له هغه وخته چې د بشري حقونو د څار ډلې د يوشمېر وسله والو ډلو د مشرانو نومونه د جنايت كارانو په ليست كې راوړي نو دوى هم په خپل وار خپلو بېړنيو هلو ځلو لاس اچوي. د افغانستان په ولسي جرګه كې يې پرېكړه وكړه چې په تېرو جګړو كې ښكېلې ډلې بايد په راتلونكې كې له هر ډول عدلي او حقوقي تعقيب څخه په امن وي. 
له دې پرېكړې سره بېلابېل غبرګونونه وښودل شول خو بالاخره پرېكړه دولسي جرګې او مشرانو جرګې له خوا تصويب شوه او د ولسمشر د لاسليك او توشيح لار څاري.
په دې اړه مو په ورځنيو بحثونو كې  د استاد حبيب الله رفيع نظر لوستلو ته رابولم 
                                                                                                               تدبير            

      رفيع صيب دملي شورا د نوې پرېكړې په اړه چې دوى وايي په تېرو جګړو كې   ښكېلې ډلې بايد  په  راتلونكې كې  له  هر ډول عدلي او حقوقي تعقيب څخه  خوندي وي.  څه نظر لرئ؟

استاد حبيب الله رفيع : څه كم دوه مياشتې وړاندې  د افغانستان ولسي جرګې ظاهراً د ملي پخلاينې تر نامه لاندې يوه پرېكړه وكړه او په دې پرېكړه كې دوى يوه داسې ماده هم راوړه چې په هغې كې يې ويلي چې هغه كسان چې په تېرو درېشو كلونو كې په جنايتونو او تخلفونوتورن دي هغوى بايد د محاكمې د تعقيب له جريان نه معاف شي.
له دې نه ښكاري چې يو شمېرهغه  كسان چې  د څار نړيوالې ټولنې د محاكمې وړ بللي او جنګي جنايت كاران يې بللي له هغوى سره دا انديښنه وه چې محكمې ته كش نه كړل شي. اودا د هغوى له خوا يو جوړ شوى متن و چې په شورا كې يې په ډېر بېړني ډول، بې له دې چې زيات بحث پرې وشي؛ تصويب كړ. ماته د دې متن د تصويب سره يوه كيسه راياده شوه. وايي يو وخت ملګرو ملتونو ته يو رپورټ رسيدلى و او  په كې وو چې دافريقا په كوم هيواد كې اوس هم سړي خواره شته. ملګروملتونو د خپل مكلفيت له مخې هغه هيواد ته مكتوب ليږلى و او په كې ليكلي  يې وو چې موږ ته داسې رپورټ راغلى دى دا رښتيا دى؟!
 نو د هيواد چارواكو ورته په ډېر قاطعيت ليكلي وو چې داسم رپورټ نه دى. ځكه چې يو څو سړي خواره وو او هغه موږ وخوړل او اوس زموږ په هيواد كې سړي خواره نشته. نو ما هم داسې فكر وكړ چې خداى مه كړه  چې زموږ شورا ته ټول هغه كسان راغلي چې جنايتونه يې كړي دي. په هر حال  دا پرېكړه له كلك غبرګون سره مخامخ شوه. ځكه چې په دې كې نه يوازې دا چې بشري حقونه نه وو مراعات شوي؛ بلكې افغاني اواسلامي حقونه هم نه وو په كې مراعات شوي. ځكه په افغانستان كې  ځينو مشخصو كسانو، كسان وژلي، غلا يې كړې، لوټ يې كړى. د خلكو حقونه پرې باندې دي، د خلكو مال پرې باندې دى نو په دې اساس په دې برخه كې  لوى خداى ج خپله هم د بنده حق چاته نه بښي او قصاص د انسانانو ژوند بولي.
پوښتنه: استاذ دوى وايي  زمونږ په خپلو كې جګړه وه او خپلو كې مو سره روغه وكړه او بله دا چې دوى دې روغې ته ملي پخلاينه وايي دا  كيداى شي؟
استاذ رفيع: نه!
دا سمه ده چې په دې جګړو كې د دوى كسان وو خو دوى په خپله په خوندي ځايونو كې وو او د جګړې قومانده يې وركوله. په دې كې د اولس خلك تلف شوي، اولسي تلفات اوښتي، مثلاً  په دې جګړو كې كابل وران شوى، ويل كېږي چې په كابل  كې پنځوس زره كسان وژل شوي، دا اكثره عام خلك وو او د دوى په ډلو كې نه وو او زيان ورته رسيدلى. په كورونو حملې شوي، كورنه لوټ شوي، بې پته شوي، دولتي اوملي شتمنۍ چور شوي نو ځكه خو دا د هيڅ قانون له مخې نه د افغاني او نه د جهاني  قانون له مخې د بښنې وړ دي او نه دوى حق لري چې خپلو ځانونو ته برأت ورکړي او په همدې اساس خلكو په دوى احتجاج وكړ او دا پرېكړه يې ونه منله. 
پوښتنه:  د همدغې ډلو ځينې كسان په بهرنيو هيوادونو كې محاكمه شول ځينې يې تر اوسه د كابل  په سياسي زندانونو كې بنديان دي نو كه دوى بښل كېږي هغه هم بايد وبښل شي ؟
ځواب: هوكې! كه دوى غواړي چې په عمومي توګه ټول جنايتكاران وبښل شي نو بيا به له هيچا نه هم پوښتنه نه كېږي.
پوښتنه: كه داسې وي نو دوه كاله وړاندې د استاد سياف يو قومندان په همداسې جرم اعدام شو نو بيا خو له هغه سره ظلم شوى ؟
ځواب : خبره همدا ده ، اصلاً دا پرېكړه غلطه پرېكړه ده، د قوانينو او حقوقو خلاف پرېكړه ده. په همدې اساس ولس قهريدلى ، غبرګون يې ښودلى او دوى د دې له پاره چې پر  ولسمشر فشار راوړي او دا پرېكړه پرې لاس ليك كړي نو خپل ورسره كسان يې چې د دوىد حكومت په وخت كې ورسره وو، د دوى د چور او چپاول په وخت كې ورسره وو، په وژلو او جناياتو كې ورسره وو، هغوى ته يې ټرانسپورټي وسايل برابر كړل، د لارې خرڅ يې ورته برابر كړ، كابل ته يې  راوغوښتل ولسمشر او نړۍ ته داسې ښودل غواړي چې دا د ملت خلك دي او زموږ د پرېكړې تاييد كوي. په داسې حال كې  چې  زموږ ملت يودېرش مليونه خلك دي او د يو دېرش مليونه خلكو په استازيتوب پنځه ويشت زره هغه كسان چې له دوى سره تړلي دي، هيڅكله هم د ملت په استازيتوب پرېكړه نه شي كولى.
پوښتنه: په دې پنځو كلونو كې چې دغه  جنګي قومندانان دومره ايل شوي هم نه وو او بې وسلې شوي هم نه وو خوكله به چې دوى د جدي شپږمه يا بله كومه ورځ غندله يا لمانځله نو كابل ښار به دومره كلك نه تړل كيدو خو داځل داسې كلك بند و چې حتى بهرنيو ډيپلوماټانو او دولتي وزيرانو ته هم ويل شوي وو چې له كور او دفتره دې نه راووځي، ايا دولت په لوى لاس دوى لوى نه ښيي يا دا چې  دولت په دې كاركې له دوى سره سازش نه دى كړى ؟
ځواب: خبره دا ده چې ما مخكې تاسو ته وويل چې  هغه د سړي خورو كيسه ده.  په دولت او ولسي جرګه كې د دوى زياته برخه قابض دي، د ولسمشر دويم مرستيال په همدې غونډه كې ناست و، ځينې وزيران يې ورته راغلي وو، د ملي شورا رييس په دې غونډه كې  ناست و. نو په همدې  اساس د دوى په دولت كې ژور نفوذ دى او يقين لرم چې د دې غونډې ټرانسپورټي امكانات به هم د دولت له امكاناتو څخه چمتو شوي وي.
پوښتنه: كه ښاغلى كرزى د دوى دا پرېكړه ومني نو نړۍ ته به ډېر بې اعتباره معرفي نه شي؟
ځواب: فكر كوم چې كرزى په دې كې څه بدلونونه راوستل غواړي او له هغې وروسته يې لاسليك كوي او داسې يو ترميم به په كې  وكړي چې هغه كسان چې د خلكو پور ورباندې دى هغه دې محكمې ته راكش كړى شي او نوردې معاف شي ، زه داسې فكر كوم.
خو كه داسې ترميم په كې  ونه كړي او لاسليك يې كړي نو يقيناً چې په نړۍ كې به د سړي خورو د دولت غوندې ياد شي.
كه همداسې په پټوسترګو يې لاسليك كړي نو له قانون څخه سرغړونه ده. ځكه چې د افغانستان په قانون كې حتى د شورا وكيلان په اوس وخت كې هم قانوناً دوى مصؤون نه دي. كه اوس وخت كې  هم دوى جنايت كوي نو هغه ارګانونه چې جنايتونه تعقيبوي هغوى به د ولسي جرګې سره اړيكې نيسي او بيا به دوى د ولسي جرګې په خوښه محكمې ته كش  كوي.  نو دوى چې اوس نه دي  معاف نو هغه جنايتونه چې پخوا يې  كړي دي په هيڅخ شكل نه شي معاف كيدلى.