حبيب الله رفيع
د خاطرو له كتابه!
د ۱۳۶۸لمريز كال د سلواغې ۲۶مه نيټه وه د شوروي ځواكونو قوماندان جنرال ګروموف وروستنى روسي عسكر و چېد حيرتان د پله په خوله كې يې د شوروي هغه ښكيلاكي بيرغ چې په افغانستان كې به يې د هغه تر سيوري لاندې عمليات كول، سره راونغښت او د بيرغ تر دېرك يې تاو كړ، د افغانستان لور ته يې په حيرت او حسرت راوكتل او په سترګو كې يې غټې غټې اوښكې راوګرځيدې چې د نړۍ ديوه لوى ښكيلاكي ځواك د ناكامۍ نماينده ګي يې كوله.
ښكاريده چې د ده تر قوماندې لاندې وو او تر ده وړاندې په دې پله ناكام شوروي ته اوښتي وو، ښكاريده ده ته هغه روسي ځوانان ورياد شوي وي چې لاس اوپښې دلته ترې پاتې شوي وو او دوى كنډ او كپر خپل هيواد ته تللي وي او ښكاريده چې ده ته هغه په زرهاوو روسي عسكر ورياد شوي وي چې له افغانستان نه په مړو پښو په تابوتونو كې ووتل او په لسهاوو زره كورنۍ يې ويرجنې كړې خو دې قربانيو (!) نه يوازې دا چې نتيجه ورنه كړه بلكې ناكام، رسوا او شرميدلي د افغانستان له خاورې ووتل او ټول ښكيلاكي اهداف يې چې د هند تر تودو اوبو غځولي وو د آمو په سيند كې لاهو شول او دا يې هم ليدل چې روسي ښكيلاك نه يوازې دا چې پرمختګ ونه كړاى شو، بلكې د ختيځې اروپا او منځنۍ آسيا خوړلي هيوادونه تيې هم بېرته د بدهضمۍ ښكار شول او يو پربل پسې د شوروي له غړوندي نه ووتل او ليدل يې چې شوروي اتحاديه په افغانستان كې د خوړلي كاري ټپ له امله د ځنكدن په بستر وروستنۍ سلګې وهي.
جنرال ګروموف ته دا هم وريادديدل چې له نن نه يوازې لس كاله وړاندې همدا شوروي ځواكونه د ځمكې او هوا له لارې، له درنو وسلو او وسايلو سره، ديوه نه ماتيدونكي ځواك (؟) په توګه له پياوړې ښكيلاكي ارادې سره په ډېر غرور او تكبر افغانستان ته ننوتلي وو او غوښتل يې چې ډېر ژر د افغانستان پولې د پاكستان او هندوستان په لوري ونغاړي او د سيمې له خپل لوى سيال چين نه اسيايي كمربند راوڅرخوي.
ده ليدل چې د لوى شوروي اتحاد (!) د ټول ښكيلاكي موخې په افغانستان كې له خاورو سره خاورې شوې اوپه دې ناكامۍ كې د ده ناكامي هم نغښتې وه. دا ناكامي او بدنامي يوازې د څو اوښكو څڅولو نه وه، بلكې بايد په زوره – زوره او كوكو – كوكو يې ژړلي او بيا يې د آمو د سيند په مستو او نه اېل كيدونكو څپو كې خپلې وروستنۍ سلګۍ وهلې واى.
ګروموف او د ده ښكيلاكي مشرانو بايد پر افغانستان تر وحشيانه او متكبرانه تېري وړاندې د افغانستان تاريخ ژور او دقيق لوستى واى او د انګريزي ښكيلاك د دې ځلي شرميدلې ماته يې خپله محتومه ماته بللې واى. خو رښتيا هم چې ښكيلاك د بصيرت سترګې نه لري او بې له دې چې د نورو له تجربو نه ګټه واخلي د خپل ښكيلاكي غرور په مستۍ كې شوې تجربه په خپل ځان هم تجربه كړي.
تر دې وروسته هم كه څوك د افغانستان د تاريخ په هينداره كې نه ګوري او په پټو سترګو او ښكيلاكي غرور افغانستان ته راځي نو همدامحترم برخليك به يې هر كلى وايي.
د ۱۳۸۵لمريز كال د سلواغې ۲۶مه نيټه
د ۲۰۰۷ زېږديز كال د فبروري ۱۴مه نيټه