني سيمې امن له منځه يوسي او هلته ګډوډي راولي.
پ: دا چې هر چا دا اور بل كړيا يې ورته پوكي ووهل خو اوس كرښه معلومه ده طالبان په ډاګه خپلې كړنې او موجوديت اعلانوي. نو د حكومت او ائتلافي ځواكونو د بمبارد په اړه نظر لرئ؟ ځكه ائتلافي ځواكونه د يو طالب له پاره په ټول كلي بمونه وروي او طالبان هم د كلي په منځ كې ځانونه خوندي كوي چې هغه د سپږې او پوستين خبره ده نو دلته دواړو خواوو ته څه كول په كار دي؟
ځواب : ما خو مخكې وويل او په همدې خاطر مې جګړه ليونۍ وبلله چې زيات ماشومان، ښځې ، زاړه او بې ګناه خلك په كې وژل كېږي او بې ځايه كېږي. د وروستيو رپورټونو له مخې په دې بمباريو كې لس زره كورنۍ بې ځايه شوي دي چې كه دا لړۍ دوام وكړي نو د هجرتونو لړۍ به هم ورسره پيل شي او خلكو ته به سرخوږى نور هم زيات شي. په دې برخه كې ائتلافي ځواكونه او دولت بايد له ړندو بمباريو څخه په مطلق ډول سره لاس واخلي. خصوصاً زه په دې عقيده يم چې دوى بايد هوايي بمبارۍ بېخي بندې كړي ځكه دوى تر اوسه پورې په ښارونو، ولسواليو او ولايتونو كې خپلې هډې لري نو دوى بايد له خپلو هڅو څخه د يوه دقيق رپورټ په اساس عمليات وكړي نه دا چې د ځينو مغرضو كسانو د رپورټونو له مخې دوى ځي خلك وژني او يا يې كورونه پلټي.
نو دولت مسؤوليت او مكلفيت لري ځكه دوى ته ملت رايه وركړى كه ائتلافي ځواكونه غلط كار كوي هم دولت يې بايد مخه ونيسي. نو دولت بايد د هوايي بمباريو مخه په مطلق ډول ونيسي او په ځمكني عملياتو كې هم بايد افغاني ځواكونه برخه واخلي اومخكښ وي ځكه خارجيان د افغانانو په كلتور او مسئلو نه پوهېږي غلط كارونه كوي چې د دوى همدا غلط كارونه د عامو خلكو د وژلو سبب شوي دي.
له بلې خوا طالبان چې دا دعوه لري چې اسلامي نظام راولو، د خلكو له پاره ارامي راولو او پر خلكو حكومت كوو هغوى هم د خلكو په ضد كارونه كوي چې بايد لاس ترې واخلي مثلا : د واكسين ډاكټر وژني چې د هغو كسانو له پاره ځي چې ماشوم يې بايد واكسين شي او له ناروغيو خوندي شي. د سړك انجينران وژني دا هغه كسان دي چې كليو ته سړك جوړوي او سړك د اتصال او نښلوو مهمه وسيله ده. همدا راز ښونځي سوځوي چې هغه د خلكو د بچيانو د روزنې ځايونه دي او يا همدا راز د بندونو د جوړولو انجنيران يرغمل نيسي او له ځانه سره يې بيايي چې دا ډول كارونه بايد دوى بند كړي او ړندې بمبارى بايد دولت بندې كړي او پاكستان هم بايد ترهګري بنده كړي ځكه اوس په پاكستان كې ترهګرۍ همدومره وده كړې لكه دلته يې چې كړې ده يعنې اوس ترهګري داسې ليونۍ شوې چې هيڅوك ترې په امن نه دي. په دې كې خلكو ته هم زيان رسېږي، حكومت ته هم زيان رسېږي پاكستان ته هم او د ائتلاف ځواكونو ته هم. په دې اساس دا د ټولو دنده ګرځي ځكه د جګړې ليونتوب ټول سوزولي دي. ټول بايد خپل مسؤوليت او مكلفيت وپېژني. زه يقين لرم چې كه داسې يوه مفاهمه اواحتياط رمنځته شي نو ورو ورو به د جګړې لمن ټولېږي او په عين حال كې زما له نظره مصالحه هم په كار ده ځكه د جګړې پاى خبرې دي. دا چې ځينې كسان نه غواړي چې له طالبانوسره خبرې وشي دا هغه كسان دي چې دوى هم د طالبانو تر واكمنۍ وړاندې په افغانستان كې واكمني درلوده او تر طالبانو زيات جنايتونه يې كړي دي، بې ګناه انسانان يې وژلي دي، د كابل د شپېتو زرو په شاوخوا كې كسان د دوى په بمباريو او د اقتدار په جګړو كې وژل شوي، كابل وران شوى، خلك لوټ شوي، دولتي او ملي شتمنۍ لوټ شوي نو چې دوى په حكومت كې شته او يا هغه كسان چې شورويان يې راوستي او د افغانستان امن يې له منځه وړى هغه په حكومت كې برخه لري؛ همداسې بايد اوسني مخالفين چې هغه طالبان او د حكمتيار ډله او ځينې نور به په كې وي له دوى سره بايد خبرې وشي او د افغانستان د راتلونكې له پاره بايد پروګرام جوړ شي او لكه څنګه چې نورو ته چې جنايتونه او خيانتونه يې كړي برخه وركړل شوې همدا سې دوى ته هم برخه وركړل شي. البته كه كله په افغانستان كې داسې قوي حكومت جوړ شي چې هغه د دې وس ولري چې خاينان محاكمه كړي، په هغه صورت كې به بيا هر هغه چا چې خيانت، ظلم او جنايت يې كړى ، قتل او ناروا يې كړې، غلا يې كړې د هغو ټولو سره به بيا د يوې محاكمې له لارې، د قضا له لارې او د خلكو د دعوى له لارې له هغو ټولو سره فيصله كېږي. تر څو چې هغه دوره نه ده راغلې او نور جنايتكاران په بېلابېلو ارګانونو كې ځاى پر ځاى شوي دي همداسې بايد د دولت له مخالفينو سره هم خبرې وشي او په بېلابېلو ارګانونو كې ځاى وركړل شي.
پ: ستاسو په نظر د دولت اوسني مخالفين به خبرو ته كېني او يا به له اوسني دولت سره ګډ كار ته چمتو والى وښيي؟
ځ: دلته يوازى يو ټكى دى چې هغه د افغانستان اساسي قانون دى چې د افغانستان په ګټه دى او د افغانستان خلكو جوړ كړى دى او يو اسلامي قانون دى نو دوى ټول بايد د قانون په چوكاټ كې خبرو ته كېني، زه يقين لرم چې د مخالفينو زيات كسان داسې دي چې فقط زمينه غواړي لكه تر دې مخكې چې ځينې كسان د مصالحې او پخلاينې له لارې دولت ته راغلي دي هغه تقريباً د بنديانو په شكل ساتل كېږي په هغوى د دوى د مخالفينو پيرې ولاړې دي خو دوى ته بايد دا زمينه برابره وي چې د نورو مخالفينو سره برابر حق ولري. نو زه يقين لرم چې يوه برخه خلك به د روغې په بهير كې برخه واخلي او كه پاكستان هم په دې برخه كې صادق وي او د ګډې جرګې د پرېكړو په رڼا كې لكه څرنګه چې دوى وايي چې دا به عملي كېږي او د عملي اقداماتو له پاره چمتو وي نو په هغه صورت كې به هغه مخالفين چې د پاكستان له خوا تقويه كېدل او وسله وال كېدل او هڅول كېدل او رالېږل كېدل، د هغوى مخنيوى به هم وشي.