حبيب الله رفيع
د دستار نامې سبك
"د سالو وږمه" د پښتو نثر لومړى كتاب دى چې ابو محمد هاشم ابن زيد سرواني په درېمه هجري پېړۍ كې د عربي د فصاحت او بلاغت په باب كښلى خو پټې خزانې يې تش نوم راسولى او د متن كومه نمونه يې په لاس كې نشته. د پښتو نثر تر لاسه شوې نمونه د اوومې لېږدي سپوږميزې پېړۍ د اوايلو ده چې د سليمان ماكو د "تذكرة الاولياء" په څو تر لاسه شويو پاڼو كې خوندي ده. د تذكرة الاولياء نثر د پښتو خپل طبعي نثر بللاى شو چې له محاورې نه ډېر لرې نه دى، د عربي او دري اغېز پرې لږ دى، يوه مليحه، خوږه او نرمه سجع په كې شته. چې د پښتو له اولسي سندرو په ځانګړې توګه لنډيو څخه رنګ او آهنګ اخلي لكه:
"نقل كاوه سي چې بختيار مې ستر ستانه ؤ، له ده نه څرګند سوي دي هغه كرامات چې مو وكتل او وويل، موسى چې ستر پلار ؤ د قطب تللى ؤ له بختيارانو څخه او ميشت ؤ په هېواد چې سيند باله سي، لرغونې برخه زوى د موسى شيخ احمد ته لوى ستانه وركړ سوى ؤ. د سنځر لاس يې ونيو وګروهېد او پر نړۍ يې د ستن ږغو وه، او د خداى وګړيه به يې رابلل په سمې څو چې بمياسو د وګړيه، بختيار په پښتو سندرې كړينه، اوښې تويوينه، خداى ته نارې كړي، غلبلې كړي، پاړكي لرينه چې يو يې دا دى .... "
تر دې راوروسته له وركو كتابونو لكه تاريخ سوري، اخبااللودي، لرغوني پښتانه او نورو چې تېر شوو په لسمه پېړۍ كې د پښتو نثر دوه بهيرونه رامنځته كېږي: يو د تقليدي، مسجع او مصنوع نثر رامنځته كېدل دي چې د پښتنو ملي، سياسي، تصوفي او ادبي مشر بايزيد روښان (۹۲۶- ۹۸۵هـ ق) رامنځته كړ. ده په داسې وخت كې چې د پښتو زاړه منظوم او منثور اثار نه وو ورته رارسيدلي، د پښتو مسجع نثر بنسټ كېښود او ګود او مات شعرونه يې وويل. بايزيد د مغولو په وړاندې ملي او سياسي هدف درلود، دې هدف ته د رسېدو له پاره يې د وخت له دود سره سم د تصوف لاره ټاكلې وه او د خپل تبليغ ژبې يې پښتو، عربي، دري او هندي غوره كړې وې او خپل الهامي كتاب يې په همدې ژبو ليكلى ؤ چې پښتو يې لويه ژبه وه او پښتو نثر يې د قرآن كريم د سورۀ الرحمن په سبك ويلى ؤ او په خپل كتاب خيرالبيان كې يې كښلي وو:
" او بايزيده وكښه خيرالبيان په هغسې الحان چې لوست سورۀ الرحمن، زه عاجز بنده عامي يم خپسر وتاوته ګنهګار او بدكار ګڼم له واړو ګنهګارانو د محمد په امت كې عليه السلام ولې اميدواري مې ستا وښېګړې و رحت وبخشش وته ده راوبخښه ماته او زما يارانو او فرمانبردارانو او محبتي وته ګناهان، بل مې زړه قرار شي او ستا وكلام وته  وزګار شي او سبحان! "
ده د سورۀ الرحمن د تكراريدونكي آيت: " فباى الاء ربكماتكذبان" پر ځاى په خپل خيرالبيان كې تكراريدونكى بند :"هادي ويلي دي رحمت د خداى په ده دا كلام" راوړى دى او په دې توګه يې وغوښتل خپل مذهبي نثر چې ده ته الهام كېده د قرآن په ژبه وليكي او قرآني احكام په كې د قرآن په ژبه راوړي.
د بايزيد روښان ځينې پيروانو هم د مسجع نثر دا لاره وپالـله خو تر هغه زيات د ده سياسي مخالف اخوند دروېزه او پيروانو يې دا لاره زياته ټينګه كړه او په همدې مسجع نثر كې يې ځوابونه ورته وويل او مسجع نثر ته يې ښه وده وركړه، تر دې چې د اخوند دروېزه يو پيرو اخوند احمد دا مسجع نثر ادبي او هنري كړ، كيسې يې په كې وليكلې او ښكلي ادبي اصطلاحات او تشبيهات يې په كې ځاى كړل، د يوسف عليه السلام او اسماعيل عليه السلام كيسې يې په كې وليكلې او داسې خوږلني يې وركړه:
" واروئ يارانو نن به وكړم څو خبرې د مهتر يوسف له حاله د يعقوب له دلګيريې * چې يوسف وروڼو روان كړ هم له پلاره يې جدا كړ، غه ساعت هم د رحمت ؤ پر ده باندې ورغلى د خواريې * يهودا هم پر اوږو ؤ كښېنولى و بيابان ته يې ؤ وړى، مخ يې ؤ وپلار ته و بيان ته يې روان كړ، د يعقوب زړګى نه چاود د يوسف له جدايې* مهتر يعقوب له ښهره ؤ وتلى، دى تر ونې لاندې ناست ؤ، خوب يې وليده په ناسته، يو آواز وشو چې څلوېښت! څلوېښت! پر ده پرېواته غمونه وړيې وړيې * د دې خوب معنى يې دا و زړه ته راوړه   چې يوسف له ما جدا شۀ څلوېښت ساعته يا جدا شۀ څلوېښت روځې، يا جدا شه څلوېښت كاله، بې هوشي شوه پرې غالبه په بارخو يې اوښې ولاړې، لوه يې لوه يې" د بايزيد روښان په وسيله د مسجع او مكلف نثر له رامنځته كولو سره سره د پښتو طبعي او روان نثر هم دوام درلود، د بايزيد روښان صادق او عالم مريد ارزاني په خپلو آثارو كې د روان نثر ليكلو ته دوام وركړ او د مسجع نثر لاره يې خپله نه كړه، د ده نثر د پښتو د طبعي نثر يوه ښكلې نمونه ده لكه:
" ترو د طالب غسل وكا، ترو چې اوبه پر ځان اچوي هسې دې وايي : اې خالقه! لكه متن په اوبه پاك شۀ، زړه مې د تا په ياد پاك كا، چې طالب غوسل وكاندې په زنګون دې كښېني او دواړه لاس دې په زنګانه كېږدي او دې اللم ولولي چې له ګناه خلاص شي .... دوم كليمۀ شهادت دې ولولي .... بيا دې دا ولولي : امنت بالله .... ترو دې خليفه لاس دې ونيسي په دواړه لاسونه. اول دې د طالب نوم زده كا، ترو خليفه دې هم هسې ووايي .... دا لاس د ميان لاس دى طالب دې هم هسې ووايي او پير مې ميان دى، ترو توبه مې وكړه، له واړو بدو او طالب دې هم هسې ووايي، ترو دې خليفه مباركي ورته وكا، "
د يوولسمې پېړۍ په اوايلو كې "تواريخ افاغنه" د پښتو نثر يو داسې كتاب دى چې ځاى پر ځاى دري پرې ګډه ده او ليكوال يې د فارسي ژوره مطالعه او حتى روان سبك لري خو پښتو نثر يې د پښتو له طبعي جوړښت سره سم روان او خوږ دى او د پښتو نثر هغه طبعي عنعنه چې سليمان ماكو موږ ته رارسولې، ساتي.
د كرښې سر پر دې پلونو د خوشال بابا نثر ليكنې ته رارسېږو، خوشال بابا پښتو نثر په نوي قوت او ځواك ليكي او موضوعي تنوع وركوي، رواني او ښكلا يې زياتېږي او د يوه روان نثر بنسټ ږدي، خوشال بابا لكه څرنګه چې په شعر كې بېلابېل موضوعات راوړي همداسې په نثر كې يې هم بېلابېل موضوعات ليكلي او همدې بېلابېلو موضوعاتو د ده نثر ته بېلابېل رنګونه وركړي او سبكي ځانګړنې يې وربښلې دي.
"وصيتنامه" چې د ساه پوهنې او حقوقو په باب د خوشاله بابا يوه كوچنۍ رساله ده نثر يې څه مغلق او پېچيده او لږ څه ثقيل دى لكه : " اووه پړكه وصيتنامه مؤكده په ډېر تاكيد موشحه په مبالغۀ شديد چې فرزند ارجمند دى اشرف خان، واړه فرزندان، جميع هوا خواهان ياران دې په دا عمل عامل وي، عمل د هر يوه پرې تل وي. "
په "هندوكوهنامه" كې چې د افغانستان شمال ته د سفر ياداشتونه دي ډېره روانه او خوږه ژبه كاروي او لكه د نننيو يون ليكونو او لنډو كيسو د ژبو غوندې خوږه روان او په ادبي ښكلاوو پسوللې ده لكه :
" راغلو په غاړه مو د رود ډېر لرګي توده كړل، اور مو پرې پورې كړ، چارچاپېره تر اوره حلقه شو، په اميد د طعام له لښكره جدا او له تګ و پويه ستړي كښېناستو، اودس مې تازه كړ، دوه ركعته نفل مې وګذارل، لاس مې په دعا پورته كړه، ومې وې : يا مسبب الاسبابه ! كه په باب د دې بنده ګانو ور د رزق پرانيزې ډېر په موقع دى، باعث به د ژوندون د ديو څو تنو چې وبله سره يو وشي. په دا ميان كې يو كس د تاجك پسه تر ګردن نيولى په لور د هغې درې چې په كې قلعه د راجپوتانو وه ته، هغه شخص مې ځانته وباله، هر چې يې غوښتل هغه مې وركړه او منت مې په ځان بار كړ، پسه مې هغه زمان ذبح كړ، لړمون مې يې په اور واچاوه، لږ څه وريت شه، له اوره مو راواخيست، او اور مو د لوږې پرې مړ كړ. "
خو د دستارنامې نثر نه د وصيتنامې غوندې دروند او ثقيل دى او نه د هندوكوهنامې غوندې روان او سليس، بلكې د دې تر منځ – منځ تر ډېره حده روان او له تعقيده لرې دى لكه: نظم او نغمه سره لازم ملزوم دي، سرود د خولې لحن و اواز وته وايي چې په خوله له حنجرې اواز وخوت شي يا سرنا، ناى، شپېلۍ، موسيقار دا سرود دى . لكه رباب، سرينده، چارتاره چې په لاس په ګوتو وهل شي تر ډوله، تر دف پورې دا واړه حالت د سرود دي. نغمه پيره ورته وايه شي، چې دا كار كا هغه مغني باله شي چې په دا كار كې طرب مونده شي، نوازنده (ته) يې مطرب وايه شي. خيلې سليم فطرت به وي چې دا حظ په كې نه وي، په دا اواز اوښان مست شي د صحرا هوسۍ پرې بې هوش شي، هغه به څرنګه سړى وي چې په سرود به يې حالت حاصل نه شي، هغه چې پرې انكار كا هومره فكر خو دې وكا چې د داؤد پېغمبر صوت معجزه ؤ كنه؟ مرغونه د ده په اواز له اسمانه راپرېوتل كنه؟  كه سرود بد واى معجزه به د داؤد پېغمبر نه وه. " 
په دې ترتيب وينو چې د خوشال بابا نثر روان، سليس، له تعقيده لرې، لنډې- پرله نغښتې جملې لري، سجع او ثقالت په كې ډېر نشته او په دې توګه ويلاى شو چې د خوشال بابا نثر د پښتو د اوسني نثر چې پر مختيايي پړاوونه يې وهلي د بنسټ پخه خښته ده او د ده هغه وينا حقه ده چې ويل يې: كه د نظم كه د نثر كه دې خط دى
په پښتو ژبه مې حق دى بې حسابه
نه پخوا په كې كتاب ؤ نه يې خط ؤ
دا دي ما په كې تصنيف كړل څو كتابه