په افغانستان كښې عنعوي زده كړې
حبيب الله رفيع
[1]
د \"وعلم اّدم الاسماْ كلها\" د مبارك اّيت په شهادت او روايت د تعليم او تعلم لړۍ لومړى ځل د لوى خداى د پاك ذات له خوا پيل شوې او ځمكې ته خپل رالېږونكي خليفه حضرت اّدم على نبيناو عليه السلام ته يې د ټولو موجوداتو نومونه ورښودلي، سره له دې چې دانومونه پرښتو ته نه وو ښودل شوي او په دې وسيله يې هغوى ته څرګنده كړه چې د لوى خداى(ج) كارونه له حكمت نه ډك دي او پر هغه څه چې دى پوهېږي، نور څوك نه پوهېږي او پرښتو چې هم وليدل چې الله(ج( اّدم على نبينا و عليه السلام ته علم وركړى نو د هغه پر فضيلت او خپله بې علمۍ يې اعتراف وكړ.
دنيا ته د اّدم علي نبيناو عليه السلام تر رالېږلو وروسته لوى خداى(ج( د تعليم لړۍ پر خپلو پيغمبرانو باندې د صحيفو او كتابونو په نازلولو سره جاري وساتله او زده كړه د دينونو د خورېدلو له پاره وګومارل شوه.
[2]
په اّريانا يا لرغوني افغانستان كښې هم د زده كړې سلسله له مذهبي ادبياتو څخه راپيل شوې چې زړه برخه يې لرغوني ويدي سرودونه دي چې د ارباب الانواعوستاينې لري، لرغونې ګروهې او عقيدې څرګندوي، د طبيعت رازونه سپړي، پندونه او لارښوونې لري او خلك پوهې او تفكر ته رابولي.
ددې سرودونو جوړوونكي \"ريشيان\" بلل كېدل چې د خپل وخت پوهان وو، د خپل وخت ټول رواجي علوم يې زده وو او د روحانيت تر څنګ شاعران، اديبان او خطيبان هم وو چې په روحاني، اجتماعي او سياسي چارو كښې يې د خلكو لارښودنه كوله؛ له همدې امله \"ويد\" په سپېڅلې پوهه ترجمه كېږي او د علم او پوهې خورېدل پكښې نغښتي دي او اّريايانو عقيده درلوده چې دا سرودونه الهامي دي.
ويدي سرودونه له نن نه وړاندې څلو زره كاله شا او خوا د هندوكش په شمال كښې د بلخ په تاريخي سيمه كښې پيل شول او ورسره د تعليم او تعلم لړۍ راونښلېده؛ ددې مذهبي سرودونو جوړېدلو دوام وكړ او هند ته د اّريايانو تر راتلو وروسته يې وده وكړه او په بېلا بېلو مذهبي كتابونو كښې راغونډ شول.
خلكو به د ويدونو متنونه چې اّسماني او الهامي يې بلل، يادول؛ برهمنانو به يې چې په دې متنونو كښې ماهر وو، درس وركاوه خو په دوهم پړاو كښې د ګرامر، نجوم، طب او نورو علومو زده كړه هم په درسي سلسله كښې شامله وه. له ذهني زده كړې سره بدني زده كړې چې شهزادګانو او سپاهيانو ته به وركول كېدې، هم د درسي نصاب يوه برخه وه.
[3]
د ويدي مدنيت تر څنګ درې درې نيم زره كاله وړاندې بيا هم د بلخ په سيمه كښې د اوستايي مدنيت بنسټ كښېښودل ښو. ددې دين مشر سپين تمان زردشت وْ چې عقيده يې د لوى خداى اهوره مزدا په يګانه ګۍ ولاړه وه او خلكو ته يې د ښې مننې، ښې وينې او ښې كړنې تبليغ كاوه او د همدې تبليغ په غرض يې د مبلغينو حلقې درلودې او د زده كړې ډېوه يې روښانه ساتله.
دا دوره چې پر اّريانا باندې د سكندر تر تېري (تر ميلاد 330 كاله وړاندې) پورې په اوج كښې وه، د ويدي دورې غوندې يې زده كړو ته ارزښت وركاوه او ابتدايي زده كړه تر اتو كلو پورې وه چې بيا به يې لوړې زده كړې كولې. د درسي نصاب مهم تكي يې د پلار مور اطاعت، د ګاونډيو حقوق، د اجتماعي نواميسو او ملي نخښو درناوى وْ، د لوړو زده كړو په دوره كښې د مذهبي سرودونو حفظول او د رياضي، نجوم، عقايد او طب د علومو زده كول شامل وو.
[4]
په اوستايي مدنيب پسې د بودايي دين دوره راځي، دا دين تر ميلاد وړاندې شپږمه پېړۍ كښې په هند كښې رواج وْ، تر ميلاد وړاندې درېيمې پېړۍ په نيمايي كښې د هند د پاچا اشوكا په وسيله - چې د اّريانا زياتې برخې يې هم په لاس كښې وې – لرغوني افغانستان ته راغى، د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې بودايي ستوپې، د بودايي دين د تبليغ مركزونه او معبدونه جوړ شول او ددې دين د خورونې له پاره د ښوونې او روزنې يوه نويې سلسله پيل شوه.
د بودايي ښوونځيو شاګردانو به زده كړه له شپږ كلنۍ نه پيلوله او په شل كلنۍ كښې به يې سرته رسوله، ورپسې به يي بيا عالي انشاْ، منطق او فلسفه لوستل؛ ددې دورې تر بشپړ تابه وروسته به ديوې ازموينې په تېرولو سره بودايي ديرونو ته تلل، هلته به بودايي راهبانو ژوند كاوه، په هر دير كښې ځانګړي ښوونځي وو چې اكثره يې د علم او معرفت نامتو مركزونه وو؛ په دې لړ كښې د بلخ د نوبهار بودايي معبد لوى تاريخي شهرت لري چې څوسوه راهبانو زده كړه پكښې كوله. نو له دې امله موږ دا ديرونه بودايي پوهنتونونه بللاى شو چې افغانستان ته د اسلام تر راتلو پورې پرانستي وو.
[5]
په جزيره العرب كښې د حضرت محمد(ص) په زېږېدلو او د اسلام د سپېڅلي دين په راتللو سره په نړۍ كښې يو نوى انساني تمدن پيل شو او په تېزۍ سره دا حق دين هري خوا ته خور شو، د لرغوني افغانستان – چې په اسلامي دوره كښې د خراسان په نامه يادېده – پولو ته ددې دين لومړني استازي د 18 تر 22 هـ ق شا او خوا د اسلام د دوهم خليفه حضرت عمر فاروق (رض) د خلافت په وخت كښې راورسېدل، هرات او د هېواد شمالي ولايات يې ونيول او بيا د هېواد جنوب ته ورسېدل، په 363هـ ق كال كښې كابل هم د اسلامي لښكرو له خوا فتح شو او مسلمانان ورو – ورو د ټول اوسني افغانستان په نيولو بريالي شول.
افغانانو د اسلام د دين د حقانيت له كبله دا سپېڅلى دين د زړه له كومي ومانه خو داموي خلفاوْ هغه رويه يې چې د عربي عصبيت په ستنو ولاړه وه، نه خوښوله؛ له همدې امله له يوې خوا ددوى په وړاندې ملي مقاومتونه ګړندي شول او له بلې خوا د خراسان د ادارې او علم كسانو د خلافت په مركز كښې د عباسي خلافت د رامنځ ته كېدو له پاره لوى لاس وكړ، ابو مسلم خراساني او برمكيانو د عباسي خلافت په تاْسيس كښې درنه برخه درلوده چې بيا ددې خلافت په ټينګېدو سره دوى د دربار مهمې څوكۍ ونيولې او په اسلامي فرهنګ كښې يې د افغاني فرهنګ او علومو تجربې هم ورزياتې كړې خو د عباسيانو په وړاندې هم په خراسان كښې د قيامونو سلسله روانه وه او د افغانانو هدف دا وْ چې د اسلام په سپېڅلي غېږه كښې خپل اّزاد حكومت ولري او خپله خپلواكي وساتي.
تر دوه سومې هجري پېړۍ پورې دا سلسله همداسې راروانه وه، په دې دوره كښې اسلام په بشپړ ډول په افغانستان كښې د زړو اديانو ځاى ونيو، عربي ژبه او رسم الخط په ټول افغانستان كښې دود شول؛ اسلامي علوم لكه: تفسير، حديث، سيرت او نور هم رواج شول؛ په سيستان، بلخ، هرات او نورو ښارونو كښې لويې – لويې مدرسې جوړې شوې او په افغانستان كښې لوى – لوى عالمان، زاهدان، د اسلامي علومو ماهران او امامان لكه: امام اعظم ابوحنيفه بن ثابت كابلي، ابن مبارك مروزي، محمد بن كرام سيستاني، ابراهيم بن طهمان محدث هراتي، ابواسحق ابراهيم بن يعقوب محدث جوزجاني، ابراهيم ادهم بلخي صوفي، حنفي فقيه ابوسليمان موسى جوزجاني، ابراهيم بن رستم مروى، معروف محدث ابو داوْد سجستاني، سيستاني محدث ابو حاتم سهل، منجم ابو جعفر بلخي، مورخ ابو قتيبه مروزي، د عربي شاعر بشار بن برد تخارستاني، علي بن جهم او نور ګڼ كسان وروزل شول او عباسي خلافت ته د افغانانو اداري او مدني تجربې هم د برمكيانو په لاس ولېږدېدې او د افغانستان د زړو كتابونو ترجمې هم د محمد بن جهم برمكي او فضل بن سهل برمكي په وسيله وشوې او هم د بېلا بېلو هندي او اّريايي علومو كتابونه د وړ كسانو په وسيله په عربي وژباړل شول.
[6]
تر دوه سوم هجري كال وروسته په افغانستان كښې د طاهريانو صفاريانو، سامانيانو، لوديانو، سلجوقيانو، غزنويانو، د هرات د تيموريانو او نور مستقل او خپلواك لوى او واړه حكومتونه جوړ شول چې اسلامي فرهنګ او علوموته يې ښه وده وركړه او د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته يې زيات پام ور واړاوه.
په دې دورو كښې ګڼ جوماتونه، مدرسې او ديني مركزونه جوړ شول او لوى – لوى كتابتونونه رامنځ ته شول، د سامانيانو لوى كتابتون لوى نوم پرې اېښى او غزنويانو په خپل هېواد كښې تر 2000 پورې مدرسې، ښوونځي او داسې جوماتونه چې زده كړه پكښې كېده، جوړكړي وو؛ د سلطان محمود غزنوي كتابتون زر جلده قيمتي كتابونه درلودل، غوريانو په غور او ډيلي كښې د زده كړې لوى مركزونه جوړ كړي وو او پر نارينه وْ سربېره د ښځو له پاره هم د زده كړې زمينه مساعده وه؛ سلجوقي واكمنو هم ډېرې مدرسې او جوماتونه ودان كړل چې د عقلي او نقلي علومو زده كړې پكښې كېدلې.
د مدرسو په درسي نصاب كښې فقه، تفسير، حديث، صرف او نحو، ادب، تاريخ، عقايد، فلسفه، رياضي، منطق، جغرافيه، حكمت، نجوم او د وخت نور علوم شامل وو او همدا وو چې په لرغوني افغانستان كښې د هر علم لوى پوهان، عالمان او نوابغ پيدا شول او لوى – لوى فيلسوفان، محدثين، منجمين، د طبيعي علومو ماهران او نور رامنځ ته شول چې نه يوازې د افغانستان علمي، ادبي، اداري او سياسي شخصيتونه دي، بلكې د نړۍ په تاريخ كښې يې لوړ مقام درلودلى دى.
[7]
په نهمه، لسمه او يوولسه هجري پېړۍ كښې د افغانستان د شرقي، غربي او شمالي ګاونډيانو د لاسوهنو په نتيجه كښې د هېواد د ملي او محلي واكمنيو د وار په وار ړنګېدلو سره د هېواد په دريو برخو وېشل كېدلو افغانستان يو ځل بيا د جګړو او مقاومتونو ډګر كړ چې له دې سره تر ملي پروګرامونو لاندې د مدرسو او ښوونځيو رسمي لړۍ زيانمنه شوه خو په عنعوي توګه د اسلامي علومو د زده كړو محلي مركزونه فعال پاتې شول چې د پردو يرغلګرو په وړاندې د مقاومت اكثره ډلې په همدې مركزونو كښې د روزل شويو ځوانانو له خوا اداره كېدې او د هېواد په ګوټ – ګوټ كښې د همدې خورو ورو او لويو وړو مبارزو له امله تجزيه شوى هېواد چا اشغال نه كړاى شو او د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د ماوراْ النهر له شيبانيانو، د هند له كور ګانيانو او د ايران له صفويانو سره د افغانانو مبارزې ژوندۍ او ګړندۍ پاتې شوې او يوه لوري هم ددې فرصت ونه موند چې د افغانستان پر نيول شويو برخو باندې په سړه سينه حكومت وكړي.
د پردو يرغلونو او د جنګونو حالت ډېرې سركاري مدرسې او د زده كړې ځايونه شاړ او ويجاړ او په دې برخه كښې د افغاني حكومتونو پروګرامونه شنډ او له ځند او خنډ سره مخامخ كړل.
[8]
د هند كور ګانيانو په هندوستان كښې د افغاني لوديانو او سوريانو حكومتونه له منځه يوړل او په پښتونخوا كښې د دوى په وړاندې را ولاړ شوي د روښانيانو، مومندو اپرېدو، او خټكو پاڅونونه يې وځپل خو په كندهار كښې د صفويانو په وړاندې د هوتكيانو پاڅون بريالى او د دوولسمې هجري پېړۍ په دوهمه لسيزه كښې د ميرويس نيكه تر مشرۍ لاندې د هېواد په يوه برخه كښې د خپلواكۍ بيرغ ورپول شو او ورسره د هېواد د ځوانانو د ملي روزنې لړۍ پيل شوه. د شاه محمود هوتك مېړانې د اصفهان په نيولو سره د صفويانو تېرى په توره مات كړ او په غچ كښې يې هلته خپله واكمني ټنګه كړه، شاه اشرف هم دده لاره وپالله خو د هوتكيانو كورني مخالفتونه د دوى د كمزورۍ او بيا رانسكورېدو سبب شول او له دې سره نادرشاه افشار نه يوازې د افغانستان ازادې شوې سيمې اشغال كړې، بلكې په هند كښې يې د كورګانيانو دولت هم رانسكور كړ او په سيمه كښې يې يوه لويه امپراتوري جوړه كړه خو د ده له وژل كېدو سره يو ځل بيا د افغانانو د خپلواكۍ لمر راوخوت او د احمد شاه بابا په پاچا كېدلو سره د افغانستان سياسي او طبيعي پولې سره يو شوې او د وقايوي فتوحاتو په لړ كښې تر ډيلي، ماوراْ النهر او په غرب كښې د ايران تر خاورو پورې ورسېد.
په احمد شاهي سترواكۍ كښې يو ځل بيا مدرسې جوړې شوې، علمي او ادبي كورنۍ احياْ شوې، درسي مركزونه فعال شول او عنعنوي زده كړو وده وكړه.
دده اخلافو د تخت او تاج پر سر خونړۍ كورنۍ جګړې پيل كړې تر دې چې د پردو مداخلو ته يې لاره هواره كړه او هېواد يې يو ځل بيا له ستونځو او بدو ورځو سره مخامخ كړ.
له ستونځو، خنډونو او ځنډونو سره په هېواد كښې عنعنوي زده كړو او مدرسو دوام وكړ څو د امير شېر علي خان د واكمنۍ په دوهمه دوره كښې د عصري ښوونې او روزنې درشل ته ورسېدو او په نوې او عصري روحيه ښوونې پيل شوې.