رسنۍ د څه له پاره
مطبوعات په " مشروطيت" او "ولسواكۍ " كې د څلورمې قوې حيثيت لري چې د " مجريه" "مقننه" او "قضائيه " قوو كړه وړه څاري اونظارت پرې كوي .
په نړۍ كړې  مطبوعات او رسنۍ اوږد عمر لري او د همدې هدف په لاره كې ګټور، زړوراو ګړندي ګامونه اوچت كړي دي.
زموږ په هېواد كې هم مطبوعات د علامه سيد جمال الدين افغان د اصلاحاتو د كوټلي او ژور پلان او پروګرام له مخې رامنځ ته شول او ده پتېيلې وه چې اسلامي هيوادونه له كورنۍ زورواكۍ او استبداد او بهرني ښكېلاك اوزبېښاك څخه د همدې رسنيو له لارې خپلواك، هوسا او بسيا كړي چې په اوږده موده كې همداسې وشول او له افغانستان نه تر ايران، مصر، تركيې اوهندوستان پورې يې په مستقيم او غير مستقيم ډول د رسنيو له لارې د ازادۍ تخم وكاره.
په افغانستان كې امير شيرعلي خان د علامه سيد جمال الدين افغان دې پلان ته په داسې حساس وخت كې د عمل جامه ور واغوسته چې افغانستان د دوو لويو ښكيلاكي ځواكونو روس او انګرېز د ښكېلاكي پلانونو له مخې تر دوه اړخيز تهديد لاندې ؤ، شمس النهار همداوخت نشر شو خو په ۱۸۷۸ميلادي كال پرافغانستان باندې دانګريزانو دوهم تېري د هيواد ازادي هم له منځه يوړه او د اخبار دخپريدو مخه يې هم ونيوله.
د امير عبدالرحمن خان ترمړينې وروسته چې په افغانستان كې د نسبي سياسي تنفس زمينه برابره شوه بيا هم دمبارزې علمبردار سراج الاخبار افغانستان ؤ چې د مولوي عبدالرووف كندهاري او د ده هوډمنو او مبارزو ملګرو له خوا نشر شو، انګريزنه شو زغملاى  نو له هماغه لومړنۍ ګڼې څخه يې په خوله لاس وركېښود د اخبار له بندېدو سره همدې روڼ اندو دمشروطيت د غورځنګ ډبره كېښوده، حكومت دې ډلې مشران اوګڼ غړي په توپ والوزول شول او يو شمېر  يې په سياڅاوو كې بنديان كړل.
تر دې وروسته هم د هېواد د آزادۍ بيرغ د علامه محمود طرزي " سراج الاخبارافغانيه " راپورته كړ، د حى على الفلاح " چيغه يې اوچته كړه او له كورني استبداد او بهرني ښكيلاك سره دمبارزې كاروان يې هدف ته ورساوه او په ۱۹۱۹ كال كې د افغانستان د خپلواكۍ له تر لاسه كېدلو وروسته د مشروطيت حكومت هم پيل شو.
د رسنيو دنده دخپلواكۍ په ترلاسه كولو سر ته نه رسېږي ځكه دهېواد دآبادۍ او پرمختګ له پاره د درې ګونو قواوو د څارنې دنده هم ورترغاړه ده، په اماني دوره كې رسنيو پراختيا وكړه، له يوې خپرونې نه ۲۳ خپرونو ته ورسېدې او له مركز نه ولاياتو ته وغځيدې او هم لومړى ځل راډيو دخپلو څپو وزرې د هېواد پر فضا وغوړولې، آزادو خپرونو په ځانګړې توګه " انيس" او نسيم سحر" په جراء ت او واز كومي د دولت پر چارو او پاليسيو نيوكې وكړې او دولت يې د سالمو اصلاحاتو كونو ته راوباله.
زاړه دښمن انګرېز له شانه د افغانستان پر ځوان حكومت ګوزار وكړ، خو نړۍ او تور كورنى  اړدوړ پېښ شو، ورپسې په نادري دوره كې د محمد هاشم خان د صدارت تر پايه د رسنيو د آزادۍ غږ غلى شو، خو روڼ اندو او مبارزو ژورنالستانو د زندانونو تيارې ومنلې او دزولنو او زنځيرونو حلقې يې ښكل كړې.
د شاه محمودخان د دورې امتحاني ډيموكراسۍ ته هم روڼ اندو هر كلى ووايه، د جريدو له لارې يې خپل غږونه راپورته كړل او د ملي شورا په تالار كې يې ملي ځوږ پورته كړ. دا هڅې د ډيموكراسۍ په لسيزه كې هم تكرار شوې او رسنيو تر خپله وسه خپله دنده تر سره كړه.
دكمونيستۍ په يو ګوندي او استبدادي نظام كې چې د هر ډول رسنيو مخه نيول شوې  د ورځپاڼو پر ځاى شپې ليكونو غږونه راپورته كړل چې ګڼ ليكونكي يې دخونړي پوليګون خوراك شول.
له پردي ښكيلاك او زورواكۍ سره مبارزه له هېواده بهر د ټوپك ترڅنګ په قلم هم روانه پاتې شوه او په سلهاوو رسنۍ راووتې او د قلمي او فكري مبارزې ميدان يې تود كړ او تر ۱۳۸۰ كال پورې د رسنيو دمبارزې كاروان راورسېد.
په همدې كال د بن د سياسي طرحې له مخې رسنيو يو ځل بيا په پوره زور او شور د كميت او كيفيت خپل كار پيل كړ او دا دي اوس د درې ګونو قواوو ترڅنګ محسوس او ملموس فعاليت لري.
اوس رسنيو د نوعيت، كيفيت او كميت له اړخه زياته وده كړې او د حروفي خپرونو ترڅنګ، غږيزې، انځوريزې او دوه اړخيزې (انټرنيټي) رسنۍ هم رامنځته شوې او د كارساحه او اغېز يې تر پخوا ډېر پراخ شوى دى.